لوم Lome

  • د هېواد نوم: ټوگو
  • د هېواد د روپيو ډول: سي اف اى فرانک
  • دولتي ژبه: فرانسوي ژبه
  • د زده کړې سلنه: ٥٧،١
  • د خپلواکۍ نېټه: د اپريل ٢٧مه ١٩٦٠
لوم

دا ښار د يو وکيل چې گوون سرلومر نومېده ونومول شو، چې له ١٨٦١ څخه تر ١٩٢٩ پورې يې د هېواد لپاره ډېرې هلې ځلې کړي وې. لوم د ټوگو سويل لويديځ کې پروت دى.دا ښار د ټوگو پلازمېنه او د هېواد تر ټولو ستر ښار او د ټوگو ستر بندر هم دى.دا ښار د بينين په خليج کې واقع دى. دې ښار د هېواد اقتصادي حالت ډېر ښه ساتلى دى، په دې ښار کې رختونه، کافي او خرماوې ډېرې نوم لرونکي دي، او له هېواده يې بهر لېږدوي. د ريل گاډي پټلۍ لوم له کپاليواټکپام، او سولک سره نښلوي. د بينين پوهنتون په ١٩٥٥ کې رغول شو، او ملي اډمنسټريشن عالي ښوونځى په ١٩٥٨ کې ورغول شو. په ١٨٩٧ کې لوم د جرمني تر ولکې لاندې و، چې وروسته د فرانسويانو لاس ته ورغى. چې تر ١٩٢٢ يې دوام وموند. په ١٩٦٠ کې چې ټوگو خپلواکي تر لاسه کړه، نو لوم يې د هېواد د پلازمېنې په ډول وټاکه. په ١٩٩٩ کې ددې ښار نفوس ٧ ميليونه وو.