فیض محمد ځلاند
ډاکټر فیض محمد ځلاند یاهم (استاد فیض محمد ځلاند) پياوړی شاعر او لیکوال د (محمد الله خان) زوی دی چې په ۱۹۷۹ زیږدیز کال د اګست په ۳۰مه نیټه د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ په ښور کچه سیمه کې زیږېدلی دی.
ځلاند | |
---|---|
فیض محمد | |
د شخص مالومات | |
اصلي نوم | فیض محمد |
زېږېدنه | ۳۰ اګست ۱۹۷۹ پکتيکا ولايت |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | د پوهنتون استاد |
سمول |
زدهکړې:
سمول- ډا کټر فیض محمد ځلاند په ۱۹۹۶زیږدیز کال کې له دولسم ټولګي نه دفراغت سند تر لاس کړ.
- په ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې یې د افغان پوهنتون له طب پوهنځي نه دبریالیتوب سند واخېست.
- په ۲۰۰۶ زیږدیز کال یې د بهرنیو چارو وزارت د ( دېپلوماسۍ) له انسټیټيوټ نه دیپلومه ترلاسه کړه.
- په ۲۰۰۹ زیږدیز کال کې یې دالمان په هیواد کې د (ښه حکومتولي) په څانګه کې له ایرفورټ پوهنتون نه یوکلنه د یپلومه ترلاسه کړه.
- په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې یې دالمان په هیواد کې له ویلي برانډت پوهنتون نه د (عامه پالیسۍ او نړیوالو اړیکو) په څانګه کې د ماسټري بری لیک واخېست.
لنډ مهالې زدهکړي:
سمولډاکټر فیض محمد ځلاند د خپلو لوړو زده کړو تر څنګ لنډمهالې زدهکړې هم تر سره کړې دي چې لاندې په لنډ ډول ترې یادونه کیږي:
- په ۲۰۰۶ زیږدیز کال کې د ( نړیوالې اړیکې او اقتصاد) په برخه کې زدهکړې. دسویستذرلنډ هېواد ، جینوا.
- په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې دبومیاګلوي( لیډر شیپ) په برخه کې زدهکړې، دترکیې هېواد، استانبول.
- په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې د ( استاذۍ مهارتونه) په برخه کې زده کړې، دهندوستان هېواد، نوی ډیلی.
دندې:
سمول- له 2005 څخه تر ۲۰۰۸ پورې د بهرنیو چارو د وزارت د دیپلماسۍ، کونسلۍ، ارشیف په څانګو کې دندې لرلې دي، په ۲۰۰۶ کې د بهرنیو چارو د وزارت لخوا د یوې میاشتنې دندې به پار سویس، جینوا ته وساتلی شو چې هلته یې د ګران استازولي په نړیوالو غونډو کې ترسره کړه.
- له ۲۰۰۹ زیږدیز کال نه تر ۲۰۱۱زیږدیز کاله پورې په ( ایر فورټ)پوهنتون کې د استاد په توګه یې دنده ترسره کړې ده چې هلته یې د دولت جوړونې په څانګه کې درس ورکاوه.
- ه ۲۰۱۱ نه تر ۲۰۱۲ زیږدیز کال پورې یې په بون الماني پوهنتون کې د تحقیق په څانګه کې کار کړی دی.
- دا مهال د کابل پوهنتون د اداره او پالېسۍ په پوهنځي کې داستاد دنده تر سره کوي.
اثار
سمولډاکټر فیض محمد ځلاند د دې ترڅنګ چې یو پیاوړی پښتون شاعر دی او په دې برخه کې یې څلور شعري ټولګي خپرې شوې دي، پوهنیز کتابونه یې هم په پښتو ژبه لورولي دي. د ډاکټر ځلاند خپاره شوي او ناخپاره اثار په لاندې ډول دي.
شعري خپاره شوي اثار
سمولاسره – ۲۰۰۴ ته جانان راته هرڅه یې – ۲۰۰۸ بې څیرې لکه حباب درته ولاړ یم – ۲۰۱۴
نثري اثا
سمول- ارواپوهنه
- لیډرشپ
- پاکستان د ګړنګ پر غاړه ( ژباړه)
- له طالبانو وروسته دولت جوړنه په افغانستان کې ( ژباړه)
- د اوښکو ډنډونه ـ لنډې کیسې
ناچاپ اثار
سمولد چیپټر په توګه تدریسې کتابونه:
سمولد ادارې تیوریانې سیمیزه حکومتواله حکومتواله اداري اصلاحات د تحقیق میتودونه د ځلاند مشاهده ـ سیاسي مقالې