ماري ویټون کالکینز
ماري ویټون کالکینز (/ˈkɔːlkɪnz, ˈkæl-/؛ ۱۸۶۳ مارچ ۳۰مه – ۱۹۳۰ فبروري ۲۶مه) یوه امریکایۍ فیلسوفه او ارواپوهه وه، چې د حافظې، خوب لیدلو او ځان د فلسفې په اړه یې تیورۍ وړاندې کړې او څېړنې یې کړې دي. مېرمن کالکینز په ۱۹۰۳ کال کې د ۵۰ هغو ارواپوهانو په نوملړ کې دولسم ځای خپل کړ چې له لوړې وړتیا برخمن وو، او نوموړې د هغې د همتېنګانو لخوا غوره شوې وه. کالکینز د خپل ښځینه جنسیت له کبله د هاروارډ پوهنتون له لوري له دکتورا کولو څخه محرومه شوې وه. [۲]
ماري ویټون کالکینز | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | سرطان |
استوګنځای | ماساچوست |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
تعلیم | |
استاذہ | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | جرمني ژبه ، امریکايي انګرېزي ، انګرېزي ژبه [۱] |
د کړنې څانګه | ساپوهنه ، فلسفه |
سمول |
مېرمن کالکینز د ښځینه ارواپوهانو په تاریخ کې یوه مهمه او کلیدي څېره ده. نوموړې په وېلېزلي کالج کې د ښځو لپاره لومړنی رواني لابراتوار تاسیس کړ. هغه لومړنۍ ښځه وه چې د هاروارډ پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي د ټولو استادانو په متفقه ملاتړ سره یې د ارواپوهنې په برخه کې د دوکتورا لپاره ټول اړین مدارک پوره کړي وو، خو دغه پوهنتون له دې امله د هغې له غوره کولو انکار وکړ چې هاروارډ ښځې نه منلې. نوموړې بیا وروسته د امریکا د رواني ټولنې او د امریکا د فلسفې د ټولنې مشره شوه، او په دې توګه نوموړې لومړۍ ښځه وه چې د دواړو مشره شوه.
هغې د څلورو لسیزو لپاره په وېلېزلي کالج کې ارواپوهنه او فلسفه تدریس کړه، او د هغه وخت ډېره برخه یې هلته او په هاروارډ پوهنتون کې پر څېړنو تېره کړه.
مخینه
سمولماري ویټون کالکینز د ۱۸۶۳ کال د مارچ په ۳۰مه د کونېکتېکټ ایالت په هارتفورډ ښار کې زیږېدلې وه. نوموړې د خپلې کورنۍ د اتو ماشومانو مشره وه. د هغې مور او پلار وولکوټ او چارلوټ ویټون کالکینز وو. ماري له خپلې کورنۍ سره نږدې وه. په ۱۸۸۰ کال کې له خپلې کورنۍ سره د میساچوسېټس ایالت نیوټن ښار ته د خپلو زدهکړو پیلولو لپاره ولاړه او د خپل ژوند پاتې برخه یې هملته تېره کړه. د هغې نوره کورنۍ هم له نیویارک څخه میساچوسېټس ایالت ته کډه شوه، ځکه د هغې پلار، چې یو مشایخي کشیش و، هلته نوې دنده ترلاسه کړې وه.[۳][۴][۵]
دا چې د ماري پلار د خپلو ماشومانو د زدهکړو په نظارت او څارنه کې فعال رول درلود او د هغې زدهکړې یې پلان کړې وې، نوموړې له لیسې څخه تر فراغت سملاسي وروسته په کالج کې شامله شوه. په ۱۸۸۲ کال نوموړې سمیټ کالج ته د دویم کال د محصلې په توګه داخله شوه او هلته یې یو کال زدهکړه وکړه. په ۱۸۸۳ کال کې یې د خپلې خور له مړینې وروسته له کالج څخه یو کال رخصت واخیست او له ځان سره یې زدهکړې کولې. له کالج څخه د رخصتۍ پر وخت یې په یوناني ژبه کې خصوصي زدهکړې وکړې. د دغه کال په اوږدو کې هغې خپلو دوو وروڼو ته هم روزنه ورکړه. په ۱۸۸۴ کال کې بېرته سمیټ کالج ته ستنه شوه ترڅو په کلاسیک ادب او فلسفه کې د فراغت سند ترلاسه کړي.[۶]
له فراغت وروسته نوموړې او د هغې کورنۍ اروپا ته اتلس میاشتنی سفر وکړ، او نوموړې وتوانېده چې پر لیپزګ، ایټالیا او یونان راوګرځي. دا چې نوموړې په کلاسیک ادب کې تحصیل کاوه، له فرصتونو څخه یې ګټه واخیسته او څو میاشتې یې پر سفرونو او د عصري یوناني او کلاسیک ادب پر زدهکړه او مطالعه تېرې کړې. کله چې میساچوسېټس ته راستنه شوه، پلار یې د وېلېزلي کالج له رییس سره یوه لیدنه ترتیب کړه. دا په بشپړه توګه د ښځو کالج و او په دغه لیدنه کې یې د یوناني ژبې په څانګه کې د هغې لپاره د تدریس د دندې په اړه خبرې وکړې. هغې بیا هلته د دریو کلونو لپاره لومړی د روزونکې په توګه او بالاخره د ښوونکې په توګه کار وکړ. د فلسفې په څانګه کې یوه پروفیسور د مېرمن کالکینز عالي تدریس ته متوجه شو او هغې ته یې د ارواپوهنې د تدریس لپاره یو پوزېشن وړاندیز کړ، کوم چې د فلسفې د څانګې نصاب ته نوی داخل شوی و. کالکینز د یوه بېړني حالت په توګه دا وړاندیز ومانه او هیله یې څرګنده کړه چې وبه کړای شي په یوه کال کې ارواپوهنه مطالعه کړي.[۷]
که څه هم ښځو د هغه وخت په کالجونو کې د زدهکړو او تدریس لپاره ډېر تعلیمي فرصتونه لرل، خو مېرمن کالکینز لاهم په دې ډګر کې د جنسیت له ستونزې سره مخ وه او د ارواپوهنې په برخه کې د ډیګرۍ ترلاسه کولو لپاره یې ډېر انتخابونه په مخ کې نه لرل. هغې په میشیګان پوهنتون کې له جان ډیوي سره، په ییل پوهنتون کې له جورج ټرمبول لاډ سره، په کلارک پوهنتون کې له ګرانویل سټینلي هال سره، او په هاروارډ پوهنتون کې له ویلیم جیمز سره د ارواپوهنې د پروګرامونو پر لوستلو فکر کاوه.
هغې په یوه لابراتواري چاپېریال کې له زدهکړې سره لېوالتیا لرله، هغه ځانګړتیا چې یوازې کلارک پوهنتون او هاروارډ پوهنتون په هغه وخت کې لرله. نوموړې احتمالا په نیوټن کې د هغې کور ته د نږدېوالي له امله په هاروارډ پوهنتون کې د داخلېدو غوښتنه وکړه. که څه هم هاروارډ پوهنتون مېرمنو ته اجازه نه ورکوله چې هلته زدهکړې وکړي، خو هغې ته یې د نوموړې د پلار او د وېلېزلي کالج د مشر له غوښتنې وروسته اجازه ورکړه چې په لیکچرونو کې یې ګډون وکړي. کالکینز پرېکړه وکړه چې په هاروارډ انیکس یا الحاقیه (مخکې راډکلیف کالج) کې ټولګي واخلي، چې د جوزیه رویس لخوا تدریس پکې کېده.[۸]
مسلکي ژوند
سمولمېرمن کالکینز په خپل مسلک "ارواپوهنه او فلسفه" دواړو برخو کې څلور کتابونه او له سلو ډېرې علمي مقالې خپرې کړې دي. نوموړې د حافظې په برخه کې او وروسته بیا د ذاتي یا د ځان د فلسفې په مفهوم کې لېوالتیا لرله. نوموړې د ارواپوهنې په برخه کې د خپلو مهارتونو او کمالونو او د لاسته راوړنو لپاره د هغې د مبارزې له کبله خورا مشهوره ده. وروسته له هغه چې د هاروارډ پوهنتون له لوري رد شوه، هغې د مساواتو لپاره خپل کار او هڅو ته دوام ورکړ.[۹][۱۰]
په ۱۹۰۳ کال کې کالکینز د ۵۰ مشهورو او تکړه ارواپوهانو په نوملړ کې دولسم ځای درلود، هغه لاسته راوړنه چې جیمز مکین کټل پکې له لسو ارواپوهانو وغوښتل چې خپل امریکايي همکاران د وړتیا له مخې رتبه بندي کړي.[۱۱]
شخصي ژوند
سمولمېرمن کالکینز د ارواپوهنې په برخه کې له ونډې او کارونو هاخوا، د ښځو د حقونو یوه لېواله ملاتړې هم وه. کالکینز یوه ښځینه رایه ورکوونکې وه – او د ښځو د رایې ورکولو د حق لپاره په مبارزه کې فعاله وه، او مخالفت یې کاوه چې "په یوه ډیموکراتیک هېواد کې چې د خپلو وګړو د رایې له لارې اداره کېږي، او د ښځو د زدهکړو اصولو او عمل ته په پام، د جنسیت د توپیر پر بنسټ دا توپیر مصنوعي او غیر منطقي دی." کالکینز یوه سوله غوښتونکې او د امریکا د مدني آزادیو د اتحادیې غړې وه. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال په وېلېزلي کې د هغې د دندې پر مهال یې یو همکار د سولهییزو نظریاتو لرلو له امله له دندې ګوښه شو. کالکینز هم خپله استعفا وړاندې کړه او ویې ویل چې نوموړې هم د هغه همکار په څېر نظریات لري چې له دندې ګوښه شوی، مګر له وېلېزلي کالج څخه د هغې استعفا د کالج د مشر یا بورډ لخوا ونه منل شوه.[۱۲]
کالکینز په وېلېزلي کالج کې ۴۰ کاله د استادې یا علمي غړې په توګه دنده ترسره کړه او بالاخره په ۱۹۲۹ کال کې تقاعد شوه. کالکینز په ۱۹۳۰ کال کې د څلورو کتابونو او تر ۱۰۰ زیاتو علمي مقالو له لیکلو وروسته مړه شوه، چې اثار یې د ارواپوهنې او فلسفې په برخو کې په مساوي ډول وېشل شوي دي.[۱۳]
سرچینې
سمول- ↑ CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/154108259
- ↑ کينډۍ:Cite ANB
- ↑ Furumoto, Laurel (1980). "Mary Whiton Calkins". Psychology of Women Quarterly. 5: 55–68. doi:10.1111/j.1471-6402.1980.tb01033.x.
- ↑ Bumb, Jenn (n.d.). "Mary Whiton Calkins". Women's Intellectual Contribution to the Study of Mind and Society. بياځلي په 3 November 2012.
{{cite web}}
: CS1 maint: year (link) - ↑ Bumb, J. (n.d.). Mary whiton calkins. Retrieved from http://www2.webster.edu/~woolflm/marycalkins.html
- ↑ DiFebo, H. (n.d). Psyography: Mary whiton calkins. Retrieved from http://faculty.frostburg.edu/mbradley/psyography/marywhitoncalkins.html Archived 2016-10-23 at the Wayback Machine.
- ↑ Christopher Green (Producer). (n.d.). Katharine Milar on the first woman president of the APA, Mary Whiton Calkins. [Audio podcast]. This week in the history of psychology. Retrieved from http://www.yorku.ca/christo/podcasts/
- ↑ "Mary Whiton Calkins". 4000 years of women in science. بياځلي په 3 November 2012.
- ↑ "American Psychological Association". American Psychological Association. March 2011.
- ↑ Calkins, Mary Whiton (1930). "Mary Whiton Calkins". In Murchison, C. (ed.). A history of psychology in autobiography (in انګليسي). Vol. I. Clark University Press; Russell & Russell/Atheneum Publishers. pp. 31–62. doi:10.1037/11401-002. ISBN 084620097X.
- ↑ Furumoto, L. (1990). "Mary Whiton Calkins". In O'Connell, Agnes N.; Russo, Nancy Felipe (eds.). Women in psychology : a bio-bibliographic sourcebook (1. publ. ed.). New York: Greenwood Press. pp. 57–59. ISBN 978-0313260919.
- ↑ Calkins, Mary Whiton (1930). "Mary Whiton Calkins". In Murchison, C. (ed.). A history of psychology in autobiography (in انګليسي). Vol. I. Clark University Press; Russell & Russell/Atheneum Publishers. pp. 31–62. doi:10.1037/11401-002. ISBN 084620097X.
- ↑ Furumoto, L. (1990). "Mary Whiton Calkins". In O'Connell, Agnes N.; Russo, Nancy Felipe (eds.). Women in psychology : a bio-bibliographic sourcebook (1. publ. ed.). New York: Greenwood Press. pp. 57–59. ISBN 978-0313260919.