محمد ضیا ارمان

محمد ضیا ارمان عمری د پوهنوال دیپلوم انجینیر محمد الله یار عمری زوی د پکتیا ولایت ګردیز اړوند سیمې ممړی یا لومړی کلي اصلي اوسیدونکي دي، په (۱۳۵۱ ه-ش) کال په کابل کی زيږیدلي دی او په ۱۳۵۶ کال کې د شاه شهید ( ع ) په منځني ښوونځي کې شامل او په ۱۳۶۸ کال دانصاري له عالي ليسې څخه د بکلوریا په سویه فارغ شو . په ۱۳۷۵ کال کې له کابل پوهنتون د لیسانس په سویه له نوموړې پوهنتون څخه د ژورنالیزم په څانګه کې فارغ شو. نوموړی اوس مهال وفات شوی دی. محمد ضیا ارمان درې زامن لري چې احمد سیر آرمان ، ساحل آرمان او سلیمان آرمان نومیږي.


Mohammad Zia Arman
Founder of Paktia Ghag Media Press Center
Founder of Paktia Ghag Media Press Center
Founder of Paktia Ghag Media Press Center

د شخص معلومات
زېږېدنه 1971
Kabul,Afghanistan
مړینه 2013
Kabul
هيواد غړيتوب Afghan , Pashtun
نور نومونه omari
اولاد 3
عملي ژوند
تعليم Journalist

رسنۍ سمول

پکتيا غږ

پکتیا غږ راډیو

پکتیا غږ اونیزه

فعالیتونه سمول

د آرمان عمری ماموریتونه او کاری فعالیتونه

په ۱۳۷۳ کال کې د (R.D.A) په خیریه مؤسسه او د یونسیف (UNICEF) په اداره کې دنده ترسره کړېده .

په ۱۳۷۶ کال کې د انیس په نشراتي مؤسسه، باختر آژانس، دافغانستان په ملی راډیو تلویزیون کې چی هفه مهال د شریعت غږ راډیو په نامه یادېده په ژورنالیست په توګه تر ۱۳۷۸ کال پورې دنده ترسره کړیده.

په ۱۳۸۲ کال کی د کابل راډیو او وروسته په ګردیز کې د پکتیاغږ (پکتیاغږ) اونیزې د بنسټ ایښودونکي په حیث په کار اوزیار پیل وکړ.

په ۱۳۸۵ کال کې په لومړي ځل د پکتیا په مرکز ګردیز کې د پکتیاغږ راډیو ۹۴.۲ اف ام بنسټ کېښود.

په ۱۳۸۷ کال کې په پکتیکا کې د پتمن افغان غږ ۹۵.۲ اف ام بنسټ کېښود.

په ۱۳۸۸کال کې د څرك خپلواك راډیو ۹۷.۲اف ام بنسټ کېښود.

په ۱۳۸۹ کال کې د پکتیاغږ اونیزې انټرنټي سایټ بنسټ کېښود.

سفرونه سمول

د محمد ضیا ارمان خارجي سفرونه

په بهرنیو ویب پاڼو کې خپرې شوې مقالې

بیوګرافي سمول

د پکتیاغږ نشراتي مرکز بنسټګر ارواښاد محمدضیا ارمان عمري بیوګرافي!

ارواښاد محمد ضيا ارمان عمري د ولس مشرکرزي د واکمنۍ را په ديخوا يې د مرګ تر سلګۍ پورې د افغانستان شریف ولس ته د ژورنالېزم د سپېڅلې دندې له لوري د خدمت مټې را بډ وهلې وې. ارواښاد ارمان عمري د پکتيا غږ راډيو،اونيزې او ويب پاڼې د مشر په توګه پاتې شوی دی چې يوه اونۍ وړاندې يې په پکتيا کې د خپلو هلو ځلو په برکت د ښځو غږ راډيو هم پرانيستله . ارواښاد ارمان عمري د جمعې په مبارکه ورځ سهار10بجی د زړه دټکان له امله ساه ورکړه.

محمد ضيا آرمان عمري د پکتيا ولايت ګرديز اړوند سيمې ممړې يا لومړۍ کلي اصلي اوسيدونکي دي، په(١٣٥١هه،ش)کال په کابل کى زيږيدلي دى اوپه ١٣٥٦کـال کې د شاه شهيد(ع) په منځني ښوونځي کې شامل او په ١٣٦٤-١٣٦٦پورې کـال کې د انقلاب په عالي ليسه کې په زده کړو بوخت ؤ.

نوموړې ١٣٦٨کـال کې دانصاري له عالي ليسې څخه د بکلوريا په سويه فارغ شو. او په ١٣٧٦ کـال کې دکانکور له آزموينې وروسته پخپله خوښه او انتخاب دکابل پوهنتون د ژورناليزم په پوهنځي کې د مطبوعاتو په څانګه کې شامل او په ١٣٧١ کـال کې له دوهم ټولګې څخه دريم ټولګې ته ارتقا وکړه کله چې په کابل کې داخلې جګرې پيل شوې او دکابل پوهنتون فعاليت له ځند سره مخ شو او په ټول هېواد کې ستونزې زياتې شوې، محمدضياء آرمان عمرى هم پکتيا او جـلال آبادته وکوچېده او وروسته د مجبوريتونو له کبله دګاونډي هېواد پاکستان پيښور ته چې اوس په خيبر پښتونخوا ياديږي، مهاجرشو. په (١٣٧٢)کـال کې خپل ګران هېواد افغانستان ته راستون شو.

محمد ضياءآرمان عمرى په ١٣٧٣ کـال کې بيا خپلو لوړ زده¬کړو ته په کابل پوهنتون کې دوام ورکړ او په ١٣٧٥کـال کې د ليسانس په سويه له نوموړې پوهنتون څخه د ژورناليزم په څانګه کې فارغ شو.

دآرمان عمرى ماموريتونه او کارى فعاليتونه

محمدضياءآرمان عمرى په ١٣٧٦کـال کې د انيس په نشراتي مؤسسه، باختر آژانس، دافغانستان په ملي راډيو تلويزيون چې هغه مهـال د شريعت غږ راډيو په نامه يادېده د ژورناليست په توګه تر ١٣٧٨ کـال پورې دنده ترسره کړېده.

آرمان عمري بيا د بيلابېلو شخصي ستونزو له کبله د پاکستان پيښور ښارته مهاجر او تر ١٣٨١پورې د منځ مهـاله ادارې په رامنځته کېدو سره هېواد ته راستون شو چې لومړي کې تر ١٣٨٢ کـال پورې په کابل راډيو او وروسته په ګرديز کې د پکتياغږ اونيزې د بنسټ ايښودونکي په حيث په کار اوزيار پيل وکړ.

دغه راز نوموړي په ١٣٨٥کـال کې په لومړي ځل د پکتيا په مرکز ګرديز کي  دپکتياغږ راډيو (٩٤،٢اف ام) بنسټ کېښود، وروسته په ١٣٨٧کې په پکتيکا کې دپتمن افغان غږ(٩٥،٢ اف ام) راډيو بنسټ کېښود. ورپسې په ١٣٨٨کـال کې په لوګر ولايت کې د څرک خپلواکې راډيو (٩٧،٢ اف ام) بنسټ کېښود.

همدارنګه ده په ١٣٨٩کـال کې د پکتياغږ اونيزې انټرنټي سايټ بنسټ ايښي او د نوروګڼ شمېر اونيزو د انټرنتي سايټونو د بنسټ په ايښودلو کې مهم او عمده نقش لوبولي دي او دمګړۍ د پکتياغږ نشراتي مرکز عمومي رياست چارې پرمخ بيولې

اوس مهـال د پکتياغږ نشراتي مرکز د څرک خپلواکه راډيو (٩٧،٢ اف ام) او د پکتياغږ خپلواکه راډيو د (٩٤،٢ اف ام) په څپوکې خپلې ١٣ ساعته خپرونې او مطبوعاتي فعاليتونه دپکتياغږ راډيواو پکتياغږ اونيزې د انټرنيټى سايټ له لارې شپه او ورځ تر سره کولي.

بايد وويل شي چې د آرمان عمري سلګونو مقالې په دولتي او غير دولتي ملي رسنيو کې چاپ شويدى.

ارواښاد آرمان عمري ترکيې، هندوستان، روسيې،تاجکستان، پاکستان، تاشکند او ګڼ شمېر نورو هېوادونو ته سفرونه کړيدى.

روح يې ښاد او ياد يې تل پاتې لرې</ref>

 
Mohammad zia