مايا دين
مایا مذهب يا مايا دين يا د مايا وګړو ګروهه د لرغونې کولمبيا د مایا خلکو د مذهبي عقايدو ټولګې ته وايي کوم چې د مرکزي امریکا د لرغوني مذهب یوه څانګه ګڼل کېده. د مرکزي امریکا هنديانو لږ عام مذهب او افسانه درلوده، او د دوی عقیدې تقریبا د ورته اصل څخه وې. د کریسټوفر کولمبس لخوا د نوي براعظم په کشف او د کاتولیک مشنریانو په راتګ سره، دا مذهب تقریبا له منځه لاړ[۱] او په ځینو لیرې پرتو سیمو کې محدود شو. نن ورځ د ځینو ملتپالو مایایانو په منځ کې افسانوي او لرغوني دین ته تمایل د یرغلګرو د دین په وړاندې جوړ شوی دی. د مایان مذهب لوی خدای اتزامانه بلل کیږي. د مایا مذهب کائنات دوه ابعاد لري، انساني اړخ او خدايي اړخ، چې په درېوو برخو وېشل شوي: آسمان، ځمکه او تر ځمکې لاندې. د ځمکې لاندې نړۍ د زیبالبا په نوم یادیږي. د مایايي خدایانو عموما نر او ښځه لري مطلب جوړه يي وي. د مایا ډېری پخوانۍ عقیدې د پاپول وو په کتاب کې ليکل شوي دي.
ځانګړې وېشنيزه |
---|
سرچینې
سمول- ↑ "Le codex de Dresde". المكتبة الرقمية العالمية. 1200–1250. خوندي شوی له the original on 2019-10-02. بياځلي په 2024-12-23.
{{cite web}}
: CS1 errors: unsupported parameter (link) CS1 maint: date format (link)