فاتح الملک ننگ يوسفزی

فاتح الملک ننگ يوسفزی (۱۹۳۰ ز. - ۲ د مۍ، ۲۰۱۲ ز.) يو پښتون ډرامه ليکونکی، شاعر، اديب او ليکوال و. د هغه يو شمېر ډرامې په راډيو افغانستان کې خپرې شوي، همداراز ځينې نورې يې د کابل د پوهنې نندارې په دريځ ښوول شوي. د هغه ليکنې او شعرونه زيات د پښتو د اجتماعي او سياسي ژوند په شاوخوا کې دي، چې زياتره يې په پښتني اخبارو، مجلو او د افغانستان په راډيو کې خپاره شوي دي.

فاتح الملک ننگ يوسفزی

مخينه

په آر کې ننگ يوسفزی د خيبر پښتونخوا د سوات د سيمې وه خو ډېر پخوا افغانستان ته کډه شوی و او په کندوز کې مېشت شوی و. بيا کابل ته راغی او هلته يې د قبايلو په وزارت کې دندې ترسره کړي. د دې تر څنگ يې ليکوالي او شاعرۍ کړې خو په ډرامو کې يې ښه نوم وېستلی وه. چې له همدې کبله يې راډيو افغانستان کې لار ومونده او بيا د افغانستان تر کورنيو جگړو پورې هلته په کار بوخت و.

دندې

په کابل کې، د قبايلو د مستقل رياست د تبليغاتو عضو، او د کابل راډيو او د مطبوعاتو د مستقل رياست قلمي ملگری پاتې شوی . په ۱۹۷۵ ز کې د مطبوعاتو د مستقل رياست، له خوا د ال انډيا راډيو د پښتو څانگې د پاره د نطاق او ادبي سوپروايزر په حيث ټاکل شوی. هلته څلور کاله په ډلي کې د پاتې کېدو نه وروسته په ۱۹۶۱ کې د ال انډيا راډيو سره د ځينو اُصولي اختلافاتو په بناء باندې استعفا کړې، او بېرته افغانستان ته ستون شوی. د افغانستان په بېلابېلو ورځپاڼو، مجلو کې او همدا ډول له کابل راډيو، او ال انډيا راډيو نه يې په سلگونو مضامين، اشعار، لنډې کيسې، فيچرونه او ډرامې خپرې شوي.

ليکلي آثار

  1. شپول - پښتو ناول


سرچينې

باندنۍ تړنې