لویسا مې الکوټ
لویسا مې الکوټ (ˈɔːlkət, -kɒt/ د ۱۸۳۲ ز کال د نومبر له۲۹مې د ۱۸۸۸ ز کال د مارچ ۶مې پورې ژوند کاوه). نوموړې د امریکا اوسېدونکي وه، ناولونه او لنډې کیسې به یې لیکلې او شاعري به یې کوله. اغلې الکوټ لومړی د وړې ښځې (۱۸۶۸ ز کال کی) او وروسته یې د کوچني سړي (۱۸۷۱ زکال کی) او د جوز هلکانو (۱۸۸۶ ز کال کی) په نومونو ناولونه لیکلي دي. نوموړې په نوي انګلېنډ کې د ډېرو مشهورو پوهانو لکه رالف والډو ایمرسن، ناتانیل هوتورن، هنري ډیویډ تورو او هنري واډسورت لونګ فیلو په څنګ کې لویه شوې ده او له دې پوهانو سره ورته د اوسېدو زمینه د هغې ټرانسینډینټیالیست موروپلار ابیګیل مې او اموس برونسن الکوټ برابره کړې وه. [۴][۵]
لویسا مې الکوټ | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
استوګنځای | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات [۲][۳] |
روغتيايي څرنګوالی | |
پلار | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګرېزي ژبه |
کاروونکي ژبه | |
د کړنې څانګه | شعر |
خوځښت | د غلامۍ پای |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | |
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |
د الکوټ کورنۍ سخت مالي مشکلات لرل او اغلې الکوټ له ماشومتوبه کارونه کول او له دې لارې به یې له خپلې کورنۍ سره مالي مرسته کوله. همداراز اغلې الکوټ د لیکوالۍ یوه دوره تېره کړه. په ۱۸۶۰ ز کال کې یې د لیکلو مهمه بریاپه خپل نوم کړه. ځینې وخت به یې د خپل مسلک په لومړیو کې د ای ایم برنارډ په څېر له قلمي نومونو استفاده کوله، چې پر دې اساس یې د لویانو لپاره ښکلې لنډې کیسې او حساس ناولونه پنځولي او په ناولونو کې یې د لېوالتیا او غچ موضوعات ډېر راخیستل شوي دي.[۶]
د کوچنۍ ښځه ناول په ۱۸۶۸ز کال کې خپورشو، چې د الکوټ په فامیلي کور آرچارډ هاوس د میساچوسټس په کانکورډ کې پنځول شوې او د هغې له درېوو خویندو ابیګیل مې الکوټ نیریکر، الیزابیت سیول الکوټ او انا الکوټ پراټ سره یې د الکوټ د ماشومتوب تجربې شریکې کړې دي او د ناول موضوع په همدې راڅرخېده. هغه وخت ددې ناول تود هرکلي وشو او اوس هم په ماشومانو او لویانو کې مشهور دی. دا ناول په سټیج، فلم او تلویزیون کې هم تر ډېره په تمثیلي بڼه ښودل شوی دی.
الکوټ یوه ښځپاله وه اوهڅه یې کوله، چې غلامي ختمه کړي، نوموړې د خپل ژوند په اوږدو کې د اصلاحاتو په حرکتونو کې فعاله ونډه لرله او هڅه یې کوله چې اعتدال رامنځته کړي او د ښځو د رایې ورکولو لپاره مهم ګامونه پورته کړي. الکوټ واده نه و کړی. پر هغې د ۱۸۸۸ ز کال د مارچ په ۶مه په بوسټون کې حمله راغله او مړه شوه. د نوموړې له مړینې دوه ورځې وړاندې د هغې پلار مړ شوی و. [۷]
د ژوند لومړی وختونه
سمولکله چې د لویسا مې الکوټ د پلار ۳۳مه کلیزه وه، نو نوموړې د ۱۸۳۲ ز کال د نومبر په ۲۹مه په جرمنټاون کې زېږېدلې وه. جرمنټاون اوس د فلاډیلفیا، پنسلوانیا برخه ده. هغه د ټرانزینټالیست او ښوونکي اموس برونسن الکوټ او ټولنیز کارکونکي ابي مې لور وه. موروپلار یې څلور لوڼې لرلې، چې دا پکې دویمه وه: انا برونسن الکوټ له هغې مشره وه، الیزابیت سیول الکوټ او ابیګیل مې الکوټ دواړه ترې کشرانې او ځوانې وې. په ماشومتوب کې د یوې نرګتې په څېر وه او د هلکانو لوبې به یې خوښولې. کورنۍ یې بوسټن ته لاړه چې دا وخت ۱۸۳۴ ز کال و، په بوسټن کې د الکوټ پلار یو تجربوي ښوونځی جوړ کړ او د رالف والډو ایمرسن او هنري ډیویډ تورو له ټرانسنډینټل کلب سره یوځای شو. د زده کړې او ماشوم پالنې په اړه د برونسن الکوټ نظرونه او همدارنګه د هغه د ذهني بې ثباتۍ شېبې د ځوان الکوټ د ذهن د کمال د ترلاسه کولو په هیله د ټرانزیالیستانو هدف دی. الکوټ وحشي او خپلواک چلند درلود، دا چلند او د خپلې کورنۍ لپاره د نوموړي نشتون ددې لامل شو، چې د هغه د مېرمنې او لوڼو ترمنځ شخړې رامنځته کړې. ابیګیل په دې خپه وه، چې د خپل مېړه د قربانیو په پېژندلو کې ناتوانه وه او د هغه بې فکري یې د جنسیت د نابرابرۍ په لویې مسلې پورې تړاو درلود. هغې دا پېژندنه او لېوالتیا له مېرمنو سره د لویسا په وسیله د شوې غلطۍ د سمون لپاره تېره کړه.[۸][۹][۱۰][۱۱]
په ۱۸۴۰ ز کال کې د الکوټ کورنۍ د ښوونځي له ځینو خنډونو سره مخ شوه او وروسته یوې جونګړې ته لاړه، چې دا جونګړه په ۲ایکره (۰،۸۱ هکتاره) ځمکه کې اباده وه او د میساچوسټس د کانکورډ د سو ډبري سیند په غاړه موقعیت لري. نوموړې په هوسمر جونګړه کې درې کاله تېر کړل او دا جونګړه یې په کرایه نیولې وه. د الکوټ کورنۍ په ۱۸۴۳ـ۱۸۴۴ ز کلونو کې د یوټوپیان مېوه لرونکو ځمکو ته د لنډ وخت لپاره لاړه، چې د کورنۍ شپږو نورو غړو یې ورسره ملتیا کوله. کله چې د یوټوپیان مېوه لرونکې ځمکې سقوط شوې، له دې وروسته یې کورنۍ کرایه شویو خونو ته کډه شوه او په اخر کې یې د ابیګیل مې الکوټ د میراث په پیسو او د ایمرسن په مالي مرسته په کانکورډ کې یو کور وپېره. د ۱۸۴۵ ز کال د اپریل په اوله هغه کور ته لاړل، چې هیلسایډ نومېده؛ خو په ۱۸۵۲ ز کال کې یې په ناتانیل هورتون وپلوره او وروسته له دې ځایه هم لاړل، ناتانیل هورتون دې کور ته د ویسایډ نوم ورکړ. په ۳۰ کلونوکې ۲۲ ځله بې ځایه شول، الکوټس په۱۸۵۷ ز کال کې یو ځل بیا کنکورډ ته ستنه شوه او د ۱۸۵۸ ز کال پسرلي و، چې د اورچرډ هاوس دوه پوړیز کلیپبورډ فارم کور ته لاړه.[۱۲]
الکوټ خپلې لومړنۍ زده کړې له د طبیعت پال هنري ډیویډ تورو نه ترلاسه کړې وې، چې نوموړې یې په والډن پانډ کې دې ته وهڅوله، چې د خپل وخت پراساس توروز فلوټ ولیکي. له خپل پلار نه یې ډېر درسونه وویل، پلار یې سخت و او د « نفس پرېښودو په خوږو» باوري درلود. هغې ته لیکوالانو او ښوونکو هم ځینې لارښوونې وکړې او په دې لیکوالو او ښوونکو کې رالف والډو ایمرسن، ناتانیل هوتورن، مارګریټ فلر، او جولیا وارډ هو شامل وو، چې ټول یې د کورنۍ ملګري وو. نوموړې په وروستیو کې دا لومړني کلونه د ورځپاڼو په سکیچ کې د «غوره وحشي وربشې» په نوم بیان کړل. دا خاکه د سپینو زرو لوټې (۱۸۷۶) په حجم کې بیا چاپ شوې وه، چې د مېوو په ځمکه کې د «ساده ژوند او لوړ فکر» په هکله په کورنۍ تجربې پورې تړاو لري.[۱۰][۱۳]
ادبي بریا
سمولالکوټ چې کله بالغه شوه، نو ښځپاله او د غلامۍ ختموونکې وه. کله چې۱۸۶۰ ز کال وو، نو نوموړې اتلانتیک میاشتنۍ ته لیکل پیل کړل. په ۱۸۶۲ـ۱۸۶۳ کلونو کې یې د کورنۍ جګړې پر وخت د شپږو اونیو لپاره د جورج ټاون، ډي سي په یونین روغتون کې د نرسې په توګه دنده ترسره کړه. اغلې الکوټ دا هوډ درلود، چې درې میاشتې د نرسې په توګه خدمت وکړي؛ خو د ټایفایډ ناروغۍ اجازه ورنه کړه، چې دې دندې ته دوام ورکړي. بالاخره وروسته له دې ناروغۍ ښه شوه. «د تورو کور» د نوموړې لومړی کتاب و، چې د پوځ له تجربو نه پکې الهام اخیستل شوی و، دې کتاب ته یې بیاکتنه شوې او د بوسټن د غلامۍ ضد په کاغذ کامن ویلت کې خپاره شوي او د روغتون د طرحو په توګه راټول شوي ( په ۱۸۶۳ــ ۱۸۶۹ ز کلونو کې له زیاتونې سره بیا خپاره شوي) په دې کتاب کې یې د روغتونونو د ناسم مدیریت په اړه معلومات راټول کړي وو او د هغو جراحانو د بې کفایتۍ او بې غورۍ په اړه یې لیکل کړي وو، چې نوموړې ورسره مخ شوې وه، ترڅنګ یې د جګړې د لومړي لاس لیدنو ګټې هم پکې بیان کړې وې. د هغې اصلي کرکټررنځېدلې نجلۍ له بې ګناهۍ نه بلوغت ته د تېرېدو ښکارندويي کوي او یو «جدي او فصیح شاهد» دی. د نوموړې د ناول مزاج (۱۸۶۴ ز کال کی) هم ژمن و، چې د هغې د تجربې پراساس دی.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
الکوټ چې کله د نرسنګ خدمت پای ته ورساوه، پلار یې ورته یو شعر ولیکه، ددې شعر عنوان « د پلار له خوا لویسا مې الکوټ ته» و. په شعر کې یې یادونه کړې، چې لور یې د نرسې په توګه کار کاوه، له ټپي سرتېرو سره یې مرسته کوله او د دوی کور ته به یې خوښي او مینه راوړله، چې دا چاره یې د پلار به نظر کې یوستر ویاړ و. پلار یې شعر په دې احساساتو ختم کړ، چې لور یې یو بېغرضه او وفادار شخص دی او تل به یې د پلار په زړه کې وي. دا شعر د لویسا مې الکوټ په کتابونو او ژورنالونوکې راوړل شوی، چې د هغې د ماشومتوب او له خپل پلار سره د نږدې اړیکو په اړه خبرې کوي. د نوموړې د یادو کتابونو نومونه «د هغې د ژوند توري او د ماشومانو ملګرې لویسا مې الکوټ» دي.[۱۹][۲۰]
سرچينې
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118644475 — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ http://web.archive.org/web/20160401154240/http://jeugdliteratuur.org/auteurs/louisa-may-alcott — آرشيف اصل
- ↑ Libris-URI: https://libris.kb.se/katalogisering/0xbdgnzj1tz33q3 — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — خپرونکی: National Library of Sweden — د خپرولو نیټه: ۲۸ جنوري ۲۰۰۹
- ↑ Cullen-DuPont, Kathryn (2000). Encyclopedia of women's history in America. Infobase Publishing. pp. 8–9. ISBN 978-0-8160-4100-8. خوندي شوی له اصلي څخه په June 18, 2013. بياځلي په June 17, 2015.
- ↑ "Louisa May Alcott: The Woman Behind 'Little Women'". American Masters. PBS. December 2009. خوندي شوی له اصلي څخه په August 3, 2020. بياځلي په 2 May 2020.
- ↑ "Louisa May Alcott". Publishers' Bindings Online, University of Alabama. 2005. خوندي شوی له اصلي څخه په December 5, 2020. بياځلي په 2020-09-03.
- ↑ Norwich, John Julius (1990). Oxford Illustrated Encyclopedia Of The Arts. USA: Oxford University Press. p. 11. ISBN 978-0198691372.
- ↑ Freedman, Jean R. (April 23, 2015). "Louisa May Alcott, a spinster hero for single women of all eras". Washington Post. خوندي شوی له اصلي څخه په January 5, 2022. بياځلي په August 31, 2021.
- ↑ "Louisa M. Alcott Dead". The New York Times. March 7, 1888. خوندي شوی له اصلي څخه په January 6, 2018. بياځلي په April 2, 2018.
The parents of the authoress removed to Boston when their daughter was 2 years old, and in Boston and its immediate vicinity she made her home ever after.
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Louisa May Alcott (1988). Showalter, Elaine (ed.). Alternative Alcott. Rutgers University Press. ISBN 978-0813512723.
Alternative Alcott By Louisa May Alcott by Elaine Showalter.
- ↑ "Alcott: 'Not the Little Woman You Thought She Was'". Morning Edition. NPR. December 28, 2009. خوندي شوی له اصلي څخه په March 22, 2018. بياځلي په April 2, 2018.
- ↑ Cheever, Susan (2011) [2010]. Louisa May Alcott: A Personal Biography (1st ed.). Simon and Schuster. p. 45. ISBN 978-1416569923. خوندي شوی له اصلي څخه په September 2, 2021. بياځلي په November 15, 2020.
- ↑ کينډۍ:Cite EB1911
- ↑ کينډۍ:Cite EB1911
- ↑ Elbert 1984.
- ↑ Peck, Garrett (2015). Walt Whitman in Washington, D.C.: The Civil War and America's Great Poet. Charleston, SC: The History Press. pp. 73–76. ISBN 978-1626199736.
- ↑ کينډۍ:Cite EB1911
- ↑ Dromi, Shai M. (2020). Above the fray: The Red Cross and the making of the humanitarian NGO sector. Chicago: Univ. of Chicago Press. p. 26. ISBN 9780226680101. خوندي شوی له اصلي څخه په October 29, 2020. بياځلي په June 12, 2020.
- ↑ "Oxford Art". خوندي شوی له اصلي څخه په December 10, 2010. بياځلي په May 14, 2019.
- ↑ To Louisa May Alcott. By Her Father. خوندي شوی له اصلي څخه په May 14, 2019. بياځلي په May 14, 2019.