فرایشتت (به آلمانی Freistadt ، ټکی په ټکی ازاد ښار مانا لری) په بر اتریش کې یو ښار دئ چه د ۲۰۱۴ کال د یانوار (جنوری) په وړومبۍ نېټه د اوسېدونکو شمېر ۷۴۶۵ تنه و. د ۱۸۴۹ د کال راهیسي دا ښار د فرایشتات د سیمی پلازمېنه ده. د فرایشتات تیږه د ۱۲۲۰ کال په شاوخوا کې کښېښودل شوه. د ښار د مینځ ډېر زوړ او د کتلو وړ دئ. د ۱۸۷۹ کال د اتریش د قصري اینی یو لښکرگوټ په فرایشتات کې مېشته شو. د ۱۹۳۷ کال یوه قشله جوړه شوه. په آلمانی کې (تیلی کاسېرنه) یعنی د تیلی قشله نومېږی. په اوسنی غومن کې دلته عسکران د افسرۍ دپاره روزل کېږی. فرایشتات د اورگاډی ستېشن لری. گاډی ئې لینڅ او پراگ ته ځی. سروېس چه لینڅ ته ځی هم شته. دا ښار روغتون او د زړو انسانانو هستوگنځی لری. زو څو غومن راهیسی ښاروال ئې کریستیان یاخس دئ. د ناحیې په شورا کې د اتریش د خلک گوند قاطع اکثریت لری. په دې شورا کې نور گوندونه هم شته: د اتریش ټولنیز دمکراتیک گوند، د چاپېریال ساتونکو حزب، د اتریش ازادی پاله گوند او د اتریش د راتلونکی دپاره یووالی.