كولتورپوهنه

کولتورپوهنه يا د هڅوب په اړه پوهنه، له ټولنيزو پوهنو څخه يوه پوهنه ده چې د بېلابېلو هڅوبونو په اړه څېړنه، شننه، د هغوی پر تاريخ او پېژندنه باندې بحث کوي. په بله وينا کولتورپوهنه هغې پوهنې ته ويل کېږي، چې د هڅوب يا کولتور په اړه هر اړخيزه څېړنه کوي.

د کولتور نومونه له آره د لرغونې یوناني ژیې له (cultura) څخه اخيستل شوې، چې د ځمکې د ابادولو، کرنې، او روزنې مانا لري.

کولتورپوهنې ته په انگرېزي ژبه کې کولتورولوجي (Culturology) وايي. دا نومونه لومړی ځل امريکايي وگړپوه لېسلي اېلوين اوايټ د يوې نوې پوهنڅانگې (دسپلين)، يانې کولتورپوهنې لپاره، لکه د ټولنيزو پوهنو له شمېر څخه، د یوې خپلواکې پوهنې د نامه په توگه وړانديز کړې وه.

اخځونه سمول

  1. https://ru.wikipedia.org/wiki/%D0%9A%D1%83%D0%BB%D1%8C%D1%82%D1%83%D1%80%D0%BE%D0%BB%D0%BE%D0%B3%D0%B8%D1%8F
  2. https://en.wikipedia.org/wiki/Culturology
  3. https://en.wikipedia.org/wiki/Leslie_White