ماري کلېير کېنګ
ماري کلېير کېنګ (د ۱۹۴۶ کال د فبرورۍ په ۲۷مه زېږېدلې) د جنتیک یوه امریکایۍ متخصصه ده. هغه لومړنۍ کس وه چې ویې ښوده د تیو سرطان کېدای شي په هغه جین کې د ناڅاپي بدلون له امله چې نوموړې BRCA1 ونوماوه ارثي وي. هغه د انسانانو جنتیک مطالعه کوي او په ځانګړي ډول له جنتیکي نابرارۍ او پېچلو اوصافو سره مینه لري. هغه د جنتیک دوه اړخیزه اغېزې او پر انساني شرایطو لکه د تیو او تخمدانونو سرطان، ارثي کوڼوالی، شېزوفرینیا، HIV، سیستمیک لوپس ارېتماتوزېس او رروماتویئد ارترایتېس چاپیریالي اغیزې مطالعه کوي. هغه له ۱۹۹۵ کال راهیسې د واشنګټن پوهنتون په طب پوهنځۍ کې د جينوم علومو او طبي جنتیک په څانګه کې د سرطان د امریکایي ټولنې پروفیسوره/استاده پاتې شوې.[۴][۵][۶][۷][۸]
ماري کلېير کېنګ | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ۲۷ فبروري ۱۹۴۶[۱] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
رکنیت | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي [۲] |
عملي ژوند | |
تعلیمی اسناد | د فلسفې ډاکتر |
کار/مسلک | |
د کړنې څانګه | جنتیک |
وېبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه[۳] |
سمول |
کېنګ د تیو د سرطان د جینونو پر پېژندنه کې د خپل بریالیتوب سربېره د دې د روښانه کولو لپاره هم خورا شهرت تر لاسه کړ چې شامپانزاګانې (د بیزو ګانو یو ډول) له جنتیکي پلوه ۹۹سلنه انسانانو ته ورتهوالی لري او د بشري حقونو څخه د سرغړونې پر قربانیانو د جینومیک ترتیب د پلي کولو لپاره هم پېژندل شوې. هغې په ۱۹۸۴ کال کې په ارجنټاین کې د هغو ماشومانو پر پېژندنه کار وکړ چې د ناپاکې جګړې په بهیر کې(۱۹۷۶- ۱۹۸۳) له خپلو کورنیو څخه تښتول شوي وو او د پوځي دېکتاتورۍ له مخې په ناقانونه ډول په زویولۍ نیول شوي وو. هغې ډېرې جایزې تر لاسه کړې چې له ډلې یې د لاسکر اېوارډ او د پوهې ملي مډال یادولی شو. په ۲۰۲۲ کال کې ډېسکور مجلې کېنک د علم په ډګر کې له ۵۰ مهمو ښځو څخه یوه یاده کړه.[۹]
د ژوند لومړي کلونه
سمولماري - کلېير کېنګ د ۱۹۴۶ کال د فبرورۍ په ۲۷مه د هاروي او کلاریس کېنګ په کورنۍ کې چیکاګو ته څېرمه د وېلمیټ په ایلینوی کې نړۍ ته راغی. پلار یې د اندیانا په نوم د ستندرد غوړیو کمپنۍ ته کار کاوه. کله چې کېنګ ۱۵ کلنه وه د هغې د ماشومتوب نږدې ملګرې د سرطان ناروغۍ له امله ومړه. کېنګ د دغه ډول ناروغیو د مخنیوي په هیله د ډېر څه پوهېدلو لپاره له ساینس سره مینه پیدا کړه.[۱۰]
زده کړې
سمولکېنګ خپله لیسانس درجه د في بېتا کپا له کالرټون کالج څخه د ریاضیاتو په څانګه (په ممتازه او ویاړلې درجه) کې ترلاسه کړه.[۱۱][۱۲]
کېنګ په برکلي کې د کالفورینیا پوهنتون د بشپړوونکو زده کړې برنامې ته ومنل شوه او له سیاسي پلوه ډېره فعاله شوه. هغې په۱۹۷۰ کال کې د ویتنام په جګړه کې د متحده ایالاتو د ښکېلتیا پر وړاندې لاریونونو په تنظیم کې مرسته وکړه. هغه وایي: "یوازینی ډېر اغېزمن کار چې موږ وکړ پر کمبوډيا د متحده ایالاتو د برید تر ورځې یوه ورځ وروسته موږ خپلې کرتۍ او جاکټونه او بلوز کمیسونه له خپلو جامو څخه لرې کړل او یو هم په خپلو هغو جامو کې نه وو چې بلک بېري ته په کې راغلي وو او کنیسو او کلیساګانو ته ولاړو چې د یکشنبې ورځې تر پای پورې مو د دې ګام خلاف ۳۰۰۰۰ لیکونه ترلاسه کړل."هغې وروسته له دې چې د معترضو زده کوونکو پر وړاندې مليګارد ولېږل شو د لنډې مودې لپاره پوهنتون پرېښود.[۱۳][۱۴][۱۵]
هغې یو کال د رالف نادر د مصرف کوونکو په ملاتړ کې تېر کړ او د افت وژونکو د کارونې او پر کروندګرو یې د اغېزو په اړه څېړنه وکړه.[۱۴][۱۵]
وروسته له دې چې برکلي ته راوګرځېده د هغې سلاکار الن وېلسون هغې ته قناعت ورکړ چې خپل مسیر له ریاضي څخه جنتیک ته بدل کړي. کېنګ د پروفیسور کورت سټرن له خوا چې له تقاعد څخه مخکې یې د وروستي ټولګي په توګه په کې تدریس وکړ له جنتیک سره اشنا شوه. کېنګ په برکلي کې د خپلې دوکتورا په کار کې د پروتینو د مقایسې له تجزیې او تحلیل څخه دا روښانه کړه چې شامپانزې د جنتیکي پلوه ۹۹ سلنه له انسانانو سره ورته دي. د کېنګ کار د الن وېلسن له هغې نظریې څخه ملاتړ وکړ چې شامپانزې او انسانان یوازې پنځه میلیون کاله مخکې له یو بل څخه بېل شوي، کېنګ او وېلسن وړاندیز وکړ چې د جینونو تنظیم په احتمالي ډول د ډولونو تر منځ د پام وړ توپیرونو مسؤل دی. کېنګ په ۱۹۷۲ کال کې خپل تېزېس بشپړ کړ او په ۱۹۷۳ کال کې يې په برکلي کې له کالفورینیا پوهنتون څخه د جنتیک په برخه کې خپله دوکتورا تر لاسه کړه.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
کېنګ وروسته د شیلي سانتیاګو ته لاړه تر څو د شیلي پوهنتون او د کلفورېنیا پوهنتون د تبادلې برنامې د یوې برخې په توګه تدریس وکړي. په هغه ځای کې د هغې موده هغه مهال لنډه شوه کله چې په شیلي کې د سلواډور النده دولت د ۱۹۷۳ کال د سېپټمبر په ۱۱مه د CIA (د مرکزي اطلاعاتو سازمان) په مشرۍ د یوې پوځي کودتا په بهیر کې نسکور شو. کېنګ او د هغې خاوند رابرت کولوېل د ډېسمبر په وروستیو کې برکولي ته راوګرځېدل. هغه وروسته وپوهېده چې د هغې یو شمېر همکاران یا مړه شوي یا ورک شوي دي.[۲۱][۲۲]
کېنګ د سانفرانسیسکو په کلفورېنیا پوهنتون (UCSF) کې له نیکولاس اېل. پېتراکېس سره د همکارۍ لپاره تر ډوکتورا پورته موقف ومانه. کېنګ د ۱۹۷۴ کال د جنوري په لومړۍ نېټه پر دې ستونزې کار پیل کړ چې ولې په کورنیو کې د تیو سرطان راڅرګندیږي. [۲۳][۲۴]
کورنۍ
سمولد کېنګ کشری ورور ریاضي پوه او سوداګریز سلاکار پاول کېنګ د واشېنګټن په وانکوور کې د وېنالکوعملیاتي مدیر و.[۲۵]
کېنګ په ۱۹۷۳ کال کې د ایکولوژۍ له متخصص رابرټ کې. کولوېل سره واده وکړ. هغوی د اېملي کېنګ کولوېل په نوم یو ماشوم لري چې په ۱۹۷۵ کال کې زېږدلی. اېملي په بروان پوهنتون کې د ژبپېژندنې پوهنځۍ د ژبو د تکامل په څانګه کې تر لیسانس کچې زده کړې وکړې. کېنګ او کولوېل په ۱۹۸۳ کال کې له یو بل څخه طلاق واخیست.[۲۶][۲۷]
دنده
سمولکېنګ په ۱۹۷۶ کال کې د برکلي په کلفورېنیا پوهنتون کې د بیولوژي او اپیدیمیولوژي د استادې په توګه د علمي هئيت انتصاب ومانه. هغې همدارنګه په ۲۰۱۵ کال کې د ژوند پوهنې په جوري هئيت کې د [2]انفوسای/ Infosys جایزې لپاره خدمت وکړ.[۲۸]
څېړنه
سمولد تي سرطان
سمولکېنګ له ۱۹۷۴ څخه تر ۱۹۹۰ کال پورې په کلونو له کړاو سره مل څېړنه تر سره کړه او د یو جنتیکي نښګر او د جنتیکي موادو د یوې ټوټې په لټه کې وه چې په کورنیو کې يې د تیو د سرطان موجودیت څرګنداوه. هغه مهال تر ډېره غالبه نظریه دا وه چې سرطان ویروسي دی. ډېری پوهان د هغې له نظریې سره مخالف وو یا یې د هغې پر نظریو برید وکړ. دا نظریه چې کولی شو جنتیکي بېلګې د پېچلو ناروغیو له پیدایښت سره ونښلوو یوه لرې بعیده لار بلل کېده. جنتیک د ساده جنتیکي اړیکو لرونکو ناروغیو لکه هانتینګټون، سیستیک فېبروزېس او لور/داسي ډوله کم خونۍ کې د پام وړ تشخیص شوی و، خو څېړونکي د ډېرو عامو پېچلیو ناروغیو په مطالعه کې چې څو ګوني جنتیکي او محیطي دواړه اغېزې په کې شاملېدې د جنتیک پر ګټورتیا شکمن وو. کېنګ ځینې وختونه اندېښنه ښوده چې هغه د یوې پېچلې انساني ناروغۍ د جنتیکي مداخلې د مطالعې لپاره په یوه ړنده لاره روانه ده.[۲۹][۳۰]
سرچينې
سمول[1] د پوځي قطعې نوم، ژباړن
[2] د هندي الاصله څېړونکو او پوهانو لپاره کلنی اېوارډ، ژباړن
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6sc9qq8 — subject named as: Mary-Claire King — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ https://www.amacad.org/person/mary-claire-king — د نشر نېټه: ۲۷ مې ۲۰۱۹
- ↑ French Academy of Sciences member ID: http://www.academie-sciences.fr/fr/Liste-des-membres-de-l-Academie-des-sciences-/-K/mary-claire-king.html
- ↑ Yount, Lisa (2008). "Mary-Claire King" (PDF). A to Z of women in science and math. New York: Facts On File. pp. 153–156. ISBN 978-0816066957.
- ↑ "Mary-Claire King Professor of Genome Sciences and of Medicine (Medical Genetics)". UW Genome Sciences. بياځلي په 12 February 2019.
- ↑ Angier, Natalie (April 27, 1993). "SCIENTIST AT WORK: Mary-Claire King; Quest for Genes and Lost Children". The New York Times. بياځلي په 19 February 2019.
- ↑ Bock, Paula (May 19, 2016). "The plan of all plans: Mary-Claire King and her team explore secrets of DNA". Pacific NW Magazine. بياځلي په 19 February 2019.
- ↑ "Mary-Claire King, PhD". Division of Medical Genetics, University of Washington. بياځلي په 14 February 2019.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Svitil, Kathy (13 November 2002). "The 50 Most Important Women in Science". Discover. بياځلي په 21 December 2014.
- ↑ Dreifus, Claudia (February 9, 2015). "A Never-Ending Genetic Quest". The New York Times. بياځلي په 19 February 2019.
- ↑ "Life and Science". Carleton College Voice. 2015. بياځلي په 18 February 2019.
- ↑ "Distinguished Achievement Award Mary-Claire King" (PDF). Carleton College. بياځلي په 12 February 2019.
- ↑ Jaffe, Sam (March 15, 2004). "Mary-Claire King". The Scientist. بياځلي په 29 November 2016.
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Zhu, Meilin (2017-08-23). "Mary-Claire King (1946– )". The Embryo Project Encyclopedia. بياځلي په 12 February 2019.
- ↑ ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ "Mary-Claire King (1946), USA". Royal Netherlands Academy of Arts and Sciences (KNAW). بياځلي په 29 November 2016.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Elliott, Ellen. "Women in Science: Mary-Claire King". The Jackson Laboratory. بياځلي په 12 February 2019.
- ↑ "Autobiography of Mary-Claire King". The Shaw Prize. بياځلي په 12 February 2019.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ King, M.; Wilson, A. (1975). "Evolution at two levels in humans and chimpanzees". Science. 188 (4184): 107–116. Bibcode:1975Sci...188..107K. doi:10.1126/science.1090005. PMID 1090005.
- ↑ Gilad, Y.; Oshlack, A.; Smyth, G. K.; Speed, T. P.; White, K. P. (2006). "Expression profiling in primates reveals a rapid evolution of human transcription factors". Nature. 440 (7081): 242–245. Bibcode:2006Natur.440..242G. doi:10.1038/nature04559. PMID 16525476.
- ↑ Mary-Claire King, Protein polymorphisms in chimpanzee and human evolution, Doctoral dissertation, University of California, Berkeley (1973).
- ↑ "Q&A With Dr. Mary-Claire King". Breast Cancer Research Foundation (BCRF). July 7, 2014. بياځلي په 12 February 2019.
- ↑ "KATHOLIEKE UNIVERSITEIT LEUVEN Laudatio for Professor Mary-Claire King Pronounced in Leuven on 2 February 2006 by Professor Dr. Gert Matthijs, promoter" (PDF). Katholieke Universiteit. بياځلي په 29 November 2016.
- ↑ "Q&A With Dr. Mary-Claire King". Breast Cancer Research Foundation (BCRF). July 7, 2014. بياځلي په 12 February 2019.
- ↑ Elliott, Ellen. "Women in Science: Mary-Claire King". The Jackson Laboratory. بياځلي په 12 February 2019.
- ↑ McHale, Laurie (1996). "Putting the Puzzle Together". Columns: The University of Washington Alumni Magazine. بياځلي په 29 November 2016.
- ↑ "Robert K. Colwell Homepage". بياځلي په 2022-07-13.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Entine, Jon (2007). Abraham's children : race, identity, and the DNA of the chosen people (1st ed.). New York: Grand Central Pub. pp. 270–289. ISBN 978-0446580632. بياځلي په 13 February 2019.
- ↑ "Mary-Claire King, PhD". Division of Medical Genetics, University of Washington. بياځلي په 14 February 2019.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Mary-Claire King Genetic Breast Cancer Detection". Lemelson-MIT Program. بياځلي په 14 February 2019.
- ↑ Entine, Jon (2007). Abraham's children : race, identity, and the DNA of the chosen people (1st ed.). New York: Grand Central Pub. pp. 270–289. ISBN 978-0446580632. بياځلي په 13 February 2019.