د ټولنيزو پو هو بر لاسي پو هان د انساني تاريخ ټول مهال په دوو لويو برخو ويشي چي لومړې برخي ته د انسان او انساني ټولنو لرغونی پير او دوهمي برخي ته يی د انساني ټولنوتار يخي پير نوم ورکړيدۍ . د انسان او انساني ټولنو د لرغوني پير څيړنه او پيژ ندنه د لرغونپوهني دسپلين په مرسته تر سره کيږی . لر غونپوهان د خپلو څيړنو ساحه په دريو لويو پيرونو ويشي او هر لوې پير د ﻻ ښه پو هيدنې په نيت په ﻻندي مهالونو ويشي :

د ډ بري پير

  1. د ډ بري پخوانۍ مهال
  2. د ډبري منځنۍ مهال
  3. دنوي ډ بري مهال
  4. د ډبرو او مس مهال

د ژړو فلز پير

  1. د ژړو فلز پيل مهال
  2. د ژړو فلز پراختيامهال
  3. د ژړوفلز په دوهم رديف کي مهال

د وسپني پير

  1. د وسپني پيل مهال
  2. دلومړني مدنيتونو مهال
  3. د لومړنيو سياسي نظامونومهال

د لر غونپوهانو او مو رخينو پر دي ټکي يوالي شته چي د دي دوو لويو پيرونو بيلتون او جلا والۍ په بنسټيزه توگه هغه وخت کيدونکۍ بريښي چي د څيړنی لپاره يوه وړوکی ساحه وټاکل شي او که په ټوليزه توگه د يوه هيواد او يا يوي لويی وچي په اړه د څيړني خبره را منخ ته کيزي په هغه حال کي د لرغوني پير او تاريخي پير ترمنځ د کرښي ټاکلۍ يا کال او نيټه نشي په گوته کيدلاي . د دي لنډ ي سريزي په نظر کي نيولړ سره د افغانستان د لر غوني زمانی په باب اړين مطالب تر تيب او درنو لوستونکو ته د در ناوي سره يوځای وړاندي کيږي .