که چيرې د اندړو دنسب شجره په غور سره و څيړو نو څر گنده به شي چې دوی په اصل کې غلجي پښتانه دي٠اندړ د موسی زوی،د ابراهيم لمسی او د غلجي کړ وسی دی٠ د شجرو له مخې يې تر ه کی او سهاک وروڼه گڼل کيږي٠ د اندړو شمال ته د غزني مر کز،جنوب ته يې د تر ه کو او سليمان خيلو قبيله، ختيز ته يي زرمت چې زرمله يې هم بولي ،لو يد يز ته يې د هزاره وو قوم او په ضمن کې د کره باغ سيمې سره پو له لري٠ د اندړو د قبيلې ښا خو نه په لاندې ډول دي: بازيد خيل، جلال زي اولکڼ خيل چې با زيد خيل بيا په خو اجه خيلو،مر جا ن خيلو، پير خيلو ،مو سی خيلو او ابر ا هيم زيو ، جلال زي په خا ني خيلو ، الله يار خيلو او مصري خيلو او لکڼ خيل د پو مي خيلو او بشال خيلو په څا نگو ويشل شوي دي٠

د ا ندړو د قبيلې خلک زياتره په غزني، پکتيا، زابل ،پکتيکا،بغلان ميدان او کا بل کې مېشته دي چې په لا ندې تو گه در پيژ ند ل کيږي:

  • د غزني په و لايت کې:

اندړ د غزني ولايت د اندړو،جغتو، شلگر،جامراد،ده يک او زنه خان په ولسواليو او سيموکې مېشته دي چې په نو موړي و لايت کې ددوی مجمو عي شمير ٢٠٠ زرو تنو ته ر سيږي٠

  • د پکتيا په ولا يت کې:

اندړ د پکتيا ولايت په مر کز گر ديز، زرمت او څمکنيو په ولسو اليو کې ميشته دي چې په نو موړي ولايت کې يې ټول شمير د ٥٠ زرو تنو په شا او خوا کې ښودل شوی دی٠

  • دپکتيکا په ولايت کې:

د پکتيکا ولايت اندړ په شرنه او ميټا خان کې استو گنه لري چې مجمو عي شمېر يې په دغه ولايت کې د٢٠ زرو تنو په شا او خو اکې ښودل شوی دی٠

  • د زابل په ولا يت کې:

د زابل ولايت اندړ ددغه ولايت د شا ه جوی په ولسوالۍ کې استو گنه لري چې مشهور کلي يي عبدالرؤف کلا، د اندړو کو ټي، د اندړو کلی او سرور کلا نو ميږي٠داسي ويل کيږي چې دوی د غزني ولايت د شلگر ولسوالۍ نه دې سيمې ته ليږ ديدلي او دلته ميشته شوي دي٠ همداراز د زابل ولا يت د دای چو پان په ولسوالۍ کې هم د اټوالو په نامه د اندړو يو ښاخ استو گنه لري چې شمير يې د ٢٠ زرو تنو په شا او وا کې ښودل شو ي دي

  • د بغلان په ولايت کې:

د بغلان ولايت اندړ د دغه ولايت د نهرين په ولسوالۍ کې ميشته دي او د اندړو د لکڼ خيلو د ښا خ پورې اړه لري٠

  • دکابل په ولايت کې:

د کابل ولايت اندړ د چهاردهي ولسوالۍ د کلای بها در خان په کلي کې استو گنه لري چې شمېر يې ٥٠٠ تنو ته رسيږي٠ همداراز يو شمېر اندړ دکابل دبي بي مهرو په کلي کې هم استو گنه لري٠ اندړ ډير ميلمه پال، غيرتي او د هيواد سره مېنه ددوی په پښتني خټه کې اخښل شوې ده٠ دا نگرېز انو سره د افغا نستان د خلکو په دري گو نو جگړو کې ددوی ونډه درنه ده,دبيلگې په توگه د١٨٧٩ ميلادي کال ددسامبر د مياشتې په عمو مي پا څون کې اندړ د ملا دين محمد اندړ په مشرۍ چې په ملا مشک عا لم سره يې شهرت درلود او همداراز د گل محمد خان اندړ په مشرۍ چې يوملي شخصيت و په غزني کې يې په انگرېزانو ځمکه تبۍ و گر ځوله او د يو ملي ځواک په تو گه يې دانگر يزانو په وړاندې سره يو مو ټی او دښمن ته يي خوله ما توونکي گو زارونه ورکړل٠

دروسي ښکيلاکگرو په و ړاندې هم اندړو ډېرې سر ښند نې کړي دي او د افغاني غيرت او تورې په زور يې روسي غليمانو ته هم غاښ ما توونکي ځو ابو نه ور کړي دي٠

سرچينې

  • ١-تاريخ حيات ا فغاني، پښتو ژ باړه،١٣٨٦-٢٠٠٧کال چاپ،دانش خپر ندو يه ټو لنه، پېښور٠
  • ٢-پښتني قبيلي، لطيف ياد،١٣٨٥،د دانش خپر ندويه ټو لنه، پيښور