تېروتنه یا غلط فهمي

تېروتنه له نامعتبر یا ناسم استدلال څخه د ګټې اخیستلو په مانا ده. یو ناسم استدلال امکان لري غولونکی وی، ځکه کېدلی شي له خپل اصلي واقعیت څخه غوره تر نظر راشي. ځينې تېروتنې په قصدي توګه د لاسوهنې او هڅونې په موخه ترسره کېږي، په داسې حال کې چې نورې یې په غیر ارادي توګه د بې پامۍ یا ناپوهۍ له امله ترسره کېږي. د حقوقي استدلالونو پیاوړتیا په هغه منځپانګه یا محتوا پورې اړه لري، چې په هغه کې استدلالونه رامنځته کېږي. تېروتنې په عمومي توګه په رسمي او غیر رسمي تېروتنو باندې وېشل کېږي. رسمي تېروتنه د استدلال په جوړښت کې هغه نیمګړتیا ده، چې استدلال باطلوي. په داسې حال کې چې غیر رسمي تېروتنه په استدلال کې له غلطۍ څخه له یوې منطقې نامناسبې بڼې پرته سرچینه اخلي. هغه استدلالونه چې غیر رسمي تېروتنې لري، کېدلی شي له رسمي اړخه معتبر وي، مګر بیا هم تېروتنه ګڼل کېږي. [۱][۲][۳][۴]

ښه بېلګه یې د ریاضیاتو تېروتنه ده، کوم چې په قصدي ډول د ریاضي یو ناسم ثبوت دی. علت یې دا دی، چې ډېری وختونه له تېروتنې سره یو جزوي او فرعي شی پټ وي. په ریاضیاتو کې تېروتنې معمولاً د زده کړه ییزو موخو لپاره رامنځته شوي وي او نندارې ته وړاندې کیږي او معمولاً د ښکاره تضادونو د جعلي شواهدو بڼه لري.[۵][۶]

بشپړه کتنه سمول

تېروتنې هغه نیمګړتیاوې دي، چې استدلال کمزوری کوي. تېراېستونکي استدلالونه خورا عام دي او کېدلی شي په عامه کارولو کې هڅونکي وي. حتی کېدلی شي بې بنسټه ادعاګانې وي، چې ډیری وختونه په یو داسې باور سره وړاندې کیږي چې فکرکېږي، چې اثبات شوې حقیقتونه دي. غیر رسمي تېروتنې ډیری وختونه په ډله ایزو رسنیو په ځانګړې توګه تلویزیون او ورځپاڼو کې موندل کیږي. دا مهمه ده، چې پوه شو چې تېروتنې څه شی دي، ترڅو وکولی شو هغه په خپلو یا د نورو په لیکنو کې وپیژنو. له تېروتنو څخه مخنیوي کولی شي، چې د قوي استدلالونو د تولید توانایي پیاوړې کړي.[۷][۸]

د یوه استدلال د غلطوالي ارزونه به ممکن ستونزمنه وي، ځکه چې د استدلالونو شتون د هغوی د سالمیت پر دوام باندې ممکن کېږي او هر استدلال چې له څو پړاونو یا برخو څخه جوړ شوی دی، دا امکان لري چې ځینې برخې یې سمې او ځینې نورې یې ناسمې وي. تېر اېستونکي استدلالونه معمولاً د سمو دلیلونو په توګه غولونکې بڼه لري. په ورځنیو کارېدونکو استدلالونو کې د تېروتنې پېژندل ممکن ستونزمن وي، ځکه چې استدلالونه ډیری وختونه په بیاني یا تقریري نمونو کې ځای پرځای شوي وي، کوم چې د بیانیو ترمنځ منطقي اړیکې پټوي. غیر رسمي تېروتنې ممکن د لیدونکو احساساتي، فکري، یا رواني کمزوریو څخه ګټه واخلي. د تېروتنو پیژندنه کولی شي استدلالي مهارتونو ته وده ورکړي او له دې لارې وکولی شي چې د مقدماتو او پایلو ترمېنځ کمزورې اړیکې افشا کړي ترڅو د هغه څه ترمنځ تشخیص وکړي، چې ظاهرا سم ښکاري او هغه څه چې له اصل څخه سم دي. [۹][۱۰]

د استدلال نظریه پر تېروتنو باندې د پوهېدلو او د هغه د طبقه بندي کولو لپاره بېلابېلې طریقې وړاندې کوي. په دې طریقه استدلال د افرادو ترمنځ د متقابل پروتوکول په توګه وړاندې کېږي، ترڅو د دوی د اختلافاتو په حل کې اغېزمن واقع شي. پروتوکول د تعامل د ځانګړو اصولو لخوا تنظیمېږي، په همدې خاطر له دغو اصولو څخه سرغړونه اشتبا ګڼل کېږي.

تېروتنې د باوري استدلال پر ځای کارول کیږي، ترڅو د قانع کولو په موخه له یو ټکي سره اړیکه ونیسي. بېلګې یې نن ورځ په ډله ییزو رسنیو کې شاملې دي مګر محدودې نه دي. لکه پروپاګند، اعلاناتو، سیاست، د ورځپاڼو ادارې او د نظر پر بنسټ د خپرونو ښودل یا نمایش.

د طبقه بندۍ سېستم سمول

د تېروتنو د جوړښت او کارولو اختلاف د هغوی طبقه بندي له ستونزو سره مخ کوي، همدرانګه ددې سبب ګرځي چې د هغوی د کارونکو او ماهیرونو د رضایت په ترلاسه کولو کې ستونزې راولاړې کړي. تېروتنې د دوی جوړښت یا د دوی د مینځپانګې له مخې په دقیق ډول طبقه بندي کیدلی شي. د بېلګې په توګه په ترتیب سره د رسمي تېروتنې یا غیر رسمي تېروتنې په توګه طبقه بندي کول. د غیر رسمي تېروتنو طبقه بندي کیدلی شي پر نورو کټګوریو باندې وویشل شي. لکه ژبنۍ، د پرېښودلو له لارې تړاو، د لاسوهنې له لارې تړاو، او د فرضیې یا انګېرنې له لارې تړاو. له بلې خوا، تېروتنې کیدلی شي د هغه پروسې له مخې هم طبقه بندي شي د کومې له مخې چې پېښیېږي. لکه مادي تېروتنې (محتوا)، لفظي تېروتنې (ژبنۍ) او بیا هم رسمي تېروتنې (په استخراج یا استنباط کې تېروتنه). په خپل نوبت سره دا شونې ده چې مادي تېروتنې د غیر رسمي تېروتنې په عمومي کټګورۍ کې هم ځای په ځای شي. ددې ترڅنګ لفظي تېروتنې کیدلی شي په رسمي یا غیر رسمي طبقه بندۍ کې ځای په ځای شي. هغه ابهام پرتله کړئ، کوم چې د ګونګوالي یا ابهام پر بنسټ یوه کلمه یا یوه جمله ده. د مثال په ډول، «هغه لېونی دی» دا کېدلی شي چې د ترکیب د تېروتنه له مخې چې د مقدماتو او اټکل پر اساس ابهام ګڼل کېږي د هغه کس لیونتوب یا قهرېدلو ته اشاره ولري. مثال، دا باید د باسکیټبال یوغوره ټیم وي، ځکه چې هر یو غړی یې یو غوره لوبغاړی دی. حتی د ټولګیو تعریفونه ممکن ځانګړي تعریفونه نه وي. د مثال په توګه، وایټلی د مادي تېروتنې سره د منطقي تېروتنې د تکمیل په توګه چلند کوي او هغوی د غیر رسمي تېروتنو سره مترادفې ګڼې، پداسې حال کې چې نور کسان یې لکه چې پورته یې یادونه وشوه بیا د غیر رسمي تېروتنو فرعي ټولګي ګڼي.[۱۱][۱۲]

یوناني منطق سمول

یوناني فیلسوف ارسطو چې (له میلاد وړاندې د ۳۲۲ او ۳۸۴) کلونو ترمنځ یې ژوند کاو، هغه لومړنی کس و، چې منطقي تېروتنې یې په دې خاطر چې د مخالفې مقالې ردولو ته یوه بریالۍ لاره پرانیزې، په لیست کې تنظیم کړې. د ارسطو "سوفيستيکي ردونه" (De Sophisticis Elenchis) ديارلس تېروتنې په ګوته کوي، چې پر دوو لويو ډولونو باندې وېشل شوي دي. لومړۍ یې ژبنۍ تېروتنې او دویم یې غير ژبنۍ تېروتنې دي، چې ځينې يې په ژبې پورې تړلې دي او نورې يې له ژبې سره کوم تړاو نه لري. دغه تېروتنې په ترتیب سره لفظي تېروتنې او مادي تېروتنې بلل کیږي. مادي تېروتنې په هغه څه کې چې استدلال کوونکی یې په اړه خبرې کوي تېروتنه ده، پداسې حال کې چې لفظي تېروتنه د استدلال کونکي د خبرو د څرنګوالی تېروتنه ده. لفظي تېروتنې هغه تېروتنې دي چې په هغه کې پایله د کلمو د ناسم یا مبهم استعمال له لارې ترلاسه کیږي. په ژبې پورې د تړلې تېروتنې مثال د دې په اړه د بحث په توګه ورکول کیږي چې په بشر کې څوک زده کړه کوي، هوښیار یا ناپوه. له ژبې څخه د خپلواکه تېروتنې بېلګې:[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

  1. کوریسکوس له سقراط سره توپیر لري.
  2. سقراط یو سړی دی.
  3. پس کوریسکوس له سړي سره توپیر لري.[۱۳]

هندی منطق سمول

هندي منطق پوهانو په یو استدلال کې د تېروتنو په پوهېدلو باندې ډېر تکلیفونه ګاللي دي. د منطق او استدلال په اړه د متنونو یوه اغیزمنه ټولګه د نیایا سوترا تر عنوان لاندې چې اکسپاد ګوتم ته منسوب شوي شتون لري. مختلف اټکلونه ښیي چې دغه ټولګه د شپږمې او دویمې پیړۍ په منځ کې جوړ شوي ده. دغه ټوګله د استدلال په تیوري کې پنځه داسې دلیلونه لېست کوي، چې په یوه استدلال کې کارول شوي دي. دې ته د وروستیو منطق پوهانو لخوا نوره وده هم ورکړل شوې ده.[۱۷][۱۸][۱۹]

  1. اسیده (Asiddha: هغه غیر ثابت دلیل دی، چې د دغې تېروتنې سبب شوی دی. [Paksadharmata]
  2. Savyabhichara: دا د غیر منظم دلیل تېروتنه ده.
  3. Satpratipaksa: دلته دلیل د بل دلیل سره متضاد دی. که چېرې دواړه مساوي ځواک ولري، نو هیڅ شی نه تعقیب کیږي.غږ ابدي دی، ځکه چې د اورېدلو وړ دی، اوغږ ابدي نه دی، ځکه چې تولید شوی دی. دلته د اوریدلو وړ د تولید شوي لخوا متوازن کېږي او دواړه د مساوي ځواک څخه برخمن کېږي.
  4. Badhita بدیتا: کله چې یو بل ثبوت لکه د ادراک له مخې د منځني حد (دلیل) سره مخالفت وکړي او هغه رد کړي. لکه اور یخ دی. ځکه چې یوه ماده ده.
  5. Viruddha ویرود: د یو څه د ثابتولو پر ځای دا هغه برعکس ثابتول دي. لکه، آواز ابدي دی، ځکه چې تولید شوی دی.

سرچینې سمول

  1. van Eemeren, Frans; Garssen, Bart; Meuffels, Bert (2009). Fallacies and Judgments of Reasonablene Empirical Research Concerning the Pragma-Dialectical Discussion Rules. Dordrecht: Springer. doi:10.1007/978-90-481-2614-9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-481-2613-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Gensler, Harry J. (2010). The A to Z of Logic. Rowman & Littlefield. د کتاب پاڼې 74. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780810875968. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Woods, John (2004). "Who Cares About the Fallacies?". The Death of Argument. 32. د کتاب پاڼي 3–23. doi:10.1007/978-1-4020-2712-3_1. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789048167005. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Bustamente, Thomas; Dahlman, Christian, المحررون (2015). Argument types and fallacies in legal argumentation. Heidelberg: Springer International Publishing. د کتاب پاڼې x. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-319-16147-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Garns, Rudy (1997). "Informal Fallacies". Northern Kentucky University. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ فبروري ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Dowden, Bradley. "Fallacy". Internet Encyclopedia of Philosophy. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. McMullin, Rian E. (2000). The new handbook of cognitive therapy techniques (الطبعة [Rev. ed.]). New York: W. W. Norton. OCLC 41580357. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0393703139. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. McMurtry, John (December 1990). "The mass media: An analysis of their system of fallacy". Interchange. 21 (4): 49–66. doi:10.1007/BF01810092. S2CID 144780081. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. DeLancey, Craig, Ph.D. "Evaluating Arguments—Distinguishing between reasonable and fallacious tactics" (PDF). oswego.edu. self-published. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ سپټمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Damer, T. Edward (2009), Attacking Faulty Reasoning: A Practical Guide to Fallacy-free Arguments (الطبعة 6th), Belmont, California: Wadsworth, د کتاب پاڼې 52, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-495-09506-4 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Pirie, Madsen (2006). How to Win Every Argument: The Use and Abuse of Logic. A&C Black. د کتاب پاڼې 46. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8264-9006-3. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "fallacy". Encyclopedia Britannica. Encyclopedia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ van Eemeren, Frans; Garssen, Bart; Meuffels, Bert (2009). "1". Fallacies and judgements of reasonableness, Empirical Research Concerning the Pragma-Dialectical Discussion Rules (په انګلیسي ژبه کي). Dordrecht: Springer Science+Business Media B.V. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-481-2613-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Aristotle's original 13 fallacies". The Non Sequitur. March 13, 2008. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Aristotle's 13 fallacies". www.logiclaw.co.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جولای ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "PHIL 495: Philosophical Writing (Spring 2008), Texas A&M University". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ سپټمبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Phillips, Stephen (2019), "Epistemology in Classical Indian Philosophy", in Zalta, Edward N. (المحرر), The Stanford Encyclopedia of Philosophy (الطبعة Spring 2019), Metaphysics Research Lab, Stanford University, د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Mahamahopadhyaya Satisa Chandra Vidyabhushana. The Nyaya Sutras Of Gautama (English). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Ganeri, Jonardon (2019), "Analytic Philosophy in Early Modern India", in Zalta, Edward N. (المحرر), The Stanford Encyclopedia of Philosophy (الطبعة Summer 2019), Metaphysics Research Lab, Stanford University, د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)