محمد كبير حقمل

ښاغلی محمد کبير حقمل د پوليسو د متقاعد ډگروال محمد امين زوی دی چي د لوگر ولايت په مرکز د حصارک په کلي کې زيږيدلى او همالته لوى شوى دی. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې ئې د خپل کلي په منځني ښوونځي کې تر. لسم او يوولسم ټولگي پوري د کلنگار په عالي ليسه او دوولسم ټولگى ئې د لوگر په مرکزي(حضرت عمر فاروق عالي) ليسه کې لوستي دي او په کال 1380 کې له همدې ليسې نه په لومړۍ درجه فارغ شوى دی. دعصري علومو تر څنگ يې دیني زدکړي هم تر یوې اندازې کړي دي . په کال ۱۳۸۱ کي د کانکور له آزموينې وروسته د کابل پوهنتون په ټولنيزو علومو پوهنځي کې زده کړې پيل کړي او په ۱۳۸۴ کال کې د نوموړې پوهنځۍ له لرغونپوهنې او اتنوگرافي څانگې څخه فارغ شوی دی. له ډيره کوچنیوالي څخه د شعر سره میني دې ته هڅولی چي اوس په روان شعر لیکلو کي برلاسی بریښي ويناوالي ئې هم له کوچنيتوبه خوښه وه او په دې برخه کې د کورنۍ په تيره بيا د خپل ښاغلي پلار له لوري ډير هڅول شوی دی،ښاغلی حقمل به د ښوونځۍ او ياهم دې ته ورته غونډو او پرواگرامونو کې ډيروخت د وينا والوپه لیست کي هم راته، ډيروخت ئې د خپلې ليسې او کله کله ئې د لوگر د ټولو زده کوونکو په استازيتوب په سترو غونډو کې وينا کوله او خپلو ښوونکو به په دې برخه کې ډير هڅاوه. د پوهنځي په دوهم کال کې ئې له چاپي رسنيو سره اړيکې ونيولې او د لومړي ځل لپاره ئې په ثبات اونيزه کې مقالې او شعرونه چاپ شوه . د پوهنځي په دريم ټولگي کې په لومړي ځل په ملي اصلاح دوه اوونيزې(چې اوس اونيزه )ده او بيا په چراغ ورځپاڼه کې په منظم ډول مطبوعاتي کار پيل کړ. په چراغ او هندوکش خبري آژانس کې ئې دوه کاله د پښتو څانگې د مسئول، ليکوال او خبريال په توگه کار وکړ او د ۱۳۸۵ کال په دوهمه مياشت کې ئې په ويسا ورځپاڼې کې کار پيل کړ. د ١٣٨٦ل کال تر سلواغې مياشتې ئې په ويسا ورځپاڼه کې کار وکړ. د ويسا ترڅنگ ئې نژدې د يوه کال لپاره د افغانستان او پاکستان د امن گډې جرگې د کميسيون د دارلانشا د رسنيو په دفتر کې کار وکړ او له هغې نه مخامخ بي بي سي ته ولاړی د ٢٠٠٧ کال له آگست نه ئې د بي بي سي په پښتو برخه کې کار پيل کړى دى او تر اوسه هم هلته په کار بوخت دی . ښاغلی حقمل چي تانده ځواني لري د لوړ استعداد او پوره زرکتیا څښتن دی دخپل ولس سره يې لیونۍ مینه يې له ورایه په خبرو کښي څرگندیږي او ددې تر څنگ رښتني ژورنالیزم ته ډیر ژمن دی .

دا هم وگورئ سمول

لوگر ولايت

سرچينې سمول

  1. http://benawa.com/fullstory.php?id=19490