فینیاس ټایلور بارنوم
فینیاس ټایلور بارنوم (د ۱۸۱۰ ز کال د جولای ۵مه – د ۱۸۹۱ ز کال د اپرېل ۷مه) یو امریکايی د نندارو مجري یا شومن، سوداګر او سیاستوال و چې له جېمز انتوني بېلي سره یوځای د «بارنوم انډ بیلي سرکس» (۱۸۷۱-۲۰۱۷) شرکت د جوړولو په خاطر پېژندل کېږي. ښاغلی ټایلور یو لیکوال، خپرندوی او بشرپال و. منتقدان یې وايي چې د ده شخصي موخه "په خپلو خزانو کې پیسې اېښودل و". ښاغلي ټایلور ته په پراخه کچه د دې متل نسبت کېږي چې "په هره دقیقه کې یو احمق دنیا ته راځي"، که څه هم د دې وینا په اړه یې هېڅ شواهد نه دي راټول شوي.[۲][۳][۴]
فینیاس ټایلور بارنوم | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) (۱۸۵۴–)
ديموکراتيک ګوند (–۱۸۵۴) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
لاسليک | |
سمول |
بارنوم په شل کلنۍ کې د یوه کوچني کاروبار څښتن شو او په ۱۸۳۴ ز کال کې یې نیویارک ته تر لېږدېدو وړاندې یوه اونیزه جوړه کړه. ده یو تفریحي مسلک پیل کړ، لومړی یې د «بارنوم لوی علمي او موزیکال تیاتر» په نامه له یوې ډلې سره پیل وکړ او ورپسې یې «سکاډر امریکايي موزیم» واخیست چې وروسته یې د هغه نوم خپل نامه ته بدل کړ. ده له دغه موزیم څخه د «فیجي مرمیډ» [یا سمندري ښاپېرۍ افسانې] او «جنرال ټام ټومب» په څېر انساني تلوسو د تبلیغ د پلټفارم په توګه کار واخیست. په ۱۸۵۰ ز کال کې يې امریکا ته د مشهورې سویډنۍ اوپېرا سندرغاړې «جیني لېنډ» سفر ته تبلیغ وکړ او تر ۱۵۰ شپو ډېر یې هره شپه دې ته ۱۰۰۰ ډالره ورکول. دی په ۱۸۵۰مه لسیزه کې د بدو پانګونو، کلونو قضايي دعوو او عامه سپکاوي په دلیل له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شو، خو له پورونو څخه د راوتلو لپاره یې د الکولو ضد غورځنګ د ویناوال په توګه د وینا له سفره استفاده وکړه. د ده موزیم لومړی امریکايي اکواریوم [له ښيښو جوړ شوی ځای چې اوبه په کې وي او خصوصاً کبان په کې د نندارې لپاره ساتل کېږي] اضافه کړ او د موميايي شویو مجسمو برخه یې پراخه کړه.[۵]
بارنوم په ۱۸۶۵ ز کال کې د کنیکټیکټ په مقننه یا قانون جوړوونکې جرګه کې دوې دورې د «کنیکټيکټ» ایالت د «فیرفیلډ» سیمې لپاره د جمهوري غوښتونکي په توګه دنده اجرا کړه. ده مقننې جرګې ته د متحدو ایالتونو د اساسي قانون د دیارلسم تعدیل د تصویب په اړه چې غلامي او غیر ارادي بندهګي یې لغوه کوله، خبرې وکړې: "هغه انساني روح چې خدای هغه پیدا کړی او عیسی [علیه السلام] د هغه لپاره مړ شوی، باید له پامه ونه غورځول شي. ښايي د یوه چینایی، ترک، عرب یا هوتنتوت بدن اجاره کړي، خو دا لا هم یو جاوېدانه روح دی." دی په ۱۸۷۵ ز کال کې د «کنيکټيکټ» ایالت د «بریجپورټ» سیمې ښاروال وټاکل شو چې هلته یې د اوبو رسونې، سړکونو ته د رڼا د راوستلو او د څښاک او فحشا د قوانینو د اجرا لپاره کار وکړ. ده په ۱۸۷۸ ز کال کې د بریچپورټ د روغتون په پیلولو کې رول درلود او لومړنی مشر یې و. سره له دې، د سرکس کاروبار یې چې له ۶۰ کلنۍ په عمر یې پیل کړی و، د دوامدار شهرت سرچینه یې وه.[۶][۷]
بارنوم په ۱۸۲۹ ز کال کې له «چاریټي هلېټ» سره واده وکړ او تر ۱۸۷۳ز کال پورې یې د هغې تر مړینې پورې ژوند ورسره وکړ او څلور ماشومان يې لرل. په ۱۸۷۴ز کال کې یې د مېرمنې تر مړینې څو میاشتې وروسته د خپل ملګري له ۴۰ کلنې لور «نانسي فیش» سره واده وکړ. دوی تر ۱۸۹۱ ز کال پورې ګډ ژوند درلود او ښاغلی ټایلور په خپل کور کې د سکتې له امله مړ شو. نوموړی د «ګرو» غره د «برچپورټ» په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو چې دا هدیره ده په خپله ډيزاین کړې وه.[۸]
د ژوند لومړي وختونه
سمولبارنوم د «کنکټيکټ» ایالت په «بېټل» سیمه کې وزیږېد، پلار یې «فیلو بارنوم» هوټلچي، خیاط او دوکاندار و او مور یې «ایرنه ټايلور» د پلار دویمه ښځه وه. د مور لهخوا یې نیکه «فینیاس ټايلور» د ویګ ګوند غړی، قانون جوړوونکی، ځمکوال، د سولې عدالت غوښتونکی او د لاټرۍ پلان جوړوونکی و چې پر ده یې خورا ډېر اغېز درلود.
بارنوم د خپل ژوند په اوږدو کې څو کاروبارونه لرل چې عمومي پلورنځی، د کتاب د لیلام کاروبار، د املاکو پېر او پلور او د لاټرۍ یوه عمومي شبکه په کې شامل وو. ده په ۱۸۲۹ ز کال کې د «کنیکټيکټ» ایالت په «ډنبري» سیمه کې د «هیرلډ اف فریډم» په نامه اونیزه پیل کړه. د دې اونیزې سرمقالې د محلي کلسیاوو د مشرانو پر ضد وې چې د بهتان په اړه د شکایت او قانوني څارنې لامل شوې او په پایله کې نوموړی دوې میاشتې بندي شو، خو له بند نه تر خلاصېدو وروسته د لېبرال غورځنګ پر یوه اتل بدل شو. په ۱۸۳۴ ز کال کې یې خپل پلورنځی وپلوره.[۹][۱۰]
په سیاست کې رول
سمولبارنوم په سیاست کې مهمه ونډه لرله. تر ډېره یې د امریکا کورنۍ جګړې ته د رسېدو په دوره کې پر توکم، غلامۍ او طبقه بندۍ تمرکز وکړ. په ۱۸۵۴ ز کال کې یې د کانساس-نبراسکا له هغه قانون سره مخالفت وکړ چې د غلامۍ ملاتړ یې کاوه، ځکه یې نو ډیموکراټ ګوند چې غلامي یې تاییدوله، پرېښود او د غلامۍ ضد د نوي جمهوري غوښتونکي ګوند برخه شو.
بارنوم ادعا وکړه چې "سیاست تل زما لپاره بې خونده و"، خو سره له دې هم په ۱۸۶۵ ز کال کې د کنیکټيکټ په مقننه جرګه کې د فیرفیلډ لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند استازی وټاکل شو او څلور دورې یې خدمت وکړ. ده د «نیویارک» او «نیوهیون» د رېل پټلۍ پر لارو د داخلي معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره جاسوسان وګومارل او داسې راز یې افشا کړ چې له امله یې کرایې ۲۰ سلنه لوړېدې. نوموړي د متحدو ایالتونو د اساسي قانون د دیارلسم تعدیل د تصویب پر مهال وویل: "د یوه انسان روح چې خدای هغه پیدا کړ او عیسی [علیه السلام] د هغه لپاره مړ شو، باید له پامه ونه غورځول شي. ښايي د یوه چینایي، ترک، عرب یا یوه هوتېنتوت [په سوېل لوېدیځه افریقا کې یوه قبیله] بدن اجاره کړي – خو دا لا هم یو ابدي یا جاوېدانه روح دی." ده پر دې هم اعتراف وکړ چې کله مې په سوېل کې ژوند کاوه، غلامان مې لرل. ده وویل: "ما مې خپل غلامان وهل. زه باید په خپله د دغه کار لپاره زر ځله وهل شوی وای. خو زه هغه وخت یو ډیموکراټ وم – د هغو معمولي ډیموکراټانو له ډلې وم چې له سوېلي اصولو سره شمالي خلک دي."[۱۱][۱۲][۱۳]
ښاغلی بارنوم د راتلونکو څلورو غونډو لپاره انتخاب او د سناتور «اوریس اېس فیري» ځای ناستی شو. دی د هغه قانون ملاتړی و چې په ۱۸۷۹ ز کال کې د کنیکټیکټ عمومي اسمبلۍ نافذ کړی و او «د امېندوارۍ د مخنیوي لپاره یې هر ډول درمل، درملیزه ماده یا وسیله ممنوع بلله» او دا یې هم جرم بللی و چې د امېندوارۍ د مخنیوي لپاره څه عمل وکړي. دا قانون په کنیکټيکټ کې تر هغه وخته پورې عملي پاتې شو چې په ۱۹۶۵ ز کال کې د متحدو ایالتونو سترې محکمې په کریسوالډ کنيکټيکټ کې لغوه کړ. ده په ۱۸۶۷ ز کال کې په کانګرېس کې ګډون وکړ او د خپل درېیم کاکا زوی «ولیم هنري بارنوم» ته یې ماته ورکړه. په ۱۸۷۵ ز کال کې د کنیکټيکټ ایالت د برجپورټ سیمې ښاروال شو. د بریجپورټ د روغتون په پیلولو کې یې مهم رول درلود چې په ۱۸۷۸ کال کې جوړ شو او دی یې لومړنی مشر و.[۱۴][۱۵][۱۶]
شخصي ژوند او مړینه
سمولبارنوم د ۱۸۲۹ کال د نومبر میاشتې په ۸مه نېټه له «چریټي هالټ» سره واده وکړ او څلور بچیان یې لرل چې «کارولین کورنلیا»، «هلن ماریا»، «فرانسیس ایرنا» او «پایولین ټیلو» وو. مېرمن یې د ۱۸۷۳ کال د نومبر میاشتې په ۱۹مه نېټه مړه شوه او یو کال وروسته یې د خپل نږدې ملګري له لور «نانسي فیش» سره واده وکړ. نانسي تر ده څلوېښت کاله کشره وه. [۱۷][۱۸][۱۹]
بارنوم په ۱۸۹۱ کال کې د سکتې له امله په کور کې مړ شو. د «کنیکټيکټ» ایالت د «بریچپورټ» سیمې په «مونتین ګروو» هدیره کې خاورو ته وسپارل شو چې دا هدیره یې په خپله ډیزاین کړې وه.[۲۰][۲۱]
سرچينې
سمول- ↑ پیوستون : 118652621 — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ North American Theatre Online: Phineas T. Barnum
- ↑ Kunhardt, Kunhardt & Kunhardt 1995, p. vi
- ↑ Shapiro, Fred R. The Yale Book of Quotations. New Haven: Yale UP, 2006. p. 44
- ↑ Kunhardt, Kunhardt & Kunhardt 1995, p. 73
- ↑ Barnum, Phineas (1888). The life of P. T. Barnum. Buffalo, N.Y.: The Courier Company. p. 237 – via Ebook and Texts Archive – American Libraries.
- ↑ Kunhardt, Kunhardt & Kunhardt 1995
- ↑ Rogak, Lisa (2004). Stones and Bones of New England: A guide to unusual, historic, and otherwise notable cemeteries. Globe Pequat. ISBN 978-0-7627-3000-1.
- ↑ Mansky, Jackie (December 22, 2017), P. T. Barnum Isn't the Hero the "Greatest Showman" Wants You To Think – His path to fame and notoriety began by exploiting an enslaved slave woman, in life and in death, as entertainment for the masses, Smithsonian
- ↑ Freed, Robin. "Joice Heth". MA candidate, University of Virginia American Studies Department. خوندي شوی له the original on May 18, 2002. بياځلي په April 8, 2007.
- ↑ Barnum, Phineas (1888). The life of P. T. Barnum. Buffalo, N.Y.: The Courier Company. p. 237.
{{cite book}}
:|work=
ignored (help) - ↑ "The Great Showman Dead". The New York Times. April 8, 1891. بياځلي په July 21, 2007.
Bridgeport, Connecticut, April 7, 1891. At 6:22 o'clock to-night the long sickness of P. T. Barnum came to an end by his quietly passing away at Marina, his residence in this city.
- ↑ W., Cook, James (2001). The arts of deception : playing with fraud in the age of Barnum. Harvard University Press. ISBN 978-0674005914. OCLC 876342914.
{{cite book}}
: CS1 maint: multiple names: authors list (link) - ↑ "P. T. Barnum, Justice Harlan, and Connecticut's Role in the Development of the Right to Privacy". Federal Bar Council Quarterly. December 13, 2014. خوندي شوی له the original on December 30, 2018. بياځلي په May 9, 2018.
- ↑ "Connecticut and the Comstock Law". Connecticut History. بياځلي په May 9, 2018.
- ↑ Kunhardt, Kunhardt & Kunhardt 1995
- ↑ Barnum, Patrick W. "A One-Name Study for the Barnum/Barnham Surname: Notes for Phineas Taylor Barnum / Charity Hallett". Barnum Family Genealogy (official website). خوندي شوی له the original on December 11, 2017. بياځلي په December 10, 2017.
- ↑ "A One-Name Study for the BARNUM/BARNHAM Surname". Barnum.org. خوندي شوی له the original on February 20, 2020. بياځلي په January 6, 2020.
- ↑ Barnum, Patrick W. "A One-Name Study for the Barnum/Barnham Surname: Notes for Nancy Fish". Barnum Family Genealogy (official website). خوندي شوی له the original on December 11, 2017. بياځلي په December 10, 2017.
- ↑ Rogak, Lisa (2004). Stones and Bones of New England: A guide to unusual, historic, and otherwise notable cemeteries. Globe Pequat. ISBN 978-0-7627-3000-1.
- ↑ "The Great Showman Dead". The New York Times. April 8, 1891. بياځلي په July 21, 2007.
Bridgeport, Connecticut, April 7, 1891. At 6:22 o'clock to-night the long sickness of P. T. Barnum came to an end by his quietly passing away at Marina, his residence in this city.