فرانسیسکو فرانکو

فرانسیسکو فرانکو باهامونډ (۴ ډسمبر ۱۸۹۲ – ۲۰ نومبر ۱۹۷۵ زکال) هسپانوي جنرال و چې د هسپانیا د کورنۍ جګړې پر مهال یې د هسپانیا د دویم جمهوریت په راپرځولو کې د ملت پاله ځواکونو مشري وکړه او له هغو وروسته یې له ۱۹۳۹ زکال څخه تر ۱۹۷۵ زکال پورې په هسپانیا باندې د یوه دیکتاتور په توګه واک وچلاوه او د ځان لپاره یې د کادیلو یا رهبر لقب وټاکه. د ملت پالو له واکمنۍ څخه د فرانکو تر مړینې د هسپانیا په تاریخ کې دغه دوره په معموله توګه د فرانکوئیستي هسپانیا او فرانکویست دیکتاتوري دوره بلل کېږي.

فرانسیسکو فرانکو
(هسپانوي: Francisco Franco Bahamonde د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فرانسیسکو فرانکو
فرانسیسکو فرانکو

د شخص معلومات
زیږون نوم (هسپانوي: Francisco Paulino Hermenegildo Teódulo Franco Bahamonde د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۴ ډيسمبر ۱۸۹۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
مړینه 20 نومبر 1975 (83 کاله)[۱][۱۸][۲][۳][۴][۵][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مادريد [۱۹][۱۸]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل زړه نابری   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت اسپانیا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 1.63 متر   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک پوځي افسر
پوځي ځواک
سياستوال
سکرين ليکوال [۲۰]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه هسپاني   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) هسپاني [۲۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام بريد جنرال (۱۹۲۶–۱۹۳۴)  د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د هسپانيې کورنۍ جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
فرانسیسکو فرانکو
فرانسیسکو فرانکو

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فرانکو چې د ګالیسیا د پېرول سیمې په یوې لوړې طبقې نظامي کورنۍ کې وزېږېد، له ۱۹۰۷ زکال څخه یې تر ۱۹۱۰ زکال پورې د هسپانیې پوځ د تولډو پیاده پوځ په اکاډميکې کې زده کړې وکړې. هغه مهال چې په ۱۹۲۶ زکال کې یې په مراکش کې خدمت کاوه، د ۳۳ کلنو په عمر برید جنرالۍ رتبې ته ورسېد، چې له امله یې په هسپانیه کې په تر ټولو ځوان جنرال واوښت. دوه کاله وروسته، په ساراګوسا کې د پوځ د عمومي اکاډمۍ مشر شو. د یوه محافظه کاره او سلطنت غوښتونکي په توګه نوموړی په ۱۹۳۱ زکال کې د سلطنت له منځه تلو او د دویم جمهوریت بنسټ اېښودو پېښمانه او د پوځي اکاډمۍ له منځه تلو نور هم پسې ژوبل کړ، خو له دې سره هغه په پوځ کې خدمت ته دوام ورکړ. وروسته له هغه چې د هسپانیې ښي اړخي CEDA کنفدریشن او راډیکال جمهوری غوښتونکی ګوند د ۱۹۳۳ زکال ټاکنې وګټلې، د هغه ځایګی لوړ شو او هغه ته یې واک ورکړ چې په استوریاس کې د ۱۹۳۴ زکال پاڅون وځپي. فرانکو د ۱۹۳۶ زکال له ټاکنو وړاندې چې په کې کیڼ اړخې جبهه واک ته ورسېده او هغه یې قناري ټاپوګانو ته ولېږه، د لنډ مهال لپاره د پوځ د لوی درستیز په توګه وټاکل شو. هغه چې په پیل کې یې له پوځي کودتاه سره لېوالتیا نه لرله، خو په پای کې یې په ۱۹۳۶ زکال ورسره لاس یو کړ او د هسپانیا د نیولو لپاره یې د هڅو له ماتې وروسته د هسپانیې کورنۍ جګړې ته لمن ووهله.[۲۲]

د جګړې پر مهال، هغه په افریقا کې د هسپانوي استعماري ځواک مشري کوله او د یاغیانو د ګڼ شمېر مشرانو له مړینې وروسته، هغه د خپلې ډلې یوازنی مشر شو چې په ۱۹۳۶ زکال کې د جنرال سیمو (مارشال) او د دولت د مشر په توګه وټاکل وشو. هغه د یو ګوندی دولت د جوړولو (FET y de las JONS) پر مهال ټول ملت پاله ګوندونه سره ادغام کړل. درې کاله وروسته ملت پالو د بریا اعلان وکړ او د سیاسي مخالفینو د ځپلو له لارې یې په هسپانیا کې د فرانکو دیکتاتورۍ ته پراختیا ورکړه. د هغه دیکتاتورۍ اجباري کار رامنځته کړ، د اجباري کار له کمپونو څخه یې ګټنه وکړه او همدارنګه له ۳۰۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰۰ تنو پورې یې اعدام کړل. د جګړې د مهال له وژنو سره یوځای د دغو سپینو ترورونو شمېر له ۱۰۰۰۰۰ څخه ۰۰۰ ۲۰۰ کسو ته ورسېد. [۲۳][۲۴][۳۲][۳۳]

له کورنۍ جګړې وروسته هسپانیا کې، فرانکو د ملي ادارې (Movimiento Nacional) په رامنځته کولو سره خپل شخصیتي ځایګی جوړ کړ. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال هغه د هسپانیا بې پلویتوب وساته، خو له محور ځواکونو څخه یې ملاتړ وکړ – د هغو غړو هېوادونو ایټالیا او جرمني د هسپانیا د کورنۍ جګړې پر مهال، له هغه سره مرسته کړې وه – او په بېلابېلو اړخونو کې یې د دغه هېواد نړیوال شهرت ته زیان واړاوه. د سړې جګړې د پیلیدو پر مهال فرانکو د تکنوکراتیکو او لیبرال اقتصادي پالیسو په مرسته هسپانیا د ۲۰ مې پېړۍ له اقتصادي ناورینه واېسته او د «هسپانوي معجزې» په نامه یې د هسپانیا د چټکې اقتصادې ودې د دورې مشري وکړه. هماغه مهال د هغه رژیم له یو توالیتر دولت څخه د محدودې اکثریت پالنې په استبدادي حکومت واوښت.

نوموړی د کمونېزم ضد خوځښت مشر شو او د لویدیځ په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو ملاتړ یې ترلاسه کړ. هغه مهال چې د هغه دیکتاتورئ خپل تند سیاستونه راکم کړل، لوئیس کاررو بلانکو د فرانکو په څنګ کې د هغه په مخکښ سلاکار واوښت، هغه چې په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې په پارکینسون ناروغۍ باندې باندې د فرانکو له اخته کېدو وروسته یې رول پراختیا ومونده. په ۱۹۷۳ زکال کې فرانکو د عمر د زیاتوالي او ناروغۍ له امله له لومړي وزارت استعفا ورکړه – د لومړي وزارت چوکۍ له ۱۹۶۷ زکال وروسته د دولت د مشرتابه له چوکۍ جلا شوې وه – خو له دې سره هغه د دولت د مشر او د ځواکونو د اعلی سر قوماندان په توګه پاتې شو. فرانکو په ۱۹۷۵ زکال کې د ۸۲ کلونو په عمرمړ شو او په Valle de los Caídos کې دفن شو. هغه د خپلې واکمنۍ په وروستیو کلونو کې پاچهي نظام بېرته رامنځته کړ او خوان کارلوس چې دیموکراسي ته یې د هسپانیا لېږد رهبري کړ، د هغه ځای ناستی پاچا شو.[۳۴][۳۵]

د هسپانیا په تاریخ کې د فرانکو میراث بحث جوړوونکی پاتې شوی، ځکه د وخت په اوږدو کې د هغه د دیکتاتورۍ ماهیت بدلونونه لرلي، د هغه واکمني په وحشیانه توګه د مخالفینو په ځپلو چې په لسګونه زره مړي یې له ځان سره لرل او همدارنګه په اقتصادي ودې چې تر ډېره بریده یې د هسپانوي وګړو د ژوند کچه لوړه کړه؛ مشخصه کېږي. د هغه د دیکتاتورۍ سبک په کافي اندازه د انطباق وړ و، چې ټولنیزو او اقتصادي اصلاحاتو ته یې لار برابروله، خو بیا هم یو ډېر متمرکز، اقتدار پلوی، ملت پال، ملي کاتولېزم پال، ماسون ضد او کمونېزم ضد حکومت و.

د فرانکو تر ادارې لاندې هسپانیه سمول

فرانکو د ۱۹۳۹ زکال په فبروري میاشت کې د بریتانیا، فرانسې او ارجنټاین له خوا د هسپاینې د د دولت د مشر په توګه په رسمیت وپېژندل شو. له دې وړاندې هغه د ملت پالو د جنرال سیمو (مارشال) او د دولت مشر (Jefe del Estado) په توګه ټاکل شوی و، له دې وروسته هغه د ځان لپاره د «جلالتماب دولت مشر» ("Su Excelencia el Jefe de Estado") رسمي عنوان وټاکه. هغه همدارنګه د هسپانیا په رسمي دولتي اسنادو کې د «هسپانیا د رهبر» («Caudillo de España»)، کله هم د «هسپانیا په میراثونو کې د وروستۍ صلیبي جګړې د رهبر» ("el Caudillo de la Última Cruzada y de la Hispanidad") او د «کمونېزم او د هغو د هملاسو سره د آزادي بخښونکې جګړې د رهبر» ("el Caudillo de la Guerra de Liberación contra el Comunismo y sus Cómplices") په توګه بلل کېده.[۳۶][۳۷][۳۸]

د کاغذ پر مخ، فرانکو له ځانه د وړاندې او وروسته بل هر هسپانوي رهبر په پرتله زیات واک درلود. د مادرید له نیولو وروسته نوموړي په لومړیو څلورو کلونو کې په انحصاري ډول د خپلو فرمانونو له مخې واک وچلاوه. د «دولت د مشر قانون» د ۱۹۳۹ زکال په اګست کې تصویب شو، چې له مخې یې ټول ځواک د «تل لپاره» د فرانکو واک ته ورغی. د دغه قانون له مخې هغه اړ نه و چې د ډېری قوانینو اړوند له کابینې سره مشوره وکړي. د پین په خبره، فرانکو د خپل قدرت په اوج کې له ستالین او هیټلر څخه ډېر واک درلود. هغه څرګندوي چې په داسې حال کې چې هیټلر او ستالین د ربړي ټاپې لرونکي پارلمانونه لرل، خو له جګړې وروسته لومړیو کلونو کې دغې چارې په هسپانیه کې صدق نه کاوه – هغه وضعیت چې په اسمي توګه یې د فرانکو رژیم «په نړۍ کې په تر ټولو خپل سري رژیم» واړاوه.[۳۹][۴۰]

دغې چارې په ۱۹۴۲ زکال کې بدلون وکړ، هغه مهال چې فرانکو د Cortes Españolas په نوم پارلمان جوړ کړ. دغه پارلمان د مشارکتي اصولو پر بنسټ وټاکل شو او واقعي ډېر لږ واک یې درلود. د یادولو وړ ده چې پارلمان په دولتي لګښتونو هېڅ کنټرول نه درلود او دولت هم د هغو پر وړاندې ځان مسئول نه ګاڼه. وزیران په یوازې توګه د فرانکو په پرېکړه ټاکل کېدل او یا هم ګوښه کېدل.[۴۱]

د ۱۹۴۷ زکال د جولای په ۲۶ مه نېټه فرانکو د هسپانیا نظام شاهي(سلطنتي) اعلان کړ، خو پاچا یې و نه ټاکه. دغه حرکت تر ډېره په ملي اداره کې د سلطنت غوښتونکو (کارلېستانو او الفونسېستانو) د رضایت په موخه و. فرانکو تاج او تخت خالي پرېښودل او ځان یې د ټول عمر لپاره نایب السلطنت اعلان کړ. هماغه مهال فرانکو د یو پاچا ګڼ شمېر امتیازات ځانته ځانګړی کړل. هغه د کپتان جنرال یونیفورم (هغه درجه چې په سنتي ډول پاچا ته اړوندېږي) واغوست او په ال پاردو ماڼۍ کې هستوګن شو. په دې سربېره هغه د یو سیوري کوونکي لاندې تګ شروع کړ او همدارنګه یې انځور د هسپانیا په پوستي نښو او سیکو کې راووت. [۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 11853470X  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12142874p — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Francisco-Franco — subject named as: Francisco Franco — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ RKDartists ID: https://rkd.nl/artists/343534 — subject named as: Francisco Franco — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6s76btj — subject named as: Francisco Franco — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1552 — subject named as: Francisco Franco Bahamonde — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p11.htm#i103 — subject named as: General Francisco Franco — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/4082075 — subject named as: Francisco Franco Bahamonde — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ subject named as: Francisco Franco — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/d4f52f89471e48cf9c1a073513a48f11 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ https://brockhaus.de/ecs/julex/article/franco-bahamonde-francisco — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0028061.xml — subject named as: Francisco Franco Bahamonde — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=francofranc — subject named as: Francisco Franco
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=francisco;n=franco — subject named as: Francisco Franco
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Spanish Biographical Dictionary ID: https://dbe.rah.es/biografias/9565/francisco-franco-bahamonde — subject named as: Francisco Franco Bahamonde — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Diccionario biográfico español — خپرونکی: Real Academia de la Historia
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Great Aragonese Encyclopedia ID: http://www.enciclopedia-aragonesa.com/voz.asp?voz_id=5864 — subject named as: Francisco Franco Bahamonde — سرليک: Gran Enciclopedia Aragonesa
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/54808 — subject named as: Francisco Franco Bahamonde — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000057 — subject named as: Francisco Franco — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ پیوستون : 11853470X  — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Франко Франсиско — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  19. پیوستون : 11853470X  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  20. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0290542/ — د نشر نېټه: ۱۴ سپټمبر ۲۰۲۳
  21. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12142874p — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  22. Preston 1994، ص. 25.
  23. Richards, Michael (1998) A Time of Silence: Civil War and the Culture of Repression in Franco's Spain, 1936–1945, Cambridge University Press. کينډۍ:ISBN. p. 11.
  24. Jackson, Gabriel (2005). La república española y la guerra civil RBA. Barcelona. کينډۍ:ISBN. p. 466.
  25. ۲۵٫۰ ۲۵٫۱
  26. ۲۶٫۰ ۲۶٫۱
  27. ۲۷٫۰ ۲۷٫۱ Maestre, F. E., Casanova, J., Mir, C., & Gómez, F. M. (2004). Morir, matar, sobrevivir: La violencia en la dictadura de Franco. Grupo Planeta (GBS). p. 8.
  28. ۲۸٫۰ ۲۸٫۱ Fontana, J. (Ed.). (1986). España bajo el franquismo: coloquio celebrado en la universidad de Valencia, noviembre de 1984. Universidad; Crítica: Departamento de Historia Contemporánea. p. 22.
  29. ۲۹٫۰ ۲۹٫۱ Thomas, pp. 900–901.
  30. ۳۰٫۰ ۳۰٫۱ Preston, Paul. The Spanish Civil War. Reaction, revolution & revenge. Harper Perennial. 2006. London. p. 202.
  31. ۳۱٫۰ ۳۱٫۱ Beevor, Antony (2006). The Battle for Spain: The Spanish Civil War 1936-1939 (په انګلیسي ژبه کي). Penguin. د کتاب پاڼې 94. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14-303765-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]
  33. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]
  34. Payne (2000), p. 645.
  35. Rubottom, R. Richard and Murphy, J. Carter (1984) Spain and the United States: Since World War II. Praeger.
  36. (په 3 November 2015 باندې). El último Azaña. Prisa
  37. Pérez Puche, Francisco (October 2016). "Cronología general de la Guerra Civil Española (1936–1939)" (PDF). Oficina de Publicacinoes (په هسپانوي ژبه کي). Ajuntament de València: 53. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Thomas, p. 424.
  39. Payne (1987), p. 231-234.
  40. Payne (1987), p. 323.
  41. "The Franco Years: Policies, Programs, and Growing Popular Unrest". A Country Study: Spain. Library of Congress Country Studies. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Laqueur, Walter (1996) Fascism: Past, Present, Future. Oxford University Press. کينډۍ:ISBN. p. 13
  43. De Meneses, Filipe Ribeiro (2001) Franco and the Spanish Civil War. Routledge. p. 87. کينډۍ:ISBN.
  44. Gilmour, David (1985) The Transformation of Spain: From Franco to the Constitutional Monarchy. Quartet Books. p. 7. کينډۍ:Isbn.
  45. Payne (1999), pp. 347, 476
  46. "fascism, Oxford dictionaries". Oxford University Press. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ سپټمبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مې ۲۰۲۲. Franco in Spain were also Fascist الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Stanley G. Payne (1999). Fascism in Spain, 1923–1977. Univ of Wisconsin Press. د کتاب پاڼې 476. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780299165642. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. Cobo Romero, Francisco (2008). "El franquismo y los imaginarios míticos del fascismo europeo de entreguerras" (PDF). Ayer. 71 (3): 123. ISSN 1134-2277. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. Payne (1987)
  50. Saz Campos 2004، ص. 90.