محمد آغې ولسوالۍ

د محمد اغې ولسوالۍ د لوگر لومړنۍ ولسوالۍ ده چې له پلازمینې کابل سره ۴۰ کیلو متره واټن لري. ددې سیمې تسمیه په دې ډول ده، چې له غزني څخه دوه وروڼه د محمد اغا او جمال اغا په نامه لوگر ته راغلل.

د محمد آغې ولسوالۍ انځور
د محمد آغې ولسوالۍ انځور
د محمد آغې ولسوالۍ انځور

هيواد افغانستان[۱]  د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map
کورډېناټونه: ۳۴°۱۰′۳۶″شمال ۶۹°۱۳′۱۶″ختیځ / 34.176666666667°شمال 69.221111111111°ختيځ / 34.176666666667; 69.221111111111  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سيمه لوګر ولايت[۱]  د (P131) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جغرافیائی ځانګړتیاوې
لوړوالي 2119 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نور معلومات
جیو کوډ 7053260  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

محمد اغا یې په لوگر کې مېشت شو او جمال اغا یې په شمالي کې، چې اوس هم د شمالي په کاپيسا کې د جمال اغه په نامه د یوه ځای نوم دی. محمد اغه د همدغه لومړني ورور نوم دی چې اوس د لوگر یوه لویه ولسوالۍ په ده پورې مربوطه ده. د لوگر دغه تاریخي سیمه او ولسوالۍ له کولتوري پلوه ډېره بډایه سیمه ده. لکه د سلطان صیب غر، زرغون ښار، شاهي کلا، مغل خېل، گمران او داسې نور د فرهنگي ارزښتونو له پلوه ډېرې زېرمې لري. همداډول په دغه سیمه کې طبیعي کانونه ډېر زیات دي؛ د بېلگې په توکه د عینکو مس، د سليمان د غرونو لړلۍ چې په لوگر کې ده. دغه غره ته تور غر وايي چې ډېرې ارزښناکې ډبرې لري، چې دې ډبرو کې ۶۰ سلنه اوسپنه او کرومیت گډ دي. ددې ډبرو را ایستنه اوس په ناقانونه توگه دوام لري. دغه سیمه د روسانو د یرغل پر مهال سخته ځپل شوې او خلک ېې تر دې مهاله له اقتصادي ستونزو سره لاس و گریوان دي، خو بیا هم له مدني او کولتوری ژوند څخه برخمن دي.

د محمد آغې ولسوالۍ کلي

  1. زيد آباد
  2. پل کندهاری
  3. داوو
  4. مس عينک
  5. دشت سقاوه
  6. ځاځی کلی
  7. کتب‌خیل
  8. سفیدسنگ
  9. سرخ‌آب
  10. مغل خیل











  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ GNS Unique Feature ID: https://geonames.nga.mil/gn-ags/rest/services/RESEARCH/GIS_OUTPUT/MapServer/0/query?outFields=*&where=ufi+%3D+10537178 — د خپرولو نیټه: ۱۱ جون ۲۰۱۸