لویس میشل (۲۹ می ۱۸۳۰ – ۹ جنوری ۱۹۰۵ زکال) ښوونکې او د پاریس د کمون دورې یو له مخکښانو څخه وه. نوې کلودنیا ته له جزایي تبعید وروسته هغې انارشېزم ومانه. فرانسې ته په بېرته راګرځېدو سره هغه د یوې مهمې فرانسوي انارشېستې په توګه راڅرګنده شوه او سراسر اروپا ته یې د وینا کولو په موخه سفرونه ورکړل. خبریال برایان دوهرتي هغه «د فرانسې لویه انارشېسته بولي». د ۱۸۸۳ زکال په مارچ میاشت کې په پاریس کې د لاریون پر مهال له تور بیرغ څخه د هغې ګټنه د دې لامل وګرځېده چې تور بیرغ د انارشیستي بیرغ په توګه وپېژندل شي. [۱۲][۱۳]

لویس میشل
(فرانسیسی: Louise Michel د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لویس میشل
لویس میشل

د شخص معلومات
زیږون نوم (فرانسیسی: Clémence Louise Michel د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۹ مې ۱۸۳۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
مړینه 9 جنوري 1905 (75 کاله)[۱۰][۸][۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت فرانسه   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ښوونکی
شاعر
خبريال
سياستوال
ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه فرانسوي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي [۱۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه شعر   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
لاسليک
لویس میشل
لویس میشل

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

لومړی ژوند سمول

لویس میشل چې د ۱۸۳۰ زکال د مۍ په ۲۹ مه وزیږېده؛ چې د ماریان میشل په نامه د یوې خدمت کوونکې او د هماغه کور د هلک لوران دماهیس نامشروع لور وه. نوموړې د هغه د پلرني نیکه او انۍ شارلوت او چارلس اتین دماهیس له خوا د فرانسې په شمال ختیځ کې را لویه شوه. هغې خپل ماشومتوب په Château de Vroncourt کې تېر کړ او لېبرال زده کړې یې وکړې. هغه مهال چې نیکه او انۍ یې مړه شول، هغې د ښوونکي په توګه خپلې زده کړې بشپړې کړې وې او په کلو کې یې په کار کولو پیل وکړ.[۱۴][۱۵]

د پاریس کمون سمول

د محاصرې پر مهال میشل په ملي ګارد کې شامله شوه. هغه مهال چې د پاریس کمون اعلان شو نوموړې د مونتمارتر د مېرمنو د هوښیارۍ د کمېټې د مشرې په توګه وټاکل شوه. د ۱۸۷۱ زکال په اپرېل میاشت کې هغې د فرانسې د دولت پر وړاندې وسله واله مبارزه پیل کړه. هغه د کمون او عمومي امنیت د کمیتې په غړي تئوفیل فیره مینه وه. دا فیره و چې د پاریس د لوی سقف ژرژداربوی د اعدام امر یې ورکړ. هغې د پاریس د کمون له دوه مبارز غړو فیره او رائول ریګو سره برابر ځایګی درلود.[۱۶]

له دې سره فرو او ریګو هغه متقاعده کړه چې د فرانسې د ملي دولت د اجرایوي مدیر آډولف تیره د ترور خپله طرح پلې نه کړي. پر ځای یې میشل د مونتمارتر له ۶۱ فرقې سره د خونړۍ اونۍ پر مهال شدیده جګړه وکړه چې له امله یې کمون پای ته ورسېده او د امبولانس سټیشنونه یې ترتیب کړل. هغې وروسته په خپلو خاطراتو کې ولیکل: «اوه، زه یوه وحشي یم، زما د باروتو بوی خوښېږي څو د انګورو مرمۍ په هوا کې څرخي، خو له دې ټولو مهمه دا چې زه یوه انقلابي فداکاره یم».[۱۷]

میشل له ایدیالوژیک پلوه له تاوتریخوالي ډک انقلاب توجیه کړ او اعلان یې وکړ: «زه له یوې لوړې غونډۍ را لېږل شوې یم؛ زما تر کوټ لاندې ټوپک غږ کوي: خیانت: ... زموږ مړینه باید پاریس آزاد کړي». هغې تامل وکړ: «شاید دا سمه وي چې مېرمنې پاڅون خوښوي. موږ د پیاوړتیا له مخې له نارینه و غوره نه یو، خو واک لا تر اوسه فاسد کړي نه یو». میشل په خپلو خاطراتو کې اعتراف وکړ چې د انقلابي حکومت واقعیتونه شتون لري. میشل په خپلو خاطراتو کې اعتراف کړی چې د انقلابي حکومت واقعیتونو د ښځو پر وړاندې تبعیض ته د پای ټکي اېښودلو په موخه د هغې هوډ پیاوړی کړی. هغې د خپلو نارینه همرزمانو په اړه ولیکل: « څوځله به زه په کمون دوره کې له یو ملي ګارد یا یو سرتېري سره هغه ځای ته تللې وم چې په سختۍ سره یې تمه لرله چې دوی دې له یوې ښځې سره سیالي وکړي؟» هغې خپل سیالان وننګول څو «وروسته له هغه چې ټولو نارینه و او ښځینه و د بشریت حقونه ترلاسه کړل د ښځو د حقونو لپاره د مبارزې په برخه کې ونډه واخلي».[۱۸][۱۹][۲۰]

د ۱۸۷۱ زکال د ډسمبر په میاشت کې، میشل د یوې پوځي محکمې له خوا له زرګونو نورو بندیانو سره چې د خونړۍ اونۍ پر مهال نیول شوي و محاکمه شول. هغه د دولت د راپرځولو، وسله وال کېدو ته د وګړو د هڅولو، د پوځي جامو د اغوستو او وسلې په کارولو تورنه شوه. هغې په جرئت سره په قاضیانو غږ وکړ چې په اعدام یې محکومه کړي؛ همدارنګه یې څرګنده کړه «داسې ښکاري هر زړه چې د آزادۍ لپاره ټوپونه وهي د سربو له زرې پرته د بل څه حق نه لري، له همدې امله زه په خپله ادعا ولاړه یم!». میشل په جزایي تبعید محکومه شوه. د یو شمېر اټکلونو له مخې له ۲۰ زرو څخه زیات د کمون مدافعین اعدام شول، خو دغه شمېرې د نورو سرچینو له مخې په کلکه سره د بحث وړ موضوع جوړوي. مخکښ فرانسوي مارکسېست تاریخ لیکونکی دغه احتمالي شمېر نږدې ۱۰ زره تنه بولي. میشل د کمون د هغو ۱۰ زره تنو پلویانو ترمنځ وه چې د تبعید جزا ورته وټاکل شوه. [۲۱][۲۲][۲۳]

تبعید/ډیپورټ سمول

له شلو میاشتو بند وروسته میشل د ۱۸۷۳ زکال د اګست په ۸ مه نېټه په Virginie نومي بېړۍ کې نوې کلودنیا ته ډیپورټ شوه، چېرې چې هغه څلور میاشتې وروسته ورسېده. هغه مهال چې په بېړۍ کې وه هغه له مشهور بحث کوونکي هنري روشفور سره بلده شوه چې بیا د هغې په تل پاتي ملګري واوښت. هغې همدارنګه له ناتالي لمل سره چې د کمون یو له بلو فعالو څېرو څخه و ملاقات وکړ. همدا وروستی تماس د دې لامل وګرځېد چې هغه په یوې انارشېستې واوړي. هغه اووه کاله په نوې کلودنیا کې پاتې شوه او د کاناک له سیمه ئیزو وګړو سره ملګرې شوه.[۲۴]

هغې له کاناک افسانو، کیهان پېژندنې او ژبو سره په لیوالتیا په ځانګړې توګه له بیکلامار ژبې سره په لیوالتیا له کاناک وګړو سره د ملګرتیا له امله کاناک کلتور زده کړ. هغې فرانسوي ژبه کاناکایانو ته ور زده کړه او په ۱۸۷۸ زکال کې یې د کاناکیانو په پاڅون کې د هغو لوری ونیو. راتلونکی کال هغې په نومه کې د تبعید شوو ماشومانو ته د درس ورکولو اجازه ترلاسه کړه – د دغو ترمنځ ډیری الجزایري کابیلان و چې د شیخ المقراني پر وړاندې په پاڅون (۱۸۷۱ زکال) کې یې ونډه لرله.[۲۵]

سیاسي تیوري سمول

میشل یو ځل په ټوکه کې وویل: «زموږ خوښېږي چې تحریک کوونکي عوامل په ګوند کې ولرو، ځکه هغوی تل تر ټولو انقلابي طرحې وړاندیز کوي». د میشل سیاسي نظریات د هغې د ژوند په اوږدو کې وده کړې. هغه مهال چې د مترقي ارمانونو پر بنسټ ښوونکې وه او فعالیتونو یې وهڅوله څو انقلابي سوسیالېزم ومني، خو ماته خوړلي انقلاب هغه په یوه راډیکال انارشېستې واړوله. د هغې سیاسي نظریې له سوله ئیزو اصلاحاتو څخه له تاوتریخوالي ډک انقلاب ته وده وکړه، ځکه هغه دې باور ته رسېدلې وه چې معاصره ټولنه باید په بشپړه توګه له منځه لاړه شي څو نوی برابری غوښتونکی دوران ظهور وکړي. هغه ګڼ شمېر کلونه چې هغې په بند او د فرانسې په جزایي مستعمره نوې کلودنیا کې تېر کړل د هغې د زړه په بدلون کې یې مرکزي رول درلود.[۲۶][۲۷]

د میشل سیاسي نظریه د فرانسې له انقلاب وروسته عواقبو څخه سرچینه اخلي، چې له مخې یې ګن شمېر پاچاهۍ رامنځته شوې. له همدې امله دوه غالبې نظریې رامنځته شوې؛ یو شمېر هغه کسان و چې باور یې درلود له انقلاب وروسته د ترور د حکومت رامنځته کېدل د د دیموکراسي د نقص له امله و. له انقلاب وروسته سلطنتونو کې حاکم اشراف بیا په دې نظر و چې د اقتصادي بریا په موخه د کاري بازار، معاشاتو او کاري شرایطو کنټرول اړین دی. له همدې امله ډېر لږ کارګري اصلاحات پلي شول. بل پلو فرانسوي رومانتېزم د فرانسې انقلاب د فرانسوي وګړو حس کېدونې ارواح بلله. په ۱۸۴۰ مه لسیزه کې په فرانسه کې رومانتېزم له دې امله سیاسي شو چې ومنل شوه فردي خوشحالي نه شي کېدلای په انزوا کې ترلاسه شي. رومانتیکان په ټولنیز پرمختګ او اصلاحاتو بوخت شول. لیکوالانو د بې وزلو کارګرو د ژوندانه د انځور کولو په موخه کار پیل وکړ. ویکتور هوګو او امیل زولا د سیاسي لیکوالانو او فعالانو په توګه راڅرګند شول. [۲۸]

سرچينې سمول

  1. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11915993k — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Louise-Michel — subject named as: Louise Michel — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6fj3mdb — subject named as: Louise Michel — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?183293 — subject named as: Louise Michel — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. NooSFere author ID: https://www.noosfere.org/livres/auteur.asp?numauteur=2147195410 — subject named as: Louise MICHEL — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. BD Gest' author ID: https://www.bedetheque.com/auteur-34913-BD-.html — subject named as: Louise Michel — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/michel-louise — subject named as: Louise Michel — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=michell — subject named as: Louise Michel
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=louise;n=michel;oc=3 — subject named as: Louise Michel
  10. پیوستون : 13586441  — د نشر نېټه: ۲۹ اگسټ ۲۰۱۹
  11. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11915993k — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  12. Doherty, Brian (2010-12-17) "The First War on Terror", Reason
  13. (په July 14, 1995 باندې). Anarchism and the History of the Black Flag. Spunk Library
  14. کينډۍ:Cite EB1911
  15. Cornelia Ilie; Giuliana Garzone, المحررون (2017). Argumentation Across Communities of Practice: Multi-Disciplinary Perspectives. John Benjamins Publishing Company. د کتاب پاڼې 105. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789027265173. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Gay L. Gullickson (1996). Unruly Women of Paris: Images of the Commune. Cornell University Press. د کتاب پاڼي 149–149. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780801483189. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Gay L. Gullickson (1996). Unruly Women of Paris: Images of the Commune. Cornell University Press. د کتاب پاڼې 150. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780801483189. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Gopnik, Adam (December 22, 2014). "The Fires of Paris: Why do people still fight about the Paris Commune?". The New Yorker. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Raylene L. Ramsay (2003). French Women in Politics: Writing Power, Paternal Legitimization, and Maternal Legacies. Berghahn Books. د کتاب پاڼې 31. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781571810816. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Gay L. Gullickson (1996). Unruly Women of Paris: Images of the Commune. Cornell University Press. د کتاب پاڼې 152. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780801483189. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Louis Dubreuilh. 1908. La Commune: 1871. Jules Rouff. p. 492
  22. Rougerie, Jacques, "La Commune de 1871"(2014), p.118
  23. Jackson J. Spielvogel (2013). Western Civilization: A Brief History, Volume II: Since 1500. Cengage Learning. د کتاب پاڼې 530. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781133607939. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Louise Michel, a French anarchist women who fought in the Paris commune Archived 2009-07-10 at the Wayback Machine.
  25. "Deportation to New Caledonia – Introduction". www.iisg.nl. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Doherty, Brian (2010-12-17) "The First War on Terror", Reason
  27. Philip Edward Phillips, المحرر (2014). Prison Narratives from Boethius to Zana. Springer. د کتاب پاڼې 119. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781137428684. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Philip Edward Phillips, المحرر (2014). Prison Narratives from Boethius to Zana. Springer. د کتاب پاڼې 120. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781137428684. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)