محمد طارق بزگر (په انگرېزي: Muhammad Tariq Bazgar) يو افغان ژورنالست دی چې د شلو کلونو راپدېخوا د دعوت په نوم يوه انفرادي، خپلواکه خپرونه خپروي چې د پښتو د ژبې په څنگ کې په دري او انگلیسي ژبو هم خپرونې لري.

محمد طارق بزگر د دعوت مياشتينۍ چلوونکی

مخينه

محمد طارق بزگر د افغانستان د کونړ د ولایت دی.

زده کړې

په کابل ، پیښور، ناروې، امریکا او انگلستان کې يې زده کړې کړي دي. نوموړی د ۱۹۸۸ کال نه راپدېخوا د ناروې په هېواد کې د خپلې کورنۍ سره اوسېږي. ښاغلي بزگر په بې شمیرو افغاني او نړیوالو غونډو کې برخه اخیستې ده او د افغانانو په مېنځ کې یوه پیژندل شوې څیره ده. ښاغلی بزگر د انترنت په نړیوال جال د دعوت د ویبپاڼې چلوونکی هم دی . دغه د ۲۰۰۵م زېږدي کال څخه راپدېخوا، د انټرنت له لارې چمتو شوې . نوموړی په نړیواله کچه هم د افغانستان یو پیژندل شوی خبریال دی. دغه خبریال په دعوت وېبپاڼه کې د سلگونو لیکنو راټولولو برسیره د نړۍ او افغانستان د سیاسي مشرانو سره په سلگونو مرکې هم کړي دي. د هغه د دعوت خپرونه د افغانستان څخه بهر تر ټولو افغاني خپرونو پخوانی اخبار دی.

د دعوت وېبپاڼه

د دعوت وېبپاڼه په لومړی ځل کال ۲۰۰۵م زېږدي کې د ( www.dawatnet.com) په نوم پیل شوه، څه موده وروسته ېې پاڼه د لنډ مهال لپاره خپرونې ودرولې . په کال ۲۰۰۸م زېږدي کې ېې پاڼه په نوې بڼه بيا گړندۍ شوه او ترنن پورې ېې خپرونې د انټرنټ په مټ د (www.dawatfreemedia.org) په پته روانې دي .

باندنۍ تړنې

د انټرنټ پر مټ د دعوت د رسنۍ وېبپاڼه