فیډل کاسټرو


فیډل الخاندرو کاسټرو رز (زوکړه: د ۱۹۲۶ زکال د اګست ۱۳ مه – مړینه: د ۲۰۱۶ زکال د نومبر ۲۵ مه) کیوبايي انقلابي او سیاستوال و چې له ۱۹۵۹ زکال څخه تر ۲۰۰۸ زکال پورې د کیوبا رهبر پاتې شو، نوموړی له ۱۹۵۹ زکال څخه تر ۱۹۷۶ زکال پورې د کیوبا لومړي وزیر او له ۱۹۷۶ زکال څخه تر ۲۰۰۸ زکال پورې د کیوبا ولسمشر و. له آیډیالوژیک پلوه نوموړی مارکسېست – لېنینېست کیوبايي ملت پال و چې له ۱۹۶۱ زکال څخه یې تر ۲۰۱۱ زکال پورې د کیوبا د کمونېست ګوند د لومړي منشي په توګه خدمت وکړ. د نوموړي د واکمنۍ پر مهال کیوبا په یو ګوندي کمونیست هېواد واوښت، صنعت او سوداګرۍ ملي شوې او په ټولنه کې دولتي سوسیالیستي اصلاحات رامنځته شول. [۶]

فیډل کاسټرو
کاسټرو په 1959 کال کی متحده ایالاتو ته د سفر او هلته د وینا په حال کی
کاسټرو په 1959 کال کی متحده ایالاتو ته د سفر او هلته د وینا په حال کی

د واکمنۍ دوران
دسمبر 2, 1976 – فبروري 24, 2008 (طبي رخصتي پيل جولای 31, 2006)
لومړی وزیر خپله
مرستيال راول کاسټرو
 
راول کاسټرو
ولسمشر خپله
د شخص مالومات
زېږون نوم Fidel Alejandro Castro Ruz
پيدايښت اګست 13, 1926
مړینه
هاوانا   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت کيوبا   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه اسپانيايي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه
د کړنې څانګه سياست [۵]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د کيوبا اوښتون ،  د کیوبا د توغندیو کړکېچ   ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
فیډل کاسټرو

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ
یادښتونه ددنیا د هغه مشرانو نه وو چی په سر یی انعام وو

کاسټرو د کیوبا د اورینټ ایالت په بیرن کلي کې وزېږېد، هغه د بډایه هسپانوي بزګر زوی و او هغه مهال یې کیڼ اړخی او امپریالېزم ضد لیدلوری وموند کله چې یې د هاوانا په پوهنتون کې د حقوقو په څانګه کې زده کړې کولې. په ډومنیکا جمهوریت او کولمبیا کې د ښي اړخي دولت پر ضد پاڅونونو کې له ګډون وروسته هغه د کیوبا د ولسمشر فولخنسیو باټیسټا د راپرځولو په موخه په ۱۹۵۳ زکال کې په مونکادا پوځي مرکز ناکامه برید وکړ. له یوه کال بند وروسته، کاسترو مکسیکو ته ولاړ او هلته یې له خپل ورور راول کاسټرو او ارنستو چې ګوارا سره په ګډه د جولای د ۲۶ مې د خوځښت په نامه انقلابي ډله رامنځته کړه. کیوبا ته په راګرځېدو سره کاسټرو د کیوبا په انقلاب کې د دغه خوځښت په مشري کولو مهم رول ولوباوه او په سیرامائسترا کې یې د باټیسټا له ځواکونو سره چریکي جګړه وکړه. په ۱۹۵۹ زکال کې د باټیسټا په راپرځولو سره، کاسټرو د لومړي وزیر په توګه د کیوبا پوځي او سیاسي ځواک په لاس کې ونیو. متحده ایالاتو د کاسټرو د دولت پر ضد مټې راونغاړلې او هڅه یې وکړه د نوموړي د ترور د هڅو، اقتصادي بندیزونو، انقلاب ضد چارو او همدارنګه په ۱۹۶۱ زکال کې په پېګ خلیج باندې په برید سره هغه له واکه ګوښه کړي، خو بریالي نه شول. د دغو ګواښونو په غبرګون کې کاسټرو له شوروي اتحاد سره لاس یو کړ او اجازه یې ورکړه خپلې اټومي توغندي په کیوبا کې نصب کړي – د سړي جګړې ټاکونکې چاره – چې له امله یې په ۱۹۶۲ زکال کې د کیوبا توغندويي کړکېچ رامنځته شو. 

کاسټرو د مارکسېزم – لینېنېزم د پراختیايي ماډل څخه په ګټنې کیوبا د کمونیست ګوند تر واکمنۍ لاندې په لویدیځه نیمه کره کې په لومړني یو ګوندي سوسیالیست هېواد بدله کړه. د مرکزي اقتصاد د جوړونې پلانونه، د روغتیا پالنې د خدمتونو او زده کړو پراختیا د مطبوعاتو له دولتي کنټرول او د داخلي مخالفینو له ځپلو سره مل و. له هېواده بهر کاسټرو له امپریالېزم ضد انقلابي ډلو او همدارنګه په چلي، نیکاراګوا او ګراناډا کې د مارکسیستي حکومتونو ملاتړ وکړ، له دې سربېره نوموړي په یوم کیپور، اوګادن او همدارنګه د انګولا په کورنۍ جګړه کې د خپلو متحدینو څخه د ملاتړ په موخه سرتېري ولېږل.

دغه چارې او سربېره پر دې له ۱۹۷۹ زکال څخه تر ۱۹۸۳ زکال پورې د کاسټرو له خوا د ناپیلي خوځښت مشري او همدارنګه د کیوبا روغتیايي نړیوال توب د کیوبا ځایګی په نړیواله صحنه کې لوړ کړ. په ۱۹۹۱ زکال کې د شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته کاسټرو د اقتصادي ماتې «په ځانګړې دوره» کې د کیوبا مشري وکړه او د چاپېریال ساتنې او نړیوال توب ضد نظریات یې ومنل. په ۲۰۰۰ مه لسیزه کې کاسټرو په لاتین امریکا کې د «کیڼ څرخ» په نامه – د وینزویلا له هوګو چاوېز – او د امریکا لویې وچې لپاره د بولیواري اتحادونه رامنځته کړل. په ۲۰۰۶ زکال کې کاسټرو خپل مسئولیتونه خپل مرستیال رائول کاسټرو ته ولېږدول چې بیا هغه (رائول کاسټرو) په ۲۰۰۸ زکال کې د ملي شورا له خوا ولسمشر وټاکل شو

کاسټرو چې په ۲۱ مه پېړۍ کې یې تر ټولو اوږد مهاله غیر سلطنتي واکمني وکړه، په نړۍ کې یې سیاسي افکار دوه قطبي کړل. د هغه ملاتړي نوموړی امپریالېزم ضد د سوسیالېزم اتل بولي چې انقلابي دولت یې اقتصادي او ټولنیز عدالت رامنځته او همدارنګه یې د متحده ایالاتو له اغېز څخه د کیوبا خپلواکي خوندي کړه. منتقدین یې بیا نوموړی هغه دیکتاتور بولي چې دولت یې له بشري حقونو څخه په سرغړونو، د ګڼ شمېر کیوبايي وګړو په کډوالۍ او همدارنګه د هېواد په اقتصادي کمزورتیا کې ښکېل و.

وروستي کلونه

سمول

له واکه ګوښه کېدل: ۲۰۰۶- ۲۰۰۸ زکال

سمول

کاسټرو د کولمو د وینې بهېدنې له امله عملیات شو او د ۲۰۰۶ زکال د جولای په ۳۱ مه یې د ولسمشرۍ اړوند خپل واکونه یې رائول کاسټرو ته تفویض کړل. د ۲۰۰۷ زکال په فبروري میاشت کې رائول اعلان وکړ چې د فیډل روغتیايي وضعیت مخ پر ښه کېدو دی او د دولت په مهمو مسائلو کې خپله ونډه اخلي. د همدغې میاشتې په وروستیو کې فیډل کاسټرو د هلو ولسمشر (Aló Presidente) په نامه راډیويي خپرونه کې له ولسمشر هوګو چاویز سره خبرې وکړې. د اپرېل په ۲۱ مه کاسټرو د چین د کمونیست ګوند د سیاسي دفتر له دایمي غړي وو ګوانژګ، په اګست میاشت کې له هوګو چاوېز او په سپټمبر میاشت کې له مورالس سره وکتل. همدغه میاشت د ناپیلي خوځښت د مشرانو څوارلسمه کلنۍ غونډه په هاوانا کې جوړه شوه چې په دغه غونډه کې کاسټرو د یو کال لپاره د دغه سازمان مشر وټاکل شو. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د کاسټرو د روغتیايي وضعیت په ښه کېدو سره د متحده ایالاتو ولسمشر جورج ډبلیو. بوش وویل: «یوه ورځ به ښه خدای فیډل کاسټرو له موږ څخه واخلي». د دغې خبرې په اورېدو سره له خدایه منکر کاسټرو ځواب ورکړ: «زه اوس پوهېږم چې څه ډول زه د بوش او د متحده ایالاتو د ولسمشرانو له توطئو څخه ژوندی راوتلی یم هغه هم دا چې: ښه خدای زما ساتنه کړې». دغه څرګندونو په ټولو نړیوالو رسنیو کې انعکاس وموند.[۱۴]

د ۲۰۰۸ زکال د فبروري په میاشت کې کاسټرو د یوه لیک په لیکلو اعلان وکړ چې دغه میاشت د ملي شورا په عمومي ناسته کې د دولتي شورا د مشرۍ او اعلی سرقومانداني څوکۍ نه مني او څرګنده یې کړه چې «د دغو څوکیو منل به زما له وجدان سره خیانت وي ځکه بشپړ تحرک او له ځانه تېرېدل غواړي او زه اوس په داسې جسماني حالت کې نه یم چې د دې جوګه دې اوسم». د ۲۰۰۸ زکال د فبروري په ۲۴ مه ملي شورا د هغه ورور رائول د رایو په اکثریت د «نه بدلېدونکي» ولسمشر په توګه وړاندیز کړ چې په مهمو موضوعاتو کې به له فیډل څخه مشوره اخلي، هغه وړاندیز چې د ملي شورا د ۵۹۷ غړو د رایو په مطلق اکثریت تصویب شو. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

تقاعد او وروستي کلونه: ۲۰۰۸-۲۰۱۶ زکال

سمول

له تقاعد وروسته، د کاسټرو روغتايي حالت مخ پر خرابېدو شو. نړیوالو رسنیو اټکل کاوه چې هغه د کولمو د التهاب (ډیورټیکولیټ) په ناروغۍ اخته دی، خو د کیوبا دولت د دغې موضوع له منلو ډډه وکړه. هغه د کیوبا له وګړو سره خپل تعامل ته دوام ورکړ او خپل نظریات یې په ګراناما ورځپاڼه کې د «انعکاس/ ریپلکشن) تر عنوان لاندې خپرول، له ټویټر څخه یې ګټنه کوله او کله کله به یې هم په عمومي محضر کې وینا کوله. د ۲۰۰۹ زکال په جنوري کې کاسټرو له کیوبایي وګړو وغوښتل چې د هغه د لیکنو د کمښت او روغتیا اندېښنه دې نه کوي او د مړینې په حالت کې یې دې نه خواشیني کېږي. هغه له بهرنیو چارواکو سره لیدنو ته دوام ورکاوه او همدغه میاشت د ارجنټاین له ولسمشر کریسټینا فرناندز سره د هغه د لیدنې عکس خپور شو. [۱۹][۲۰][۲۱]

د ۲۰۱۰ زکال په جولای میاشت کې هغه د خپلې ناروغۍ وروسته د لومړي ځل لپاره د عامو وګړو ترمنځ راڅرګند شو، د علمي مراکزو له کارکوونکو سره یې ستړي مشي وکړه او له میزا رېډونډا سره یې تلویزیوني مرکه وکړه چې په کې یې د متحده ایالاتو، ایران او شمالي کوریا ترمنځ د اټومي ناندریو اړوند خبرې وکړې. د ۲۰۱۰ زکال د اګست په اوومه کاسټرو له څلورو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره په ملي شورا کې وینا وکړه او له متحده ایالاتو یې وغوښتل چې د دغه ملتونو پر وړاندې له نظامي اقداماتو لاس پر سر واخلي او د اټومي هلوکاسټ خبرداری یې ورکړ. [۲۲][۲۳][۲۴]

د ۲۰۱۱ زکال د اپرېل په ۱۹ مه کاسټرو د کمونېست ګوند له مرکزي کمېټې استعفا ورکړه، په همدې سره نوموړی د ګوند له لومړي منشي توب ګوښه شو. رائول د هغه ځای ناستی وټاکل شو. له دې وروسته نوموړي د هېواد په حکومت کې هېڅ رسمي رول وه نه لوباوه خو بیا یې هم د تر ټولو ستر چارواکي ځای یې درلود. د ۲۰۱۱ زکال په مارچ میاشت کې کاسټرو په لیبیا کې د ناټو پوځي مداخله وغندله. د ۲۰۱۲ زکال په مارچ میاشت کې شپاړلسم پاپ بندیکیت چې د دریو ورځو لپاره کیوبا ته په سفر تللی و، په داسې حال کې چې پاپ د کیوبا له دولت سره صریح مخالفت درلود، خو بیا یې هم د لنډ مهال لپاره له کاسټرو سره ولیدل. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د ۲۰۱۵ زکال په جنوري میاشت کې نوموړي په عامه محضر کې د متحده ایالاتو او کیوبا ترمنځ د اړیکو د ګرمېدو «Cuban Thaw» اړوند نظر ورکړ او څرګنده یې کړه په داسې حال کې چې دغه چاره په سیمه کې د سولې د ټینګښت په موخه ده خو د متحده ایالاتو په دولت بې باوری دی. هغه د ۲۰۱۶ زکال په مارچ میاشت کې د متحده ایالاتو له ولسمشر بارک اوباما سره له لیدو ډډه وکړه چې د دویم ځل لپاره کیوبا ته تللی و، خو هغه ته یې لیک ولیکه او په کې یې څرګنده کړې وه چې «د سترواکۍ له خوا ډالیو ته اړتیا نه لري». د همدغه کال په اپرېل میاشت هغه د کمونېست ګوند اړونده وینا کې چې په وروستیو کې به یې تر ډېره پورې په عمومي محضر کې وینا کوله څرګنده کړه چې ډېر ژر ۹۰ کلن کېږي، او کېدای شي په نږدې راتلونکي کې مړ شي خو له ټولو خلکو یې وغوښتل خپل کمونیستي ارمانونه وساتي. د ۲۰۱۶ زکال په سپټمبر میاشت کې هغه په هاوانا کې په خپل کور کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني او راتلونکې میاشت د جاپان له لومړي وزیر شینزو آبې سره ولیدل. نوموړي د ۲۰۱۶ زکال په اکتوبر میاشت کې د پرتګال له ولسمشر مارسلو ربلو دسوزا سره ولیدل او همدا وروستی بهرنی مشر و چې ده ورسره ولیدل. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

مړینه

سمول

کاسټرو د ۲۰۱۶ زکال د نومبر په ۲۵ مه په هاوانا کې ومړ. د هغه د مړینې لامل اعلان نه شو. د هغه ورور او ولسمشر راوئل کاسټرو په یوه لنډه وینا کې د هغه د مړینې خبر تائید کړ او څرګنده یې کړه چې: «د کیوبا د انقلاب اعلی سرقوماندان نن ماښام په ۲۲:۲۹ بجو ومړ».[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

سرچينې

سمول
  1. http://www.nytimes.com/2016/11/26/world/americas/fidel-castro-dies.html
  2. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/173186052 — subject named as: Fidel Castro — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/448393 — subject named as: Fidel Castro (2) — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. subject named as: Fidel Castro — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/be9ab3cea2c841d08bcddf977d2aaad2 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=ko2016934606 — د نشر نېټه: ۲۷ جون ۲۰۲۳
  6. "Castro". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  7. "Reaction Mixed to Castro's Turnover of Power". Pbs.org. 1 August 2006. Archived from the original on 19 January 2014. نه اخيستل شوی 27 August 2017.; Castro, Fidel (22 March 2011). "My Shoes Are Too Tight". Juventud Rebelde. Archived from the original on 27 April 2011. نه اخيستل شوی 14 April 2011.; "Castro says he resigned as Communist Party chief 5 years ago". CNN. 22 March 2011. Archived from the original on 15 April 2011. نه اخيستل شوی 14 April 2011.
  8. Pretel, Enrique Andres (28 February 2007). "Cuba's Castro says recovering, sounds stronger". Reuters. Archived from the original on 26 July 2012. نه اخيستل شوی 28 April 2012.
  9. "Acting president Raul Castro says brother Fidel getting better". CBC News. Associated Press. 9 February 2007. نه اخيستل شوی 17 November 2016.
  10. "Castro resumes official business". BBC News. 21 April 2007. نه اخيستل شوی 21 April 2007.
  11. "Castro elected President of Non-Aligned Movement Nations". People's News Daily. 16 September 2006. نه اخيستل شوی 8 December 2013.
  12. Sivak 2010، م. 52.
  13. Marcano او Barrera Tyszka 2007، م. 287.
  14. "Bush wishes Cuba's Castro would disappear". Reuters. 28 June 2007. نه اخيستل شوی 1 July 2007.
  15. Castro, Fidel (18 February 2008). "Message from the Commander in Chief". Diario Granma (په اسپانيايي). Comité Central del Partido Comunista de Cuba. نه اخيستل شوی 20 May 2011.; "Fidel Castro announces retirement". BBC News. 18 February 2008. نه اخيستل شوی 18 February 2008.; "Fidel Castro stepping down as Cuba's leader". Reuters. 18 February 2008. Archived from the original on 3 January 2009. نه اخيستل شوی 18 February 2008.
  16. "Raul Castro named Cuban president". BBC News. 24 February 2008. نه اخيستل شوی 24 February 2008.
  17. "Fidel Castro announces retirement". BBC News. 19 February 2008. نه اخيستل شوی 19 February 2008.
  18. "CUBA: Raúl Shares His Seat with Fidel". Inter Press Service. Archived from the original on 11 May 2011. نه اخيستل شوی 16 March 2011.
  19. Franks, Jeff (12 August 2012). "Fidel Castro to turn 86, but out of view since June". Reuters. Archived from the original on 8 August 2016. نه اخيستل شوی 13 October 2012.
  20. Govan, Fiona (23 January 2009). "Fidel Castro sends farewell message to his people". The Daily Telegraph. London. Archived from the original on 10 January 2022. نه اخيستل شوی 28 January 2009.
  21. "Fidel contemplates his mortality". BBC News. 23 January 2009. نه اخيستل شوی 28 January 2009.
  22. "Cuba's Fidel Castro makes rare state TV appearance". BBC News. 13 July 2010.
  23. "Fidel Castro addresses parliament after four-year gap", BBC News, 7 August 2010. Retrieved 8 August 2010.
  24. Weissert, Will (8 August 2010). "Fidel Castro warns of nuclear risk in 1st speech to Cuban parliament in 4 years". The Washington Post. نه اخيستل شوی 16 March 2011.; "Fidel Castro Addresses Parliament on Iran Issue". The New York Times. 8 August 2010. Retrieved 25 September 2011.
  25. "Fidel quits Communist Party leadership as Cuba looks to reform". Euronews.net. 19 April 2011. Archived from the original on 23 April 2011. نه اخيستل شوی 19 April 2011.
  26. "Cuban communists opt for old guard to lead reforms". Reuters. 19 April 2011. Archived from the original on 7 March 2016. نه اخيستل شوی 20 April 2011.
  27. "Castro condemns NATO's 'inevitable' war on Libya Archived 2016-11-27 at the Wayback Machine.". CNN News. 3 March 2011.
  28. Franks, Jeff (12 August 2012). "Fidel Castro to turn 86, but out of view since June". Reuters. Archived from the original on 8 August 2016. نه اخيستل شوی 13 October 2012.
  29. Pullella, Philip; Franks, Jeff (29 March 2012). "Pope meets Cuba's Fidel Castro, slams US embargo". Reuters. Archived from the original on 22 September 2023. نه اخيستل شوی 13 October 2012.
  30. Beaumont, Peter (13 October 2012). "Fidel Castro and Hugo Chávez played role in Colombia's peace talks with Farc". The Observer. London. نه اخيستل شوی 13 October 2012.
  31. "Fidel Castro to North Korea: nuclear war will benefit no one". The Guardian. London. 5 April 2013. نه اخيستل شوی 17 November 2016.
  32. Daniel Trotta (26 January 2015). "Fidel Castro appears to lend support to Cuba talks with U.S." Reuters. Archived from the original on 18 September 2015. نه اخيستل شوی 17 November 2016.
  33. "Marcelo foi um dos últimos líderes a estar com Fidel Castro". Tvi24. 26 November 2016. نه اخيستل شوی 4 March 2019.
  34. "Japan's Shinzo Abe meets Fidel Castro, discusses North Korea". Deutsche Welle. 23 September 2016. نه اخيستل شوی 17 November 2016.
  35. "Iran: Hassan Rouhani meets with Cuban leader Fidel Castro during one-day state visit in Havana". The Indian Express. 20 September 2016. نه اخيستل شوی 17 November 2016.
  36. "Fidel Castro gives his 'last' party address". Deutsche Welle. 19 April 2016. نه اخيستل شوی 17 November 2016.
  37. "Fidel Castro writes caustic note to Obama after Cuba visit". Deutsche Welle. 28 March 2016. نه اخيستل شوی 17 November 2016.
  38. Daniel Trotta (26 January 2015). "Fidel Castro appears to lend support to Cuba talks with U.S." Reuters. Archived from the original on 18 September 2015. نه اخيستل شوی 17 November 2016.
  39. "Cuba's former leader Fidel Castro dead at 90". Al Jazeera. 26 November 2016. نه اخيستل شوی 25 November 2016.
  40. Davison, Phil (26 November 2016). "Fidel Castro obituary: The Cuban revolutionary who defied 10 US presidents". The Independent. نه اخيستل شوی 25 July 2022.
  41. "Fidel Castro Laid to Rest in Cuba, Ending Nine Days of Mourning". Fortune. Reuters. 4 December 2016. نه اخيستل شوی 4 December 2016.
  42. "Cuba's Fidel Castro dies aged 90". BBC News. 26 November 2016. نه اخيستل شوی 25 November 2016.
  43. "Fidel Castro's ashes buried in Santiago de Cuba". BBC News. 4 December 2016. نه اخيستل شوی 4 December 2016.