غشی يو سم او نری لرگی دی چې په سرکېيې تېره اوسپنه کښېنوي او دليندې په وسيله يې دهدف په لور ولي. غشی ډېرې پېړۍ پخوا دبشر يوه دفاعي وسيله وه. نن يې هم استعمال د افريقا او سوېلي امريکا او د نړۍ د ځينو نورو برخو په بدوي قبايلو کې رواج لري. په عصري نړۍ کې ددې آلې استعمال د بدني روزني يوه توک په توگه شته.