لوښو مينځلو ماشين

يو لوښي مينځونکی ماشين
د لوښو مينځلو ماشين يو صنعتي ډول

نن ورځ ، لوښي مينځونکی ماشين په کورونو او رستورانتونو کې یو له خورا ډېر کارېدونکو وسایلو څخه دی. د لوښو مينځلو ماشين یو برېښنایي میخانیکي وسیله ده چې د لوښو مینځلو او پاکولو او د خواړو او څښاک لوښو لپاره کارول کیږي. ډش واشیرونه په رستورانتونو او د کور پخلنځي کې کارول کیږي او پرته له کومې هڅې څخه په لوړ سرعت کې د لوی مقدار لوښو مینځلو کې مرسته کوي.

تاریخ سمول

لومړی لوښو مينځلو ماشين په ۱۸۸۶ کې د جوزفین کوکرین په نوم د یوې شتمنې مېرمنې لخوا اختراع شو او په ۱۸۹۳ کې د شیکاګو په نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې شو.

د لوښو مینځلو ماشين ډولونه سمول

  • د لوښومينځلو ماشين چې د المارۍ دننه نصب شوی او حرکت نشي کولی.
  • کم وزنه او سرميزي لوښو مينځلو ماشينونه په اسانۍ له يو ځای بل ځای ته لېږدول کېدای شي او په بېلابېلو رنګونو او ډولونو کې پيدا کيږي.
  • ولاړ د لوښو مينځلو ماشين چې د ډېرو لوښو لپاره کارول کیږي ، او لکه د مینځلو ماشین په څېر ، دا په پخلنځي کې د نصب کولو لپاره ځای ته اړتیا لري.

د لوښو مينځلو ماشين کړنلاره سمول

د لوښو مينځلو ماشين کارولو لپاره ، کارونکي لومړی دا وسیله چالانوي او اړین تنظیمات په وسیلې کې پلي کوي ، بیا د لوښو مينځلو ماشين د پيل تڼۍ په کېکاږلو سره کار پیلوي. کله چې ماشین د مینځلو پروسه پیل کړي، لومړی اوبه د مالګې له ټانک څخه تېریږي او حوض ته ننوځي، بیا دا اوبه په ماشین کې د پمپ په واسطه ګرځول کيږي او په لوښو باندې د لوړ فشار سپرینګلر وسيلو له خوا سپری کیږي ترڅو لوښي په بشپړه توګه پاک کړي. وروسته له دې چې لوښي پاک شي ، ناپاکې اوبه وچیږي او که د وچولو اختیار فعالوي ، وسیله د چاپیریال په ګرمولو سره لوښي وچوي او د مینځلو عملیات پای ته رسیږي.

د لوښو مينځلو ماشين وينځونکي توکي سمول

  • د نورو وينځونکو توکو اړتیا پرته د لوښو مینځلو او پاکولو لپاره د لوښو مينځلو ماشين ټابلیټونه .
  • د اوبو سختۍ کمولو لپاره ځانګړې مالګه.
  • پالش کولو مایع چې د لوښو د ځلا لپاره کارول کيږي.
  • د ډلوښو مينځلو ماشين بد بوی له مینځه وړو لپاره د لوښو مينځلو ماشين بوی ګير موادو کارول.
  • په لوښو کې د خطونو او کرښو د مخنيوي په پار د لوښو مينځلو ماشين وچوونکو موادو کارول.
  • د لوښو مينځلو ماشين پوډر چې کولی شي د لوښو مينځلو ماشين ځانګړې تختې پاکې کړي او له چټلۍ يې مخنيوی وکړي.
  • په لوښو مينځلو ماشين کې د چونې زېرمو مخنیوي لپاره د ضد عفوني ( جراثيم ضد ) موادو استعمال.

بېلابېلې برخې سمول

  • ټانک: یا پلاستیک یا فولاد ( د سټینلیس فولاد )
  • شیلف: دا د مختلف اندازو کانټینرونو لپاره مختلف اندازې لري.
  • د خوړو فلټر: ځینې وختونه د خواړو پاتې شونه لومړی په ځمکه کېښودل کیږي او بیا د لرې کولو لپاره د اوبو سره لرې کیږي.
  • د اوبو تودوخه: ګرمې اوبه د مینځلو کار ښه کوي.
  • د اوبو د فوارې سوراخ: داسې سوري دي چې له لارې یې اوبه په ډیر فشار سره بهر کیږي او ښه مینځل کیږي.
  • وچونکی : لوښي وچوي او ډیره بریښنا مصرفوي.
  • بریښنایی برخه: د برنامه کولو او هوښیار مینځلو لپاره.

اړوندې پوښتنې سمول

  • په متحده ایالاتو کې د اختراعاتو مهال وېش (د 1890 څخه دمخه)

سرچینې سمول