محب الله صميم د غزني ولایت دواغظ ولسوالۍ اوسیدونکی په خټه جلالزی اندړ دی چي د ا مهال د افغانستان د سرحداتو او قبایلو چارو وزارت وزیر دی په په ۱۳۴۲ لمریز کال کي د واغظ ولسوالۍ په محمد صدیق خان کلا کلي کې زیږدلی

محب الله صميم

مخینه

ښاغلی صمیم په یوې بزګره کورنۍ کې دنیا ته راغلی پلار یې عبدالوکیل د کلي بزګر و نوموړی لا ډیر کشر و چي د شوروي یرغل پر ضد د واغظ ولسوالۍ په جهادي جبهه کې د یو سر ګروپ په صفت توظیف شو اود کمونستي نظام تر ړنګیدو پوري یې همدا دنده مخته وړه د طالبانو د غورځنګ په راتګ سره له دې غورځنګ سره یو ځای شو او د عالي تحصیلاتو په وزارت کې یې د قومي روابطو په اساس دنده پیل کړه .

زده کړه

ښاغلي صمیم د جهاد په دوران کې لیکل او لوستل د کلیو له ملایانو زده کړل د شخصي روابطو پر بنا یې د تعلیم او تربیې پوهنځي ته لاره پیدا کړه په ۱۳۸۷ کال کې له همدې پو هنځی څخه فارغ شو په ۱۳۹۹ کال کې یې د کاتب له شخصي پوهنتون څخه د بین المللي روابطو په برخه کې د دکترا سند تر لاسه کړ.

څیرمه دندي

د طالبانو د اسلامي غورځنګ په حاکمیت کې یې لاندي دندي ترسره کړي دي:

  1. د عالي تحصیلاتو وزارت اداري ریس
  2. دکابل پیدا کوژيانستیتوت ریس
  3. د کابل پولیتخنیک ریس
  4. د کابل طب پوهنځي ریس

د طالبانو له سقوط وروسته یې دا دندي تر سره کړي :

  1. په ۱۳۸۲ کال کې د اساسي قانون د تصویب په لویه جرګه کې د غزني د خلکو استازی
  2. د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریس
  3. د غزني ولایت د اندړو د ولسوالي ولسوال
  4. دغزني ولایت د ګیلان ولسوالي ولسوال
  5. د غزني ولایت د عامه ملکیتونود ساتني ریس
  6. پنځه کاله د پکتیکا ولایت د والي په صفت وټاکل شو .
  7. په ۱۳۹۹ کال کې د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر په حیث وټاکل شو.

شخصي اړیکي

ښاغلي محب الله صمیم د جهاد په دوران کې د واغظ د جبهي له امیر مولوي فخرالدین سره اړیکي درلودې د همدې اړیکو په پایله کې د همدې جبهي د سر ګروپ موقف یې ترلاسه کړ ، د طالبانو د اسلامي غورڅنګ په دور کې یې د عالي تحصیلات له وزیر مولوي حمدالله نعماني سره اړیکي جوړي کړي دهمدې اړیکو په رڼا کې د عالي تحصیلاتو په وزارت کې و ګمارل شو ، د طالبانو له سقوط وروسته یې د کورنیوچارو له وزیر علي احمد جلالي او د غزني د وخت له والي اسدالله خالد سره اړیکي جوړي کړي چي د همدې اړیکو په مرسته وتوانید چي د ولایت او وزارت تر څوکیو ځان ورسوي .

خوی او عادت

ښاغلی صمیم نرم خویه صمیمیت لرونکی ، محتاط او محافظه کار دی ، موقف او موقف ساتنه ورته تر هرڅه لومړیتوب لري .

میړنه

سرچینې

د سرحدونو اوقبایلو چارو وزارت ویب پآنه امورسرحدات وقبایل[مړه لينکونه] د صمیم د جهاد ملګري