لومړى پيوتر

لومړى پيوتر ( پيوتر الكسېېويچ رومانوف ) د روسيې د رومانوف شاهي كورنۍ څخه دى . دى د ۱۶۷۲ ز كال د مى په ۳۰ ( د جون ۹ ) زېږېدلى دى . لومړى پيوتر په ۱۶۷۲ ز كال كې ، كله چې لس كلن وو ، د روسيې پاچا شو ، خو په خپلواك ډول يې په ۱۶۸۹ ز كال كې د روسيې اداره پخپل لاس كې واخيسته . دى د روسيې په تاريخ كې يو له ډېرو برجسته دولتي اشخاصو څخه گڼل كيږي ، چې په اتلسمه پېړۍ كې يې د روسيې د ودې لار خپله كړه . ده د روسيې په دولت كې ډېر سمونونه رامنځته كړل . لومړى پيوتر په ۱۷۲۱ ز كال كې د روسيې ټولواكمن ( امپراتور ) شو او د روسيې لومړنى ټولواكمن هم دى دى . لومړى پيوتر د واكمنۍ په وروستيو كلونو كې د بډوډو له نارغۍ نه ډېر ځورېده . نوموړى د ۱۷۲۵ ز كال د جنوري په ۲۸ ( د فبرورۍ ۸ ) د بډوډو له ناروغۍ نه مړ شو .



سرچينه سمول

  1. http://ru.wikipedia.org/wiki/Пётр_I