مجيد بريګېډ (غونډ)

مجید بریګېډ (بلوچی: مجید بریگیڈ) په پاکستان کي مېشته وسله واله ډله ده، چي د بلوچستان د آزادۍ پوځ اړوند "د ځانګړو ځواکونو څانګه " ګڼل کیږي.

مجید بریګېډ
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وسله واله ډله
ځای
بلوچستان

معلومات

سمول

د مجید بریګېډ غونډ یا ډله په ۲۰۱۱ کال کي جوړه سوې ده او د مجید لانګوف د مشر اکا عبدالمجید بلوچ په نوم ونومول سوه. نوموړی هغه بلوڅ وسله وال وو چي د هغه وخت د لمړي وزیر ذوالفقار علي بوټو د وژلو هڅه یې د ۱۹۷۴ کال د اګست په دویمه په کوټه ښار کي په یوه ولسي غونډه کي ترسره کړې وه. په دې غونډه کي مشر مجید د یوې وني په سر کي ناست وو، خو پر ځای ددې چي لمړئ وزیر ووژني، خپله ووژل سو. [۱] مجید جونیر یو بل بلوڅ وسله وال چې د مشر مجید کشر ورور وو د پاکستان د پوځ د غړو لخوا د مارچ په 17، 2010 کي د کویټې په یوه هستوګنځی کي ووژل سو. د کشر مجید په مړینه د بلوچستان په ګوټ ګوټ کي ملتپالو بلوڅانو خواشیني څرګنده کړه. دا چي کشر مجید د مشر مجید کوچنی ورور وو، د مجید لانګو وروڼه د پاکستاني یرغلګر دولت سخت خلاف سول، او کله چي د بلوچستان د خپلواکۍ د فوځ مشر اسلم اچیو د ځانمرګو د ډلي جوړولو پرېکړه وکړه، نو د هغې لپاره یې د "مجید" نوم غوره کړ. مجيد بريګيډ ډلي خپل لومړئ ځانمرګی بريد د ۲۰۱۱ کال د دسمبر په ۳۰ مه د شفيق مينګل په نوم يو قومي مشر چي د پاکستاني پوځ جاسوس ګڼل کېدی، په نښه کړ. په داسې حال کي چي شفیق پخپله له بریده روغ ووتی، لږ تر لږه ۱۴ کسان یې قتل او ۳۵ نور ټپیان سول. [۲] د 2018 څخه تر اکتوبر 2024 پوري مجید بریګیډ د بلوچستان د خپلواکۍ پوځ په استازیتوب د پاکستان پوځ او پاکستاني پولیسو دواړو په وړاندي 12 ځانمرګي بریدونه ترسره کړل. [۳]

د ۲۰۲۰ کال د جون په ۲۹ مه مجید بریګیډ د ټویټر له لاري د پاکستان سټاک ایکسچینج د برید مسوولیت په غاړه واخیست. [۴]

د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په ۷ مه د مجيد بريګيډ غړي شاه فهد د کراچۍ په هوايي ډګر کې ځانمرګی بريد وکړ چي له امله يې دوه چينايان په ځايي وخت د ماسپښين پر (۱۱ بجو) ووژل سول. یاد کسان د چين د سفارت په وينا چينايي اتباع وه، ذو موخه یې په بندر قاسم کي د ډبرو سکرو د بریښنا دوې فابریکې جوړول وه. [۵]

د بلوچستان د خپلواکۍ پوځ د مرکزي استخباراتو د ځانمرګو بریدونو لارښوونه او همغږي لومړی مشرتوب اسلم بلوچ عرف مشهوره په اچو (اصلي نوم یې محمد اسلم او د رحیم داد زوی وو) تر هغه وخته پورې کوله ترڅو چي په کندهار کي د ۲۰۱۸ کال د دسمبر په میاشت کي د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کي ووژل سو. [۶] د اسلم بلوڅ زوی ریحان بلوڅ د ۲۰۱۸ کال د اګست په میاشت کي د بلوچستان په دالبندین کي پر چینايي انجینرانو ځانمرګی برید وکړ. نوموړي ژمنه کړې وه چې د چینایي اتباعو په وړاندي به نور ځانمرګي بریدونه هم وکړي، او ټول هغه کسان به په نښه کړي چي د CPEC په پروژو کې کار کوي او د پاکستان امنیتي ځواکونه یې ساتنه کوي. اسلم په لومړي سر کي د بلوچستان په جنوبي ولسوالیو کي فعالیت کاوه، خو وروسته یې عملیات نورو سیمو ته هم وغځول. د بلوڅانو د دویمې درجې په قومندانانو کي بشیر زیب، نوربخش مینګل، رحمان ګل، اغا شیر دل او قومندان حمال شامل دي، او د سند د ترهگرۍ ضد ادارې دغه کسان په کراچۍ کي د حملې د طراحانو په توگه نومولي دي. [۷]

دا ډله د هغه بلوڅانو څخه چي په بهر کي ژوند کوي مالي مرستي ترلاسه کوي، او په پراخه کچه داسي هم انګیرل کیږي چي د مجید فدایي بریګیډ او د هغه اصلي بنسټ BLA د هوالا او هنډي شبکو له لاري تمویل ترلاسه کوي.

  1. . 2018-11-26. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  2. . 2024-03-22. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  3. . 2024-10-08. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  4. . 2020-06-29. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  5. . 2024-10-07. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  6. . 2018-12-25. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  7. . 2018-11-24. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)