قیس بن الملوح (مجنون)

د شعرونو، نکلونو او داستانونو مشهوره کرکټر ليلا او مجنون کيسې نارينه اتل

قیس بن الملوح ، مشهوره په مجنون ( ۲۴ هـ ق / ۶۴۵ م - ۶۸ هـ ق / ۶۸۸ )، د اوسني عربستان د نجد سیمي یو غزل ويوونکی عرب شاعر و . نوموړی د هجرت په لومړۍ پېړۍ کې د اموي واکمنی پرمهال د مروان بن الحکم او عبد الملک بن مروان د خلافت په زمانه کې د عربو په صحرا کې ژوند کاوه.

قیس بن الملوح
قیس بن الملوح (مجنون)
قیس بن الملوح (مجنون)

د شخص مالومات
پيدايښت ۰۶۴۵
يمن   ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه 68 هـ - {{{۳}}} جنوري ۶۸۸ (اصطلاحي تېروتنه: نااټکله < چارنگر. کلن)
استوګنځی د عربستان ټاپووزمه   ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ
توکم عرب
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکې ژبه

قیس لکه د یوشمېر خلکو د خبرو پر بنسټ لیونی نه و، بلکې مجنون ځکه ورته ویل کېده، چې له لیلا عامري سره یې ډېره مینه درلوده او دغه مینه یې تر ځوانۍ پورې ورسره کوله، خو کورنۍ یې له هغې سره له واده کولو انکار وکړ او ددې غم له کبله نوموړی شاعر شو، چې وروسته یې د مینې شعرونه ویل او خوند یې ترې اخیست. قیس به د خپلې ورېښمینې مینې سندرې په نجد او کله کله د حجاز په دښتو کې ویلې.

قیس په ۶۸۸ زېږدیز کال کې وفات او مړی یې چېرته لېرې د تېږو په منځ کي پیدا شو چي په غالب ګومان د لیلا له غمه مړ شوی و.

قيس بن الملوّح بن مزاحم بن عدس بن ربيعة بن جعدة بن كعب بن ربيعة بن عامر بن صعصعة بن معاوية بن بكر بن هوازن بن منصور بن عكرمة بن خصفة بن قيس عيلان بن مضر بن نزار بن معد بن عدنان، العامري الهوازني.

په ادبياتو کې د قيس يادونه

سمول
 

د ليلی مجنون د مينې کيسه نه يوازې په عربي ادب کې ځای لري، بلکې د اردو، فارسي، تورکي او پښتو ژبې ادب کې هم ډېر محبوبه او منل شوې کيسه ده چې شاعران يې په خپلو شعرونو کې د خپلې مينې د پيمانه کولو په پار کاروي.

لومړنی پښتو فلم لیلا او مجنون نومیده چې په هماغه کال کې جوړ شو او بیا په ۱۹۴۲ زېږدیزکال کې په پېښور، کوېټې او کلکتې کې دسینماګانو پر پردو وښودل شو.ددغه فلم لارښود(ډایرکټر) حمزه بابا واو دفلم کمپوزر عبد الکریم و.

سرچينې

سمول