ماریا کریستینا، د تشن دوشس/ ډیوکه

ماریا کریستینا، د تشن ډیوکه (ماریا کریسټینا جوهانا جوزفا انتونیا؛ زوکړه د ۱۷۴۲ کال د مې ۱۳مه – مړینه د ۱۷۹۸ کال د جون ۲۴مه) د اتریش د ماریا ترزا او د سپېڅلي روم د سترواک لومړي فرانسیس پنځمه ماشومه وه. چې په ۱۷۶۶ کال کې يې د ساکسوني له شهزاده البرت سره واده وکړ، دغې جوړې د تشن د دوک موقف ترلاسه کړ او هغه د ۱۷۸۱-۱۷۸۹ او ۱۷۹۱-۱۷۹۲ کلونو تر منځ له خپل خاوند سره د اتریشي هالنډ/نیدرلند د واکمنانو په توګه وګومارل شول. له هالنډ څخه تر دوه ځله اخراج وروسته (په ۱۷۸۹ او ۱۷۹۲ کلونو کې) هغې د مړینې تر مهاله له خپل خاوند سره په ویانا کې ژوند وکړ.   

Maria Christina, Duchess of Teschen
Maria Christina Johanna Josepha Antonia von Habsburg-Lothringen (جرمني ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
زېږون نېټه
۱۳ مې ۱۷۴۲[۱][۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۴ جون ۱۷۹۸[۱][۴][۵] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
ښخولو ځای
دنده
aristocrat (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین
جوړښت
جایزې

ژوند لیک

سمول

د ژوند لومړي کلونه

سمول

د خپلې مور ماریا کریستینا په ۲۵ کلنۍ کې د پنځم بچي او څلورمې لور (خو دویمې ژوندۍ پاتې شوې) په توګه د ۱۷۴۲ کال د مې په ۱۳مه د اتریش په ویانا کې نړۍ ته راغله. په ورپسې ورځو کې د ماریا کریستینا یوهانا جوزفا انتونیا له نومونو سره د تمعید غسل ورکړل شو؛ چې د کریستینا نوم یې له خپلې انا څخه چې د سپېڅلې روم سترواکه وه ترلاسه کړ، که څه هم په کورنۍ او دربار کې تل د ماري یا میمي په نوم ورته غږ کېده. هغه د ماریا ترزا د خوښې وړ بچۍ وه، چې دا د سترواکې له‌‌خوا هغې ته په لیکل شویو لیکونو کې لیدلی شو. د هغې د ماشومتوب د دوران په اړه ډېر لږ معلومات شته. د ۱۷۴۷ کال د مارچ په ۲۲مه په ویانا کې د پروس د سفیر کنت اتو کریستوف وون پودویلز په یوه لیک کې ماریا کریستینا چې هغه مهال پنځه کلنه وه، ښکلې او ځیرکه یاده کړې وه.

ارشیدوشس چې په‌خپله ځوانۍ کې بالهوسه او باروحیې وه له خپل مور او پلار څخه يې ډېرې مینه‌ناکې زده‌کړې ترلاسه کړې وې. دغه بدنام غوره‌والی چې کریسټینا له خپلې مور څخه ترلاسه کړ د هغې د خویندو او وروڼو د شدید حساسیت لامل شو، هغوی له هغې څخه لرې‌والی غوره کړ او په کورنۍ کې يې د هغې پر مخکښ موقف شدیده نیوکه وکړه. د خویندو وروڼو له خوا د هغې نه ګرانښت وروسته ډېر شو، ځکه ماریا ترزا په زیاتېدونکي ډول له هغې څخه د کورنۍ پر نورو غړو د نفوذ د اعمالولو لپاره کار اخیست.  [۶]

ماریا کریستینا له خپلې واکمنې شهزادګۍ ماریا کارولین وون ټروټسن – فالکنسټن سره خورا بده اړیکه لرله. که څه هم سترواکې یواځې یو ځل په ۱۷۵۶ کال کې موافقه وکړه چې خپله واکمنه بدله کړي هغه مهال چې هغې کونډه ماریا انا واسکز (د کوکوسووا له کورني نوم سره) پر دغې موقف منصوبه کړه. د ماریا کریستینا اړیکه له واسکز سره ډېره ښه وه او ان څو کاله وروسته کنتس واسکز د ماریا کریستینا له کورنۍ څخه د اوبرستوفمایسترین (د روم د سپېڅلې سترواکۍ او د اتریش سترواکۍ په دربار کې تر ټولو مهمه دنده چې د کورنۍ او دربار د مستقیم رئیس په توګه يې عمل کاوه، ژباړن) نوم ترلاسه کړ.

ماریا کریستینا ښکلې، ډېره ځیرکه خو له هنري پلوه د استعداد خاونده او له وجداني زده‌کړو څخه برخه‌منه وه. یسوعي / عیسوي پلار لاکنر هغې ته څو ژبې او تاریخ ورزده کړ. ارشیدوشسې د نورو شیانو تر منځ فرانسوي او ایټالیوي ژبې په بشپړ ډول زده کړې، چې د پودویلز په وینا هغې په ځانګړې ډول په دغو ژبو له خبرو کولو سره او په بشپړ ډول او په ښه ډول انګلیسي ژبه خبرو کولو سره هم مینه لرله. هغې ډېر زر دا ثابته کړه چې یوه با استعداده نقاشه هم ده. د شونبرون په ماڼۍ کې له امپراتوري کورنۍ څخه د هغې نقاشۍ نندارې ته وړاندې شوې چې د هغې د ستر هنري استعداد ښودنه کوي. هغې د خپل ځان په ګډون د کورنۍ ځینې غړي او د فرانسوي او هالنډي استادانو د نقاشیو د ژانړ څو کاپۍ نقاشي کړې. یو ځانګړی انځور چې په ۱۷۶۲ کال کې د ماریا کریستینا په واسطه د نقاشۍ په ځانګړو رنګونو سره کښل شوې امپراتور/سترواک د سنت نیکلاس جشن د نمانځلو پر مهال ښيي: هلته سترواک د ورځپاڼې لوستلو پر مهال او قهوې څښلو پر مهال ښودل شوی، حال دا چې د هغې درې کوچني خویندې وروڼه (فردیناند، ماریا انتونیا او ماکسیمیلیان) له خپلو ډالیو سره په‌کې انځور شوي وو.  

۱۷ کلنې ماریا کریستینا د وورتمبرګ له دوک لوئیس یوجین سره د مینې اړیکه لرله، خو د هغوی تر منځ واده د ملکې د نارضایتۍ لامل کېده، هغه په دې باور وه چې د ووتمبرګ د دوک درېیم زوی له یوې ارشدوشسې سره د واده لپاره کافي منصب نه لري. د ۱۷۶۰ کال د جنورۍ په لومړیو کې شهزاده البرت او د ساکسوني کلمنس د سترواکۍ دربار ته راورسېدل او د سترواک او سترواکې له تود هرکلي سره مخ شول. شهزاده البرت مینه‌ناکه دوشس په یو مناسبتي کنسرت کې چې هغې په کې ګډون کړی و ولیده او لکه څنګه چې هغه په‌خپلو خاطراتو کې یادونه کوي ډېر زر یې له هغې سره ډېره مینه پيدا کړه. د ۱۷۶۰ کال په پای کې البرت او کلمنس له ویانا څخه راستانه شول.

په ورپسې کلونو کې ماریا کریستینا د پارما له شهزادګۍ ایزابلا سره یو شدیده د مینې اړیکه جوړه کړه، شهزادګۍ ایزابلا د ۱۷۶۰ کال د اکتوبر په ۶مه له راتلونکي سترواک دویم جوزوف سره واده وکړ. له نورو شیانو څخه دغه دواړو ځوانو ښځو به غالباً له یو بل سره لوبې کولې. ایزابلا ډېره ښکلې، تعلیم یافته او ډېره حساسه وه چې د دربار له مراسمو او د هابسبورک د وارث د مېرمنې په توګه يې له خپل موقف څخه کرکه لرله، هغې یو ډېر حساس برخه‌لیک غوښته؛ که څه هم له دغو دروني احساساتو سره سره هغه داسې ښکارېده چې له خپل برخه‌لیک څخه راضي او خوشحاله ده. په داسې حال کې چې خاوند یې له هغې سره ډېره مینه کوله خو هغه يې پر وړاندې حساسه وه. پر وړاندې يې له ماریا کریستینا سره له زړه مینه لرله چې د هغوی تر منځ په ۲۰۰ لیکونو کې چې معمولاً په فرانسوي ژبه د هغوی تر منځ تبادله شوي و اظهار شوې وه. هغوی له یو بل سره ډېر وخت تېر کړ چې له اورفئوس او اوریدیک سره پرتله شول. ایزابل او میمي نه یواځې له هنر او موسیقۍ سره د مشترکې علاقې له امله بلکې له ژورې متقابلې مینې له امله سره متحدې شوې. [۷][۸][۹][۱۰]

ماریا کریستینا په رسمي ډول د ایزابلا ستاینه وکړه او هغه يې مینه‌ناکه، مهربانه او سخي یاده کړه، خو د هغې پر کمزورتیاوو یې هم سترګې پټې نه کړې. د زېږون تر اختلاط وروسته د ۱۷۶۳ کال د نوامبر په ۲۷مه د هغې د ورېندارې زر مړینې (چې تر ډېره ډېره یې مالیخولیا او مړینې ډېرېدونکو وسواسو/جنون ته تمایل درلود) ماریا کریستینا زړه‌ماتې کړه.   [۱۱]

واده

سمول

د ۱۷۶۳ کال په ډېسمبر کې د ساکسوني شهزاده البرت ویانا ته راستون شو تر څو امپراتوري کورنۍ ته د ایزابلا پارما د مړینې له امله تسلي ورکړي. هغه له دویم جوزوف سره د ایزابلا تر واده وروسته د ایزابلا ښه ملګری و او لکه څنګه يې چې د خپلو خاطراتو په کتابچه کې لیکلي وو له ماریا کریستینا سره یې هم نږدې اړیکه جوړه کړې وه. د ساکسون شهزاده هغه لومړی د ۱۷۶۴ کال په پسرلي کې په ویانا او ورپسې په پرسبورګ (براتیسلاوا) کې چې هغه مهال د هنګري پلازمېنه و له ارشدوشسې سره ولیدل. تر دغو لیدنو وروسته ماریا کریستینا په ژوره توګه په البرت میینه شوه، هغه له ارشدوشسې سره له مینې سره سره د خپل نسبتا کمزوري او له سیاسي پلوه بې‌ثباته موقف له امله چې د سترواکۍ ستندردونو يې نه شوی پوره کولی په دې باوري نه و چې د واده لپاره به د هغې لاس خپل کړي. خو وروسته هغه ویانا ته وبلل شو تر څو د سوارو پوځيانو د خدمت لپاره نوې مقررات زده کړي تر څو د امپراتورۍ د دربار په ښکارونو او لوبو کې ګډون وکړی شي، هغه له ماریا کریستینا څخه بلنه ترلاسه کړه تر څو خپل احساسات د هغې په اړه ازاد پرېږدي خو لا په علني ډول نه.   [۱۲]

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  2. ذکر کېدنه: The Peerage. The Peerage person ID: p11154.htm#i111531. Subject named as: Marie Christine Erzherzogin von Österreich. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. ليکوال: Darryl Roger Lundy. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  3. ذکر کېدنه: Benezit Dictionary of Artists. Benezit ID: B00116702. Subject named as: Marie Christine. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۰۰۶. Publisher: Oxford University Press.
  4. ذکر کېدنه: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 13099731. Subject named as: Maria Christine von Österreich. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  5. ذکر کېدنه: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 6532980. Subject named as: Maria Christine von Österreich. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  6. Stollberg-Rilinger 2017, pp. 761-767.
  7. Archives Nationales de Vienne, Autriche; Der Gruftwächter, play by Kafka; Simon Sebag Montefiore, Catherine the Great and Potemkin: The Imperial Love Affair, London, 2010
  8. Simon Sebag Montefiore,Catherine the Great and Potemkin: The Imperial Love Affair, London, 2010
  9. Justin C. Vovk,In Destiny's Hands: Five Tragic Rulers, Children of Maria Theresa, USA, 2010
  10. Farquhar, Michael (2001). A Treasury of Royal Scandals: The Shocking True Stories of History's Wickedest, Weirdest, Most Wanton Kings, Queens, Tsars, Popes, and Emperors. Penguin Books. p. 91. ISBN 9780140280241.
  11. Weissensteiner 1996, pp. 57–78.
  12. Stollberg-Rilinger 2017, pp. 762f.