لاختا سنټر

د روسيې په سينټ پيټرزبورګ کې يو اسمان څکۍ ودانۍ

د لاختا مرکز یا لاختا سنټر یوه 87 پوړیزه اسماني ودانۍ ده چې د روسیې په سینټ پیټرزبورګ کي د لکتا په شمال لویدیځ کي موقعيت لري. د ۴۶۲ متر (۱٬۵۱۶ فوټه) په لوړوالي سره دا په روسیه او اروپا کي تر ټولو لوړه ودانۍ ده، او په نړۍ کې شپږم لوړ ودانۍ ګڼل کيږي. لاختا په مسکو کي د اوستانکینو برج شاته په روسیه او اروپا کي دوهم ترټولو لوړ جوړښت هم دی، او ددې ترڅنګ په نړۍ کي د دوهم ترټولو لوړ پوړ ودانۍ او د شمال ترټولو لویي اسماني ودانۍ په توګه نومول سوې ده.

لاختا سنټر
Лахта-центр (روسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اداري سیمه
هېواد
څښتن
اوسېدونکي
اړين مالومات
ودانولو وخت
  • ۲۰۱۲ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
رسمي پرانیستنه
  • ۲۰۲۲ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کچه او لوړوالی
لوړوالی
۴۶۲ متر[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د ځای کچه
۵۷۰٬۰۰۰ متر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
وزن
۶۷۰٬۰۰۰ tonne (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
پوړه (طبقې)
۸۷ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
لفټونو شمېر
۴۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
جوړښت
معمار
RMJM (mul) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
لګښت
155.6 ميليارد روسي روبل[۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
وېب‌پاڼه
کورډي‌نېشن
۵۹°۵۹′۱۳″شمال ۳۰°۱۰′۴۱″ختیځ / 59.98703°شمال 30.17814°ختيځ / 59.98703; 30.17814 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

د لاختا مرکز د جوړولو کار د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر په ۳۰ نیټه پیل سو او د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په ۲۹ نیټه د ودانۍ کار پای ته ورسېدی. دا مرکز د لویي کچي ګډي پراختیا لپاره ډیزاین سوی، چي عامه تاسیسات او دفترونه لري. لاختا لومړی د برتانوي معمارۍ شرکت RMJM لخوا ډیزاین سوی، چي وروسته یې کار د اصلي قراردادي ترکي شرکت Rönesans Holding تر سرپرستۍ لاندي ترسره سو.

د روسیې د ګاز پروم دولتي شرکت نوی ادرس د لاختا مرکز په ملټي فنکشنل کمپلیکس کي ځای پر ځای دی.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ سرچينې تړی: http://www.skyscrapercenter.com/building/lakhta-center/12575.
  2. سرچينې تړی: https://www.rbc.ru/business/16/08/2018/5b759d3a9a79475e3a443a73.