ديپلوم انجنير غلام محمد فرهاد(۱۹۰۱ – ۱۹۸۴) چې د کابل په خلکو کې د پاپا په نامه مشهور ؤ دافغانستان د معاصر تاريخ يو ستر ملي او سياسي شخصيت گڼل شوی . د افغانستان په ودانۍ او د هېواد د افغاني هويت په غښتلتيا کې يې نه هېريدونکي هلې ځلې کړي.

غلام محمد فرهاد

مخينه

غلام محمد فرهادپه ۱۹۰۱ زېږیز کال کې د وردگو ولایت د مرکز، میدان ښار په یوې مخورې کورنۍ کې زيږيدلی.

زده کړې

په ۱۹۱۵ م زېږيز کال کې کابل ته د راکډه کيدو وروسته يې دحبیبي په ښونځي کې خپلې زده کړې پای ته ورسولې . خدايبښلی پاپا په ۱۹۲۱م زېږيز کال کې د اعلحضرت غازي امان الله خان لخوا د لوړو زده کړولپاره جرمني ته واستول شو چې دمونشن په ښارکې يې دبرېښنا په څانگه کې دیپلوم تر لاسه کړ .

دندې

 
غلام محمد فرهاد په المان کې

هیواد ته د ستنيدو وروسته په ۱۹۲۸ کال کې يې داماني په ښونځي کې د ښوونکي په توگه دنده ترسره کوله او د دې تر څنگ يې ددولتي فابریکو دالکتروتخنیک (برېښنايي تخنیک)دبرخې مسؤلیت په غاړه ؤ . فرهاد په ۱۹۳۴ کال کې یو ځل بیا جرمنی ته لاړو ، د المان دهيواد سره ديو قراردادپه اساس يې د چک وردگ دبرښنا بند په آلماني توربینوسمبال ، اودسروبي بند توربینونه یې هم نوي کړل .
په ۱۹۴۸م کال کې دکابل ښارلومړی ولسواک ښاروال وټاکل شو.اوپه ۱۹۵۴م کال کې دکابل دبریښنا شرکت بنسټ جوړ او دی د همدغه شرکت مشر شو.

سیاسي هلې ځلې او ټولنیز ژوند

 
غلام محمد فرهاد د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه سره

ښاغلی فرهاد د۱۹۵۵م زېږيز کال دلويې جرگې غړی و ،اوپه ۱۹۶۶م زېږيز کال د کابل د خلکو له خوا د ولسي جرگې وکیل وټاکل شو. په ۱۹۷۰م زېږيز کال کې يې د ولسي جرگې وکالت د خپل ارادې د مقاومت په عنوان پریښود .
خدای بښلی فرهاد په 1966م زېږيزکال کې د افغان سوسیال دموکرات گوند بنسټ ايښودونکی و او د نوموړي گوند په کنگره کې د گوند د مشر په توگه وټاکل شو او دمرگ ترورځې ددغه گوند مشر ؤ.

د ۱۹۷۹م زېږيز کال داکټوبر په ۱۴ دحفيظ الله امين د حکومت له خوا د يوې پوځي کودتا په وسيله د حکومت د رانسکورولو په تور دخپلو يو لړ ملگرو سره ونيول شواو په کابل کې زنداني شو،اوپه ۱۹۸۰کې دبندڅخه راخلاص شو. خدايبښلي فرهاد دجگړې او سياسي اختناق وخت کې هېواد نه د وتلو وړانديزونه په کلکه سره ردول.
ارواښاد غلام محمد فرهاد په ۱۹۸۴ م کال دنومبر په ۷نيټه ( ۱۷ دعقرب ۱۳۶۳ هجری شمسی ، ۱۴ دصفر ۱۴۰۵ هجری قمری )کې ومړ او په شهدای صالحین کې خاورو ته وسپارل شو. (۱)

سرچینې