مايسيني د يونان په شمال ختيځ د «پيلوپونيس» په «ارګوليس» کې د «ميکاينس» سره نږدې يو لرغونی ځای دی. له ايتنز څخه شا اوخوا 120 کيلو متره (75 ميله) سويل لوېديځ؛ د «ارګوس» څخه يوولس کيلو متره (7 ميله) شمال؛ او د «کورنت» څخه اته څلوېښت کيلو متره (30 ميله) سويل ته موقعيت لري. دا سیمه د «سارونک» خليج څخه د هېواد داخل لور ته نولس کيلو متره (12 ميله) واټن کې پرته ده، او د سمندر له سطحې څخه نهه سوه فوټه (274 متره) لوړه په يوه غونډې موقعيت لري.[۵][۶]

مايسيني
Μυκῆναι (يوناني) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
رسمي ژبه
وګړنوم
micènic ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځای
Mykines (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اداري سیمه
هېواد
تاريخي اثار
د تاريخي‌ اثارو ډلبندي
د ميراث ډول
د ميراثېدو کال
۱۹۹۹ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د پېژندنې شمیره
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۰٫۳۲ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخې
برخه د
نور مالومات
د لیدونکو کلنی شمېر
۳۴۲٬۸۵۴[۳] (۲۰۱۶)
۳۹۸٬۷۱۸[۳] (۲۰۱۷)
۴۱۲٬۳۹۷[۴] (۲۰۱۷)
۴۹۵٬۹۹۳[۴] (۲۰۱۸) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کورډي‌نېشن
۳۷°۴۳′۵۱″شمال ۲۲°۴۵′۲۲″ختیځ / 37.730833333333°شمال 22.756111111111°ختيځ / 37.730833333333; 22.756111111111 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

په دويمه مخزېږديزه زريزه کې، مايسيني د یوناني مدنيت يو له سترو مرکزونو څخه و، يو پوځي سنګر و، چې د سويلي يونان، کريټ، سيکليډيز په ډېره برخه او د سويل ختيځې اناتوليا پر يو څه برخو يې واکمني درلوده. له شا اوخوا 1600 مخزېږديز څخه تر شا اوخوا 1100 مخزېږديز پورې د يوناني تاريخ پړاو «مايسينيايي» پړاو بلل کېږي چې مايسيني ته اشاره کوي. په 1350مخزېږديز کې د خپل عروج پر مهال، دې کلا او ښکته ښارګوټي يې د 30000 وګړو نفوس درلود او مساحت يې دوه دېرش هيکتاره (79 جريبه) و.[۷]

په عصري ادبياتو کې د مايسيني لومړۍ سمه پېژندګلو په 1700ز کال کې د يوې سروې پر مهال وشوه، چې د «وينزي» انجنير «فرانسسکو وينډيک» له خوا د فرانسسکو ګريماني په استازيتوب تر سره شوې وه، چې د موريا د پاچايۍ «پروويډيټور» والي و. «وينډيک» د مايسيني د خرابو د پېژندلو لپاره د «پوزانيس» د «لاين ګيټ» تفصيلات کارولي و.[۸][۹]

په 1999ز کال کې، د مايسيني لرغونې سيمه د يونسکو د نړيوال ميراث په فهرست کې اضافه شوه، ورسره نږدې د «ټيرينز» سيمه هم په دې فهرست کې شامله شوه، ځکه چې دا سيمه د مايسينيايي مدنيت د مرکز، د غوره معمارۍ او د لرغونې يوناني مدنيت د پرمختګ د شاهد په توګه له تاریخي اهميت څخه برخمنه ده. [۱۰]

د «لاين ګيټ»، د «ايټريس» خزانه او د «ټيرينز» ديوالونه په مايسيني او ټيرينز کې موندل شوي د پام وړ تعميراتي بېلګې دي. د دې موندنو جوړښتونه او ترتيب د هغه مهال د انساني تخليقي وړتياوو بېلګې وړاندې کوي. يوناني ودانيز هنر او ښاري طرحې په مايسيني مدنيت څرګند اغېز کړی دی. مايسيني او ټيرينز، چې د يوناني مدنيت د ابتدايي پړاونو د عروج په توګه بلل کېږي، د مايسينيايي مدنيت پر مهال د سياسي، ټولنيز او اقتصادي پرمختګ بې سارې شاهدي ورکوي. په هنر، د معمارۍ فن او ټيکنالوژۍ کې د مايسينيايي مدنيت لاسته راوړنې، چې په اروپايي کلتورونو يې هم اغېز درلود، په دواړو سیمو کې د ليدلو وړ دي.

دا سيمې له «هوموريکي» حماسو سره پياوړی تړاو لري. د يوناني ژبې ابتدايي بېلګې په مايسيني او «ټيرن» کې هم ليدل کېږي، چې په B خطي تختو خوندي شوي دي.

د مايسيني او ټيرنز سيمو د ويجاړېدو او پاتې شونو ته د رسېدلي نور زيان او خرابۍ د نورو ډولونو د مخنيوي او خوندي کولو په موخه يو سخت قانوني چوکاټ جوړ شوی. د کلتور او لوبو يوناني وزارت له دې دواړو لرغونو سيمو څخه څارنه کوي. د مايسيني او ټيرن د سيمو د معيار او وضعيت د خوندي ساتلو لپاره، په منظم ډول او د يوې طريقې تر مخې د لرغونپوهنې مطالعې تر سره کېږي.

د يونان د لرغونو اثارو 3028/2002 شمېره قانون، چې په عموم کې د لرغونو اثارو او کلتوري ميراث د خوندي کولو په اړه دی، د دې سيمو د ساتنې او خوندي کولو مديريت په غاړه لري. د 1964ز کال 2160 شمېره وزارتي حکم خپله، پر دې سیمو سربېره د مايسيني حدود وټاکل او د هغې ساتنه يې وکړه. د خوندي کولو دا وزارتي حکم «اکروپوليس» او د هغې په شا اوخوا کې نورو سيمو ته هم پوښښ ورکوي. د 1956ز کال 102098/4753 شمېره وزارتي حکم او د 1991ز کال 12613/696 شمېره حکم دواړه د «ټيرينز» لرغونې سيمې ته خونديتوب ورکوي.[۱۱]

د نوم رېښې

سمول

باور دا دی چې د مايسيني نوم يوناني ټکی نه دی، بلکې له يوناني ژبې څخه مخکې د يو شمېر نومونو څخه یو دی، چې په يوناني ژبه خبرې کونکو ته په ميراث پاتې شوی. د یوې افسانې تر مخې دا نوم د یوناني ټکي mykēs سره تړاو لري (چې د "مرخړۍ" معنا لري). له همدې امله، «پوزانيز» دا نوم افسانوي بنسټګر «پرسيوس» ته منسوب کړی، چې ويل کېږي هغه دا نوم د خپلې تورې د تيکي د څوکې (mykēs) په نوم اېښی و، يا يې د يوې مرخړۍ له کبله اېښي و چې په دې سيمه کې يې را ايستلې وه. «هومر» دا نوم د «مايسين» حورې سره تړلی و، چې د سمندر د خدای د «ارګوس» د «اناچوس» لور ده (اوډيسي 2.120).[۱۲][۱۳][۱۴]

په ايلياد کې د دې ښار نوم د Mykḗnē (Μυκήνη) بڼه ليکل شوی دی. وروستۍ بڼه يې چې د Mykē̂nai (Μυκῆναι) په ډول وه، په اټيک-لونيکي کې د يو پېژندل شوي اواز د بدلون پايله ده، چې د ā غږ يو شمېر بېلګې په ē غږ بدلوي.[۱۵]

تاریخ

سمول

نوی ډبرين پړاو

سمول

مايسيني چې يوه «اکروپوليس» [لوړ کلی يا لوړ ښار] سيمه ده، د سمندر له سطحې 900 فوټه (274 متره) لوړه په يوه غونډۍ جوړه شوې وه، چې د «ارګوليس» له خليج څخه شا اوخوا نولس کيلو متره (12 ميله) د هېواد په داخل کې موقعيت لري. دا سيمه د «ارګيو» د اوارې سيمې شمال ختيځ څنډه کې موقعيت لري، په اسانۍ سره په ټولې سیمې پورته وه، او په بېلګه ييز ډول د ځواک د مرکز جوړېدو لپاره په ښه موقعيت کې ودانه شوې وه، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې دا سيمه د «کورنت» د خاکنا په لور په غزېدلو ټولو اسانو لارو واکمنه وه. پر خپل پياوړي دفاعي او ستراتيژيک موقعيت سربېره، ښې کرنيزې ځمکې او د اوبو د رسولو ښه سيستم يې درلود. په دې سیمه کې د نوي ډبرين عصر د ابادۍ يو څه کمې نښې هم شته، په داسې حال کې چې دا سيمه د ابتدايي نوي ډبرين عصر (شا اوخوا 5000 څخه تر 4000 مخزيږديز پورې) څخه د هليډيچ لومړيو پېړيو ( شا او خوا 2000 -  شا اوخوا 1550 مخزيږديز) او هليډيچ منځنيو پېړيو (شا اوخوا 2000 – شا او خوا 1550 مخزېږديز) تر پړاونو پورې په پرله پسې ډول اشغال شوی وه. د ابتدايي نوي ډبرين عصر په رنګينو لوښو کې د کلالۍ ابتدايي شواهد هم شته، چې تر اوسه موندل شوي دي.[۱۶][۱۷]

ابتدايي او منځنی برونز عصر

سمول

د هيلاډيچ د منځنيو پېړيو په مټ په وګړو کې د پام وړ زياتوالی راغلی و. د نورو سيمو په څېر، د کرت يو غالب نفوذ د شا اوخوا 1600 مخزېږديز راهيسې خپور شوی و، د دې لومړی ثبوت عمودي قبرونه دي، چې په 1876ز کال کې د «هاينريش شليمن» له خوا کشف شول. د شليمين عمومي قبرونه د Circle A په نوم پېژندل کېږي، چې د Circle B له قبرونو څخه توپير لري، کوم چې په وروستيو تاریخونو کې وموندل شول، په داسې حال کې چې د Circle B قبرونه له هغې مخکيني دي چې تاریخ يې له شا اوخوا 1650 مخزيږديز څخه تر شا اوخوا 1550 مخزيږديز کال پورې رسېږي، او ټول په MHIII کې دي. د Circle A تاریخ شپاړسمې مخزيږديزې پېړۍ ته رسېږي، په کوم کې چې له منځنيو پېړيو څخه تر وروستيو هلاډيکي پېړيو IA پورې موده هم شامله ده (LHIA؛ شا او خوا 1550 – شا اوخوا 1500 مخزېږديز). د Circle A په پرتله د Circle B مواد کم غني دي.[۱۸][۱۹]

په ټول ابتدايي هيلاډيک عصر کې د خپرو خاورينو لوښو مواد په 1877ز کال کې د «پانيوجوټيس سټاماټکيس» له خوا د Circle A د عمودي قبر په کمه ژورتيا کې موندل شوي وو. د هليډيچ لومړيو پېړيو او هليډيچ  منځنيو پېړيو د عصر نور مواد د دې سيمې د ديوالونو او فرشونو لاندې، د «ايکروپوليس» په څوکه، او د لرغونې هدېرې په سیمه کې د «لاين ګيټ» څخه دباندې موندل شوي وو. د «ايکروپوليس» په سويل لوېديځ کې، د «کلکاني» غونډۍ په څوکه، د خوږو اوبو له څاګانو سره نږدې د هليډيچ ابتدايي پېړيو - هليډيچ  منځنيو پېړيو يو کلی موندل شوی و. په کندو يا کفن ته ورته ډبرينو قبرونو کې ابتدايي تدفين د «اکروپوليس» په لوېديځ پيچومې کې په MHII (شا اوخوا 1800 مخزيږديز) کې موندل کېږي، له کوم څخه چې لږ تر لږه تر یو بريده ابتدايي دفاعي ديوال راتاو و.[۲۰]

سرچينې

سمول
  1. ذکر کېدنه: Inventory of Archaic and Classical Poleis. اثر ژبه: انګرېزي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۰۰۴.
  2. ذکر کېدنه: Hellenic Statistical Authority databases. اثر ژبه: يوناني ژبه.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ سرچينې تړی: http://www.statistics.gr/documents/20181/f9e20032-6a71-49a7-90cf-da9e07e6d31c.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ سرچينې تړی: https://etravelnews.gr/auxisi-se-mouseia-kai-arhaiologikous-horous/.
  5. "Mycenae". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  6. Bury & Meiggs 1975, p. 20
  7. کينډۍ:Unbulleted list citebundle
  8. کينډۍ:Pausanias.
  9. Moore، Rowlands او Karadimas 2014، م. 4.
  10. "Archaeological Sites of Mycenae and Tiryns". UNESCO World Heritage Convention. United Nations Educational Scientific and Cultural Organization. نه اخيستل شوی 27 November 2022.
  11. "Archaeological Sites of Mycenae and Tiryns".
  12. Beekes 2009, p. 29 (s.v. "Ἀθήνη").
  13. Chadwick 1976, p. 1.
  14. Pausanias. Description of Greece, 2.16.3
  15. Homer. Iliad, 4.52, 7.180, 11.46
  16. Bury & Meiggs 1975, p. 20
  17. Shelton 2010, p. 58.
  18. Bury & Meiggs 1975, p. 20
  19. Bury & Meiggs 1975, p. 22
  20. Forsén 1992, "Mycenae – Argolid (A:5)", pp. 51–52.