ماري موډنا

د موډنا ماري (په ایټالوي کې: ماریا بئاتریس آنا مارګریتا ایزابلا یا ماري ډي موډنا؛ زیږون: د ۱۶۵۸ زکال د اکتوبر ۵ مه – مړینه د ۱۷۱۸ زکال د مۍ ۷مه ) د انګلنډ، سکاټلنډ او ایرلنډ د ملکې په توګه د دویم او اووم جیمز (۱۶۳۳ – ۱۷۰۱ زکال) دویمه ښځه وه. نوموړې رومن کاتولیک باورونه لرل چې له کونډ جیمز سره یې واده وکړ؛ جیمز د دویم چارلز (۱۶۳۰-۱۶۸۵ زکال) کوچنی ورور او احتمالي وارث و. هغې له سیاست سره لیوالتیا نه لرله او جیمز او د هغه ماشومانو ته وفاداره وه؛ د جیمز له ماشومانو څخه دوه یې: یعقوب پالونکی او د تاج او تخت مدعي جیمز فرانسیس اډوارد او لوئیزا ماریا ترزا تر لویوالي ژوندي پاتې شول. [۸][۹][۱۰][۱۱]

ماري موډنا
ماري موډنا
ماري موډنا

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۵ سپټمبر ۱۶۵۸[۱][۲][۳] او ۵ اکتوبر ۱۶۵۸[۴]
مړینه 26 اپرېل 1718 (60 کاله)[۱][۳] او 26 اپرېل کال 1718 (59–60 کاله)[۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د لویې بریتانیا پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ميړه د انګلستان دویم جېمز (۲۱ نومبر ۱۶۷۳–)[۵][۶]  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکې ژبه(ې) انگليسي [۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ماري موډنا
ماري موډنا

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

شهزادګۍ ماري چې د ایټالیا په شمال لویدیځ دوک نشینه سیمه موډنا کې وزېږېده په پیل کې تر ډېره پورې د هغه د یوازني ژوندي پاتې شوي زوی جیمز فرانسیس اډوارډ د جنجالي تولد له امله پېژندل کېدله. د دې په اړه په پراخه کچه دا آوازه خپره شوې وه چې هغه یوه «بدلون کوونکې» ده او په غیر قانوني توګه د ګرمو اوبو په تشت کې د زیږون خونې ته لېږدول شوې څو د خپل کاتولیک مېړه لپاره د ستورات کورنۍ وارث وزېږوي. د جیمز فرانسیس اډوارډ زیږون له «ځلاند انقلاب» سره مرسته کوونکی عامل و چې له امله یې دویم او اووم جیمز د واک له ګدۍ را کوز کړای شو او د هغه د لومړۍ مېرمنې آن هاید (۱۶۳۷- ۱۶۷۱ زکال) مشره لور دویمه ماري د هغه ځای ناستې شوه. دویمې ماري او مېړه یې دریم ویلیم چې له اورنج څخه و په ګډه توګه یې د «ویلیام او مري» په نامه سلطنت وکړ.

ماري فرانسې ته تبعید شوه او د یعقوب پالونکو ترمنځ یې د «اوبو پر سر ملکې» په توګه شهرت وموند. هغې له خپل مېړه او زامنو سره د سنت ژرمن – ان – لایه په نوم قلا کې ژوند کاوه چې پاچا څورلسم لویي ورکړې وه. ماري د څورلسم لویي د درباریانو ترمنځ محبوبیت درلود؛ په داسې حال کې چې جیمز د ستړي کس په توګه حساب کېده. د کونډ توب پر مهال ماري د خپل وخت یوه برخه د چیلوټ (Chaillot) صومعې له راهبو سره تېراوه او د اوړي پر مهال به تر ډېره پورې له خپلې لور لوئیزا ماریا ترزا سره اوسېدله. په ۱۷۰۱ زکال کې هغه مهال چې دویم جیمز ومړ، ځوان جیمز فرانسیس اډوارډ چې هغه مهال یې ۱۳ کاله عمر درلود د یعقوب پالونکو له نظره پاچا شو. له دې امله چې هغه په اسمي توګه د حکومت د ترلاسه کولو لپاره لا ډېر کوچنی و، ماري تر ۱۶ کلنۍ پورې د هغه استازولي وکړه. هغه مهال چې په ۱۷۱۳ زکال کې له ځوان فرانسیس اډوارډ څخه د اوتریخت هوکړې د استوګنې کولو د برخې پر بنسټ، هغه هوکړه چې له مخې یې د هسپانیا د ځای ناستوب جګړه (۱۷۰۱-۱۷۱۴ زکال) پای ته ورسېده؛ وغوښتل شول له فرانسې ووزي، خو ماري په داسې حال کې چې په فرانسه کې یې څوک نه و پاتې همدلته پاتې شوه. د هغې لور لوئیزا ماریا ترزا د تڼاکو د وبا له امله مړه شوه. د هغې د فرانسوي هم دوره کسانو په خبره ماري په ۱۷۱۸ زکال کې د سینې د سرطان له امله مړه شوه.

لومړنی ژوند سمول

ماریا بئاتریس چې د موډنا د دوک څلورم الفونسو او د هغې د مېرمنې لورا مارتینوزي دویمه، خو مشره ژوندۍ پاتې شوې ماشومه وه چې د ۱۶۵۸ زکال د اکټوبر میاشتې په پنځمه نېټه د ایټالیا په دوک نشینه موډنا سیمه کې وزېږېده. د هغې یوازنی کشری ورور فرانچسکو په ۱۶۶۲زکال کې د دوک له مړینې وروسته هغه مهال چې ماري یوازې څلور کلنه وه د پلار ځای ناستی شو. د ماري او فرانچسکو مور، لورا له هغوی سره سخت دریځی چلند درلود او تر هغه مهال چې زوی یې بلوغ ته ورسېد د نایب السلطنت په توګه یې عمل کاوه. ماري غوره زده کړې لرلې، په فرانسوي او ایټالوي ژبو یې په ښه توګه خبرې کولای شوې، په لاتین هم پوهېده او وروسته یې انګلیسي هم زده کړه. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

ماري د خپلو معاصرینو له خوا د «لوړ قد لرونکې او ستایلو وړ مېرمنې» په توګه توصیف شوې چې د لارډ پیټربورو له خوا د یورک دوک، جیمز ته وغوښتل شوه. لارډ پیټربورو د یوک د دوک یاور و. کونډ جیمز د انګلستان د دویم چارلز کوچنی ورور او وارث و. دوشس لورا په پیل کې د پیټربورو وړاندیز ته ځواب ورنکړ ځکه د فرانسې د سفیر په خبره هغه په تمه وه چې لور به یې له هسپانوي یوولس کلن دویم چارلز سره د واک پر سر سیالي وکړي. خو له دې سره چې د لورا د اکراه لومړی دلیل هر څه چې و، بالاخره یې د ماري له لوري د دغه وړاندیز سره هوکړه ترلاسه کړه او دوی دواړه د ۱۶۷۳ زکال د سپټمبر په ۳۰ مه په وکالت له یوبل سره واده شول. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

موډنا هغه مهال د فرانسې د څورلسم لويي په قلمرو کې وه چې دغه کوژده ومنل شوه.انګلستان ته پر لار هغوی په پاریس کې دمه وکړه چې لویي یې تود هرکلی وکړ او هغې ته یې د ۸۰۰۰ پونډه په ارزښت یو نښان ورکړ. په انګلستان کې له هغې څخه چندان هرکلی ونشو. پارلمان چې په بشپړه توګه له پروتستانتانو څخه جوړ و د دوه کاتولیکانو د واده پر وړاندې یې لږ غبرګون وښود ځکه ویرېدل چې دا کېدای شي د هېواد پر وړاندې یوه «پاپیستي» توطئه وي. د انګلستان ډیری خلکو له دې امله چې پروتستانت و د یورک شاهزادګۍ ته – چې له خپل مېړه سره له یوځای کېدو وروسته د هغه په نوم باید یاده شوې وای – هغې ته د «پاپ لور» ویل. پارلمان ګواښ وکړ چې دغه واده باطل اعلانوي همدا و چې چارلز د ۱۶۷۴ زکال تر جنوري میاشتې پورې پارلمان وځنډاوه څو ډاډ ترلاسه کړي چې د ورور واده ته به یې درناوی کېږي او د ستورات کورنۍ اعتبار به ساتل کېږي. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د یورک دوشس (۱۶۷۳-۱۶۸۵ زکال) سمول

کورنۍ سمول

د یورک دوک چې یو مشهور کاتولیک و له خپلې ناوې څخه ۲۵ کاله مشر و؛ په خپل بدن کې یې د تڼاکو زخمونه لرل او د ژبې په بندیدو اخته و. نوموړي د ۱۶۶۸ زکال په شاوخوا کې په پټه توګه کاتولیک باورونه منلي و. ماري د لومړي ځل لپاره خپل مېړه د ۱۶۷۳ زکال د نومبر په ۲۳ مه د هغه د دویم واده په ورځ ولید. جیمز له خپلې ناوې څخه راضي و. خو له دې سره چې په پیل کې د ماري خوښ رانغی او هر ځل به یې چې هغه لیده په ژړا به شوه، ډېر ژر له جیمز سره جوړه راغله. جیمز له خپلې لومړنۍ مېرمنې آن هاید څخه چې په ۱۶۷۱ زکال کې مړه شوې وه د لیډي ماري او لیډي آن په نامه دوه لوڼې لرلې. جیمز هغوی ته ماري په دې جملې سره ور معرفي کړه «ما د تاسو سره د لوبو کولو لپاره نوې ملګرې راوستې». د لیډي مري پر خلاف، لیډي آن د خپل پلار نوې ښځه نه خوښوله. ماری به له آن سره لوبې کولې څو د هغې زړه ترلاسه کړي. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

ملکه (۱۶۸۵- ۱۶۸۹ زکال) سمول

د ټولو ستونزو او کړکیچونو سربېره، جیمز د خپل ورور له مړینې وروسته چې د زوړ سبک تاریخ له مخې د ۱۶۸۵ زکال د فبروري په ۶ مه ومړ، په اسانۍ سره واک ته ورسېد؛ هغه هم د دې په احتمال سره چې دغه ځای ناستی به یوه بله کورنۍ جګړه راوپاوري. ماري په صمیمانه توګه د چارلز لپاره د ویر مراسم ونیول او د خپل ژوند په وروستیو کې یې د هغه په اړه وویل: «هغه تل زما پر وړاندې مهربانه و». د ماري او جیمز پر سر د ۱۱۹۰۰۰ پونډي تاج اېښودو مراسم د اپرېل په ۲۳ مه د سنټ جورج په ورځ ترسره شول چې په ډېر دقت سره طراحي شوي و. دغه مراسم د ماري لپاره بې بېلګې و ځکه په دغه ډول بشپړ مراسم د انګلستان د اتم هنري او د آرګون د کاترین د تاج اېښودو له مراسمو وروسته نه و ترسره شوي. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

د ملکې ماري روغتیا د ایزابېلا (د هغې د لور) له مړینې وروسته نه وه ښه شوې. تردې چې د توسکان قاصد فلورانس ته خبر یووړ چې «د [ماري د ځای ناستې په توګه] عمومي نظر د اعلیحضرت د لور شاهزادګۍ پر لور دی». فرانسې هم د ملکې د نږدې کېدوني مرګ لپاره چمتوالی نیو او د انګین د دوک لور یې د جیمز د نوې مېرمنې په توګه معرفي کوله. د دې په خوا کې ملکې هڅه کوله ورور یې چې د موډنا دوک و د مدیچي له پخوانی واکمنې ماریا لویزا سره واده وکړي. [۴۱][۴۲][۴۳]

د ۱۶۸۷ زکال په فبروري میاشت کې هغه مهال چې ملکه د ډورچسټر له کونټیس کاترین سډلی سره د پاچا له اړیکې خبره شوه په غصه شوه او په وایټ هال کې یې خپلې نوې ماڼۍ ته کډه وکړه؛ وایټ هال له ۱۶۸۶ زکال راهیسې د کاتولیکو کلیساګانو مرکز و. دغه ودانۍ د کریسټوفر وارین له خوا د ۱۳۰۰۰ پونډو په لګښت طراحي شوې وه. له دې امله چې د دغې ماڼۍ ودانیزې چارې لا نه وې بشپړې شوې، پاچا د یو شمېر استازو سره د هغې په کوټه کې وکتل چې دغه چاره د ملکې د لا زیاتې ناخوښۍ لامل وګرځېده. له توسکاني سره د واده اړوند خبرو اترو له ناکامېدو نږدې پنځه میاشتې وروسته د ملکې مور دوشس لورا مړه شو. له دې امله د انګلیس ټول دربار د ویر پر ټغر کښېناست. دوشس لورا په پام وړ کچه نغدې پیسې او یوه اندازه جواهرات ماري ته پرېښودل. [۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6q24d9j — subject named as: Mary of Modena — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/9393882 — subject named as: Mary of Modena — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10136.htm#i101360 — subject named as: Mary Beatrice Eleanora Anne Margaret Isabella d'Este — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10136.htm#i101360 — subject named as: Mary Beatrice Eleanora Anne Margaret Isabella d'Este — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — نسخهدوهم — خپرونکی: Routledge — ISBN 978-1-85743-228-2
  5. سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  6. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10136.htm#i101360 — د نشر نېټه: ۷ اگسټ ۲۰۲۰
  7. Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — د نشر نېټه: ۱ مې ۲۰۲۰ — خپرونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur
  8. Harris, p 1.
  9. Oman, p 30.
  10. Encyclopædia Britannica. "Mary of Modena (queen of England)". Britannica.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Oman, p 40.
  12. Encyclopædia Britannica. "Mary of Modena (queen of England)". Britannica.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Oman, p 14.
  14. Haile, p 16.
  15. Oman, p 15.
  16. Waller, p 22.
  17. Waller, p 23.
  18. Haile, p 18.
  19. Fea, p 70.
  20. Oman, p 19.
  21. Waller, p 15.
  22. Haile, p 17.
  23. Oman, p 10.
  24. Haile, p 24.
  25. Oman, p 27.
  26. Fraser. King Charles II, p 418.
  27. Oman, p 28.
  28. Waller, p 15.
  29. Haile, p 40.
  30. Waller, p 135.
  31. Waller, p 149.
  32. Haile, p 41.
  33. Turner, p 114.
  34. Oman, p 31.
  35. Chapman, p 33.
  36. Waller, p 22
  37. Waller, pp. 143–144.
  38. Oman, plate no. VII
  39. Oman, p 85.
  40. Haile, p 129.
  41. Haile, p 124.
  42. Waller, p 40.
  43. Oman, p 96.
  44. Fea, p 138.
  45. Haile, p 142.
  46. Oman, p 98.
  47. Oman, p 99
  48. Haile, p 159.
  49. Oman, p 99.
  50. Chapman, p 144.
  51. Haile, p 163.