معاصره دوره کې د بشر حقونه

د بشري حقونو په اړه ه معاصره دوره کې د امریکا ، انګلستان او فرانس کې ځینې اعلامي صادریږي چې په لنډډول ورته په لاندې ډول اشاره کوو :

  1. لوی منشور ( منکا کارت ) په ۱۲۱۵کال کې په انګلستان کې تدوین شوچې په دغه منشور کې داشرافو ترڅنګ ځینې عمومې ګټې هم نعښتې وی
  2. ویرجینادولت دحقوقو اعلامیه په ۱۷۷۶کال کې او همدارنګه دامریکا دمتحده ایالاتو ازادي په کال ۱۷۷۶
  3. په ۱۹۱۴کال کې دازادۍ منشور چې دغه منشور دامریکا دمسي چوتس ایالت کې تصویب شو چې دانګلستان دحقوقو له اعلامیی څخه پر مختللې وه
  4. دامریکا د۱۷۸۷ کال اساسي قانون چې دغه قانون دویرجینا دآیالت ۱۷۷۶کال داعلامیی نه په الهام اخیستنۍ جوړشوی وه
  5. دانګلستان دحقوقو اعلامیه په کال ۱۶۸۸کې. داهغه اسناد نه دي کوم چې دنن ورځې دبشرحقوقو شروع کوونکې وګڼل شي بلکې مخکې تر دي وړاندې داسلام مبارک دین دانسان دطبیعت مطابق داسې حقوق وضع کړي چې نه تردې مخکې اونه هم تردې وروسته کوم څوک وضع کړي .

دوهم فصل سمول

اسلاماو دبشرحقوقونړیواله اعلامیه سمول

لومړې مطلب : دژوندکولو حق : سمول

ژوند دانسان طبعي اوالله ورکړې حق دی په ازاده دنیا کې خولا پریږده چې دمور په خیټه کې هم ددی ژوند مصون اوخوندي دی . هیڅوک دا حق نه لري چې یوانسان په نا حقه توګه دژوند له حقه بې برخې کړي ژوند یو خوږ نعمت دی چې الله (ج) دیوه بشر په ناحقه وژنه دټول بشریت وژنه بولي ټول انسانا ن هغه که کوچنې ،بوډا، ځوان نریا ښځه وي ټول دژوند کولو حق لري. هیڅوک باید په ناحقه ونه وژل شي که هغه یوڅوک دژوند دحقه بې برخې کړای شي چې بل انسان په قصدي توګه وژلې وي او یا هم داسې ناوړه فساد ترسره کوونکې وي چې ټولنه دبدبختۍ سره مخ کوي نو داسې عمل دانسانیت اوبشري حقوقوپه وړاندې یو بربنډ اونه بښونکې عمل دی . داسلامي عقیدې له مخې انسان ترټولو کا‌یناتو غوره اوبهتر مخلوق دی . دهمدې له پاره الله (ج) ټول هغه څه مسخر کړي چې په اسمانونو اوځمکه کې دي همدغه انسان ته عقل فکر اوتدبیر ورکړې انساني کرامت په اسلام کې په یوبشپړې نظري پوری تړاو لري او همدغه دغربي ناقص مفهوم څخه بیلوي.له دغه کرامت له پایلو څخه دادی چې دیوفرد ژوند دومره اهمیت لري لکه دکرد بشریت ژوند الله (ج) د سورت مائدی په ۳۲ایت کې فرمایلی دی ژباړه : له همدی امله موږ پر بني اسرائیلو دافرمان لیکلی وه چې چا یوانسان دویني له بدلی یاپه ځمکه کې له فساد خورولوپرته په کوم بل علت وواژه داسې وګڼه لکه چې هغه ټول انسانان ووژل اوچا چې څوک له مرګه وژغوره داسې وګڼه لکه چې هغه ټول انسانان ته ژوند وروبښه . اسلام ټولې هغه کړنې او اعمال منع کړي چې دانسان ژوند یا دهغه بدن ناموس ته زیان اړه وي لکه دانسان شکنجه کول په هغه تیری کول دهغه د ژوند په مادي او معنوي چارو یی تجاوز اویایی له ژوند وروسته دبدن تمثيل اګر که په جنګ کې هم وي ځکه کرامت دهغه له مرګه وروسته هم ثابت دی.نو داچې ژوند خوندي وساتل شي اسلام جنګ یوازې دحق قایمولو په خاطر مشروع ګرځولې دی او دابه هم داعلان اوابلاغ څخه وروسته وی الله (ج) دالحدید سورت په ۲۵ایت کې فرمایلی دي  ژباړه : په تحقیق سره چې پیغمبران مو دښکاره دلایلو سره لیږلي دي اوددوی سره مو کتاب او میزان هم درلیږلی دی ترڅو خلک دعدالت په لاره برابر کاندي او اوسپنه مو پیداکړی چې په هغه کې دجنګ الات اواسباب دي اودخلکو له پاره دګټې اخستلو اسباب هم په کې دي ترڅو چې الله (ج) هغه کسان چې له دی اوددی دپیغمبرانو سره په غیب کې مرسته کوي راڅرګند کړي . ددغه مبارک ایت څخه داسې نتیجه اخیستلای شو څوک چې دالهی کتاب اوهدایت په اساس سره ګټه اخیستلای نشي اوکفر دناوړه لارې څخه نه راګرځي نو دهغوی سره جهاد په کار دی همدارنګه اسلام دجنګ کولو له پاره قیودات لګولي دي چې دغیر جنګیالیو وژنه یی حرامه ګڼلې لکه دښځې ،ماشومان ، سپین ږیرې ،راهبان ، بزګران او هغه کسان چې په جنګ کې برخه نه اخلي .ددی سربیره اسلام دکشتیو له منځه وړل او حیواناتو هلاکول حرام بللی تر څو دخلکو روزه لاری چاری بندې نه شي (فرد اوټولنه ) په اسلام کې دانساني ژوند باندې د تیري مخه ونیول شي او په ډاډمنتیا سره ژوند تیر شي نو الله (ج) ددی له پاره قصاص مشروع ګرځولې په دی باره کې الله ج په سورت مائدې کې په ۴۵ایت کې فرمایی••• ژباړه : په تورات کې موږ پر یهودیانو داحکم لیکلی وه چې دنفس په بدل کې نفس دسترګې په بدل کې سترګه دپوزې په بدل کې پوزه دغوږ په بدل کې غوږ دغاښ په بدل کې غاښ او دټولو زخمونو له پاره برابره بدله ده . درانګه په بل ځای کې د سورت بقرې ۱۷۸ایت کې الله (ج) فرمایلی دي ژباړه: ای مومنانو ! ستاسې له پاره دقتل په دعاوو کې دقصاص حکم لیکل شویدې که اصیل قاتل وي له همغه اصیل نه دی بدله واخیستل شي که غلام قاتل وي نو همغه غلام دې ووژل شي که ښځه قاتله وي نوله همغه ښځې نه دی قصاص واخیستل شي هوکه له کوم قاتل سره دهغه وروریو څه نرمي کولو ته تیاروي نو په ښه وجه دی ووژني . دبدل په باب اقدام وشي اوپر قاتل لازمه ده چې په صداقت سره څه ورکړي داستاسې د رب له خوا اسانتیا اورحمت دی . له دینه وروسته څوک تجاوز وکړي دهغه له پاره دردونکې عذاب دی . الله (ج) ځان وژنه حرام کړی یعنې په اسلام کې ددی له پاره اجازه نشته دی چې یو څوک دی خپل نفس دی په خپله ووژني الله ج دسورت نساء په ۲۹ ایت کې فرمایی ژباړه : خپل ځانونه مه وژنئ .باورولرئ چې الله پرتاسی مهربان دی داچې انساني ژوند په عقل استواردی امام ابوحنیفه (رح) وایی که چیرې الله (ج) پیغمبران نه وه رالیږلي نوموږ سره بیاهم حساب اوکتاب کیده هغه هم دالله عقل په اساس نودعقل ژوغورنې او حفاظت په خاطر اسلامي شریعت دشرابو اوان هغه ټولې چارې ناروا بللی چې دعقل دمنځه وړولو لامل ګرځي .دژوند په حق کې دبدن حواسو اوشعور سلامتیا هم داخله ده الله(ج) داپرمسلمانانو واجب کړیده چې دټولو هغه چارو نه ځانه وساتي چې دی ته ضرر رسوي . الله (ج) په کلکه سره مسلمان شکنجه کول دهغه کرامت بي حرمتي او شخصیت سپکوالې حرام کړی ان که تردی چې که داپه بده خبرې سره هم وي چې په دی اړه په سورت حجرات ۱۱ ایت کې فرمایی . ژباړه : ای مومنانو! نه دی نارینه پرنورو نارینه ټوکې کوي کیدای شي چې هغوی له دی نه غوره وی .اونه دی ښځې په نورو ښځو ټوکې کوي کیدای شي چې هغو له دوی نه غوره وي. همدارنګه الله (ج)د مسلمان غسل ،تکفین اوپرهغه باندی دجنازی لمونځ یی ددی دمرګ وروسته واجب کړیدی بس ددی حق په پایله کې ویلی شو چې اسلام دانسان دنفس بدن عقل اوټولو حواسو دساتنې ټینګار کړې دی . بشرحقوقو نړیواله اعلامیه چې په کال ۱۹۴۸ کال دسمبر دمیاشتی په ۱۰ خپره شوې دژوند کولو حق په اړه لاندې ماده صراحت لري .

دریمه ماده : سمول

هرڅوک دژوند ،ازادۍ او شخصي امنیت حق لری . ( هر انسان حق لري چې په ازادۍ او خوندیتوب کې ژوند وکړي ) همدا ډول دبشرحقوقو اسلامی اعلامیه چې په کال ۱۹۹۰ داګست په میاشت کې په قاهره کې داسلامی کنفرانس سازمان د بهرینو چارو دوزیرانو په غونډه کې په تصویب ورسیده دژوند کول حق په اړه په لاندې توګه توضحات لري .

دویمه ماده : سمول

الف : ژوند یو الهي ډالی ده اوهغه حق دی چې هرانسان ته تضمین شویدي اوپه ټولو وګړو،ټولنو اوحکومتونو واجب دي چې ددغه حق څخه ملاتړ وکړي او دهغه په وړاندي دهر تیری مخنیوي وکړي اودشرعي مجوزه دهیچا وژنه روا نه ده . ب : دهغي وسیلي کارول چې دټولنیزه یا جزئي ټوګه دبشریت دریښو دله منځه وړلو لامل شي منع دي ج: بشریت دژوند دارامۍ ساتنه ترکومه چې دالله (ج) پیرزوینه وي شرعي دنده ده د: دانسان جنازي درناوي باید وساتل شي اوهغه ته بې احترامي روا نه ده ان دهغه لمس کول روا نه دي مګر دشرعي مجوز له مخې اوددغه امر څخه ملاتړ دولت پرغاړه دي

دریمه ماده : سمول

په وسله والو شخړوکې دبې غرضه اونه ګډونکي سپینږیري یا زړې ښځې ،ماشومان او معیوبین ونه وژل شي اووژل شویو سپکاوې ناروا اوغیر انساني عمل دي ب: ددشمنۍ له کبله دونو پریکول دکرنې له منځه وړل یا دهیواد دتاسیاتو او ودانیو ویجاړول دبمباریو اویا دمرمیوداورولو په وسیله منع دي څلورمه ماده : باید په ژوند اوژوند نه وروسته دانسان درناوی وشي

دانسان دازادۍ حق :دوهم مطلب : سمول

مخکې تردی چې دانسان دازادۍ په حق بحث وکړو لومړې باید ازادي وپیژنو چې ازادي په څه مفهوم ازادي هغه کلمه نه ده کوم چې اوسمهال په لویدیځ کې دافرادو اوټولنو ترمنځ زمزمه کیږي اوددوی تر تاثیر لاندی ده او دی خلکو دځان له پاره یو ژوره عقیده بللی ده . مسلمان علماء په دی عقیده دي چې ازادي هغه قدرت دی چې انسان دهغه په اساس تصرفات کوي خوکه چیرې ددی څخه ځان ته اویا نورو ته په کې دضرر رسولو خڼډ موجود وي بیا دی نه ترسره کوي (دبشرحقوقو نړیواله اعلامیه ) یاازادي ټولې هغه کړنې چې داسلامي شریعت او قانون سره په ټکر کې نه وي ازادي بلل کیږي . خوقانون پوهان دشخصي ازادۍ تعریف داسې واضح کوي . چې فرد په داخل دمملکت کې دګرځیدو دمملکت نه دباندې وتلو اوبیا راتللو کې پوره ازادي ولري اوهمدارنګه دهرتجاوز اوتیري نه دځان ساتلو حق ولري او هیڅوک ونه شي کولای چې دی تعذیب کړي البته په دی ټولو مرحلو کې قانوني تحدیدونه او تعینات مستثناء دي . (فرد او دولت ) ازادي دحق دلاسته راوړلو له پاره یو غټه وسیله ده په اسلام کې انسان دپوره ازادۍ نه برخمن دی .او دهرډول تجاوز اوتیري نه محفوظ دی او هرڅوک چې دغه محفوظیت مات کړي او خلکو په ژوند ،ابرو او وجود او ازادۍ باندې تجاوز وکړي په اسلامي قانون کې ورته جزا ټاکل شوي ده په اسلام کې تش په ګمان اوشک سره هیچا ته جزا نه ورکول کیږي ځکه دذمي برائت په اسلام کې اصلی حالت دی اویوازې هغه چاته جزا ورکول کیږي چې دی په خپل دګنا مرتکب شوي وي ترڅو چې دالله (ج) دغه آمر تطبیق شي چې فرمایلي دي ( هیڅوک دهیچا ګناه په اوږو نشي اخیستلاې ) اسلام دانساني کرامت درناوې کړې دهغه حقوق یی ثابت امربللی چې هیڅ مناقشه په کې نشي کیدلای اسلام په دی ټینګارکوي چې انسان دنیا ته ازاد راځي او هیڅوک ددی حق نه لري چې هغه غلام وګرځوي برابره خبره ده که هغه په هرشکل وي. الله (ج) پریښتو ته په حجر سورت ۲۹ ایت کې فرمایی  ژباړه : کله چې زه هغه بشپړ کړم اوله خپل روح نه یو څه په کې پوکړم نو تاسې ټول دهغه په وړاندې په سجده پریوځئ. دارنګه په سورت اسرا سورت ۷۰ ایت کې فرمایی

ژباړ: داخوزموږ پیرزوینه ده چې مونږ بنیادم ته لویی ورکړه اوهغو ته مو په وچه اولمده کې سپرلۍورکړي او هغو ته مو له پاکو شیانو څخه روزي ورکړه اوپرخپلو زیاترو مخلوقاتو باندې موښکاره لوړتیا وروبښله .

اسلام دغلامۍ ټولې سرچینې بندې کړې او دغلام ازادول یی یو عبادت وګڼل اودغه کاریی دډیرو کړنو له پاره کفاره وګڼله چې په دی هکله الله (ج) په سورت بلد په ،۱۲،۱۱،۱۳، ایتونو کې فرمایی  ژباړه : مګرهغه دسخت ستوغ ګړنګ ته دتیریدوهمت ونه کړاوته څه پوهیږي چې هغه سخت ستوغ ګړنګ څه دی ؟ دچا غاړه له غلامۍ نه ازادول.همدارنګه په دي اړه ګڼ شمیرحدیثونه هم شته دی په یو حدیث شریف کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي غلامان ستاسو ورونه دي هغه جامي ورکوئ چې تاسې خپله اغونده هغه طعام ورکوئ چي تاسې خپله خوره او په داسې کارونه یی مه ګمارئ چې دهغو دوس نه پوره نه وي اوکه بیا هم باندی مو وګمارل نومرسته ورسره وکړه . همدارنګه په بل ځای کې رسول اکرام صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي . ( چاچې خپل غلام په څپیړه ووهل اویا همداسې په بل شي ووهئ نوکفاره یی داده چې هغه ازادکړي) په بل حدیث کې رسول الله (ص) فرمایی چاچې غلام ازاد کړ نو دهغه هراندام په عوض کې به الله (ج) ددی اندامونه به ددوزخ داور څخه بچ کړي (ریاض الصالحین) اسلام یوازي په پورته ازادیو بسنه نه دی کړي بلکي بی شمیره نوری ازادیګاني انسان ته ورکړي چې هیڅ قانون اونه هم کو م دولت ورکړي دي چې اسلام انسان ته اجازه ورکړي چې په سفراو ګرځیدو کې پوره ازادي ورکي چې تر څو نورو هیوادونه ته لارړ شي او هم دارنګه ازادی کسب اوپیشه مخ ته بوځي او دنورو له اثارو اوکړو وړو څخه عبرت واخلي الله (ج) په سورت یوسف ۱۰۹ایت کې فرمایلي دي • ژباړه :دوی په ځمکه کې ولي نه ګرځي ؟ ترڅو دهغو خلکو اثار اوعاقبت وویني کوم چې له دوی څخه مخکې او پخوا تیر شوي دي په سورت الملک په ۱۵ ایت کې فرمایی  ژباړه : په ځمکه کې وګرځئ اودالله (ج) لخوا ورکړل شوي روزي وخورئ اویوازې به الله په لور ورستنږئ .

دریم مطلب: دفکر ضمیر اودین ازادي: سمول

په اسلام کې هیڅکله په چا باندي په دي خبره زور اوفشار نه راوړل کیږي چي خپله عقیده پریږدي اواسلام په زور سره ومني که څه هم مسلمانان مکلف دي چي ټول خلک داسلام قبلونې ته راوبولي خو دزوره اواکره له لاری نه بلکي ددعوت اوبلني له لاري چې دعوت جایز اوواجب دی لکه چې الله (ج) په سورت النحل ۱۲۵ ایت کې فرمایی.  ژباړه : دالله (ج) لارې ته په حکمت اونیکي موعظې سره خلک اروبولئ او په دي لاره کې ورسره ښه او نیکه مجادله وکړئ . په سورت البقره په ۲۵۶ ایت کې الله (ج) دزور زیاتي دنارواوالی په هکله فرمایی ژباړه : اسلام کې زور زیاتي نشته ځکه حق له باطله بیل او څرګندشوي دی. په اسلام کې هرڅه واضح او ښکاره دي خو بشرحقوقو نړیواله اعلامیه چې په خپله ۱۸،۱۹،۲۰، مادو کې دفکرضمیر اودین دازادۍ په اړه په لاندي ډول صراحت لري اتلسمه ماده : هرشخص دفکري ، وجداني ،او دیني ازادۍ حق لري داحق دمذهب اوعقیدي دبدلولو متضمن دی اوهمدارنګه داحق یوازي یا له نورو سره په ګډه په ښکاره یا په خصوصي توګه دخپلې عقیدي یادین په تدریس عمل اوعبادت کولو اودیني مراسمو داجرء کولو ازادۍ متضمن دي . نولسمه ماده : هرڅوک دبیان اوعقیدي ازادۍ حق لري په دي حق کې هغه ازادي شامله ده چې یی څوک له مخې له خپلې عقیدې او نظر درلودلو څخه ویره اواندیښنه ونه لري . اودعقایدو او معلوماتو په پلټنه اولاسته راوړنه کې دکوم برید اوسرحد پرته ازاد دي. شلمه ماده : هرڅوک حق لري چې په ازادډول سوله یزي اتحادیی او ډلې جوړې کړي دوهم بند:هیڅوک په یوی ټولنه کې دګډون په خاطر نشو مجبورولي پورته مواد دملګروملتونو زیاتره غړوهیوادونوله لورې موافقه وشوه چې دغه معاهده ۵۰ کاله وړاندې رامنځته شوه مګر اسلام دغه حقوق او ازادي ۱۴ سوه کاله وړاندې پيژندلي او انسانان ترې برخمن کړي چې په اسلام کې پوره معنا سره دفکر ضمیر او دین ازادي موجوده ده.ځکه الله ج ته به داسخته نه وه چې دځمکې په سریی ټول انسانان مسلمان کړي وه خودی کې دالله غټ حکمت پورت دي چې خلک دخپل راتلونکي او تګلارې په ټاکلو کې اختیار ورکړې الله (ج) په سورت یونس په ۹۹ ایت کې فرمایی ژباړه : که ستا درب اراده داوه چې دځمکه کې دی ټول مومنان فرمانبردار اوسي نو دځمکې ټول اوسیدونکو به ایمان راوړی وه . په دی کې شک نشته چې الله (ج) انسان ته کوم عقل ،پوهه اوغوږونه ورکړي په دي قادر دي چې دحق اوباطل ترمنځ توپیر وکړي .د سورت انسان په ۳،۲ ایتونو کې فرمایی .  ژباړه : مونږ انسان دیوي ګډې شوي نطفي څخه پیداکړ ترڅو چې هغه امتحان کړو اوددی غرض له پاره مونږ هغه اوریدونکې اولیدونکي وګرځوه .مونږ هغه ته لاره وښودله که شکرکوونکي شي او که کفر کوونکي شي . له پورته ایتونو څخه معلومه شو چې الله (ج) دعقل په ازادۍ ټینګارکوي او څوک اسلام په اسلام منلو نه مجبوره وي په سورت انعام ۱۰۷ ایت کې الله (ج) خپل پیغمبر مخاطب ګرځوي او فرمایی . ژباړه : که الله (ج) خوښه وه نوهغه په خپله داسې لاره چاره برابرولي شوه چې داخلک مشرکان شوي نه وای ته مونږ په هغو پیردارنه یی ټاکلې اونه ته پر هغو باندي مسلط ساتونکې یی

په سورت الغاشیه ۲۱،۲۲ ایتونو کې الله ج فرمایی . ژباړه : ښه نوای پیغمبره نصیحت کوئ ته یوازی نصیحت کوونکي یی هیڅ پرهغو زیاتي کوونکی نه یی دارنګه په سورت نساء ۸ ایت کې الله ج فرمایلي.ژباړه چاچې دپیغمبراطاعت وکړهغه په اصل کې دخدای ج اطاعت وکړاوچاچې مخ واړوه نوپه هرصورت مونږ په دی باندې ته څارونکي اوساتونکي په توګه نه یی لیږلي. داسلام مبارک دین دترهګرۍ ،زورزیاتي او اکره دین نه دي بلکي دنرمه اواسانۍ دین دي داسي دین دي چې ډیرو خلکو په اخلاقو اونرمۍ سره منلي دي په هیچا باندي دازور نشته چې اسلام په زور سره ومني . دپورته اتلسمي مادي په یوه برخه کې راځي چې په عام ډول هرفرد حق لري چې خپل دین او اعتقاد ته تغیر اوبدلون ورکړي . چې دا داسلام مبارک دین سره په تضادکې دي ځکه داسلام دین نه بل دین اخوتل په ددنیا اواخرت کې سخته جزا تعین شوي که څه هم په قرانکریم کې داسې نص یاایت نه دي راغلي چې په دنیا کې ددی سزا معلومه کړي بلکې ټول نصوص یی داخرت دسزا او عذاب په هکله راغلي دي .په دنیا کې دذات اودین څخه دګرځیدلو سزا دالله (ج) په وړاندي داده چې پردي دالله (ج) لعنت اوغضب شوي دی او اخرت کې به په سخت عذاب کې واچول شي الله ج دداسي خلکو په اړه په سورت نحل ۱۰۴ایت کې فرمایی.  ژباړه : څوک چې ایمان راوړي اوورسته کافر شي .هغه که دمجبورکړي شوي وي خو زړه په ایمان ډاډه وي (نوبیا خیردی) خوچاچې په خوښۍ سره کفر ومانه پرهغه دالله (ج) غضب دی او دټولو داسي خلکو له پاره ستر عذاب دي داراز په سورت البقري ۳۱۷ ایت کې الله تعالی فرمایی ژباړه : اوله تاسي نه چې هرڅوک له دی دین نه واوړي اوکفر په حالت کې ومري دهغه عملونه په دنیا او اخرت دواړو کې بابیزه او ضایع شو

دارنګه په سورت فاطر ۳۹ ایت کې الله ج فرمایی . ژباړه : هماغه ذات چې تاسي په ځمکه کې خلیفه ګرځولي یی اوس چې هرڅوک کافرکیږي دهغه دکفر وبال په هغه دی داچې له قراني ایتونو څخه داسلام تګلاره څرګنده شوه او هغه څه ډاکیزه شو چې ددین ضمیر اوفکرپه هکله تر فرد پوري تړاو لري اوهمدارنګه دمرتد سزا معلومه شو ه خو قراني ایتونوکې دمرتد سزا داخرت سخت عذاب دی خوپه سنتو کې دمرتدسزا دوژنې حد ټاکل شوي دي.چې ددی علت داسلام په لومړیو وختونو کې یهودو داسلام پر ضد توطیي اودسیسي جوړولي دوی داسي مهال مدیني ته مخه کړه چې دهغه ښاراوسیدونکوټولو اسلام منلي وه . په دي وخت کې دوی دمسلمانانو دخنثئ کولو له پاره بیلابیل دسیسي او توطیی جوړی کړي یوشمیر به یی په اسلام کې داخل شو بیا به بیرته ورڅخه وګرځیدل ترڅو نور مسلمانان په شک کې واچوي په تیره بیا هغه مسلمانان چې نوي اسلام منلې وه او هغو ته دخپلو معتقداتو په اړوند شکونه پیداکړي .ددی ترڅنګ به یی دمسلمانانو له حالاتو څخه ځانونه خبرول اودهغو پټ ځایونه به په نښه کول اوبیا به دغه معلومات دښمن ته ورکول. دوي په دي متفق شول چې ورځي په لومړیو وختونو کې ایمان راوړه خودورځيړپه پای کې به بیرته دغه دین نه ګرځیدل . چې په دی اړه الله (ج) په سورت آل عمران ۷۲ ایت کې فرمایی . ژباړه : له اهل کتابونه یوډله وایی چې ددی پیغمبر پر منونکو چې نازل شویدي پر هغه سهار ایمان راوړئ اوماښام ورڅخه انکار وکړئ .ښایی په دي دسیسه کې داخلک له خپل ایمان نه واوړي . دارنګه بیا په سورت نساء په ۸۱ ایت کې فرمایی ژباړه : هغو په خوله وایی مونږ فرمانبرداره یو خوکله چې ستا له څنګ نه لری کیږي نوهغو یوه ډله دشپي له مخې سره راټولیږي ستا دخبرو خلاف مشورې کوي همدارنګه په سورت نور په ۴۷ ایت کې دمنافقانو دصفاتو په اړه فرمایی .• ژباړه : دوی وایی چې موږ پر الله (ج) او پیغمبر باندي ایمان راوړی او مونږ اطاعت منلي دی خو له دی نه وروسته له دوی څخه یوه ډله له اطاعت نه مخ اړه وي دغسي خلک هیڅکله مومنان نه دي . نودمقدسو سنتو پر وړاندي ددغه دسیسو دشنډولو بله لاره هغه مهال نه وه اودوی غوښتل په دی توګه داسلامي دولت په بشپړه توګه ختم کړي او دوهم داچې دوی لومړی وعده کوله اووروسته داسلامي دولت سره ستر خیانت کاوه نوددی په مقابل کې باید سزا لیدي وه ځکه دایوډول فتنه وه چې غوښتل یی داسلامي دولت جرړی له بیخه وباسي .الله د البقري په سورت په ۱۹۱ ایت کې فرمایی  ژباړه : فتنه له قتل یاوژنې نه ډیره بده ده لومړې جز : دکاراوعمل ازادي په اسلام کې دکار اوکسب له پاره پوره ازادي ورکړي ده .چې کار اوکسب کول یوشریف عمل دی خوپه دي شرط چې دغه کار اوکسب مشروع اوجایز وي اسلام انسانان کار اوکسب ته تشویقوي الله په الجمعه ۱۰ ایت کې فرمایی  ژباړه : هر کله چې ادء کړي شي لمونځ دجمعې پس خواره شئ تاسي په ځمکه کې (کاروکړه ) ته که لری اواولټوی تاسې له فضل دالله تعالی نه په اسلام کې هرچا لره داحق ورکړل شوي چې دخپلي خوښي په اساس کاروکړي هغه که تجارت وي او یاهم صناعت ،زراعت اومالداري وي خوپه دي شرط چې دسور خورئ ،جعل کارئ ،او احتکار نه په کې ځان وساتي الله ج په سورت النساء ۵ ایت کې فرمایی . • ژباړه : مه سپارئ تاسي بي عقلانوته مالونه خپل هغه چې ګرځولي الله دپاره دتاسي سبب دګذران دپورته ایت شریف نه معلومه شوه چې الله ج هغه ته هدایت کي کوم چې په خپل مال کې غلط تصرف کوي اوداسلام داساساتو مطابق خپل مال نه مصرفوي .همدارنګه کوم مال چې دحلالي او مشروع لاري نه لاسته راغلي وي په مصرف کې باید داعتدل څخه کارواخیستل شي . دویم جز : درایی اوفکر ازادي : په اسلامي شریعت کې دهرشخص درایی اوفکرازادي لري . فکرازادي دانساني حیثیت ساتونکي اوداسلامي فرایضو دادء کولو له پاره ترهرڅه ضروري ده .دمثال په ډول په ښو چارو باندې امر کول اوبدوچارو نه منع کول په اسلامي شریعت کی ډیر ستر فرض دی.داهلته کیدای شي چې هرڅوک فکر ازادي ولري الله په سورت ال عمرن ۱۰۴ ایت کې فرمایی . • ژباړه: ستاسو له ډلې دی خامخا یوه ډله (داکاروکړي) چې په ښو امروکړي اوبدو څخه خلک واوړوي اوهمدوی بریالي دي.


همدارنګه درسول الله صلی الله علیه وسلم په یو حدیث شریف کې فرمایی . ژباړه : ستاسو نه چې هرچا یوناوړه کار ولیده نوپه لاس دی منع کړي که داکار یی نشو کولای نو په ژبه دی منع کړي او که دا یی هم نشو کولای نوپه زړه کې دی نفرت او کرکه ځینې وکړي چې دایمان ضعیفه درجه ده . داراز یو ورځ حضرت عمر (رض) خطبه ویله نوسلمان فارسي غوندې فقیر صحابي ورپورته شو او ورته وویل عمره مونږ ستا خطبه نه اورو اوستا اطاعت هم نه کوو! حضرت عمر(رض) خپله خطبه بس کړه او دممبر نه راښکته شو اوورته وویل چې ولی زما خطبه نه اورئ .نو سلمان فارسي ورته وویل مونږ ستا خطبه ځکه نه اورو چې تا بی عدالتي کړې اودیو غیرعادل سړي خطبه اوریدل ناروا دي .حضرت عمر(رض) ورته وویل ما څه بی عدالتي کړې ده .سلمان فارسي ورته وویل چې کله مونږ ټوټه (تکه) ویشله نوټولو مساوي برخه واخیستله خودهغې نه زمونږ کالي سم نه دي راغلي اوستا جامې اوږدې دي نو تا زیاته تکه اخیستې ده نوتا بې عدالتي کړې . په دي وخت کې حضرت عمر(رض) په ډیرې حوصلې سره وایی چې ددی ځواب به زما ځوی عبدالله درکړي دحضرت عمر(رض) ځوی پاڅیږي او وایی چې تاسې وګورئ چې زما زړې جامې په غاړه دي اوما خپله برخه تکه پلارته ورکړي ده ځکه هغه چې دی صورت (قد) نه غټ وه اودهغې تکې نه یی جامې نه کیدلې اوهم امیرالمومین دی جامې باید سمې وي .(امیرالمومین جلد /۱/صفحه/۱۴۷) داده دفکر اوبیان ازادي په اسلام کې یو عادي صحابي خپل مشر بیا امیرالمومین حضرت عمرفاروق(رض) ته داسې خبرې اواعتراض پرې کوي او امیر ورته څنګه په نرمه ژبه اوحوصله منده سره ځواب ورکوي اوله دی وروسته امیرالمومین ته وایی چې اوس نوخطبه ووایی. همدارنګه په سورت ال عمران ۱۵۹ ایت کې الله چې خپل پیغمبر ته فرمایی • ژباړه : ای پیغمبره ! دادالله (ج) لوی رحمت دی چې ته ددی خلکوله پاره ډیر نرم خویه جوړشوی یی که داسې نه وای اوته توند خویه اوسخت زړی وای نوداټول به ستا له شاوخوا نه خواره شوی وه ددوی خطاوې وبښه .ددوی له پاره بښنه وغواړه اودین په چارو کې هغوته هم مشوره کې برخه ورکړه بیا چې ستاارده په کومه رایه ټینګه شوه نوپرالله توکل وکړه. همدا لامل وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له دوی سره دجنګونو په هکله مشورې کولې چې ښه بیلګه یی دخندق دغزا په ورځ یی دمسلمانانو مشورې ته غوږ ونیوه . همدډول دخلکو سره بعیت اومعاهدې درسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند اوله ژوند ورسته خلیفه ګانو په وخت کې دفکر اوبیان دازادۍ ښې نمونې دي په اسلام کې دفکر اوبیان ازادي دومره بې قیده نه ده اوځنې حدود ورته وضع کړې شوي دي چې په لاندې ډول ترې یادونه کوو. ۱ـ فکري ازادۍ نه به دالله (ج) درضا او دټولنې ته خیر رسولو هیله اونیت ولري ۲ـ دفکر او بیان دازادۍ نه دریاء اوفخر کولو هیله باید ونه لري اودبل چا ازادۍ ته په کې ضرر ونه رسیږي اوهمدارنګه دمال اومنصب پیداکولو غرض هم ونه لري ۳ـ دفکراوبیان ازادي به داسلام دعقیدي اواحکامو ترسیورې لاندې به وي څلورم مطلب : مساوات : دمساوات حق په دې مانا دي چې ټول انسانان په انسانیت کې سره برابردي .ټول انسانان دیو مور اوپلار نه پیدا دي ، اوهمدا راز ټول وګړي دقانون اوقضاء اونورو حقوقي قاعدوپروړاندې یو برابر دي هیڅ څوک دقوم اوژبې ،توکم ،رنګ ،ځمکې ،هیواد ملت شتواونورو وسیلو له لارې پربل چا لوړوالې نه لري نومساوات دانسان یومنل شوې اومسلم حق دې . که تیر تاریخ وګورو دانسانانو دمساوات حق وخت پروخت ترپښو لاندې شوي .خو دا څرګنده اومسلم اصل دی چې ټول بشري وګړي دکائیناتو څښتن دانسانیت له مخې یوبرابرپیداکړي دي داسمه ده چې څوک به توروي څوک به سپین همداسې بیلابیل قومونه وجود لري اودارنګه مختلفې ژبې وجود لري اوداسې نور خوپه انسانیت کې سره مساوي دي . مساوات په اسلام کې یو مهم اصل دې .اسلام ټول بشریت ددوی داصل په لحاظ سره پخپلو کې سره مساوي بولي اویوازې دنیک عمل په کولو سره ددوی ترمنځ تفاضل راتلای شي لکه څنګه چې الله (ج) په قرانکریم کې فرمایی ژباړه : ای خلکو تاسې مو له یونر اوښځې نه پیداکړي یاست اوبیا مو شعبې شعبې اوقبیلې قبیلې ددې له پاره ګرځولي یاست چې یوبل وپیژنۍ په ریښتیا چې الله (ج) ته ستاسو څخه ډیر عزتمند ستاسو ډیر تقواداردی. نو پورته ایت ټول طبقاتي نظامونه ړنګ هیڅ انسان په انسان برتري نه لري مګر په تقوا په اساس . الله (ج) ددی له پاره قومونه اوقبیلې وګرځولوترڅو په پخپلو کې سره وپیژنو او دهمدې پیژندنې له مخې یوبل سره کومک وکړو داسې نه چې یوپربل باندې دنسب یا نژاد له کبله فخر وکړي .اویا ددی فخرله لارې دقومي اوجنسي تفاوت له کبله یوپربل ظلم وکړو اویا دکوم امتیاز غوښتنه وکړو اسلام دمساوات په سبب هر ډول جاهلي تعصب اورنګ اونسب افتخار له منځه یوړه. همدا راز الله (ج) په سورت النساء لومړي ایت کې فرمایی •• ژباړه : ای خلکو له خپل هغه رب نه ووریږئ چې هغه تاسې له یوتن څخه پیدا کړه اوله هماغه تن څخه یی دهغه جوړه منځته راوړه ددی دواړونه یی په نړۍ کې ډیر نارینه اوښځې خوارکړل .له هغه خدای نه ووریږئ چې هغه په وسیله تاسې یوله بل نه خپل حقوقو غواړئ .اودخپلولۍ اوپیوندونو له غوڅولو نه ډډه وکړئ . باور ولرئ چې الله (ج) په تاسې څارونکې دي نوټول انسانان دیو نفس څخه پیدادي اویو بربل باندې لوړوالې اوفوقیت نه لري همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو حدیث شریف کې فرمایلي دي ژباړه : بیشکه الله (ج) له تاسو څخه دجاهلیت دوخت تکبر اوغرور ختم کړ دهغه مطابق په پلرونو ویاړیی درنه ختم کړ، یابه پرهیزګاره مسلمان وي اویابه بدبخته فاجر ټول خلک دادم (ع) اولاده ده .اوادم دخاوری څخه پیدا شوی . قومونه به یا ارومرو ددی څخه ځان ژوغوري چې په خلکو ویاړ ونه کړي اوکه نه نو دالله (ج) په وړاندې به دومره سپک شي لکه هغه حشرات چې په خپلو پزو چټلي لری کوي دغه لوی قاعده په اسلام کې دمساوات ښکارونده ده .اسلام دبهتروالي یا لوړوالي ټول معیارونه چې پخوا نیو ټولنو کې موجود وه له منځه یوړل لکه دنژاد ،قوت ، اقتصاد اوداسې نور .په اسلام کې دمساوات په اړه بې شمیره مثالونه لیدلې شو یوورځ دقریشومخورو اوهغو کسانو چې ځانونه یی مشران اوملکان ګڼل درسول الله (ص) څخه وغوښتل چې بیوزله ،مسکینان اوکمزوري خلک چې ددی په شاوخوا کې راغونډ شوي وه وشړي لکه بلال (رض) اوداسې نور دوی ویل که دا وشړي نو درسول الله (ج) خبرو ته به غوږ ونیسي . خوهیڅکله په هغه مجلس کې نه کیني چې هلته دغه چوپان اوکمزوري خلک ناست وي نوپه دي وخت کې په رسول الله (ج) باندې دغه ایت نازل شو ژباړه : اوکوم خلک چې شپه او ورځ خپل رب ته لاس په دعا دي اوهغه خوښي غواړي هغو له خپله ځانه لری مه شړئ دهغو له حساب نه هیڅ شئ پيټې پر تانشته اوستا له حساب نه هیڅ شې پرهغو نشته . نو ددی له پاسه هم که هغو ته لیری وشړې نو ظالمانو کې به وشمیرل شې . همدا راز دقانون په واړندې مساوات هغه اصل دی چې اسلامي عدالت یی غوښتنه کوي .هغه په دی معناچې په اسلام کې قانون په ټولو باندې یو ډول تطبیق کیږي اوپه دی ډول هیڅ فردي امتیاز یعنې نسب ،مال اودولت ، خپلوي اودعقیدي امتیازونه وجود نه لري چې په دي اړه درسول الله (ص) یو حدیث شریف ته اشاره کوو چې بخاري اومسلم دواړو روایت کړې دي رسول الله (ص) یو صحابي په هغعې خبرې ملامت کړ چې کله یی خپل ملګرې درنګ اونژاد له کبله سپک وګڼلو .ابو زر غفاري بلال په دي سپک کړچې دهغې رنګ تور وه رسول الله (ص) په دی خبره زیات په غصه شو اوهمدې جلیل القدر صحابي ته وفرمایل چې ته داسې سړې یی چې د جاهلیت خوي در کې دي همدرنګه رسول الله (ص) دخپل حج په خطبه کې وویل ’’ عربي په عجمي هیڅ غوروالې نه لري اونه هم عجمي په عربي غوروالې نه لري .سپین په تور اوتور په سپین مګر بهتروالې اوغوروالې یوازې اویوازې په تقوا سره دی ’’ همداډول په یوبل حدیث کې حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایی ژباړه : شک نشته چې تاسو نه مخکني خلک هلاک شول داځکه چې کله به ددوی کې شریف سړي (روسوخ خاوند) غلاوکړه نو جزایی به یی نه ورکوله اوکه غریب سړي به غلا وکړه نو جزابه یی ورکوله .زما دی قسم په الله (ج)وي چې که دمحمد(ص) لور فاطمه غلا وکړي نوهرومرو به لاس ورغوڅ کړم . دارنګه دحضرت عمر بن خطاب دخلافت په دوره کې دمصر والی عمروبن العاص وه دعمروبن العاص ځوی دیوه قبطي سره مسابقه وکړه په دغه مسابقه کې قبطي وړاندې شو نو دعمروبن العاص ځوی په قبطي غصه شواوقبطي ووهه قبطي دحضرت عمر (رض) په وړاندې عرض وکړ حضرت عمر (رض) دمصر والي عمروبن العاص او ځوی دواړه یی راوغوښتل اوله قبطي وپوښتل چې دغه هلک ته وهلي وی قبطي وویل هو همدغه خلک زه وهلی وم نوحضرت عمر(رض) قبطي ته اجازه ورکړچې ته یی هم ووهه نوقبطي هغه هلک وواهه اوخپل غچ تری واخیسته بیا حضرت عمر (رض) عمروبن العاص ته مخ ورواړوه اوورته وویل’’ له کومه وخته موخلک دځان غلامان ګرځولي دي اوحال دادې چې دوی له خپلو میندو ازاد زیږیدلي دي . داده دمساوات هغه هسکه اولوړه څوکه چې اسلام مبارک دین بیان کړې ده چې په اوسنې عصر کې هیڅ قانون اونه هم کومې ټولنې وضع کړي اونه به وضع کړي ځکه داسلام مبارک دین دانسان دفطرت مطابق راغلې اوپه هر ځای کې دتطبیق وړ دي اوس هم دبشرحقوقو هغه مادو ته اشاره کوو چې دمساوات په اړه صراحت لري. لومړۍ ماده : ټول انسانان ازاد نړۍ ته راځي اودحقوقو اوحیثیت له پلوه سره برابردي. ټول دعقل اوجدان درلودنکي دي اوباید یوله بل سره دورورګلوۍ په روحیه چلند وکړي . دوهمه ماده : هر څوک کولای شي چې دهر ډول توپیر پرته په ځانګړې ډول دتوکم ،رنګ ،جنس ،ژبې مذهب . عقیدی اوهره بله عقیده ، ملیت ،ټولنیز موقف ،شتمني ،زیږیدنې یا دهربل موقف په نظر کې نیولو پرته دهغو ټولو حقونو اوازادیو څخه ګټه واخلي کوم چې په دی اعلامیه کې یادونه شوی ده . برسیره پردي له هیچا سره به دهغه دملک یاسیمې دسیاسي، ادارې ،قضایی یا نړیوال موقف پربنسټ تبعیض ونه شي که څه هم هغه ملک یا سیمه چې شخص ورپورې تړلې وي خپلواک ترلاس لاندې غیر مختار اویا هم حاکمیت په یو ډول محدود وي . اوومه ماده : ټول دقانون په وړاندې یو برابر دي اوحق لري چې دهر ډول تبعیض پرته دقانون دملاتړ څخه برخمن شي .ټول حق لري چې هرهغه تبعیض په وړاندې چې ددی اعلامیی څخه سرغړونه کوي اویا دهغې لمسونې په مقابل کې داسې تبعیض ته لمن وهي په برابره توګه دقانون دملاتړ څخه برخمن شي .

پنځم مطلب: دتعلیم اوتربیي حق سمول

ښوونهاوروزنه یازده کړه دبشر نه جلا کیدونکې حق دی . هر انسان حق لري چې دخپلې ټولنې دټاکلو اصولو په آډانه کې خپلې زده کړې پرمخ بوځي اوهم حق لري چې دزده کړې په دوران کې خپل دخوښې مسلک ته ننوځي ترڅو ددی له وړتیا سره سم ورته دپوهې ترلاسه کولو زمینه برابره شي . ددولت چارواکي اړو مکلف دي چې دهیواد وګړو ته دیوه واحد ښوونیزنصاب له مخې دزده کړې اوپوهې ترلاسه کولو زمینه اسانتیاوی چمتو کړي . دښوونې اوروزنې په اړه دبشرحقوقو نړیواله اعلامیه داسې وضحات لري شپږویشتمه ماده :

لومړه فقره سمول

هرڅوک حق لري چې ښوونې اوروزنې څخه برخمن شي .ښوونه اوروزنه برسیره په لومړینواواساسي پړاونو کې وړیا وی لومړني زده کړې باید اجباري وي ، حرفوي اوتخنیکي زده کړې عمومیت ومومي لومړی زده کړې باید دبرابرو شرایطو سره دټولو پرمخ خلاصې وي اوټول داستعداد اووړتیا په بنسټ له هغه څخه ګټه پورته کړي . دوهمه فقره=== ===ښوونه اوروزنه باید دانساني شخصیت دبشپړوالي اوبشر حقوقو اوبنسټیزو ازادیو ددرناوی دزیاتوالي په لورې وهڅول شي . ښوونه اوروزنه باید دټولو ملیتونه ،توکمونه اودیني ډلو ترمنځ تفاهم ،زغم اودوستي پیاوړي کړي .اودملګرو ملتونو هڅې دپیاوړتیا له پاره پرمخ بوځي . دریم فقره : میندې اوپلرونه دخپلو ماشومانو دښوونې او روزنې دډول په غوره کولو کې دلومړي توب حق لري . بشرحقوقو اعلامیی دغه حقوق دوهم نړیوال جنګ وروسته وضع کړل خوداسلام مقدس دین دغه حقوق داولاد له پاره په مور اوپلار باندې ۱۴ سوه پیړۍ وړاندې لازم ګرځولي دي .ځکه علم هغه نور اومشال دې چې انسان پری هرشي ترلاسه کولی شي کوم چې اسلام دانسان له پاره ورکړي دي . تعلیم له علم نه اخستل شوي چې په عربي ژبدود کې دتعلیم معنا بل چاته څه ښودلو په معنا دی . الله (ج) په قرنکریم په سورت العلق ۵ ـ ۴ ایتونوکې فرمایی . ژباړه : هغه رب پالونکې چې ښودلې یی دی لیک انسان ته په قلم سره .ښودنه یی کړې ده انسان ته دهغو شیانو چې دی پری نه پوهیده پخوا له دی څخه . دارنګه په سورت بقره ۳۲ ایت کې الله (ج) فرمایی •ژباړه : اووښودل الله (ج) ادم (ع) ته ګرد نومونه .

په قرانکریم کې تعلیم کلیمه په معتدی ډول ذښته زیات ذکر کړای شوی دی دعلم لغوي معنا دزده کړې په معنا ده اوپه شرعي اصطلاح امام راغب اصفهاني په مفردات القران کې دعلم تعریف داسې کړې وي.        علم دیوشي په حقیقت پوهیدلو ته ویلی کیږي  . اړدغه دشي په حقیقت پوهیدل پره دوه ډول دی . یو په خپله دهغه شي پر ذات باندې پوهه ترلاسه کول اودوهم ډول یی دشي پر صفت علم حاصلول دی چې په هغه کې موجود دی اوکه نه دی.

نوپورته تعریف له مخې ویلې شو چئ علم دانسان له پاره یومهم ضرورت دی ځکه الله ج انسان ته ځنې دندې اومکلفیتونه ورکړي اوانسان ته یی دځمکې نیابت ورسپارلې دی اوهغه مادي اومعنوي ګټې چې الله (ج) په ځمکه کې دانسان له پاره ایښې دي . اوهغه فردي او ټولنیزحقوق چې الله (ج) په انسان لازم ګرځولي دي . نوکه چیرې انسان علم ولري نوپورته ټول کارونه په منظم ډول ترلاسه کړي اوځان اوټولنه به وژغوري اسلام علماءاوعلم ته ډیر قدر اواحترام ورکړې دی او مسلمانانو ته امر کړې دی چې علم کې زیاتوالې وغواړئ همدارنګه الله په سورت الزمر ۹ ایت کې فرمایی. • ژباړه : ایا هغه کسان برابر دي چې علم لري اوهغه کسان چې علم نه لري نه هیڅکله نه داسې خبرو نه هوښیاران نصیحت حاصلوي . همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوحدیث شریف کې فرمایی . ژباړه : دعلم حاصلول په نر اوښځې باندې فرض دی . اسلام کې دعلم په اړه ډیر احکام راغلي دي چې دلته یی راوړل اوږد بحث ته اړتیا ده .

شپږم مطلب : ماشومانو حقوe سمول

مخکې تردی چې دماشومانو په حقوقو وپیژنو لومړې باید ماشوم تعریف اووپیژنو . دماشوم تعریف: ماشوم هغه کمزورې زوره ور پاچا دی چې نن یی دفرعون ږیره وشکوله اوسبا یی خدایی ورړنګه کړه . یا ماشوم ټول هغه اشخاص چې داتلس کلنه عمر نه وي بشپړه کړي ماشومان ګڼل کیږي . دماشومتوب دوره خورا دارزښت نه ډکه دوره ده په دي دوره کې دماشوم ذهن دسپینې پاڼې په شان وي څه چې لویان ترسره کوي ددی ذهن همغه کار اجرء کوي په دي وخت کې دښو اوبدو تمیز نشي کولای .نو که چیرې زموږ کورنې او محیط سالم واوسي نو ماشوم هم هوښیار راځي خوکه چیرې زموږ محیط خراب اوناسالم واوسي نودماشوم راتلونکې شخصیت به تل تر پوښتنې لاندې وي . دماشوم تعلیم اوتربیې په اړه اسلام مبارک دین ډیراحکام لري چې په لاندې ډول ورته اشاره کوو.

په ماشوم خوشحاله کیدل سمول

اسلام مبارک دی تر هرڅه وړاندې ماشوم ته دا حق ورکړې دي چې کله پیدا شي باید خوشحالي پرې وشي اوددی زیرې ورکول مستحب کار دی اودښځې اونر په پیداکیدوکې با ید توپیر ونه شي که نر وي اویا ښځينه باید هیڅ ډول توپیر ترمنځ ونه شي . ۲ـشیدې ورکول : دماشوم دوهم حق په مورباندې هغه ته شیدې ورکول دي او هغه هم داسې چې کله ماشوم پیداشي هلک وي اوکه نجلۍ دمیځلو وروسته په خپله مهربانه غیږه کې واچوي اوتې ورکړي .ځکه شیدې ورکول دماشوم شرعي حق دې الله (ج) په سورت البقرې په ۲۸۷ ایت کې فرمایی . ژباړه : اومیندې دی خپلو اولادونو ته پوره دوه کالو پورې شیدې ورکړي . تردې پورې داحق نه ساقطیږي که چیرې طلاق هم واقع شي اوماشوم کوچنې وي نومور به ماشوم ته شیدې ورکوي

په غوږ کې اذان کول سمول

دماشوم دریم حق په مور اوپلار باندې دادي چې کله ماشوم پیدا شي هغه ته په ښي غوږ کې اذان او په چپ غوږ کې اقامت وویل شي اودا کار سنت عمل دې دابن عباس نه روایت دې چې ویلی دي . ژباړه : په تحقیق سره په کومه ورځ چې حسن بن علي پیداشو نونبي کریم صلی الله علیه وسلم هغه ته په ښي غوږ کې اذان وکړه اوپه چپ غوږ کې اقامت وکړ.

دنیک نوم کیښودل سمول

دماشوم څلورم حق په مو او پلار باندې دادې چې په هغه باندې نیک اوشرعي نوم کیدي ځکه دابوداود په مروي حدیث کې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي ژباړه : یعنې تاسې به دقیامت په ورځ ستاسي په نومونو او استاسې دپلرونو په نومونو وبللې شئ نوتاسې ښه، نیک اومشروع نومونه کیږده .

دسرویښتانو لرې کول سمول

دماشوم پنځم حق په مور اوپلارباندې دادې چې په اوومه ورځ به یی دسرویښتان لري کوي برابره خبره ده هلک وي اوکه نجلۍ اوبیا په تول برابرسپین زر صدقه ورکوي لکه انس بن مالک (رض) یو حدیث کې روایت کړې شوی دی. ژباړه : په تحقیق رسول الله صلی الله علیه وسلم دحسن اوحسین دزوکړې په اوومه ورځ دهغودسرونو په خرییلو امر وکړ. نوسرونه یی وخریل شول او دویښتانو دوزن په اندازه یی سپین زر صدقه ورکړل شو. ( ابوداود کتاب الادب / جلد ۳ / صفحه ۶۳۱) دوهم مسئله په کې داده چې کله اوومه ورځ دماشوم دسرویښتان وخریل نوټول به ورڅخه لري کوي دهندوانو اوغربي ټولنو په شان به یی نه جوړوي چې لږ پریږدي اونوروترې لرې کړي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم ددی کار ممانعت راوړې چې عبدالله بن عمر (رض) څخه روایت دی چې ویلې دي .( رسول الله صلی الله علیه وسلم له قزع څخه ممانعت کړې دی او قزع دامعنا چې ځنې ویښتان وخریل شي نورپریښودل شي .

دسنتي کول سمول

دماشوم شپږم حق دادې چې دهغه سنت کړې شي همدارنګه ماشوم په اوومه ورځ غوره اوسنت دي چې سنت کړې شي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم حسن اوحسین (رض) دزیږیدنې په اوومه ورځ سنت کړي وه .دارنګه په پنځلسمه ورځ یوشتمه ورځ او څلویښتمه ورځ هم داډول په درې کلنۍ ،اووکلنۍ ، دیارلس کلنۍ ، اوپنځلس کلنۍ کې روا دي .

نفقه ورکول سمول

په مور او پلار باندې دماشوم نهم حق دهغه نفقه ده او دغه حق واجب دې ترڅو چې ماشوم بالغ شوې نه وي ځکه دماشو متوب دوره ددی وړ نه ده چې ماشوم دې کار وکړي او ځانته دې نفقه برابره کړي نو اسلام دماشوم نفقه دهغې په په مور اوپلارباندې مقرره کړې ده تر بالغ توب پورې که دبلوغ نه وروسته بیا هم موراوپلارپه خپل مال نه نفقه ورکوي نودا ددوی له پاره نفل دې . اوهمدارنګه که اولاد شل شوټ وي نو ټول عمر یی نفقه په موراوپلار باندې ده

دښونې اوروزنې حق : سمول

له هغه ځای چې دماشوم اولینه روزنه دمور اوپلارپه لاس کې ده نو رسول اکرام صلی الله علیه وسلم دماشوم باسواده کول دمور اوپلارله اساسي دندو څخه شمیرلې دی دماشوم زده کړې لومړې ځای دمورغیږه ده داهغه مدرسه ده چې الله (ج) انبیا‌‌ء ،اولیاء، او دنړۍ فلاسفه اونامتو وګړي په کې روزلي دي اوهریو تربیه دمور له غیږې څخه اخیسته ده دماشوم دروزنې له پاره څلورمرکزونه وجود لري دمورغیږه ، کورنۍ ، مسجد ، مدرسه یا ښوونځې خوترټولو ډیرمهمه یی دمورغیږه اوکورنۍ ده .امام غزالي (رح) ویلي دي چې دماشوم زړه قمتي اوارزښتناکې ملغلرې په شان پاک دې اوزړه اوفکر یی دسپینې ورقې په شان دی که د خیر اونیکۍ ،تقوا اونیکمرغۍ تخم په کې وغورځوې نودنیا او اخرت ښیګړې به په برخه شي چې موراوپلار اومعلم درې واړو ته به یی ثواب ورسیږي مګرکه غلطه روزنه ورکړې نو ددنیا اواخرت له بدمرغۍ هلاکت اوتباهۍ سره به مخ شی چې په عذاب اوسزا کې به مور اوپلار اوهم معلم شریک وي الله (ج) په سورت تحریم ۴ ایت کې فرمایی. ژباړه : خپل ځانونه اوالادونه له اور څخه وساتئ همدارنګه په یوحدیث شریف کې راځي پر پلار باندې دماشوم له حقوقو څخه یوهم دادې چې خپل اولاد نیک اوباادبه وروزي. داډول په اسلام کې دماشوم په ښوونه او روزنه ، روغتیا ،مراقبت اوساتنه دامنیت په اړه اوبلاخره دعدالت په اړه څرګندونې شوي چې راوړل دلته ډیر ستونز من کار دي اوس هم دبشر حقوق نړیواله اعلامیی موادو ته اشاره کوو چې دښوونې او روزنې په اړه یی وړاندې کړي دي . شپږمه ماده : دقانون لخوا دې دماشومانو ښځو اونارینو ساتنه وشي .هرڅوک حق لري چې هرچیرته وي دهغه حقوقي شخصیت دقانون په وړاندې دیوانسان په څیر وپیژندل شي (ټولو ماشومانو ،ښځو اونارینو هرچیرته چې وي باید دقانون له خوا یی ساتنه وشي اوباید دماشومانو ښځو اونارینو قدر اوعزت وشي. شپږویشتمه ماده دریم بند : میندې اوپلرونه دخپلو ماشومانو دښوونې اوروزنې دډول په غوره کولو کې لومړي توب حق لري . همدارنګه دبشر حقوقو اسلامي اعلامیه دماشومانودحقوقو په اړه په خپله اوومه ماده کې داسې وضحات لري . الف: هرماشوم دزیږیدنې دنیټې څخه پرمور اوپلارټولنې اودولت حق لري چې دماشومتوب په پړاونوکې دهغه څخه ساتنه اوڅارنه وکړي . هغه وروزي درملنه یی وکړي ،خواړه جامې او استوګنځې ورته برابرکړي اوهغه ته دزده کړې امکانات برابرکړي . ب: پلرونه اوهغه کسان چې شرعي قانون دنظره دپلارځای لري دشرعي حکمونو اواخلاقي ارزښتونو په رڼا کې او دزامنو راتلونکې اوګټوته په پام کې لرلو سره حق لري چې دهغه روزنې ډول وټاکي . ووم مطلب : ښځه په لرغوني مدنیتونوکې ښځې موضوع دټولو ټولنو اواقوامو موضوع ده ،ځکه ښځه اصلا دټولنې مولده اومور بلل کیږي او دځمکې پرسردښکیلوو عواطفو ترټولوزرین سمبول ده . ټولنو ته پکاردي چې دښځو دقضيی په اړه له ټولنیزه اوانساني اړخه وګوري نه له جنسي اوفزیکي اختلاف یابرابرۍ له زاویی . دتاریخي پس منظر له ګڼو تاریخي او لرغونو مدنیتونوپه تسلسل کې له ښځې سره کوم انصاف نه دی شوي دهغې مقام او حیثیت له پخوا څخه تراوسه پورې پرته له اسلام بل هیڅ دین اوقانون نه دی پيژندلې . او دخپلو اغراضو او مادي اهدافو له پاره لاهم ښځه استعمالیږي . په دي لومړې ښځه په لرغونو مدنیتونوکې تر بحث لاندي نیسو اوله دی وروسته داسلام له نظره ښځې حقوقو ترمطالعې نیسو لومړې جز : ښځه په یو ناني مدنیت کې : دیونان په لومړي مدنیت کې ښځه دکور لپاره وه اوبس شاید همدا دلیل وو چې له نسبي عفت اوعصمت څخه برخمنه وه خوله دی امتیاز پرته نور نوښځه له ثقافت ،تعلیم اونورو حقوقو څخه په بشپړه توګه محرومه وه . ستر اوپرده یوازې داشرافو دکورنیو پورې خاصه وه ،نورو ښځو په نیمه عریان تن دهمدې اشرافو کورنیو اوښځو خدمتګاري کوله له قانوني لحاظ ښځه دیو عادي جنس په څير په بازار کې خرڅیده . دښځو مخصوص بازاروه چا به دوه چا به څلور اوان تردي پورې چا به شل ښځې ترمخ کړې وی اودی بازار ته به یی دخرڅلاو لپاره راوستلې . له انساني مکانت او ازادۍ څخه محرومې وي. دحیواناتو په څیربه سړي تری تاویدل راتاویدل اوپه خندا اومسخرو به یی دا اوهغه ښځه ترنظره تیروله . دهغو دبدن هر غړې به لیده اولاس به یی پرې راکاږه . دمیراث اوملکیت له حق څخه بې برخې وی اوکاملا دسړي ترسلطې لاندې وي . که چابه شرافت ورسره کاوه نوبه یی (خپل خور یا لور) بازارته راوستله اوچې څوک به یی دلور یاخور خوښ شو نو ځان به یی پرهغه خرڅاوه . له خرڅلاو وروسته به یی نورنو دهر څه صلاحیت اوواک دخاوند حق بلل کیده همدارنګه دښځې مال ،ځان ،اولاد او هرڅه دخاوند حق بلل کیده دطلاق واک هم یو طرفه دسړي په لاس کې وه . خودیونان په اسپارسه کې بیا وضعه لږه بدله غوندې وه . ښځې له ډیرو مدني حقوقو څخه برخمنې وی . په ازاده توګه بازارونو ته راتللی له نارینه سره به یی ګډکارکولې شوی دمیراث څخه یی نصب ترلاسه کولی شوی دطلاق اهلیت او ځینو حقوقي مسایلو څخه برخمنې وې . خو دا دوی ته داهلیت او حیثیت احترام په نوم نه بلکې په دي سبب چې دوی نارینه به تل په دجګرو په ډګر کې وو نوښځو ته دژوند په چارو کې سهم ورکول یو ضرورت بلل کیده .

دوهم جز : په رومي مدنیت کې : په رومي مدنیت کې دفامیل مشر دخپلې ښځې ،لورګانو اوزامنو رب بلل کیده ددوی دمال اوځان تصرف او اختیار کاملا دده په لاس کې وه که به یی چاته دځان سوځیدو امرکاوه نوسرغړونه تری ممکنه نه وه ، له لور یا ښځې سره دپردي سړي څملول دهمدې مشر حق بلل کیدلو. دهغوخرڅول اویا بل چا ته تحفې په توګه ورکول یوه ډیره عادي او معمولي خبره وه . خو کله چې د( دولسولوحو) قانون جوړشو نوپه هغه کې ددریم ځل پورې داولاد خرڅول جایز وه هغه هم دنارینه اولاد خو دریم ځل وروسته ناروا شمیرل کیده مګر دښځینه اولاد په اړه قانون سړي ته کامله ازادي ورکړي وه چې هر څومره ځلې وغواړي کولې شي خپل ښځينه اولاد خرڅولې شي همدارنګه خپل اولاد دبل چاپه نوم کول اودبل چا اولاد په خپل نوم اړول هم یو مروج دود وه دکورنۍ دمشر سلطه تر مرګ پورې محفوظه پاتې وه ، ولوکه داولاد عمر به هرڅومره لوړهم شو .خو په کال ۵۶۵ ق م کې دجوستنیان دقانون په راتګ سره دپلار سلطه یوازې تر وهلو اوشکنجه کولو پورې را محدوده شوه خو داولادد مال مالکیت په خپل حال پاتې شو .که لور به چیرې پیسې یا کوم مال ترلاسه کړ نو دابه دپلارحق بلل کیده مګر دجوسنیان په قانون کې دلورمال له ازاده کیدو وروسته دهغې حق بلل کیده همدارنګه دمورمیراث هم دانجلۍ حق وبلل شو دجوستنیان په قانون کې دواده عقد ته د(سردارۍ عهد) نوم ورکول شو. یعنې چې ښځې سړي سرداري په ځان قبوله کړې او دځان ټول واک یی دمیړه په لاس کې ورکړي وه. په رومي مدنیت کې داهلیت او تصرف لحاظه بیا هم د ښځې اهلیت ناقص بلل کیده لکه چې په روماني قانون کې داهلیت له پاره دری شرطونه وو عمر، عقل اوجنس معنا داچې دښځو اهلیت صحیح نه شمیرل کیده خو دسفلی امپراطورۍ په دوره کې دښځو اهلیت کامل وبلل شو او دامپراطورۍ دقانون په اساس ښځو په مال اوجایداد کې دتصرف حق درلوده او کولای شو چې تجارتي قراردادونه وکړي خوشهادت یی بیا هم ناقص وه .


دریم جز : دحمورابي په قانون کې : پدی دوران کې ښځه یوازې اویوازی دڅارویو دڅارنې له پاره وسلې بلل کیدې اوکه چیرې به څوک په قتل یا ظلم متهم کیدل نو په مقابل کې به لور یاخور قتل کیده اویاهم په پور کې به دمقتول کورنۍ ته تاوان ورکول کیده حتا دحیوان دیت (پور) هم په ښځې مجرا کیدو څلورم جز: دهندوانو په نزد : پخوانیوهندوانو عقیده درلوده چې دعلومو او فنونو ترلاسه کول ترهغه ممکن نه دي ترڅو چې پورې چې انسان ټول عمر له کورنۍ ژوند څخه لری ونه اوسي ( مجرد باید وي اوله کوره وتلې وي ) په هند کې هم ښځې دنارینه ملکیت بلل کیدې . په هندکې دواده حق هم دښځو په لاس کې نه وه خوترټولو عجیبه داوه چې دمیړه دمرګ وروسته یی دژوند حق نه درلوده اودمیړه دمړي ترڅنګ به دلرګیو په انبار کې ژوندۍ سوځول کیدې دغه دود تر۱۷ م پیړۍ پورې برقراره وه په پخواني هند کې به ښځې دبګوان ونو، لمراوبتانو په نوم قرباني کیدې چې ځوانې پیغلې به یی دباران دخدای ، دشراویاهم دخیر دخدای او دنورو خدایانو په نوم ذبحه کولې همدارنګه په قدیم هندي قوانینوکې یو دستور داسې راغلې چې بلا ،طوفان ، مرګ ، دوزخ ، زهر ، ماران او اور هیڅکله هم تر ښځې بد نه دي ( یعنې تردی ټولو ښځه بد تره ده ) پنځم جز : ښځه داسلام له مخه په عربو کې : په عربو کې داسلام له مخه داسې قومونه وه چې لورګانې به یی ژونده ښخولې . دښځې هیڅ حقوق مطرح نه وه ترټولو شاقه کارونه به یی پرښځو کول .ښځو یوازې دسړو دخدمت او چوپړتیا رسالت درلود ، زوی کولای شوچې خپله مور ووهي یا نوکره کړي داځکه چې دزوی میراث بلل کیده حتا چې داهم روا وه چې زوی دپلارله مرګ وروسته دهغې له ښځې یعنې له خپلې مور سره واده وکړي اویا بل چاته واده کړي. خوداسلام په راتګ سره ښځې ته یی لوړ مقام ورکړ دهغه ټول هغه حقوق یی برابرکړه کوم چې یونر لري ښځې ته یی عزت ورکړ اودهغه په ناموس باندې تجاوز حرام وګرځولو دښځې مدني اوانساني حقوق تامین کړل . دتعلیم حق، دمیراث حق او بلاخره یی دهغه ټولو حقوق تصدیق کړ . داعمالو دپاداش عظیم ترینه هدیه (جنت ) یی دمورپه پښو کې کیښود چې په راتلونکې مخونو کې به دښځو حقوقو داسلام له نظره او بشرحقوقو په نړیوالو اعلامیو اوتړونونوکې تر بحث لاندې ونیسو اتم مطلب : دښځې اوچت مقام اوکورنۍ جوړونې حق: مخکې مو په تفصیل سره داسلام دمخه په عربو اونورو مدنیتونو کې دښځوحقوق تربحث لاندې ونیول اوهلته په ښځو سره دبد چلند نه کار اخیستل کیده ان تردی چې دمیړه دمرګ سره به ښځه ژوندۍ په اورکې اچول کیده اویاهم په عربو کې لورګانې به ژوندۍ په خاور منډلې خو داسلام مقدس دین په راتګ ښځې دپوره حقوقو څخه برخورداره کړې الله (ج) په سورت الروم په دوهم ایت کې فرمایی . ژباړه: دالله دقدرت دنښو څخه داده چې تاسې ته یی ستاسو دجنس څخه ښځې پیداکړې ترڅو تاسې مائل شی دوی ته اومطمن اوسئ .ګرځولی ده ستاسې ترمنځ دوستي اوشفقت همدارنګه ښځه یو عزتمند مخلوق وګڼل شو .اودنارینو له پاره دسکون اوارامۍ وسیله وګرځول شو اوداډول ښځه یو اوچت نعمت دې چې دزامنو اولمسیانووسیله ده الله (ج) په سورت النحل ۷۲ ایت کې فرمایی . ژباړه : الله ستاسې له جنس څخه ښځې پیداکړې اوستاسو دښځو نه یی تاسې ته زامن اولمسیان پیداکړ. همدارنګه الله داسلام په راتګ سره په سختۍ سره دامنع کړل چې لورګانې دپیداکیدو وړاندې اووروسته مه وژنۍ څنګه به چې دجهالت په دوران کې ژوندۍ په خاورو منډلې په سورت التکویرپه ۹او۸ ایت کې الله (ج) داسې فرمایلي دي . ژباړه:اوکله چې دژوندۍ ښخې کړې شوی نه پوښتنه وشي چې هغه په کومه ګناه وژل شوی . دارنګه په اسلام کې یوازې دلورګانو وژل ترپیداکیدو وړاندې حرام نه دي بلکې زامنو وژل یی هم حرام دي په سورت انعام کې الله (ج) داسې فرمایلي دي . ژباړه : اوخپل اوالادونه دمفلسۍ اوغریبۍ له امله مه وژنۍ موږ تاسې ته اوهم دوی ته روزي ورکوو. همداډول په سورت بني اسرائیل کې الله ج فرمایی .ژباړه : اوخپل اولاددغریبۍ له ویرې مه وژنۍ موږ هغوته روزي ورکوو اوتاسوته هم بیشکه ددوی وژل کبیره ګناه ده . نودپورته ایتونو په اساس ټولې هغه دروازې وتړل شوې چې دښځو په وړاندې ترې بد ه استفاده کیدله .او ښځې نه یوازې شاکه کارونو اوجنسي خوند له پاره استفادخ کیدله داسلام په راتګ سره دښځو خرڅول لکه چارپایانو په شان منع کړل اوښځې ته یونوي مقام اودرنښت ورکړچې دغه درنښت په اړه لاندې څو مبارکو ایتونو ته اشاره کوو. ۱ـ ښځه دانسانانو ترمنځ دنزدیوالي اودوستۍ مهمه وسیله ده الله ج فرمایی ژباړه : الله ج هغه ذات دی چې بشر یی داوبو نه پیداکړې دی او بیا ګرځولې دی خاوند دنسب اوسخرګنۍ . نوداخومعلومه خبره ده چې سخرګنۍ اوزومولي قرابت دښځې په واسطه منځته راځي ۲ـ الله (ج) دښځو پیدایښت یوه تحفه ګڼلې ده اوهغه په سورت الشوری (۴۹) ایت کې فرمایی . ژباړه : چاته چې الله (ج) خوښه شي نوجینکۍ ورکوي اوچاته چې خوښه شي نارینه ورکوي . ۳ـ الله ج ښځې هغه مخلوق ګرځولې دي چې هغو باندې دنارینو دسترګو یخوالې اورښانه کیدل رامنځته کیږي په دی اړه په سورت فرقان (۷۴) ایت الله ج فرمایی . ژباړه : الله ج نیکان بندګان هغه کسان دي چې دوی وایی ای ربه مونږ ته په خپلو ښځو اوځامنو باندې دسترګو یخوالې راویښه یعنې زموږ ښځې اوزامن نیک وګرځوه چې دنیا اواخرت دسعادت اودسترګودیخوالي اوروښانه کیدو وسیله وګرځي . ۴ـ الله ج جنت دنیکانو ښځو اونارینو دواوړ له پاره داوسیدو ځای ګرځولې دې .ادم اوحوا (ع) ته یی امر وکړ چې دواړه جنت کې واوسیږي .په سورت الاعراف (۱۹) کې الله ج فرمایی . ژباړه : واوسیږئ ته ادم اوستا ښځه په جنت کې اوبیا دارنګه ادم (ع) ته وفرمایل په سورت طه ( ۱۱۷) ایت کې ژباړه : بیشکه داابلیس ستا اوستا دښځې دښمن دی. پس خبردار ودی نه باسي خامخا له جنته پس په مشقت کې به پریوځئ. نوددی مبارک ایت نه معلومه شوه شیطان دښځو او نارینو دواړو دښمن دی . ۵ـ په ورځ دقیامت کې به نارینه مومنانو او دهغو مومنوښځو ته به الله ج له طرف نه خطاب وشي چې جنت ته داخل شئ تاسي به خوشحاله شئ په سورت زخرف (۷۰) ایت کې فرمایی. ژباړه : داخل شئ جنت ته ای مومنانوتاسې اوستاسې ښځې هلته به تاسې خوشحاله شئ. ۶ـ ښځه اونارینه په نیک عمل سره دواړه جنت ته داخلیږي الله (ج) په سورت المومین (۴۰) ایت کې فرمایی ژباړه: اوهرهغه څوک چې نیک عمل وکړي که نارینه وي او که ښځینه حال داچې مومنان وي پس دغه نیک بنده ګان به جنت ته ننوځي هغو ته به روزي وکول کیږي بې حسابه لومړې جز: کورنۍ جوړونې حق :

اسلام چې کله راغې لکه څنګه موچې پورته ایتونو کې ورته اشاره وکړه نودښځې او نارینه ترمنځ یی مساوات راوسته دواړه په انساني کرامت کې یوشان وبلل ، الله تعالی په دې هکله داسې فرمایلي دي ژباړه: ای خلکو ! موږتاسې له یو نارینه اویوې ښځې پیداکړئ اوبیا موتاسې قومونه اوقبلي وګرځولئ ترڅو چې تاسې یوتربله سره وپیژنۍ ،په حقیقت کې دالله په نزد له تاسې نه ترټولو زیات عزتمند هغه څوک دی چې په تاسې کې ترټولو زیات پرهیزګاره وي . همداډول رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې فرمایلي (( ښځې دنارینه وسره یوبرابردي )) اسلام یوازې په دي بسنه نه ده کړې .بلکې اسلام دښځې مقام اودرنښت لوړکړې دی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې (( جنت دمور له قدمونو لاندې دی)) دا راز اسلام په حقوقو اوواجباتو کې دنارینه اوښځې ترمنځ مساوات راوستلي دی همداډول کورنۍ په اسلام کې لوړمقام لري دهغې له کبله په ټولنه کې محبت مینه اورحمت رامنځته کیږي اودهغې له برکته دنارینه اوښځې ترمنځ مشروع اړیکي صورت نیسي ددغې اړیکي داحترام اوقدامت له مخې الله تعالی له خپلو نښانو څخه ګرځولې هغه په دې دروم سورت په (۲۱) ایت کې فرمایی ژباړه : اودهغه له نښانو څخه بله داده چې هغه ستاسې له پاره همدا ستاسې له جنس نه میرمنې پیداکړې ترڅو چې تاسې له هغو سره ارام ترلاسه کړئ اوستاسې ښځې اوخاوند په منځ کې یی مینه اوخواخوږي پیداکړه. نکاح اوواده په اسلام کې یوله مهموکارونو څخه دي اواسلام دغه عمل یو تعبدي عمل ګڼلې دي چې دهغه څخه دځمکې ابادي .دنسل حفاظت اودوام صورت نیسې اوددنیا ژوند ته ښایست اواستقرار وربښي ، ددی روښانتیا په دی دسورت کهب په (۴۶) ایت کې ډاګیزه کیږي چې الله ج فرمایی . ژباړه : دغه مال اودغه اولاد یوازي ددنیوي ژوندانه یوه موقتې ښکلا ده . بل ځای کې په سورت فرقان په (۷۴) ایت کې الله ج فرمایی.

.ژباړه: هغه کسان چې دعا ګانې کوي چې (ای زموږ پروردګاره ! مونږ ته له خپلو میرمنو اواولادونو څخه دسترګو یخني راکړه اومونږ دپرهیزګارانو امامان کړه .

دارنګه درسول الله صلی الله علیه وسلم نه ډیر حدیثونه روایت شوي دي چې دیو څونه دلته یادونه کوو.

۱ـ ژباړه : څوک چې ستاسو څخه دنکاح کولو قدرت ولري نوهغه دی نکاح وکړي ځکه واده یانکاح لامله هغه کولای شي چې ځان له ګنا ه نه وساتي 
۲ـ ژباړه : په اسلام کې دانشته چې سړې دی واده ونه کړي .اوهمدا ډول بی واده ژوند تیر کړي 

۳ـ له حضرت انس رض نه روایت دی . چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چاچې واده وکړ نیم دین پوره کړه نوواده کول نیم ایمان دی اوانسان دسمې لارې نه اوښتو امکانات کمیږي او دبد کارۍ دلارې نه منع کیږي اودکبیره ګناهونو نه پاک پاتې کیږي .واده یا نکاح به ددواړوخواو په رضایت منځته راځې اوپه زور ودول جایز نه دي په اسلام کې ځکه دایو اوږد ژوند دي اوباید دواړه لورې رضایت ولري اودغه ژوند په مینه اومحبت تیرشي الله (ج) په سورت روم کې فرمایلي دي ژباړه : اودهغه له نښانو څخه بله داده چې هغه ستاسې له پاره همدا ستاسې له جنس نه میرمنې پیداکړې ترڅو چې تاسې له هغو سره ارام ترلاسه کړئ اوستاسې ښځې اوخاوند په منځ کې یی مینه اوخواخوږي پیداکړه همدارنګه په سورت النساء کې الله (ج) واده ته میثاق یعنې پوخ ایمان او اوپاک تړون نوم ورکړې دی اوالله داسې فرمایی ژباړه: ای مومنانو !تاسې ته روا نه دي چې په زور ځان دښځو وارثان کړه یعنې ښځو سره په زور واده کول جایز نه دي اودواړولور رضایت ضروري دی اوپلار حق نه لري چې هغه دلور له رضا پرته چاته واده کړي په صحیح بخاري په ۷جلد/۴۳باب/ ۴۹حدیث کې راغلي دي چې یو سړې دخپلې لور له رضا پرته ددی واده په زور له چاسره کړ بیا حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته شکایت له پاره راغله اوحضرت محمد صلی الله علیه وسلم هغه واده فسخه کړ.داډول بل ځای کې فرمایلي دي (کونډه ښځه به ترهغه پورې نه په نکاح کیږي ترڅو له هغې څخه دامر اخیستنې چاره نه وي ترسره شوي .اوپیغله ښځه به ترهغه پورې نه په نکاح کیږي ترڅو له هغې نه اجازه وانخستل شي .) دا راز فرمایی (( که تاسو ته څوک راغې اودنکاح غوښتنه یی درڅخه وکړه تاسې دهغه له دین اوامانتدارۍ څخه راضي وۍ نوخپلې لوڼه یا خویندې په نکاح ورکړئ)) خودبشرحقوقو نړیواله اعلامیی په شپاړسمه ماده کې راغلي دي (( ښځه اونارینه چې کله بلوغ ته ورسیدل دواړه دنکاح اوکورنۍ جوړولو حق لري ،په دي اړوند به هیڅ راز جنسیت ،نژاداودین ته اعتبار نه ورکول کیږي .دوی دواړه دنکاح اوکورنۍ جوړونې په حقوقوکې مساویانه حقوق لري ،دا راز دنکاح ختمولو په باره کې هم دواړه مساویانه حقوق لري . داچې پورتنیو ارشاداتو څخه جوته شو چې داسلام دین په عامه توګه ددې پریکړې سره په ټکرکې نه دې چې بشر حقوقو نړیوالې اعلامیی په پورتنه ماده کې راغلي دي دارنګه په دی کې هم ورسره اتفاق لري چې جنسیت یانژاد له کبله په نکاح کولوکې کوم قید یاشرط نه وي .نکاح به ددواړو لورو په رضایت سره صورت نیسي یوازې دی مسئله کې ورسره اتفاق نه لري چې مسلمانه ښځه به غیر مسلمان ته په نکاح نه ورکوله کیږي .البته اسلام په دی اړوند ځانګړې حکمت اودلیل لري ، اوداله دې جملې څخه نه دی چې ددین له مخې دښځې په ازادۍ کې قیودات راشي . بلکې دادوجوبوالې او دکورنۍ دټینګښت دهغې دساتنې اوجداوالي پورې تړاونیسي ،ځکه ددی داختلاف له کبله شونې ده چې ددواړوترمنځ به احترام اودرناوی صورت نه نیسي ځکه خاوند به دښځې به دښځې داعتقاد احترام اودرناوی نه کوي ،هغه به دمحمد صلی الله علیه وسلم په پیغمبرې ایمان نه لري ، نودغه کړنې به ددې لامل ګرځي چې په کورنۍ کې اختلاف راشي او هغه به ددی جوګه کیږي چې خاوند خپلې ښځې ته طلاق ورکړي اوکورنۍ اړیکي وشلوي ،له بلې خوا ښځه دکورنۍ په جوړونه کې بنسټیزرول لوبوي ،خوسړې پر هغې لوړ اوبرلاسې وي اودادهغه پر وړاندې دکمزورتیا احساس کوي دغه واړه چارې دکورنۍ داختلاف اوبې نظمې لامل ګرځې، اواسلامي شریعت دنظم ،محبت مینې اورحمت په راوستلو ټینګارکوي ، له بلې خوا دزامنو په اسلامي روزنه زور راوړي ، خودخاوند اوښځې ترمنځ اختلاف په دې ټولو چارو ناوړه اغیزه کوي . داراز مسلمان نارینه ته مشرکې ښځې اویا هغه چې پر الله ایمان نه لري نکاح کول جواز نه لري ، اوددی لامل هم دادی چې دسړي دعقیدې احترام نه ساتل کیږي ، نودا چې په اسلام کې سړې په ښځې قوي اوبرلاسې دی اسلام مسلمان ته دکتابي ښځې سره دنکاح کولوجوازورکړې ، ددی حکمت دادی چې اسلام دټولو پیغمبرانو اورسولانو درناوی کوي چې په هغو کې عیسی اوموسی (ع) هم راځي ،ددی مانا داده چې کتابي ښځه چې مسلمان به نکاح کړې وي داسې څه دمسلمان خاوند څخه نه ویني چې ددین له مخې ددی دنفرت سبب وګرځی ،داحق لري چې دهمدې میړه سره پاتې شي که چیرې خوښه وي


دوهم جز : دښځو تعلیم حق : اسلام ښځو ته جازه ورکړې ده چې کولای شي چې تعلیم وکړي اولوړې درجې ته ورسیږي خوداسلام داحکامو لاندې دتعلیم په اړه الله (ج) په قرانکریم کې فرمایی ژباړه : ای پیغمبره! خپل رب په نوم قران لوله ،چې مخلوق یی پیداکړې دی ،انسان یی دوینې نه پیداکړې دی ،ته قران لوله اوستا رب ډیر کریم دی ،هغه ذات دی چې دقلم په ذریعه یی لیکل ښودلي دي ،انسان ته یی هغه ښودلي چې ورته معلوم نه وو. الله (ج) په قرانکریم کې لومړه لارښونه دانه ده چې لمونځ وکړئ ،روژه ونیسئ ،ذکات ورکړئ بلکې داوه چې ولوله یعنې علم زده کړه له دی څخه معلومیږي چې اسلام علم ته څومره ارزښت ورکړې دی ، همدارنګه په اسلام کې نارینه باندې لازم دي چې خپلې ښځې اولورګانو ته دیني اواخلاقي مسئولیتونو په ورزده کولو کې خپل ټول کوششونه وکړي ترڅو دناپوهۍ تیاري له منځه لاړې شي اودپوهې رڼا یی په کورنۍ باندې حاکمه شي .په سورت التحریم په (۶) ایت کې الله (ج) فرمایی ژباړه :ای مومنانو تاسې بچ کړئ خپل ځانونه اوخپلې ښځې اواولادونه ددوزخ دهغه اور څخه چې خاشاک اوتیږي دي . یعنې داسې تعلیم وروښایه چې ددوزخ داور څخه دنجات سبب وګرځي اوهمدا ډول په سورت الشعرکې په (۲۱۴) ایت کې الله فرمایی ژباړه: ای پیغمبره خپل نزدې خپلوان دالله دعذاب څخه وویروه . په سورت طه (۱۳۲) ایت کې بیا فرمایی ژباړه : اوخپلې کورنۍ ته په لمانځه باندې امروکړئ ای پیغمبره اودلمونځ په ادء کولوباندې صبروکړئ . همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیثونو کې هم دښځوته تعلیم ذکر راغلې دې په یوحدیث کې چې د جلیل القدر صحابي ابوسعید خدري (رض) نه روایت دی. ژباړه : نارینو زموږ په نسبت له تاڅخه زیات وخت نیولې دی . نو دځان له طرفه یوورځ موږته وټاکه (دتعلیم له پاره) نورسول الله صلی الله علیه وسلم دهغوی سره یوورځ وټاکله اورته ورغې هغو ته نصیحت وکړواوپه ښوکارونوباندې ورته امروکړ. داډول رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په یوبل حدیث کې فرمایی . ژباړه : هریو سړې چې وینځه ولري اوهغې ته ښایسته ادب اوتعلیم ورزده کړي اوبیا ازاده کړي او ځان ته یی په نکاح کړي نو دغه سړي ته دوه اجرونه دي . نوچې کله دیوي وینځې په تعلیم اوتربیه کې دومره ثواب وي نو دیوي اصلي مسلمانې ښځې به تعلیم اوتربیه کې به څومره ثوابونه وي ، ام المومین حضرت عائشه (رض) فرمایی .دانصارو ښځې نیکې اوبهترې ښځې دي ځکه چې دهغو ددین په پوهه کې شرم نه کوي . ۱ـ حضرت عائشه رض چې دحضرت ابوبکر صدیق رض لور اوحضرت محمد صلی الله علیه وسلم میرمن وه . دی به نارینو وښځینوته په دیني معاملو کې لارښونې کولې اروي بنت زبیر رض ددی ډیر تکړه شاګرد وه دی به ویل چې دقران په تفسیر ،فرضونو،روا اوناروا ،معاملاتو، ادب شاعرۍ کې دعربو په تاریخ کې ددې په څیر لویه عالمه نه ده تیرشوې حضرت عائشه رض نه یوازې په دیني چارو کې بلکې په دوا جوړولو علم هم زده وه . عائشه رض دریاضاتوپه علم کې هم ماهره وه اوزیات وخت به یی صحابو کرامو ته میراث مسایل حلو فصل کول ۲ــ حضرت صفیه رض دفقه ماهره وه . حضرت صفیه رض دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم میرمن وه . چې اسلامي فقهې په علم کې پوره برلاسې وه دامام نووی رح په وینا حضرت صفیه رض په خپله دوره کې په علم اوځیرکتیا کې ستر ځای درلود ۳ــ ام سلمه رض د۳۲ عالمانواستاده وه ۴ـ فاطمه بنت قیس رض په دلایلوکې ماهر وه / ۵ـ ام سلیم رض ددعوت اوتبلیغ ماهره وه دریم جز : دکار اوملکیت حق : ښځه حق لري چې دمشروع اوروا کارونو له لارې خپل شخصي مال زیات کړي اودځان سره یی وساتي اوتصرفات په کې وکړي خوپه دی شرط چې دهغې عفت ته پکې خطر نه وي اودهغې دخاوند اواولاد حقوق پیمال نشي نوښځه کولای شي چې دغه ډول کارونه ترسه کړي داکتري ،معلمي ، قابله ګي خیاطي اوپه کور کې یامدرسه کې دفیس په مقابل کې جینکو ته تعلیم ورزده کړي نوښځه کولای شي ددی لارې خپل ملکیت زیات کړي . علامه ابن عابد شامي په خپل کتاب کې ردمختار ۲۰۷صفحه /دوهم جلد کې ویلي دي . ژباړه : هغه کارچې په هغه کې ضرر نه وي یعنې دخاوند حقوق په کې نه پیمال کیږي اودښځې عفت ته په کې ضرر ونه رسیږي نوښځه دداسې کارونو څخه نشي منع کیدای . ‍ څلورم جز : سیاسي حقوق : په اسلام کې ښځو ته حق ورکړل شوې دی چې رایه ورکړي اوپه سیاسي ډګر کې دښځو ملګرتیا وکړي الله (ج) په سورت کې فرمایی ژباړه : مومنان سړي او مومنانې ښځې ټول یودبل ملګري دي یودبل ملګري یوازې په ټولنیز ډګر کې نه دي بلکې په سیاسي ډګرکې هم یودبل ملګري دي اسلام ښځو ته دسیاسي رایه ورکولو حق ورکړې الله (ج) په قرانکریم په سورت الممتحنه کې فرمایی . ژباړه : ای پیغمبره ! چې مومنانې ښځې درته راشي اوددی خبرې بیعت درسره کوي دلته چې دبیعت له پاره کوم عربي لفظ کارول شوې دی هغه باغیه دی دالفظ دنن ورځې له ټول ټاکنو څخه زیات جامع مفهوم اومانا لري .داځکه چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نه یوازې دالله ج پیغمبروه بلکې داسلامي ریاست مشر هم وه .نو دحضر ت محمد صلی الله علیه وسلم بیعت په اصل کې درایی حق وه کوم حق چې اسلام ښځې ته ورکړې دی دمکې دفتحې په وخت هم رسول اکرام دښځو څخه بیعت اخیستې وه .همدارنګه ښځې کولای شي چې په قانون جوړول کې برخه واخلي اوپه ازاده توګه درایی ورکولو حق لري . یو ورځ حضرت عمر (رض) دزیات مهر په ټاکلو باندې دسزا ورکولو وړاندیز وکړ داځکه چې ددی لامله به زیات مهر په وجه واده نه کولو چې دا وړاندیز په غونډه کې وکړ اوپه دې غونډه کې اصحابو ښځو هم ونډه اخیستې وه په دی کې یوی ښځې خپل نظر څرګند اووی ویل چې په قرانکریم کې دمهر څه اندازه نه ده ټاکل شوی نوعمر (رض) څوک دی چې په دی بندیز لګوي .په سورت النساء کې الله (ج) فرمایی ژباړه : اوکه تاسو په ښه توګه ګوزاره نشئ کولای دیوی ښځې پربله ښځه بدلول غواړه اوتاسو هغې ته دولت هم زیات ورکړې وي نوهیڅ څیزترې بیرته مه اخلئ. ددی په اوریدو سره حضرت عمر رض پیښمانه شو اوخپل وړاندیز یی بیرته رد کړ اووی ویل چې داښځه ریښتیا وایی .غالب ګومان دادې چې هغه یو ه عامه ښځه وه که چیرې مشهور ښځه وه نوپه حدیث شریف کې به نوم راغلې وه .جلیل القدر صحابي دیوې ښځې دلیل له امله خپل وړاندیز څخه لاس په سر شوه .( مسلمانه ښځه مظلومه نه ده نیکمرغه ده) : پایله (نتیجه ) بشر حقوقو نړیواله اعلامیه اودی ته ورته نورې معاهدې اواعلاميی دملګروملتونو دلوړو کارنامو څخه شمیر کیږي .خودغه کړنې اوکارنامې داسې نه دي چې دبشریت په تاریخ کې لومړې ځل منځته راغلي وي . خو داسلام نه ناخبره اشخاص ورته بیا په یو لوړ فکر قایل وي اودا ورته لومړې ګام ښکاري ولې اسلام ددې اعلامیه څخه څو پیړۍ وړاندې دبشرحقوقو اوعدالت له پاره احکام رالیږلي وه . اودبشریت له پاره دغه حقوق ورکړي اودالومړې قانون دی چې بشر ته یی خپل حقوق اوحدود معلوم کړي دي . په دې مونوګراف کې چې کوموموضوعاتو ته اشاره شوی نو یوازې دبشرحقوقو نړیواله اعلامیه داسلام سره په دوه ځایونو کې ټکر لري یوهم په شپاړسمه ماده کې چې هرڅوک کولای شي چې واده پرته دکوم دیني قید څخه ترسره کړي چې اسلام ددی اعلامیې وړاندې احکام رالیږلي وه چې مسلمانه ښځه نشي کولای چې دغیرمسلمان سره واده وکړي چې په دي اړه مو وړاندې دکورنۍ جوړونې په موضوع کې مو کافي دلایل وړاندې کړل .همدارنګه په اتلسمه ماده کې چې هرڅوک په دی کې ازادي دي چې خپلې عقیدي او دین ته تغیر ورکړي چې په دي اړه مو هم اسلام واضح اوښکاره احکام تر بحث لاندې ونیول چې مسلمان نشي کولای چې خپل دین اوعقیدې ته تغیر ورکړي . نودغه پورته دوه ځایونوکې دبشرحقوقو نړیواله اعلامیه داسلام سره په تضاد کې وه . نوپه پای کې ویلې شو چې اسلام یو کامل اوپوره دین دي چې قراني ایتونه اونبوي حدیث دبشري حقوقوپه اهمیت ټینګار کوي اوهرچاته یی خپل حق سپاري دعدالت دخپرولو اوظلم دمخنیوي امر کوي نودغه واړه چاره پرته دکوم شک څخه دمسلمان دعقیدي یوه برخه ده .

سرچینې سمول

  1. احمد رمضانپور نرګسي ( تاریخی حقوق بشر )
  2. داکتر تاج الدین ملت مل بشرحقوق (پراخه لومړنۍ ټولګه ) ۱۳۹۱ لمریز کال
  3. ډاکتر مصطفی نیازې (داسلام په رڼا کې دبشرحقوقونړیواله اعلامیه) ۱۳۹۰لمریزکال
  4. دلاور نظیرزی ( افغانستان اوبشري حقوق) ۱۳۸۱لمریزکال
  5. مولوي عبدالمستعان ،نظر ثاني : مولوی محمدشاه ( ریاض الصالحین )
  6. دوکتور عبدالکریم زیدان ( فرد اودولت )
  7. بشري حقوقوځانګړي نړیوال سندونه ( بشري حقوقو دخپلواک کمیسون له خپرونو څخه )
  8. صیام الدین پسرلی ( ماشومانو حقوق ) ۱۳۹۲ لمریز کال
  9. پوهنمل زاهدي احمدزی ( داولاد شرعي حقوق )۱۳۸۳ لمریز کال
  10. محمد اصف ننګ ( افغانه ښځه ! مدرنیت ،اسلام اوعنعنه ) ۱۳۸۲ لمریز کال
  11. داکتر ذاکر نائیک ،ژباړن : نصیرالله مومند ( مسلمانه ښځه مظلومه نه ده ،نیکمرغه ده ) ۱۳۸۶لمریز کال
  12. الحفاظ مولوي شایق احمد ’’ همیم ’’ کاکړ ( دښځو له حقوقو څخه دفاع په قران اوسنت کې ) ۱۳۹۱ کال