غمچينه ور لنډه لکۍ لرونکې لړم
Schizomida غمچينه ور لنډه لکۍ لرونکې لړمان | |
---|---|
مملکه | ژوی |
بې شمزۍ ژوي | |
شاخه | بند پښه لرونکی ژوي |
لاندی شاخه | نوسی لرونکې ژوې |
کلاس | غڼه ډوله ژوي |
تیره | غمچينه ور لنډه لکۍ لرونکې لړمان |
غمچينه ور لنډه لکۍ لرونکې لړمان (په لاتين: Schizomida) د غڼه ډوله ژويو څخه دي چې په حارو سیمو کې ژوند کوي. نوموړي ژوي د لمر رڼا سره مینه نه لري او د دي لپاره تر ډبرو لاندي او په غارونو کې اوسېږي. غمچينه ور لنډه لکۍ لرونکې لړمان کوچنی ژوي دي چې نرمی بدن، cephalothorax (چې د دريو برخو څخه جوړ شوي دي) او درې جوړې پښې (مخکینی پښې په حسو غړو تبدیل شوي دي) لري. بطن یې بیضوي شکل لري چې په ۱۲ برخو تقسیمیږي. د بطن وروستي برخه لنډه غمچينه (لکۍ) لري. نوموړي ژوي هېڅ سترگې نه لري. ټوله طايفه (ډله) ۲۳۰ ډوله ژوي لري چې په دريو کورنيو وېشل کېږي.
- † Calcitronidae - مړ شوي کورنۍ ده چې په دوو جنسو تقسیمېږي.
- Hubbardiidae - تر ټولو لویه کورنۍ ده چې په ۴۶ جنسو تقسیمېږي
- Protoschizomidae - نوموړي کورنۍ په دوو جنسو تقسیمېږي.