لادا اوبتل
د لادا اوبتل Проект 677 Лада | |
---|---|
عملى كونكى | روسی بحري ځواک |
د لادا اوبتل (په روسي کې:Проект 677 Лада) د روسي ډیزلی څلورم نسل تخت البحري بیړۍ ده جې د اوبتلونو او بیړییو د منځه وړولو لپاره ور څخه کار اخیستل کېږي. دغه تحت البحري بیړۍ کولای سی خاص ځواکونه انتقال کړي. د لادا لمړي اوبتل په ۱۹۹۵ کال کې د روبین د طراحی شرکت لخوا طرح شو او روسی بحري ځواک د دغی اوبتل څخه په رسمی ډول په ۲۰۱۰ کال کې کار واخیست. د لادا اوبتل د سانکت پېتیربورگ په ښار کې جوړ شو. روسی بحري ځواک غواړي ۸ اوبتلونه رانسی. هر اوبتل شپږ توپیدو اندار لري او هر اوبتل کولای سی ۱۸ تورپېدونه یا د پېړۍ ماتونکی راکتونه ولري.