فرانک زاپا

فرانک زاپا
(انګلیسي: Frank Zappa د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فرانک زاپا
فرانک زاپا

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Frank Vincent Zappa د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۱ ډيسمبر ۱۹۴۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
مړینه 4 ډيسمبر 1993 (53 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاس انجلس  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل د پروستات سرطان  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره وست وود هدیره  د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 1.83 متر[۱۴]  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سندرغاړي
غږ ورکونکی ستوری
سکرين ليکوال
لوبگر[۱۵]
خبريال
ميوزيشن[۱۶][۱۳]
فلم پروډیوسر  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۷][۱۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې[۱۹][۲۰]  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فرانک ویسنټ زاپا (زوکړه د ۱۹۴۰ز کال د دسمبر ۲۱مه ـــ مړینه د ۱۹۹۳ز کال د دسمبر څلورمه نېټه) یو امریکایی سازنده، کمپوزر او د موسیقۍ د ډلو لارښود و. د هغه د کار ځانګړنې له نورو څخه له نه پیروۍ، خپلواکې في البدیهې، د اواز له تجربو، د موسیقۍ له هنري مهارت او د امریکایي کلتور له هجوې څخه عبارت دي. زاپا له ۳۰ کلونو څخه د زیاتې مودې یو مسلک په ترڅ کې، د راک، پاپ، جاز، مختلط جاز، ارکسترایي او د کانکرېټ موسیقۍ اثار (musique concrète) کمپوز کړل، او له شپېتو څخه زیات البومونه یې تولید کړل چې د اختراعاتو د مور په نامه خپلې مجموعې سره او د یو جلا هنرمند په توګه سره یې واوایستل. زاپا همدارنګه ننداریز فلمونه، وېدیویي موسیقۍ هدایتکاري کړې او له البومونو پوښونه یې ډیزاین کړل. هغه د خپل دور له تر ټولو ابتکاري او د سبک له پلوه د متنوعو سندرغاړو څخه یو شمېرل کېږي.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

زاپا د یو له خپل ځان څخه د زده کړه کوونکي او اجرا کوونکي په توګه، د موسیقۍ بېلابېلې توانایۍ درلودې چې هغه یې د دې جوګه کړی و تر څو داسې موسیقي ایجاد کړي چې کله کله یې طبقه بندي کول سخت وو. په داسې حال کې چې نوموړي د خپل عمر له ۱۳ څخه تر ۱۹ کلنۍ پورې د ۲۰مې زېږدیزې پېړۍ د کلاسیکې عصریت پالنې (modernism) یوه سلیقه، د افریقایي-امریکایي اهنګ د جاز موسیقۍ بلوز ډول (rhythm and blues)، او ډوو-وپ موسیقي (doo-wop) کسب کړه. هغه د لېسې په دوره کې د کلاسیکې موسیقۍ لیکل پیل کړل، په داسې حال کې چې په عین وخت کې یې د اهنګونو او د جاز موسیقۍ له بلوز ډول سره ډول وهنه کوله، چې وروسته بیا برقي ګیتار ته واوښت.  د هغه د ۱۹۶۶ز کال لومړنی ظاهرېدونکی البوم چې د اختراعاتو مورګانې، ترهېدنه!، د دودیز راک او رول په قالب کې ترکیبي سندرې چې د ابتکارونو مجموعې او له آډیو څخه رامنځته شوی د اواز هنري مخلوط پکې شامل وو. نوموړي خپل ګلچین او تجربوي مېتود ته ادامه ورکړه، په داسې توګه چې بنسټیز قالب یې راک، جاز یا کلاسیک و.[۲۵]

د زاپا هنري محصولات د یو فرضي استمرار چې هغه ورته د "پروژې/موخې" نوم ورکړی و، د موسیقۍ د زیات شمېر عباراتو، مفکورو، او طبعو سره چې د هغه په البوم کې تر سرترګو کېږي، راټول شوي دي. د هغه اشعارو د مروجو ټولنیزو او سیاسي پروسو، جوړښتونو، او حرکتونو پر وړاندې د هغه ماتوونکې نظریې منعکسې کړې، چې ځینې وختونه دا د ټوکو په انداز کې وې، او نوموړی د کمېډی راک موسیقۍ د معنوي پلار په نامه  پېژندل کېږي. هغه د معمول ښوونیز سېستم  او تنظیم شوي دین پر وړاندې له شور و ځوږ څخه ډک نقد کوونکی او د بیان د ازادۍ، پخپله زده کړې، سیاسي ونډې اخیستنې او د سانسور د له منځه وړلو یو کلک او تند مزاجه مدافع و. د هغه د دورې د راک د زیات شمېر نورو سندرغاړو خلاف، هغه د تفرېحي مخدره توکو د کارولو تایید نه کاوه، بلکې د جرمونو له منځه وړلو او مقرراتو څخه یې ملاتړ کاوه[۲۶][۲۷]

زاپا له یو متنازع نقد کوونکي موقف سره په لویه پیمانه زېږند، او کارنده هنرمند و؛ د هغه د موسیقۍ مینه والو د هغه د موسیقۍ د کمپوزي پېچلتیا ستاینه کوله، حال دا چې منتقدینو یې یاده موسیقي له احساسي ژوروالي څخه تشه ګڼله. هغه له متحده ایالاتو څخه بهر په ځانګړې توګه په اروپا کې په لوړه کچه سوداګریزه بریا تر لاسه کړې وه. سره له دې چې زاپا د یو مستقل هنرمند په توګه کار کاوه، اما تر ډېره د توزېع په هغو تړونونو متکي و چې د موسیقۍ د لویو خپروندویو شرکتونو سره یې امضا کړي وو. هغه په زیات شمېر سندرغاړو او کمپوزرانو باندې اغېزې اچولې دي. د نوموړي د زیات شمېر ویاړونو له جملې څخه په ۱۹۹۵ز کال کې د مشاهیرو په تالار کې هغه ته غړیتوب ورکول او د ۱۹۹۷ز کال د ټول عمر د لاسته راوړنو ګرامي جایزه (Grammy Lifetime Achievement Award) یادولی شو.

له ۱۹۴۰مې زېږدیزې لسیزې څخه تر ۱۹۶۰مې زېږدیزې لسیزې:  د ژوند لومړني وختونه او حرفه یي ژوند سمول

زاپا د ۱۹۴۰ز کال د دسمبر په ۲۱مه نېټه د ماری لنډ په بالتېمور کې زیږېدلی دی. د هغه مور، روز ماري (چې د زېږون پر وخت یې تخلص کالیمور و) له اېټالوي ( د نیاپولیتي او سیسلي) او فرانسوي نسل څخه  رېښه درلوده؛  د هغه پلار چې نوم یې د فرانسیس ویسنټ زاپا په بڼه انګلیسي شوی و، د سیسلي د ټاپو له پارتینیکو (ښارګوټي) څخه یو مهاجر و چې له یوناني او عربي نسل څخه و.

فرانک، چې د څلورو ماشومانو په منځ کې تر ټولو مشر و، په یوه داسې اېټالوۍ-امریکایۍ کورنۍ کې رالوی شو، چېرته چې د هغه د نیکه او نیا له خوا ډیری په اېټالوي ژبه خبرې کېدې. کورنۍ یې له دې امله چې پلار یې یو کېمیا پوه او ریاضي پوه و، او د فاع په فابریکه کې یې کار کاوه، وخت ناوخته بې ځایه کېده. په ۱۹۴۰مه زېږدیزه لسیزه کې، په فلوریډا کې له یو څه وخت تېرولو وروسته، د نوموړې کورنۍ بېرته ماریلنډ ته راستنه شوه، او پلار یې هلته د ابرډین پروېنګ ګراونډ د اېډووډ د کېمیاوي جګړې وسله تون په تاسیساتو کې چې د متحده ایالاتو د اردو له خوا ورڅخه ګټه اخیستل کېده، کال پیل کړ. وسله تون ته چې د شړشمو ګاز پکې ساتل کېده، د هغوی د کور د نږدې والي له کبله د ګاز ماسکونه د د احتمالي پېښې د رامنځته کېدو په خاطر د هغه په کور کې ساتل کېدل. د ژوند کولو دغه ترتیب په زاپا باندې یو ژور اغېز کېښود، او د هغه د کار په اوږدو کې مېکروبونو ته، د مېکروبونو سره جګړې، ناروغینو او دفاعي فابریکې ته په تکراري ډول اشارې شوې دي.[۲۸][۲۹]

د زاپا پلار به کله کله له سیمابو څخه ډک شوي لابراتواري تجهیزات د خپل کار له ځای څخه کور ته راوړل او زاپا ته به یې د لوبو لپاره ورکول. زاپا وایي چې د یو ماشوم په توګه به یې د تل لپاره له نوموړو تجهیزاتو سره لوبې کولې، ځینې وختونه به یې مایع سیماب په ځمکه اېښودل او د یو چکش په کارولو سره به یې هغه په دایروي بڼه شیندل، چې په پایله کې یې د خپل خوب د خونې ټول غولی په سیمابو پوښلی و. په ماشومتوب کې په پوځي اډو کې له زهري عنصري سیماب سره سروکار درلودل، له بلوغ څخه وروسته د پروستات د سرطان خطر زیاتوي. په زاپا کې په ۱۹۹۰ز کال کې د ۴۹ کلنۍ په عمر د پروستات د وروستۍ برخې سرطان تشخیص شو او په ۱۹۹۳ز کال کې ورڅخه ومړ.[۳۰][۳۱][۳۲]

زاپا چې کله ماشوم و، زیاتره وخت به ناروغ و، چې له سابندۍ، د غوږونو د درد، او د سینوز له ستونزو سره لاس او ګرېوان و. یو ډاکتر یې د پزې په سوریو کې د رادیوم د مردکیو په ځای پر ځای کولو سره د سینوزیت ناروغۍ درملنه وکړه. په هغه وخت کې حتې د درملنې اړوندې تشعشع د لږ مقدارونو په اړه ډېر لږ معلومات موجود وو. که څه هم چې له هغه وخته څخه ادعا کېږي چې د رادیوم په واسطه د پزې درملنه له په سرطان د اخته کېدو لامل ګرځېدی شي، خو هېڅ یوې مطالعې په کافي اندازه شواهد نه دي وړاندې کړي چې دا ادعا تایید کړي.[۳۳][۳۴]

د پزې انځورېدل او هغې ته اشارې د نوموړي په موسیقۍ او غزلو کې او همدارنګه د نوموړي د اوږدې مودې ملګري کال شنګل له خوا د جوړو شوو البومونو په مجموعو کې له ورایه ښکاري. زاپا باور درلود چې د هغه د ماشومتوب ناروغۍ ښایي د شړشمو د ګاز د اغېزو له امله وي چې د کېمیاوي جکړې له تاسیساتو څخه خپرېده، او کله چې هغه په بالتېمور کې اوسېده، روغتیایي وضعیت یې د خرابۍ خوا ته ولاړ. په ۱۹۵۲ز کال کې، د هغه کورنۍ د روغتیایي دلایلو لپاره د کالیفورنیا مونټېري ته بې ځایه شوه، چېرته چې د هغه پلار، د سمندریزو ځواکونو په فوق لېسانس پوهنتون کې مېټالورژي تدریس کوله. هغوی مخکې له دې چې په پای کې په ورڅېرمه سان دیاګو کې میېشت شي، ډېر ژر کلایرمونټ او بیا ال کاجون (El Cajon) ته کډه شول.[۳۵][۳۶][۳۷]

د موسیقۍ لومړني علایق سمول

زاپا له خپلې لومړنۍ ډلې سره د سان دیاګو په مېشن بې لېسه کې د ډولچي په توګه یو ځای شو. تقریباً په عین وخت کې یې والدینو یو فونوګراف ورته واخیست، کوم چې هغه د دې جوګه کړ تر څو په موسیقۍ کې خپلو علایقو ته وده ورکړي، او د خپلو ریکارډونو مجموعې یې پیل کړې. د راک په اړه د لنډ لارښود (۲۰۰۳ز کال) له مخې، "زاپا له ۱۳ تر ۱۹ کلنۍ پورې، په پرله پسې ډول د تور R&B (جاني ګیتار واټسون، ګیتارسلیم، ډوو ووپ (چینلونو، وېلوېټونو)، د ایګور ستراوینسکي او انتون ویبېرن، او د اېدګار وارېز د نا موزونو آوازونو مجذوب شو. "[۳۸]

R&B انتخابونه د زاپا لپاره لومړنۍ پېرنې وې، چې ورسره یې یو لوی کولېکسیون جوړ کړ، کوم یې چې د خپل پاتې ژوند لپاره وساته، هغه له اوازونو سره د هغوی د ځانګړتیاوو له امله علاقه درلوده، په ځانګړې بڼه یې د ډولونو او نورو هغو وسیلو سره چې وهل کېږي، مینه لرله. هغه چې کله دوولس کلن و، یو تاري ډول یې تر لاسه کړ او د ډنګولو (وهلو) اړوند ارکسترایي سازونو د اساساتو زده کړه یې پیل کړه.[۳۹]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118636200  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb139013873 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Frank-Zappa — subject named as: Frank Zappa — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6dj664m — subject named as: Frank Zappa — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ NE.se ID: https://www.ne.se/uppslagsverk/encyklopedi/lång/frank-zappa — subject named as: Frank Zappa — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Nationalencyklopedin
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1141 — subject named as: Frank Zappa — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?151065 — subject named as: Frank Zappa — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/92623 — subject named as: Frank Zappa — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ subject named as: Frank Zappa — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/90e4557529f2420bbde2d9d6f7edc71b — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0073158.xml — subject named as: Frank Zappa — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=frank;n=zappa — subject named as: Frank Zappa
  12. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=66893 — subject named as: Frank Zappa — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ ۱۳٫۲ https://cs.isabart.org/person/79261 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  14. https://bodysize.org/fr/frank-zappa/
  15. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/title/tt0647128/ — د نشر نېټه: ۱۵ جنوري ۲۰۲۳ — سرليک: Payback
  16. Union List of Artist Names ID: https://www.getty.edu/vow/ULANFullDisplay?find=&role=&nation=&subjectid=500350999 — د نشر نېټه: ۱۴ مې ۲۰۱۹ — پیدا کوونکی: Getty Research Institute — د خپرولو نیټه: ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۶
  17. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb139013873 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  18. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/29422179
  19. MusicBrainz artist ID: https://musicbrainz.org/artist/e20747e7-55a4-452e-8766-7b985585082d — د نشر نېټه: ۱۹ اگسټ ۲۰۲۱ — خپرونکی: MetaBrainz Foundation
  20. Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/92623 — د نشر نېټه: ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۱
  21. Semley, John (August 9, 2012). "Where to dive into Frank Zappa's weird, unwieldy discography". The A.V. Club. د لاسرسي‌نېټه March 14, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Ruhlmann, William. "Frank Zappa – Biography & History". AllMusic. د لاسرسي‌نېټه August 8, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Whitaker, Sterling (December 4, 2015). "The Day Frank Zappa Died". Ultimate Classic Rock. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په October 12, 2015 باندې). Gail Zappa: Frank Zappa's wife, muse and manager who ferociously protected his musical legacy. The Independent.
  25. Buckley, Peter (2003). The Rough Guide to Rock: [The Definitive Guide to More Than 1200 Artists and Bands] (الطبعة 3rd). London: Rough Guides. د کتاب پاڼې 1211. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84353-105-0. As a teenager, Zappa was simultaneously enthralled by black R&B (Johnny 'Guitar' Watson, Guitar Slim), doo-wop (The Channels, The Velvets), the modernism of Igor Stravinsky and Anton Webem, and the dissonant sound experiments of Edgard Varese. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Semley, John (August 9, 2012). "Where to dive into Frank Zappa's weird, unwieldy discography". The A.V. Club. د لاسرسي‌نېټه March 14, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Comedy rock". AllMusic. د لاسرسي‌نېټه November 14, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. The New Rolling Stone Encyclopedia of Rock & Roll, 1993.
  29. Miles, Barry (2004). Frank Zappa. London: Atlantic Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84354-092-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Real Frank Zappa Book. Simon and Schuster. 1989. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-671-70572-5. د لاسرسي‌نېټه May 1, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Treven Pyles (August 12, 2020). "Prostate cancer due to toxic exposure on military bases". د لاسرسي‌نېټه May 1, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. A.C. Grimes (September 5, 2018). "FRANK ZAPPA'S TRAGIC REAL-LIFE STORY". Grunge.com. د لاسرسي‌نېټه May 1, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Nasopharyngeal Radium Irradiation (NRI) and Cancer". National Cancer Institute. January 2003. د اصلي آرشيف څخه پر April 11, 2015 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Miles, Barry (2004). Frank Zappa. London: Atlantic Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84354-092-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Miles, Barry (2004). Frank Zappa. London: Atlantic Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84354-092-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Mendoza, Bart (November 11, 2005). "Counter Culture Coincidence" (PDF). San Diego Troubadour. د کتاب پاڼې 4. د لاسرسي‌نېټه September 11, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Slaven, Neil (2003). Electric Don Quixote: The Definitive Story of Frank Zappa (الطبعة 2nd). Music Sales Group. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7119-9436-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Miles, Barry (2004). Frank Zappa. London: Atlantic Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84354-092-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Buckley, Peter (2003). The Rough Guide to Rock: [The Definitive Guide to More Than 1200 Artists and Bands] (الطبعة 3rd). London: Rough Guides. د کتاب پاڼې 1211. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84353-105-0. As a teenager, Zappa was simultaneously enthralled by black R&B (Johnny 'Guitar' Watson, Guitar Slim), doo-wop (The Channels, The Velvets), the modernism of Igor Stravinsky and Anton Webem, and the dissonant sound experiments of Edgard Varese. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)