محمد خان بلوڅ يو لوى افغان ديپلومات وو ، چې د شاه اشرف د واكمنۍ پر مهال د عثماني توركيې دربار ته د سفير په توگه لېږل شوى وو . كله چې اعليحضرت شاه اشرف د افغان ايران پر پلاز كېناست ، نو يو شمېر لوى بهرني تېري يې په شاه وتمبول او ماتې يې وركړې ، چې له هغوى نه يو هم د ۱۷۲۶ ز كال د نوامبر په ۲۰ په همدان كې د افغان او توركي پوځونو ترمنځ جگړه وه . په دغه جگړه كې توركو شپېته زره جنگيالي جگړې ته رامخكې كړې ول ، په داسې حال كې چې د افغانانو لښكر دېرش زره وو . د جگړې په بهير كې د توركانو اولس زره كسان ووژل شول ، توپونه او پوځي سامان ترې پاتې شول او دوى وتښتېدل . شاه اشرف له توركانو سره بيا هم د ښو اړېكو غوښوتونكى وو ، د توركانو يرغمل او زيات سامان يې بېرته وركړل . خپله بزرگواري يې د يوه افغان په صفت وښودله . تركانو شاه اشرف د ايران د پادشاه په توگه په رسميت وپېژاند او د سولې يو تړون لاسليك شو . توركانو خپل سفير د راشد پاشا په نامه د اشرف دربار ته ولېږه او د افغانانو له خوا هم محمد خان بلوڅ د سفير په توگه استامبول ته واستول شو . كله چې افغاني سفير استامبول ته سفر كاوه ، د استامبول ښار ټول سپين رنگ شوى وو . پوځي قطعات ودرېدل او د توپونو يوويشت ډزې دده د هر كلي لپاره وشوې . د عثماني خلافت په مركز كې د هېڅ دولت پادشاه په دغه كچه نه وو استقبال شوى . افغان سفير د سپين سفر په نامه ياد شو او د توركو په تاريخ كې په همدغه نامه ياديږي .

اخځونه

  1. قدرت الله حداد ( فرهاد ) ، د افغان ملي تاريخ ، ۷۷۱ - ۷۷۲ مخونه ، د ساپي د پښـتو څېړنو او پراختيا مركز له خوا د ۱۳۸۳ لمريز كال چاپ .