ماشیندار اېوو - ۳

ماشیندار اېوو - ۳
Samopal Škorpion Evo III
هېواد چېک جمهوريت
جوړونکی Česká zbrojovka Uherský Brod
وزن 2,55 kg
اوږدوالى 410/660 mm
د برل اوږدوالی 196 mm
کارتوس 9 mm Luger

ماشیندار اېوو - ۳ (په چېکي: Samopal Škorpion Evo III) د 9x19 یو عصري ماشيندار دی چی د ۲۰۰۹ کال څخه د چېک په چمهوريت کی د Uherský Brod په ښار کی جوړېږي. نوموړي وسله په ځانگړي ډول د چېکی او خارجی وسله والو ځواکونو لپاره جوړېږي خو غیر پوځي نیمه خپل کاري مادل چی د Samopal Škorpion Evo III S1 په نوم يادېږي هم شته.[۱]

پېژندنه سمول

ماشيندار اېوو - ۳ یو کم وزن لرونکی خودکاري (اتوماتيکي) لاسی وسله ده چی د پلاستيکی توکو او پولاد څخه جوړ شوي ده. مرمی کاليبر یی 9x19 دي، په جاغور کی ۳۰ گولي لري او وزن یی ۲،۵۵ کيلوگرمه دی. واټن ویشتونکی یی ۱۸۰ متر دي.

ماشیندار اېوو ۳ اي - ۱ سمول

ماشیندار اېوو - ۳ اي - ۱ (Škorpion Evo III A1) د ماشیندورونو څخه یو پوځی مادل دی چی یوازې د واسله والو ځواکونو او پوليسو لخوا کار شوي دی. نوموړي وسله یو یو گولی درې درې گولی یا جرعه ويشتلای سی. [۲]

ماشیندار اېوو ۳ اس - ۱ سمول

د ماشیندار اېوو - ۳ (Samopal Škorpion Evo III S1)غیر پوځی مادل دی چی یوازې یو یو گولی ویشتلای سی او قيمت یی ۲۰۰۰ دلاره ته رسېږی.[۳]

د ماشیندار استعمالونکي ملی ځواکونه سمول

سرچینې سمول

  1. http://www.youtube.com/watch?v=SnElSpmKdWE
  2. http://www.alfatactical.cz/detail/21628/puska-cz-scorpion-evo-3-s1.html
  3. http://www.alfatactical.cz/detail/21628/puska-cz-scorpion-evo-3-s1.html

دا هم وگورﺉ سمول