فرانسېس ګارنییر

فرانسیس گرنیر انګلیسي: Francis Garnier چې په فرانسوي فرانسیس گرونیې تلفظ کېږي او مکمل نوم ېې ماري جوزف فرانسوا گرونیې دې د جولای په ۲۵ نېټه کال ۱۸۳۹ د فرانسې په سنت اېتین کې زېږېدلی او د دسمبر په ۲۱ نېټه کال ۱۸۷۳د وېتنام په هانوا کې مړ شوی. فرانسیس گرنیر تند بې پروا او سر ټمبه کس، متعصبه هېوادپال، په تاریخ کې د پراخه لاس ته راوړنو افتخار لرونکي، په څو ژبو خبرې کوونکی، په عمومي ساینس کې زدکړې لرونکی، کیشتی چلونکی او نقشه رسمونکی وو. فرانسیس گرنیر د پوځ د افسر زوی وو په ځواني کې ېې مور او پلار د ده سره مخالف وو چې په پوځ کې دنده ترسره کړي خو د مخالفت سره بیا هم فرانسیس گرنیر وکړای شو دوی راضي او د پوځ په سمندري ځواک کې په ۱۸۵۶ کې دنده واخلي. له زدکړو وروسته په کال ۱۸۶۰ کې فرانسې نه د عملیاتو لپاره چین ته ولېږدول شو. په کال ۱۸۶۱ کې له لېونارد چارنر سره یوځای د چي هوا په نامه جگړه کې ونډه واخیسته چې دوېتنام د خلکو موثر مقاومت د فرانسویانو سره په جنوبي وېتنام (کوچینچینا) کې د پای ټکی کېښود. په ۱۸۶۳ کې فرانسیس گرنیر په کوچینچینا کې د نوې تاسیس شوې مستعمرې یا کالونی په اداره کې کار پېل کړخو په عین وخت کې ېې د پوځ دنده هم مخکې وړله. فرانسیس گرنیر د فرانسې د قدرت زېاتېدو او پېاوړي کېدو لپاره، د مکونگ سیند کشف او د دې کشف پر سوداگريزو گټو کار وکړ. خو د دې سیند په کشف کې د سوداگریزو گټو پلان ناکام شو. د ناکامېدو وجه دا وه چې هر ډول کیشتیو پکې سفر نشو کولای او گټه ېې دا وه چې د سیند دنقشې په رسمولو سره اولني اروپایان وو چې د یون نان ولایت ېې کشف کړ او هلته ورسېدل چې د دې چارو سر ته رسولو باندې ېې په کال ۱۸۶۸کې څو افتخاري مډالونه لاس ته راوړل. په کال ۱۸۷۳د اگسټ په مېاشت کې کله چې دکوچینچینا دمستعمرې فرانسوي والي ماري جول دوپرې د یوفرانسوي سوداگرجان دیوپوي په ذریعه د یوې غېرې قانوني گټې په لټه کې شوو له شانگهای نه سایگون ته وغوښتل شوتر څو په سور سیند له چین سره د سوداگري لپاره کار وکړي. تاریخ پوهان لیکي چې د کوچینچینا والي دوپرې مخفي هدایات فرانسیس گرنیر ته ورکول تر څو د پاریس له پلان سره مخالف کار وکړي د پاریس پلان د سوداگري لار خلاصول وو خو د دوی دواړو پلان په منطقه کې د فرانسوي ژبه رواج کول او د منطقې غصب کول وو تر څو فرانسه په منطقه کې موضع ولري. د نومبر په ۵ نېټه کال ۱۸۷۳کې هانوا ته ورسېد او هلته ېې د وېتنام له چارواکو سره له دښمني ډک ملاقاتونه ولرل او د نومبر په ۲۰ تاریخ ېې د وېتنام په یوې پوځي کلا برېد وکړ چې د ورسره پوځ تعداد کم خو ښه تجهيز شوي وو په دې سره ېې وکړای شول چې د وېتنام په پوځي کلا کې وېتنامي پوځ ته ماته ورکړي او کلا ترې ونیسي او له همدې نیولو او غصب شویو وېتنامي منطقو نه ېې په سور سیند د کار لپاره گټه پورته کوله. یوه مېاشت وروسته کله چې فرانسیس گرنیر د وېتنام په نورو کلاگانو یرغل وکړ د وېتنام چارواکو له چینايي غلو سره چې تور بیرغ ېې لاره او د لیو ینگ فو لخوا رهبري کېدل موافقه وکړه چې دوي کولای شي په داوطلب ډول سره د وېتنام د پوځ په لیکو کې کار او خدمت وکړي د دې غلو په مرسته وېتنامیانو پرفرانسوي پوځ حمله وکړه او په کال ۱۸۷۳د دسمبر په ۲۱ نېټه کې ېې فرانسیس گرنیر وواژه د ده له مرگ سره فرانسې دا پرېکړه وکړه چې له شمالي وېتنام نه خپل پوځ وباسي.

تړلې لیکنې سمول

سرچینې سمول

  1. http://1rahimi.blogspot.be/