لارښود:مخليدنه

سمون بکس (edit box) سره کوز تاسې ته درې تڼۍ(buttons) ښکاري ، هغه درې بټنې د مخ خوندي کول ،مخليدنه او بدلونونه ښکاره کول۔ که چېرې تاسې يوه ليکنه خوندي کوئ او د خوندي کولو څخه وړاندي تاسې د هغه ليکنې مخليدنه ليدل غواړئ چې ما څنگه ليکنه کړي ده نو تاسې د مخليدنه په بټن کلېک وکړئ ددې سره به ستاسې د ليکنې مخليدنه ښکاره شي۔

د مخليدنې دا گټه وي چې تاسې په خپلې ليکنې کې تېروتنې يا غلطيانې موندلای اوسمولای شئ۔په دې سره تاسې د خپلې ليکنې د معيار اندازه هم لگولای شئ۔ د مخليدنې بټن به تاسې ته هغه وخت ښکاري کوم وخت چې تاسې په ليکنه کې سمون کوئ لکه دا وگورئ:


نور ولولئ سمول