ډاکتر محمد شفيق همدم د افغانستان د لغمان ولايت د عليشنگ په کلي کې په کال 1361 هچري د حمل مياشتې په څلورم تاريخ کې په يوه ستره او د علم او عرفان څخه ډکه کورنۍ کې سترگې غړولي ښاغلي ډاکتر محمد شفيق همدم خپل د زدکړې شروع د کابل لامع شهيد په ابتدايه کې (اوسنۍ ليسه) کې شروع کړيده او متوسطه زدکړې يې د لغمان ولايت د عليشنگ په ليسه کي او ورسته بيا د ننگرهار ولايت د جلالاباد ښار د شهيد محمد عارف په ليسه کې ثانوي زدکړي پاي ته ورسول چي په همدي کال کې د ننگرها د سياسي علومو او حقوقو پوهنځي ته داخل شو، خو د وخت ځينې سياسي او استبدادي فشارونو له کبله ددغي پوهنځۍ په پريښودومجبور شو، خو د علم او عرفان لمنه يي پرينخود او داځل د ننگرهار منځني طب (انيستيتوت علوم طبي ننگرهار) کي د راديولوژي د څانگي څخه په لومړي درجه فارغ شو. ښاغلي همدم پدي بساونه ونکړه ا و يو ځل بيا يي د سياسي او اقتصادي علومو ته مخه کړه او وکولاي شو چې ددي بهر څخه هم يوه څاڅکي وڅکي او خپل ديپلوم ترلاسه کړي. ښاغلي همدم د اسلامي، طبي، سياسي او اقتصادي علومو ترڅنگ بهرني ژبي لکه عربي، انگليسي او اردو يي هم زده کړ او د خپل دغي پوهې او تجربو څخه په گټه وکولاي شو چې تر خپل وس او بريد گران هيواد افغانستان ته خدمت وکړي. ښاغلي همدم د هيواد او نړۍ په کچه د سياسي څيړنې، کره کتنې او د دري ژبي د تکړه ليکوالانو په قطار کې شمارل کيږي.