محمد عارف نورزى د حاجي محمدموسى زوى په ۱۳۳۷ هجري لمريز كال د كندهار ښار په شپږمه ناحيه كې زيږيدلى دى . د دوى اصلې ټاټوبى د كندهار ښار او اوسنى ټاټوبى يې د كابل ښار دى . ده پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د سره پوځ له يرغل نه وروسته د كابل پوهنتون د كرنې په پوهنځي كې خپل تحصيلات ناتمامه پريښودل او جهاد ته ولاړ .

ده داومې فرقي د قوماندان ، داهل حل او عقد شورى غړى ، د مجاهدينو دولت د لس كسيزې شورى غړى او په موقته دوره كې د سپكو صنايعو او خوراكي موادو د وزير او د سرحدونو او قبايلو چارو د وزير په توگه دندې ترسره كړې دي . اوسمهال د ولسي جرگې لومړي نايب دى .

سرچينه

  1. http://www.parliament.af/pvp/document.aspx?Cat=5 Archived 2009-07-10 at the Wayback Machine.