محمد صدیق افغان په ۱۳۳۶ ز کال چه له ۱۹۵۷ م کال سره سمون خوری د گران افغانستان پلازمینه د کابل ښار کښی سترگی نړی ته وغړولی. ښاغلی افغان په نړی کښی د فلسفی ریاضی بنسټ کښیښود چی پر دی کړنی سره یی د ریاضی علم یوی نوی مرحلی ته دننه کړ او ویی کړای شول چی له یو معلوم څخه په زرگونو مجهوله په لاس راوړی او دانتیگریشن په طریقه یی پر دوه اړخیز او دری اړخیزه (دوه بعدی او دری بعدی) توگه تر مطالعی لاندی ونیسی چه پایلو یی ډیرو نا حل شویو طبعی او اجبماعی مسایلو ته لار پرانسته دنوموړی داگام د بشریت په تاریخ کښی بی ساری بلل کیږی او دا لومړی گام دی چی ور سره اجتماعی علوم دریاضیکی اعدادوپر وسیله تحلیل او څیړل کیږی. صدیق افغان د کیفی اعدادو مطالعه دکمی مطالعی پر څنگ کښی مطرح او عملی کړه چی دی سره کیدای شی هغو موضوعاتو او پانگو ته لاس رسی پیدا شی چی په راتلونکی پوری اړه لری او راتلونکی بیان کړی. د افغان اثرونه: مربعات و مکعبات اسرارآمیز - دمحمد نقی بخشی په لیکنه. نظم قران کریم ازدیدگاه ریاضی فلسفی - دمحمد نقی بخشی په لیکنه. آرایه عکس بینوم نیوتون برای علوم کیهانی تاریخ کشورها ازدیدگاه ریاضی فلسفی - د صدیق افغان لاس لیکنه.


سرچينه

د نصیب الله ؛سمون لیکنه