مایکل فراډې
مایکل فراډې (۲۲ سپټمبر ۱۷۹۱ – ۲۵ اګسټ ۱۸۶۷) یو انګلیسي ساینسپوه و چې د الکټرومقناطیس او الکټروکېمیا په برخه کې یې څېړنې کړې دي. د هغه په عمده موندنو کې د الکټرومقناطیس القا، دیامقناطیس او الکټرولیز اساسي اصول راځي.
مایکل فراډې | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
مړینه | لندن [۱] |
تابعیت | د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي |
دين | عيسويت [۲] |
رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
عملي ژوند | |
استاد | همفري ډيوی |
ڈاکٹری شاگرد | جان ټینډال |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګرېزي ژبه |
کاروونکي ژبه | |
د کړنې څانګه | پنځپوهنه ، کيميا |
مؤثر | همفري ډيوی |
سمول |
که څه هم فراډې لږ رسمي زده کړې ترلاسه کړې وې، خو بیا هم د تاریخ یو له تر ټولو اغېزناکو ساینسپوهانو څخه دی. دا د هغه د مقناطيسي ساحې په اړه د هغه څېړنه وه چې د یو هادي (conductor) په شاوخوا کې مستقیم جریان لیږدوي چې فاراډې په فزیک کې د الکترومقناطیسي ساحې مفهوم بنسټ رامنځته کړ. فاراډې دا هم ثابته کړه چې مقناطیس کولی شي د نور په شعاعو اغیزه وکړي او دا چې د دوو پدیدو تر منځ یوه بنسټیزه اړیکه شتون لري. هغه په ورته ډول د الکترومقناطیسي القا او ډیامقناطیس اصول او د الکترولیز قوانین کشف کړل. د هغه د الکترومقناطیسي څرخېدونکو (rotary) وسایلو اختراع ګانو د بریښنایی موټر ټکنالوژۍ بنسټ کېښود او دا په لویه کچه د هغه د هڅو پایله ده چې بریښنا په ټکنالوژۍ کې د استفادې لپاره عملي شوه.[۳][۴][۵][۶]
د یو کیمیاپوه په توګه، فراډې بنزین کشف کړل، د کلورین پر کلاترېټ هایډرېټ يې څېړنه وکړه او د بونسن څراغ (Bunsen burner) لومړنۍ بڼه او د اکسېډېشن شمېرو سیسټم يې اختراع کړ او د "انوډ"، "کتود"، الکترود" او "آیون" اصطلاحات يې مروج کړل. بالاخره فراډې په شاهي بنسټ (Royal Institution) د ټول عمر لپاره د کیمیا لومړنی پوهاند (Fullerian Professor) وټاکل شو.
فراډې یو زښته تکړه اهل تجربه و چې خپلې مفکورې یې په واضحه او ساده ژبه بیان کړې دي؛ خو په ریاضیاتو کې يې پوهه له مثلثاتو نه ورتېرېده او علم یې تر ساده الجبره پورې محدود و. جېمز کلېرک مکسوېل د فراډې او نورو آثار ولوستل او د معادلاتو یوه ټولګه يې ترې جوړه کړه چې د الکټرومقناطیسي پدېدو د ټولو عصري نظریو د بنسټ په توګه منل کېږي. د فاراډې د قوې د کرښو د کارولو په اړه، مکسویل لیکلي چې ښيي فاراډې "په حقیقت کې یو خورا لوړرتبه ریاضي پوه و – چې راتلونکي ریاضي پوهان باید دهغه د اثارو څخه ارزښتناک او نوښتګر، ګټور میتودونه ترلاسه کړي." د SI د برقي خازن ظرفیت واحد د هغه په درناوي نومول شوی دی: فاراد (farad).[۷]
البرټ انشټاین د آرتور شوپنهاور او جیمز کلېرک مکسویل د انځورونو تر څنګ د فاراډې انځور هم د خپلې مطالعې په دیوال بند کړی و. فزیکپوه ارنېسټ روترفورډ وايي: "کله چې موږ د ساینس او صنعت په پرمختګ کې د هغه د کشفیاتو اغېز، ستروالي او اندازې ته پام کوو، نو فراډې د یادولو لپاره د هغه وړ ستر ویاړ نه لرو، ځکه دی د انسانانو د تاریخ یو له تر ټولو لویو ساینسي کاشفینو څخه دی."[۸]
شخصي ژوند
سمولماشومتوب او ځواني
سمولمایکل فرادې د ۱۷۹۱ کال د سپټمبر میاشتې په ۲۲مه نیټه د سوري په نیوینګټن بټس کې زیږیدلی و (چې اوس د لندن بورو آف ساوت وارک یوه برخه ده). کورنۍ يې شتمنه نه وه. د هغه پلار، جیمز، د عیسویت د ګلاسیټ فرقې غړی و. جیمز فاراډې خپله ښځه او دوه ماشومان د ۱۷۹۰ کال په ژمي کې د ویسټ مورلنډ له اوتګیل سیمې څخه لندن ته راکډه کړل، چیرته چې هغه د کلي د آهنګر (پښ) شاګرد شو. مایکل د همدې کال په مني کې زیږیدلی و. ځوان مایکل فارادې، او د څلورو ماشومانو څخه دریم هغه و. فاراډې یوازې د ښوونځي تر ټولو ابتدایه زده کړې درلودې، او له تعلیمي اړخه يې باید خپل ځان يې پخپله رسولی وای.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]
په ۱۴ کلنۍ کې هغه د جورج ریباو په نامه د بلنډفورډ په کوڅه کې یو ځایی کتاب جوړونکی (صحاف) او کتاب پلورونکی شاګرد شو. فراډې د خپلې اوه کلنې شاګردۍ په ترڅ کې ډېر کتابونه ولوستل، چې په کې د اسحاق واټس د ذهن د ښه والي کتاب (The Improvement of the Mind) هم شامل و او په لېوالتیا سره یې هغه اصول او وړاندیزونه پلي کړل، چې په کې موجود وو. هغه د ساینس سره هم لېوالتیا پیدا کړه، په ځانګړي توګه د برق سره. فاراډې په ځانګړې توګه د جین مارسیټ د کیمیا په اړه د خبرو اترو له کتاب (Conversations on Chemistry) څخه الهام اخیستی و.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
ځواني
سمول
په ۱۸۱۲ کې، په ۲۰ کلنۍ کې او د خپلې شاګردۍ په پای کې، فاراډې د شاهي بنسټ او شاهي ټولنې (Royal Society) د نامتو انګلیسي کیمیاپوه همفري ډیوي او د ښار د فلسفې ټولنې (City Philosophical Society) بنسټ ایښودونکي جان ټاتم لخوا په وړاندې کېدونکو لیکچرونو کې ګډون وکړ. د دې لیکچرونو ډیری ټکټونه فراډې ته د ویلیم ډانس لخوا ورکړل شوي وو، چې د شاهي فلهرمونیک ټولنې (Royal Philharmonic Society) بنسټ ایښودونکی و. فاراډې وروسته ډیوی ته د هغو یادښتونو پربنسټ لیکل شوی ۳۰۰ مخیز کتاب واستاوه چې د دې لیکچرونو په جریان کې یې اخیستی وو. د ډیوی سملاسي، مینه ناک او مناسب ځواب ورکړ. په ۱۸۱۳ کې، کله چې د نایټروجن ټرایکلورایډ په یوه پېښه کې د ډیوی سترګې زیانمنې شوې، هغه پریکړه وکړه چې فاراډي د مرستیال په توګه وګماري. په تصادفي ډول د شاهي بنسټ یو مرستیال، جان پاین، له دندې ګوښه شو او سر همفري له ډیوي څخه وغوښتل شو چې یو بدیل کس ومومي؛ په دې توګه هغه د ۱۸۱۳ کال د مارچ په لومړۍ نېټه په شاهي انسټیټیوټ کې د کیمیاوي مرستیال په توګه فراډې وټاکه. ډیر ژر ډیوی فراډې ته د نایتروجن ټرای کلورایډ نمونې چمتو کولو دنده وسپارله او دوی دواړه د دې خورا حساسې مادې په چاودنه کې ټپیان شول.[۱۷][۱۸]
فارادې له سارا برنارډ (۱۸۰۰-۱۸۷۹) سره په ۱۲ جون ۱۸۲۱ کې واده وکړ. دوی د خپلو کورنیو له لارې سنډیمانیا په کلیسا کې سره ولیدل، او هغه د واده کولو یوه میاشت وروسته د سنډیمانیا کلیسا ته خپل عقیده ومنله. دوی اولاد نه درلود.[۱۹][۲۰]
فارادې یو پرهېزګاره عیسوی و. د هغه د سنډیمانیا مذهب د سکاټلینډ د کلیسا یوه څانګه وه. له واده وروسته، هغه د خپلې ځوانۍ په عبادت ځای کې د دیکون (عیسوي مشر) په توګه وټاکل شوه او دوه دورې يې خدمت وکړ. د هغه کلیسا په باربیکان کې په پاولس الئ کې موقعیت درلود. دا عبادت ځای په ۱۸۶۲ کې د برنسبري ګریو، اسلینګټن ته ولېږدول شو. د نارت لندن همدغه ځای و چې فراډې د خپلې دوهمې دورې وروستي دوه کاله د مشر په توګه خدمت وکړ او بیا يې استعفا ورکړه. ژوند لیکونه کاږي چې "د خدای او طبیعت د یووالي پیاوړی احساس د فراډې په ژوند او کار منګولې لګولې وې." [۲۱][۲۲][۲۳]
وروسته ژوند
سمولد شاهي ټولنې درې تنه غړي فراډې ته د ریاست وړاندیز کوي، ۱۸۷۵
د ۱۸۳۲م کال په جون میاشت کې، اکسفورډ پوهنتون فراډې ته د مدني حقوقو افتخاري دوکتورا ورکړه. د هغه د ژوند په اوږدو کې، فراډې ته ته د ساینس لپاره د هغه د خدماتو په اعتراف کې د زړورتوب رتبه (knighthood) وړاندیز شوه چې هغه بیا په دیني دلیلونو کې رد کړ، ځکه دی په دې باور و چې دا د انجیل د حکم خلاف عمل دی چې شتمني راټوله کړې او په دنیوي اجر پسې وګرځې، وېې ویل چې دی غواړي د ژوند "تر پایه ساده ښاغلی فاراډي" پاتې شي. په ۱۸۲۴م کال کې د شاهي ټولنې غړی وټاکل شو، او هغه دوه ځله د دې ټولنې ریاست ونه مانه. فراډې په ۱۸۳۳م کال کې کې په شاهي بنسټ کې د کیمیا لومړنی فولېریان پروفیسور شو.[۲۴][۲۵][۲۶]
سرچينې
سمول- ↑ Accademia delle Scienze di Torino ID: https://www.accademiadellescienze.it/accademia/soci/michael-faraday — د نشر نېټه: ۱ ډيسمبر ۲۰۲۰
- ↑ https://www.csueastbay.edu/philosophy/reflections/2004/contents/darren-skoldqvist.html
- ↑ Rao, C.N.R. (2000). Understanding Chemistry. Universities Press. ISBN 81-7371-250-6. p. 281.
- ↑ کينډۍ:Cite EB1911. the 1911 Encyclopædia Britannica.
- ↑ "Archives Michael Faraday biography – The IET". theiet.org.
- ↑ "The Faraday cage: from Victorian experiment to Snowden-era paranoia". The Guardian. 22 May 2017.
- ↑ The Scientific Papers of James Clerk Maxwell Volume 1 p. 360; Courier Dover 2003, ISBN 0-486-49560-4
- ↑ Reiser, Anton (1930). "VI". Albert Einstein: A Biographical Portrait. New York: Albert and Charles Boni. p. 194.
- ↑ کينډۍ:Cite ODNB
- ↑ For a concise account of Faraday's life including his childhood, see pp. 175–183 of Every Saturday: A Journal of Choice Reading, Vol III published at Cambridge in 1873 by Osgood & Co.
- ↑ "Michael Faraday." History of Science and Technology. Houghton Mifflin Company, 2004. Answers.com 4 June 2007
- ↑ The implication is that James discovered job opportunities elsewhere through membership of this sect. James joined the London meeting house on 20 February 1791, and moved his family shortly thereafter. See Cantor, pp. 57–58.
- ↑ کينډۍ:Openplaque
- ↑ Jenkins, Alice (2008). Michael Faraday's Mental Exercises: An Artisan Essay-Circle in Regency London. Oxford University Press. p. 213. ISBN 9781846311406.
- ↑ کينډۍ:Cite episode
- ↑ کينډۍ:Cite episode
- ↑ کينډۍ:Cite EB1911. the 1911 Encyclopædia Britannica.
- ↑ Thomas, p. 17
- ↑ The register at St. Faith-in-the-Virgin near St. Paul's Cathedral, records 12 June as the date their licence was issued. The witness was Sarah's father, Edward. Their marriage was 16 years prior to the Marriage and Registration Act of 1837. See Cantor, p. 59.
- ↑ کينډۍ:Cite ODNB
- ↑ Cantor, pp. 41–43, 60–64, and 277–280.
- ↑ Paul's Alley was located 10 houses south of the Barbican. See p. 330 Elmes's (1831) Topographical Dictionary of the British Metropolis.
- ↑ Baggott, Jim (2 September 1991). "The myth of Michael Faraday: Michael Faraday was not just one of Britain's greatest experimenters. A closer look at the man and his work reveals that he was also a clever theoretician". New Scientist. بياځلي په 6 September 2008.
- ↑ West, Krista (2013). The Basics of Metals and Metalloids. Rosen Publishing Group. ISBN 1-4777-2722-1. p. 81.
- ↑ Todd Timmons (2012). "Makers of Western Science: The Works and Words of 24 Visionaries from Copernicus to Watson and Crick". p. 127.
- ↑ "Faraday appointed first Fullerian Professor of Chemistry". The Royal Institution. 16 October 2017. خوندي شوی له the original on 5 August 2020. بياځلي په 17 December 2021.