لونگ يو وږمين بوټی دی چې د مسالې او درملو په توگه هم کارېږي.

لوونگ

لونګ هغه دانه ده چې توریا قهوه‎یي رنګ لري او په انګریزي کې ورته (clove) وايي چې په اومه حالت کې تر ډېره شنه او سره ښکاري. دا بوټی تر ډیره د هند په سویل، اندونیشیا او ملیشیا کې شهرت لري او ډېر پخوا ترې کار اخیستل شوی دی.

ویل کېږي چې په اندونیشیا او ملیشیا هېوادونو کې خلک د لونگو سگرټ هم څکوي. د آسیا په سویلي هېوادونو کې تر ډېره خلک د نورو مسالو سره یو ځای په خوړو کې له لونگو کار اخلي او په ټېره بیا له لونگو د عطرو، چای، درملو او کریمونو په جوړولو کې کار اخلي چې خوشبویه شي.

د افغانستان په پښتني سیمو لکه خوست، لوگر، پکتیا، پکتیکا، غزني، کندهار، زابل، ننگرهار، لغمان او کونړ کې خلک او په تیره بیا کوچیان لونگ د ښکلا او خوشبویې لپاره کاروي. په یادو ولایتونو کې پېغلې او ناوې له لونگو امیلونه او ځونډي جوړوي چې بیا یې پر کمیس ټومبي. له لونگو جوړ شوي امیل ته په پښتو کې لونگین وایي چې په پخوا وختونو کې لونگين د ناوې د پسول يوه لازمي برخه وه. په خوست کې کله چې ناوې د خاوند کور ته ځي نو د لونگو دوې وړې کڅوړې د ډالۍ په توگه ورکوي. باید وویل شي چې لونگ تیز بوی لري او په کوم صندوق کې چې وریښمینې جامي پرتې وي او ورسره لونگ ایښودل شوي وي، هغه جامې له چينجيانو او پويه څخه خوندي وي.

لونگ په پښتو لنډيو کې

سپوږمیه سروهه راخیژه - یار د لونگو لو کوي گوتې ریبینه

لونگ کرمه لو به گډ کړم - چې لو مې گډ کړ یاره تا به راولمه

دا ته چې ولاړې مساپر شوې - د شنو لونگو کښت به څوک ریبي مینه

بارانه مه اوره لږ تم شه - لیلا لونگ په درمندو شیندلي دینه

که چا لونگ لېدلې نه وي - پېغله خولې کړﺉ د لونگو بوی یې ځینه

په غرونو تورې لړې راغلې - ښکته یې یووړل د لونگو درمندونه

خاونده بیا دې پسرلۍ کړو - له وچه ډاگه د لونگو بوی راځینه

خلک مې توره توره بولي - تور خو لونگ دي پاچاهان یی بویوینه

ټینگه مې مه نیسه په غیږ کې - سبا به بوی د لونگین درڅخه ځینه

د لونگین په لړ راخیژه - په اوږۍ شپه کړه د چارگل وکړه سیلونه

تور لونگین په ژړا راغى - ماته روپۍ په سينه ځاى نه راکوينه

یار که مې تور دی څه پیغور دی - تور خو لونگ دی باچاھان یې بویوینه

هلک چې تور وي لونگين وي - نجلۍ چې توره وي بنگړي دې خرڅوينه

ته چې راځې ما به خبر کړې - چې په پالنگ درته لونگ وغوړومه

ما په سینه لونگ کرلي - که لو مې گډ کړ یاره تا به راولمه

کشمالي وکرئ عالمه - نجونې مغروره شوې لونگ نه بویوینه

پلار مې لونگ کرلي نه دي - چې هره ورځ به درته من، من درلیږمه

سبا به بیا بازار ته لاړ شې - د لونگین ځونډي دې کم راوړي دینه

مخې ته راغله راته ژاړي - د لونگین نه مې ځونډي شلېدلي دینه

زما جانان له رنگه تور دی - په څلویښتۍ کې مور لونگ ورکړي دینه

چې په لونگو دې مشهور کړم - اوس په سینه ټالونه راکړه گني مرمه

د لونگین جانان لپاره - خپلو پټو کې د لونگو باغ کومه

له رنگه توره غنمرنگه - توره لونگه لیونۍ درپسې شومه

په سينه يو لالی ځايېږي - زه لونگين او لالی دواړه ځايومه

دا نیمه شپه ده غله لگیږي - د لونگین مېرمنې وشمېرہ لړونه

د زنې خال دې داسي ښکاري - لکه مستو ته چې لونگ پرېوتي وینه

ماته لونگ په چیلم کښيږدئ - ناکارې بنگې د يار غم نه غولوينه

د لونگین امېل به جوړ کړم - زه مې لالی د زرگر نه محتاجومه

بنگ يې پخپله یار له ورکړل - بیا يې نارې کړې چې مې یار لېونی شونه

دا نیمه شپه بوی د لونگو - لکه د عطرو بارانونه شوي دینه


انځورتون


اخځليک

۱- د ليکوال لطيف ياد فېسبوک پاڼه.