لا جومېنټ

څراغ کور په فرانسه کې
(له لاجومېنټ نه مخ گرځېدلی)

 

لا جومېنټ
اړوند
په نوم د
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
د خدمت پیل
۱۹۱۱ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اداري سیمه
Ouessant (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
اړين مالومات
مهمې پېښې
تاريخي اثار
د تاريخي‌ اثارو ډلبندي
کچه او لوړوالی
لوړوالی
۴۷٫۵ متر ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۴۸°۲۵′۲۰″شمال ۵°۰۸′۰۲″لويديځ / 48.422232°شمال 5.133864°لويديځ / 48.422232; -5.133864 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

لا جومینټ ("the mare") د شمال لوېدیزې فرانسې په بریټاني کې یو څراغ دی. [۳] څراغ په یوه ډبره (چې لا جومینټ هم ورته ویل کیږي) د اوشانت ټاپو له ساحل څخه کابو ۳۰۰ مترو په لوړوالی جوړ شوی دی. دا په ۲۰۱۷ ز کال کې د تاریخي يادګارونو لړليک کې راوستل شو.[۴] دا څراغ د سیمې له درېوو مشهورو څراغونو څخه يو دی، چې دو نور يې نيويديک څراغ او د کریچ څراغونه دي.

تاريخ

سمول

د برېوتوني د ساحل دا برخه، د شمالي فرانسې په لوېدیځ ساحل کې، تل د سېلانیانو لخوا د یوې سختې او خطرناکې سیمې په توګه پېژندل کېده. د ځمکې لوېدیځې نقطه په توګه، دا په لویه کچه د قاچاق لار ګڼل کیږي، او د کال په ډېرو برخو کې سخته هوا هم تجربه کوي. دا د کښتيو لپاره يوه ډېره وېجاړوونکې او زيان رسوونکې سيمه ګڼل کيږي، یوازې د ۱۸۸۸ او ۱۹۰۴ ترمنځ، یو دېرش کښتۍ هلته ویجاړې شوې دي.

په لا جومینټ کې د څراغونو د جوړولو پلانونه د ۱۸۹۶ کال د جون په میاشت کې د ګالسکو لخوا جوړ شوي بھاپ کښتۍ ایس ایس <i id="mwIA">ډرمونډ کیسل</i> له ړنګېدو وروسته پیل شو ، چې د شاوخوا ۲۵۰ تنو د مړینې لامل شو. د دې ودانۍ کارونه په شخصي توګه د يوه بډايه فرانسوي په مالي ملاتړ پيل شول چې د يوې کښتۍ د ډوبېدو له کبله يې خپل ژوند له لاسه ورکړ، د دې ودانۍ کارونه په ۱۹۰۴ زېږديز کال کې پيل شول کې پیل شول، خو تر ۱۹۱۱ زېږديز کال پورې د سمندر ناسم حالت له کبله پای ته ونه رسېدې.

انځورونه

سمول

 

د ودانۍ پرمهال ۱۹۰۶ ز
له ودانولو وروسته ۱۹۱۲ ز

د څراغ دا انځور په ۱۹۸۹ ز کې د ژان ګیچارډ لخوا اخیستل شوی چې د انځورونو لړۍ له لارې مشهور شو.

د تېرې پېړۍ په اوږدو کې د لا جومینټ څراغ له کبله په میر ډايروسي یا ايرويسي سمندر کې د سمندري خوندیتوب زیاتوالی موندلی. په هرصورت، د بریټاني لویدیځ سواحلو اوبه لاهم په اروپا کې یو له خطرناکو سمندرونو څخه ګڼل کيږي چې په پرله پسې ډول د سختو توپانونو، لویو څپو او قوي سیندونو سره مل وي.

یو له دغو بدنامو توپانونو څخه د ایرویس سمندر کې د ۱۹۸۹ کال د دېسمبر په ۲۱ مه کې پېښ شو. د ټيټ فشار توپان څپه چې مخ يې له آیرلینډ څخه راوتلې د ۲۰ څخه تر ۳۰ مترو پورې لوی بادونه او د ۲۰ څخه تر ۳۰ مترو لوړې لويې څپې يې منځته راوړې چې د څراغ په وړاندې يې يو قوي او وېروونکې ټکر وکړ.

څپې د څراغونو د ښکته کړکیو له لارې راوتلې، د مخ دروازه یې ټوټه ټوټه کړه، برج یې له اوبو ډک کړ او فرنېچر یې له مینځه یوړل.

دا مهال انځوراخيستونکی، ژان ګویچارډ په لورینټ کې و چې د توپان هوایي انځورونو اخستلو لپاره په يوه الوتکه کې ناست وو، ګیچارډ غوښتل د الوتنې خورا خطرناک شرایطو سره سره د ایرویس سمندر پرسر الوتنه وکړي.

چورلکه لا جومینټ ته ورسېده او د ګیچارډ په لور وخوځېده ترڅو د څپو شاټونه واخلي چې د څراغونو څپې وهي. د برج دننه، تیوډور مالګورن د چورلکې غږ واورېد او ښکته لاړ ترڅو وګوري چې څه پېښیږي. په هماغه شېبه کې د څراغ په شا کې یوه لویه څپه راپورته شوه او ګیچارډ خپل د نړۍ مشهور شاټ واخیست کله چې څپې د برج په لور راورسېدې. مالګورن، ناڅاپه پوه شو چې یو لويې څپې جوړښت ته نږدې دی، د خپل ژوند د ژغورلو لپاره په وخت سره بېرته دننه شو. هغه په یوه مرکه کې وویل "که زه د دروازې څخه لږ لرې وای، ما به ځان بېرته برج ته نه وای رسولای او زه به نن مړ وم. تاسو د سمندر سره لوبې نشئ کولی." [۵]

د ژان ګیچارډ د ۱۹۸۹ز ډراماتیک توپان انځور شاټونه ډېر ژر مشهور شول، د هغه انځورونو د ۱۹۹۱ز کال نړیوال مطبوعاتي انځور جایزه کې دوهم ځای ترلاسه کړ. [۶] لا جومینټ په ټوله نړۍ کې په ورځپاڼو او مجلو کې راڅرګند شو او ګیچارډ د څراغونو په اړه ترټولو غوره پلورل شوی کتاب او د پوسټر چاپونو ټولګه خپره کړه.

د لا جومینټ پوسټر چاپ له یو ميلیون څخه ډېرې ټولګې وپلورل شوې، چې د بریتون څراغونه یې په نړۍ کې ترټولو مشهور څراغونه کړل.

په بریټاني کې څراغونه په تېرو لسیزو کې په خپله کاره توګه جوړ شوي دي، مطلب په اوتوماتيک ډول خپل کار سرته رسوي، لا جومینټ د ۱۹۹۱ راهیسې ساتونکی نلري. د ډېرو کلونو لپاره د ژان ګیچارډ هڅه دا وه چې د بریټاني سمندري میراث انځور کړي مخکې له دې چې اتومات واک ترلاسه کړي. د هغه ډېری انځورونه اوس تاریخي ارزښت لري او د هغه د دې کار په بریټاني کې خورا درناوی کیږي. [۷] [۸]

داهم وګورئ

سمول
  • په فرانسه کې د څراغونو لیست

سرچينې

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ ويل شوي په: Base Mérimée. اثر ژبه: فرانسوي ژبه. خپروونکی: Ministry of Culture of France.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ سرچينې تړی: http://raa.bretagne.sit.gouv.fr/sit_1_ALK/upload/raa_00_ALK/acte/12350/update_word12350.pdf.
  3. کينډۍ:Cite rowlett
  4. کينډۍ:Base Mérimée
  5. . December 4, 2007. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help).
  6. "1991 Photo Contest". World Press Photo. بياځلي په 5 July 2015.
  7. . July 2001. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  8. . January 2001. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  1. (in French) Philip Plisson; Guillaume Plisson et Daniel Charles, Phares majeurs de l'arc Atlantique, 2002, pp. 190–191.
  2. (in French) Henri Queffélec : Le phare, histoire romancée de la construction du phare de la Jument au suroit d'Ouessant mêlant le travail bien réel du Service des phares et balises et la trame amoureuse d'un marin de Molène et d'une ouessantine. Roman paru aux Presses de la Cité en 1975.
  3. (in French) Henri Queffélec : La Lumière enchaînée, suite du précédent, histoire du renforcement des foundations du phare de la Jument. Roman paru aux Presses de la Cité en 1976.

بهرنۍ اړیکې

سمول