لر غر
لر غر یا هم لر کوه د افغانستان په لويديځ کي د فراه ښار سوېل ختيځ ته د ٢٤٩٢ متره په لوړوالي يو غر دى.
دغه غر په ۱۹۷۹ کال کي د افغان مجاهدینو له خوا د شرافت کوه ( د عزت غر ) په نوم ونومول سو. افغان کمونستانو دغه غر د مردار کوه یا مردار غر په نامه ياداوه. [۱]
د شوري_افغان جګړه
سمولله ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۹ پوري د افغان_شوروي جګړې پر مهال لر غر د افغان مجاهدینو او شورويانو ترمنځ د خونړي جګړې ډګر وو چي او شورویانو د کندهار_هرات پر لویه لار دې سیمي ته ځانکړې پاملرنه کول. تر ۱۹۸۹ کال پوري د هرات، فراه او کندهار لویه لار د لر کوه له امله چي مجاهدینو ورباندي جګړې کولې تر سخت ګواښ لاندي وه. په ۱۹۸۴ کال کي د شوروي او افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کي د لر غر له مجاهدینو څخه ونیول سو او د لاري واک د افغانستان د وخت حکومت په لاس کي واخیست، خو د شورویانو تر وتلو وروسته داځای بیرته مجاهدینو سقوط کړ.
جغرافيايي موقعیت
سموللر غر د فراه ښار سوېل ته د کندهار او هرات لویي لاري په دوولس کیلومتره کي پروت دی. دغه غر ۲۵۶ کیلومتره مربع سیمه په ځان کي رانغاړي.
- ↑ Ali Ahmad Jalali, Lester W. Grau. Afghan guerrilla warfare: in the words of the Mujahideen fighters. Zenith Imprint, 2002. ISBN 0-7603-1322-9, ISBN 978-0-7603-1322-0