لنډي کوتل د خيبر پښتونخوا په ايالت کې يو ښارگوټی دی.

په لنډي کوتل کښي نزدې شگئي اسټيشن سره

مخينه سمول

لواړگی یا لنډی کوتل د خیبر د تاریخي درې په لویدیزه برخه کې یو ښارگوټی او د خیبر ایجنسۍ منځۍ ده. لواړگی یا لنډی کوتل په فاټا کې تر ټولو اوڅاره سوداگریزه منځۍ او د اپریدو، شینوارو، شلمانیو او ملا گوریو مهم شاپینگ سینټر دی. لواړگی د سمندر له کچې ۱۰۷۲ متره لوړ دی او د غرو په منځ کې راایسار دی.

د تاریخ په اوږدو کې د خیبر په تاریخي دره او په تیره بیا په لواړگي او لنډي کوتل کې پښتنو د سکندر مکدوني، مغولو او بیا په ۱۸، ۱۹ او ۲۰ پېړۍ کې د انگرېزانو سره ډیرې جگړې هم کړې دي.

انگرېزانو پر ۱۹۲۵ زیږدي کال له جمرود تر لواړگي د اورگاډي لار هم جوړه کړه چې جمرود او لواړگی یې سره ونښلول. دغه اورگادي (خیبر ټرین سفاري) نومېد، خو اوس دغه اور گاډی پر دغه لار تگ راتگ نه کوي.

لواړگی له ډیورنډ کرېښې پېنځه کیلومټره واټن لري. د وگړيو شمیر يې ۳۳۶۷۹ تنه دی. اپریدو پر ۱۸۹۷ زیږدي کال دلته د انگرېزانو پر یوې پوځي څوکۍ برید وکړ، خو انگرېزان د خیبر رایفل پوځ او هم د خپلو نورو پوځونو په مرسته، چې شمیر یې ۳۴۵۰ ته رسېده، د ویلیم لاکهارټ په مشرۍ پر اپریدیو برید وکړ، هغوی ته یې ماته ورکړه او ډیره مرگ ژوبله یې ورواړوله.

د لواړگي اوسېدونکيو ته پښتانه لواړگیني وایی. د لواړگینیو په اړوند د پښتو د غزل بابا امیر حمزه شینواری داسې وايي:

لواړگینی د شاعرانو قدر نه کا - غورځولي یې لعلونه په ډېران دي


اخځليک سمول

۱- د لیکوال لطيف ياد فېسبوک پاڼه.