غیر رسمي غلطي (تېروتنه)

په طبیعي ژبه کې غیر رسمي غلطۍ د استدلال یوه ناسمه بڼه ده. د رسمي غلطۍ د قضیې په څېر، د تېروتنې سرچینه د استدلال په بڼې پورې اړه نه لري، بلکې کېدلی شي د هغو د شرایطو، چارو او منځپانګه له امله هم رامنځ ته شي. غلطۍ د خپل ناسموالي سربېره معمولاً سمې ښکاري چې په پایله کې کېدلی شي، خلک د هغه منلو او کارولو ته وهڅول شي. دغه تېر ایستنه د طبیعي ژبې په بېلابېلو اړخونو لکه ګونګو او ناڅرګندو عبارتونو او یا د هغه د واضح کولو پر ځای د ضمني مقدماتو پر انګېرنې پورې اړه لري.

په دودیز ډول ګڼ شمېر غیر رسمي غلطۍ پیژندل شوې چې له هغې جملې د ابهام غلطي، د امفیبولي غلطي، د وېش او جوړښت غلطي، مغشوشه غلطي (هغه حالت چې انسان په کې انتخاب نه شي کولی)  پوښتنې کولو غلطي (هغه حالت چې استدلال د ملاتړ پر ځای پایلې ته اهمیت ورکړي) د هومینیم غلطي (هغه حالت چې شخص او شخصیت ننګوي) او د ناخبرۍ ادعا یادونه کولی شو. داسې هېڅ ډول عمومي همغږي نشته چې څه ډول بېلابېلې غلطۍ په ځانګړو ګروپونو کې کټګوري شي. یوه طریقه چې ځینې وخت په ادبیاتو کې موندل کېږي دا ده، چې د ابهاماتو او غلطیو ترمنځ توپیر وشي او رېښه یې تر ناڅرګندو یا ګونګو ژبو پورې رسېږي او احتمالي غلطۍ چې په کې غلط یا غیر عادلانه مقدمات شامل دي او نورې اړونده غلطۍ چې په کې مقدمات د هغه د راڅرګندېدو سربېره د پایلې سره اړوند نه دي.

په معاصره فلسفه کې د غلطۍ لپاره دودیز چلند له خورا ګڼ شمېر نیوکو سره مخ شوی دی. دغه ډېری نیوکې په دې دلیل رامنځ ته شوې چې یا خو دغه غلطۍ اصلا غلطۍ نه دي او یا یې لږ تر لږه په ټولو قضیو کې غلطۍ نه شو بللی. د دې ستونزې د له منځه وړو لپاره داستدلال او غلطیو لپاره بدیلې لارې وړاندیز شوې دي. دا هغه ډیالوژیکي (خبرو اترو) تګلاره کې شاملېږي چې استدلالونه د خبرو د یوې لوبې له لارې په دې موخه چې بل کس ته منطقي قناعت ورکړي، د یو حرکت په توګه تصور کوي. دغه لوبه د بېلابېلو اصولو په مرسته کنټرولېږي. غلطۍ او نیمګړتیاوې د خبرو له اصولو د سرغړونې په صفت تعریف شوي چې د خبرو د پرمختګ مخه نیسي. دغه علمي کړنلاره یو بل جوړښت رامنځ ته کوي. اصلي مفکوره داده چې استدلالونه معرفتي او علمي رول ولوبوي: د دوی موخه داده، چې زموږ پوهه د پخوانیو توجیه شویو باورونو څخه د تر اوسه نه توجیه شویو باورونو لور ته د پل چمتو کولو له لارې ډېره کړي. غلطۍ هغه استدلالونه دي چې د توجېه د علمي او معرفتي قاعدې په ماتولو سره له دغې موخې وروسته پاتې کېږي. د بایسیان (بیزي) Bayesian په طریقه کې علمي یا معرفتي نورمونه د احتمالي قوانینو له خوا ورکول کیږي کوم چې زموږ د باور درجې باید هغه تعقیب کړي.

د غلطیو د مطالعاتو موخه دا ده چې د استدلالونو د ارزونې او نیوکو لپاره یو راپور چمتو کړي. په دې کې دواړه راپورونه، هم تشریحي راپور چې کوم دلیل رامینځ ته کوي او هم یو معیاري راپور چې کوم دلیلونه ښه یا بد دي، په کې شته. په فلسفه کې غلطۍ معمولاً د بد استدلال په توګه لیدل کیږي او په همدې بڼه په دې مقاله کې هم پرې بحث کېږي. یو بل مفهوم چې په غیر علمي خبرو کې ډیر عام دی، دادی چې غلطۍ ته د استدلال په توګه نه، بلکې د غلط خو مروجه او دودیزو باور په توګه کتل کېږي.[۱][۲][۳]

دودیز حساب سمول

غیر رسمي غلطۍ په طبیعي ژبه کې یو ناسم استدلال دی. یو استدلال د هغه قضایاوو او وړاندیزونو لړۍ ده چې د مقدماتو په نوم یادېږي او د یوې بلې مسلې سره یو ځای پایله بلل کېږي. په سمو استدلالونو کې د پایلې اخیستنې په موخه مقدمات قیاسي او یا د نه انکار پشتوانه وړاندې کوي. په غلطو استدلالونو کې د تېروتنې او خطا سرچینه کېدای شي د هغه په منځپانګه یا چارو کې وي. که چېرې تېروتنه یوازې د بڼې له امله وي، نو دا یوه رسمي غلطي یا تېروتنه ګڼل کېږي. په غیر رسمي تېروتنه کې کېدای شي رسمي تېروتنې یا غلطۍ هم شاملې وي، خو په اصل کې دوی د منځپانګې تېروتنو ته شامېلیږي. غیر رسمي غلطۍ په رسمي ژبه بیانیږي. دغه کار له ځان سره ګڼ شمېر ستونزې لري چې د رسمي غلطیو یا تېروتنو د مطالعې په وخت کې نه ورسره مخ کېږي. د بېلګې په ډول: ناڅرګند اصطلاحات، ناڅرګند عبارتونه یا هغه انګېرنې یا فرضیې چې د صریح بیان پر ځای په ضمني بڼه انګېرل کېږي. په دودیز ډول ګڼ شمېر غیر رسمي تېروتنې لېست شوې دي چې له هغې جملې د ابهام غلطۍ، د امفیبولي غلطۍ، د وېش او جوړښت غلطي، مغشوشه غلطي (هغه حالت چې انسان په کې انتخاب نه شي کولی)  پوښتنې کولو غلطي (هغه حالت چې استدلال د ملاتړ پر ځای پایلې ته اهمیت ورکړي) د هومینیم غلطي (هغه حالت چې شخص او شخصیت ننګوي) او د ناخبرۍ ادعا یادونه کولی شو. دودیزې تګلارې هڅه کړي څو په دې برخه کې د بحث شویو مفاهیمو او مقالو په کارولو سره دغه نیمګړتیاوې واضح کړي.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

استدلال او تېروتنې سمول

یوازې استدلالونه کولی شي چې تېروتنې رامنځ ته کړي. بېلابېل غلط بیانونه تېروتنه نه ګڼل کېږي، ځکه هېڅ استدلال  نه دی وړاندې شوی، د بېلګې په ډول: هېڅ استدلال نه دی یاد شوی او یا هېڅ ادعا نه ده شوې. د استدلالونه اصلي مفکوره داده چې مقدمات د پایلې اخیستنې ننګه کوي او یا دا چې پایله د مقدماتو پر بنسټ رامنځ ته کېږي. قیاسي معتبر استدلالونه د پشتوانې تر ټولو قوي بڼه وړاندې کوي: د دوی لپاره که چېرې ټول مقدمات سم وي، نو شونې نه ده چې پایله اخیستنه دې ناسمه وي. په غیر قیاسي استدلالونو کې مقدمات د پایلې اخیستنې د یوې داسې خاصې کچې یا اندازې پشتوانه کوي چې د رد وړ دي. شونې ده چې ټول مقدمات سم خو پایله یې ناسمه وي. د انکار وړ استدلالونه سربېره پردې چې خطا منوونکي دي، خو ممکن منطقي قناعت ورکوونکي اوسي. نو دوی په اتوماتیک ډول تېروتني نه رامنځ ته کوي. د یو استدلال مقدمات کېدای شي، د هغه بنسټ په توګه وګڼل شي چې پایله اخیستنه پرې بنا شوې ده. د دغه قیاس له مخې کېدای شي، دوه څېزونه اشتباه وکړي او یو بحث په غلطۍ بدل کړي. کېدای شي بنسټ یې متزلزل وي خو حتی یو قوي بنسټ چې د پوښتنې د پایلې لپاره پشتوانه او ملاتړ چمتو نه کړي، ګټور نه تمامېږي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

په دودیزه بڼه غلطي له دریو اړینو شرطونو سره تعریف شوې ده: «(1) غلطي یو استدلال دی،(2) چې ناسم دی، (3)  داسې ښکاري چې سم دی». دغه تعریف یوازې رسمي غلطي پوښي، ځکه چې د هغه لازمي شرط د قیاسي اعتبار نه شتوالی دی، خو کېدای شي په اسانۍ سره د یوې هر اړخیزې اصطلاح لکه منطقي کمزورتیا یا ناسم استدلال باندې تعدیل شي او غیر رسمي غلطي په کې شامله شي. د هغه په اخري بند کې یو رواني یا روحي عنصر شامل دی چې ښیي څه ډول استدلال کوونکو ته استدلال ښکاره کېږي. دغه بند په استدلال کې له تېروتنو څخه د واقعي غلطیو تشخیص لپاره کارول کېږي، د بېلګې په توګه د بې پروایي له امله. مفکوره داده، چې غلطۍ د یو دلچسپ عنصر درلودونکي دي چې د بې پروایي سربېره موږ په تېروتنې کړنو باندې تېرباسي او په دې ډول ښکاره کوي چې ولې دوی په لومړی ځل دغه کار ترسره کړی دی. ځینې فیلسوفان دغه ادعا په ظاهره ردوي، ځکه د ارواپوهنې په حوالې سره  په بېلابېلو لارو کې د څېړنې ستونزمن کېدو لامل کېږي. یوه مسأله دا ده چې ظاهر د بېلابېلو خلکو لپاره توپیر لري. دغه ستونزه په ټولنیزو علومو کې شاملېږي، څو واضح شي چې د کومې مرجع خلکو سره د غلطیو د تعریف په اړه مشوره وشي.داسې سپارښتنه کېږي چې په اصل کې د غلطۍ مطالعه د استدلالونو د معیاري اړخونو په اړه ده، نه د هغې د هڅونکي ځواک په اړه چې د تجربوي ارواپوهنې له خوا تر مطالعې لاندې نیول کېږي.[۱۸]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. Walton, Douglas N. (1987). "1. A new model of argument". Informal Fallacies: Towards a Theory of Argument Criticisms. John Benjamins. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Siegel, Harvey; Biro, John (1997). "Epistemic Normativity, Argumentation, and Fallacies". Argumentation. 11 (3): 277–292. doi:10.1023/A:1007799325361. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Hansen, Hans (2020). "Fallacies". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Dowden, Bradley. "Fallacies". Internet Encyclopedia of Philosophy. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Engel, S. Morris (1982). "1. Nature and scope of logic". With Good Reason an Introduction to Informal Fallacies. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Vleet, Van Jacob E. (2010). "Introduction". Informal Logical Fallacies: A Brief Guide. Upa. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "The Fallacy Files: Informal Logical Fallacy". www.fallacyfiles.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Dowden, Bradley. "Fallacies". Internet Encyclopedia of Philosophy. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Stump, David J. "Fallacy, Logical". www.encyclopedia.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Korb, Kevin (2004). "Bayesian Informal Logic and Fallacy". Informal Logic. 24 (1): 41–70. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Vleet, Van Jacob E. (2010). Informal Logical Fallacies: A Brief Guide. Upa. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Engel, S. Morris (1982). With Good Reason an Introduction to Informal Fallacies. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Engel, S. Morris (1982). "1. Nature and scope of logic". With Good Reason an Introduction to Informal Fallacies. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Hansen, Hans (2020). "Fallacies". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Walton, Douglas N. (1987). "1. A new model of argument". Informal Fallacies: Towards a Theory of Argument Criticisms. John Benjamins. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Tomić, Taeda (2013). "False Dilemma: A Systematic Exposition". Argumentation. 27 (4): 1–22. doi:10.1007/s10503-013-9292-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Mackie, J. L. (1967). "Fallacies". www.encyclopedia.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Walton, Douglas N. (1987). "3. Logic of propositions". Informal Fallacies: Towards a Theory of Argument Criticisms. John Benjamins. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)