محمد علي بېګ
محمد علي بیګ (؟-1835) ( پارسی : محمد علي بیگ ) د بامیان ولایت یو تاجک جنګسالار او سیمه ییز واکمن وو. نوموړی د سیغان او بامیان په ولسوالیو کي واک درلود، او د هزاره ګانو په وړاندي د هغوی د غلام کولو، سوداګرۍ او سخت چلند له کبله پیژندل سوې څېره وه. [۱]
جګړې
سمولمحمد علي بيګ په باميانو (چي هغه وخت د مير يزدان بخش تر واک لاندي وو) او د هزاره جات په نورو برخو کي په ګڼو بريدونو کي برخه درلوده. [۲] نوموړي به له جګړو وروسته هزاره ګان د غلامانو په توګه نيول او بيا به يې د کندوز په ميرانو او د بخارا په واکمنانو باندي پلورل. [۳] [۴]
محمد علي وروستیو کلونو کي په بامیانو کې په بریالیتوب سره نفوذ وکړ او د هزاره ګانو د مشر میر یزدان بخش په وژلو یې د بامیانو د ټول ولایت واک په لاس کي واخیست. [۵]
- ↑ Media, Everest (2022-03-23). Summary of Ben Macintyre's The Man Who Would Be King (in انګليسي). Everest Media LLC. ISBN 978-1-6693-5819-0.
- ↑ Lāla, Mohan (1846). Travels in the Panjab, Afghanistan, and Turkistan, to Balk, Bokhara, and Herat (in انګليسي). WM. H. Allen & Company.
- ↑ Poladi, Hassan (1989). The Hazāras (in انګليسي). Mughal Publishing Company. ISBN 978-0-929824-00-0.
- ↑ Noelle, Christine (2012-06-25). State and Tribe in Nineteenth-Century Afghanistan: The Reign of Amir Dost Muhammad Khan (1826-1863) (in انګليسي). Routledge. ISBN 978-1-136-60317-4.
- ↑ Ibrahimi, Niamatullah (2017). The Hazaras and the Afghan State: Rebellion, Exclusion and the Struggle for Recognition (in انګليسي). Oxford University Press. ISBN 978-1-84904-707-4.