غر

(له غرونه نه مخ گرځېدلی)

غر ( پښتو اوريدنه واورئ) (په انگرېزي: Mountain) د خاورو او گټو نه جوړې شوې لوړې دنگې ډېرۍ ته ويل کېږي چې لويه برخه يې په ځمکه کې دننه وي او وړه برخه يي د ځمکې دپاسه وي او په ښکاره توگه داسې ښکاري لکه لويه برخه يې چې د ځمکې نه دباندې او وړه برخه يې دننه وي.

غر

غر د ځمکې د قشر تر ټولو لوړه برخه ده، چې شیب لرونکي اضلاع لري او تر ځمکې لاندې د ډبریز بستر ښکارندويي کوي. غر له پلېټونو سره د یوې لوړې سطحې په درلودو توپیر لري او تر غونډۍ لوی دی، چې لږ تر لږه ۳۰۰ متره (۱۰۰۰فوټه) له ځمکې لوړېږي. ډېر لږ غرونه دي، چې څوکې یې منزوي دي، خو زیاتره یې د غرونو په کتار کې راځي.[۱]

غرونه له ټکټونیکي قوتونو، سولېدنې او اتشفشاني حالت نه رامنځته کېږي، چې د زمان په مقیاس سره تر لسګونو میلیونو کلونو پورې عمل کوي. کله چې د غرونو جوړېدل ودرېږي؛ نو غرونه د جوي حالاتو، د لوېدنې، د ډله ییزو ضایعاتو او د سیندونو او یخچالونو د سولېدنې له لارې تسطیح کېږي.[۲][۳]

د غرونو لوړوالی په ورته عرض البلد سره د بحر د سطحې په پرتله سوړ اقلیم جوړوي. دغه سوړ اقلیم په شدت سره د غرونو پر ایکوسیسټم اغېز کوي. بېلابېلې ارتفاع ګانې بېلابېل نباتات او حیوانات لري. دا چې غرونه ګټور اقلیم نه لري؛ نو د کرنې لپاره ترې لږ کار اخیستل کېږي، خو د منابعو د استخراج لپاره؛ لکه د کانونو د کېندنې  د لرګیو د تولید، د تفرېح لپاره؛ لکه د غره ختنې او اسکي لپاره ترې کار اخیستل کېږي.

په ځمکه کې تر ټولو لوی غر د اسیا په همالیا کې د اورسټین غر دی، چې څوکه یې د بحر له متوسطې سطحې نه ۸۸۵۰ متره (۲۹۰۳۵فوټه) لوړه ده. د لمریز نظام په ټولو سیارو کې تر ټولو لوړ غر په مریخ کې دی، چې نوم یې المپوس مونس دی او ۲۱۱۷۱ متره (۶۹۴۵۹ فوټه) لوړوالی لري.

تعریف

د غره لپاره هېڅ کوم نړیوال پېژندل شوی تعریف نشته. لوړوالی، حجم، راوتنه، کوږوالی، فاصله او وصلېدا د معیار په توګه د غره د تعریف لپاره کارول کېږي. د اکسفورډ په انګلیسي قاموس کې غر داسې تعریف شوی دی: «د ځمکې د سطحې طبیعي لوړوالی، چې ځینې وخت په ناڅاپي توګه له اړخیزې سطحې نه لوړېږي او داسې ارتفاع ته رسېږي، چې د اړخونو له ارتفاع یې د پام وړ او اغېز لرونکی لوړوالی ولري».

دا چې د ځمکې یوه بڼه غر یادېږي؛ نو ښایي په ځایي کارونې پورې اړه ولري. سکاټ غر له لاوتون، اوکلاهما او متحده ایالاتو نه بهر دی چې له لاندنۍ برخې نه تر لوړې نقطې پورې یې یوازې ۲۵۱ متره (۸۲۳ فوټه) فاصله لري. د ویټو فزیکي جغرافیایي قاموس وایي: «ځینې مقامات ۶۰۰ متره (۱۹۶۹ فوټه) د غره په توګه ګڼي او هغه چې په ټیټه برخه کې د غونډۍ په توګه پېژندل کېږي».[۴]

په بریتانیا او ایرلنډ جمهوریت کې غرونه معمولا د ۲۰۰۰ فوټه (۶۱۰متره) په لوړوالي سره پېژندل کېږي، دا د بریتانیا د دولت له رسمي تعریف سره سمون لري، چې غر د لاسرسي په موخه له ۲۰۰۰ فوټه (۶۱۰متره) ارتفاع یا تر هغه لوړ وي. سربېره پر دې، په ځينو تعریفونو کې د توپوګرافۍ د الزاماتو اړتیا هم شامله ده؛ لکه یو غر د ۳۰۰ متره (۹۸۴ فوټه) په اندازې سره له ځمکې پورته کېږي. یو وخت، د متحده ایالاتو د جغرافیایي نومونو د هیئت له خوا یو غر د ۱۰۰۰ فوټه (۳۰۵ متره) په لوړوالي سره غر ګڼل کېده، خو له ۱۹۷۰ لسیزې راوروسته دغه تعریف ونه منل شو؛ نو تر دغه لوړوالي نه لږ، هر ډول ورته ځمکې ته غونډۍ ویل کېده. په هر حال، نن ورځ د متحده ایالاتو د ځمکپوهنې سازمان (USGS) دې پایلې ته رسېدلی، چې دغه اصطلاحات په متحده ایالاتو کې فني تعریفونه نه لري.[۵][۶][۷][۸]

ځمکپوهنه

درې اصلي غرونه شته دي: اتشفشاني، فولډ او بلاک. دا درې ډوله له صفحه یي ټکټونیک نه رامنځته شوي. کله چې د ځمکې د قشر برخې حرکت کوي؛ نو مروړل کېږي او په اوبو کې غوټه کېږي. فشاري قوتونه، د ایزواسټاټیک راوتنه او د اورنیو موادو نفوذ د دې لامل کېږی، چې ډبرې پورته راوړي او د شاوخوا په پرتله د ځمکې لوړه بڼه رامنځته کړي. دغه ځانګړی لوړوالی هغه یا پر غونډۍ بدلوي او یا که نور هم لوړ شي نو د غره بڼه ورکوي. اصلي غرونه معمولا په اوږدو خطي قوسونو کې راڅرګندېږي، چې د ټکټونیکي صفحې د پلېټ او د فعالیت ښکارندویي کوي. [۹]

بلاک غرونه

بلاک غرونه د ځمکې په قشر کې د ځمکې د طبقو د ښویېدنې له امله رامنځته شوي، هغه صفحه چې ډبرې په کې له یو بل نه تېرېږي. کله چې د ښویېدنې د یوه اړخ ډبرې د بل اړخ په پرتله پورته ځي؛ نو کولای شي، چې یو غر جوړ کړي. لوړ بلاکونه هماغه بلاک غرونه یا هورست دي. خوشې شوو منځنيو بلاکونو ته ګرابن وايي، دغه بلاکونه ښایي کوچني وي یا د پراخو درو سیسټمونه جوړ کړي. د دغې منظرې بڼه کولای شو په ختیځې افریقا، د راین او ووس درې، د حوضې په سیمه کې او د شمالي امریکا په غربي محدوده کې وګورو. دغه سیمې هغه مهال رامنځته کېږي، چې منطقه یي فشار کششي وي او قشر نازک شي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

اقلیم      

د وړانګو او حرارت د تعامل له امله، د غرونو په لوړو څوکو کې اقلیم سړېږي. د لمر وړانګې په مریي طیف کې پر ځمکه لګېږي او هغه ګرموي؛ نو تر دې وروسته ځمکه د سطحې هوا ګرموي. که چېرې شعاع له ځمکې نه فضا ته د حرارت انتقالولو یوازینۍ لار وای، د ځمکې په اتموسفیر کې به د ګلخانه یي ګازونو اغېزو هغه د ۳۳۳ کلوین (۶۰ درجه سانتي ګرېډ؛ ۱۴۰ درجې فارنهایت) په درجه کې ساتلې وه؛ نو له دې سره د تودوخې درجه په تصاعدي ډول له لوړوالي سره کمېږي. [۱۴]

غرونه او انسانان      

تر ټولو لوړه او دایمي پېژندل شوې ارتفاع د ۵۹۵۰ مترو (۱۹۵۲۰ فوټه) په اندازه ده. په ډېرو لوړو ارتفاع ګانو کې د اتموسفیر د فشار کمېدل په دې معنا دي، چې ډېر لږ اکسیجن ته لاسرسی پیدا کېږي او د لمریزو تشعشاتو  (UV)پر وړاندې محافظت کمېږي. له ۸۰۰۰ متره (۲۶۰۰۰ فوټه) نه په لوړه ارتفاع کې د انسان لپاره کافي اکسیجن شتون نه لري. ځینې وخت دغې سیمې ته د «مرګ سیمه» وايي. د اورست او K2 غرونو څوکې د مرګ په سیمه کې پرتې دي.[۱۵][۱۶]

غرنۍ ټولنې او اقتصادونه

د انسانانو د اوسېدو لپاره د غرونو په پرتله ټیټو سیمو ته ترجېح ورکول کېږي؛ ځکه ډېر سوړ اقلیم لري او د کرنې لپاره هم مناسبه نه ده. په داسې حال کې چې د ځمکې د مساحت ۷ سلنه له ۲۵۰۰ متره (۸۲۰۰ فوټه) نه لوړه ده. یوازې ۱۴۰ میلیونه وګړي تر هغه په پورته ارتفاع کې ژوند کوي او یوازې له ۲۰ نه تر ۳۰ میلیونو پورې وګړي له ۳۰۰۰ متره (۹۸۰۰ فوټه) نه پورته ژوند کوي. د غرونو نیمایي اوسېدونکي په اندس، مرکزي اسیا او افریقا کې ژوند کوي.  [۱۷][۱۸][۱۹]

ایکولوژي

په غرونو کې سوړ اقلیم پر نباتاتو او حیواناتو اغېز کوي. د ځانګړو نباتاتو او حیواناتو ډله غواړي، چې له یو محدود او نازک اقلیم سره سمون پیدا کړي؛ نو په دې توګه ایکوسیسټمونه تمایل لري، چې د ارتفاعي نوارونو په اوږدو کې له کابو ثابت اقلیم سره پاتې شي. دې چارې ته altitudinal zonation وایي. هغه سیمې چې وچ اقلیم لري، د غرونو تمایل اورښت ته ډېر وي او ټیټه تودوخه هم بېلابېل شرایط رامنځته کوي. [۲۰][۲۱]

ځينې نباتات او حیوانات چې په ارتفاعي سیمو کې موندل کېږي، معمولا سره جلا کېږي؛ ځکه د یوې ځانګړې سیمې پاس او ټیټ شرایط نامناسب دي؛ نو د هغوی حرکتونه او پراختیا را محدودوي. دغه جلا شوي ایکولوژیکي سیسټمونه د اسماني ټاپو ګانو په نامه یادېږي.[۲۲]

سرچينې                                                                                                                                                                                                  

  1. Jackson, Julia A., ed. (1997). "Mountain". Glossary of geology (Fourth ed.). Alexandria, Viriginia: American Geological Institute. ISBN 0922152349.
  2. Levin, Harold L. (2010). The earth through time (9th ed.). Hoboken, N.J.: J. Wiley. p. 83. ISBN 978-0470387740.
  3. Levin, Harold L. (2010). The earth through time (9th ed.). Hoboken, N.J.: J. Wiley. p. 83. ISBN 978-0470387740.
  4. Whittow, John (1984). Dictionary of Physical Geography. London: Penguin. p. 352. ISBN 0-14-051094-X.
  5. "What is a "Mountain"? Mynydd Graig Goch and all that..." Metric Views. خوندي شوی له the original on 30 March 2013. بياځلي په 3 February 2013.
  6. "What is the difference between "mountain", "hill", and "peak"; "lake" and "pond"; or "river" and "creek?"". US Geological Survey. US Geological Survey.
  7. "What is the difference between lake and pond; mountain and hill; or river and creek?". USGS. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 May 2013. بياځلي په 11 February 2013.
  8. "Chapter 6: Mountain building". Science matters: earth and beyond; module 4. Pearson South Africa. 2002. p. 75. ISBN 0-7986-6059-7.
  9. Ryan, Scott (2006). "Figure 13-1". CliffsQuickReview Earth Science. Wiley. ISBN 0-471-78937-2.
  10. Ziegler, P.A.; Dèzes, P. (July 2007). "Cenozoic uplift of Variscan Massifs in the Alpine foreland: Timing and controlling mechanisms". Global and Planetary Change. 58 (1–4): 237–269. Bibcode:2007GPC....58..237Z. doi:10.1016/j.gloplacha.2006.12.004.
  11. Chorowicz, Jean (October 2005). "The East African rift system". Journal of African Earth Sciences. 43 (1–3): 379–410. Bibcode:2005JAfES..43..379C. doi:10.1016/j.jafrearsci.2005.07.019.
  12. Levin 2010، مم. 474-478.
  13. Goody, Richard M.; Walker, James C.G. (1972). "Atmospheric Temperatures" (PDF). Atmospheres. Prentice-Hall. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 29 July 2016.
  14. "Everest:The Death Zone". Nova. PBS. 24 فبروري 1998. خوندي شوی له اصلي څخه په 18 جون 2017.
  15. West, JB (2002). "Highest permanent human habitation". High Altitude Medical Biology. 3 (4): 401–407. doi:10.1089/15270290260512882. PMID 12631426.
  16. Moore, Lorna G. (2001). "Human Genetic Adaptation to High Altitude". High Alt Med Biol. 2 (2): 257–279. doi:10.1089/152702901750265341. PMID 11443005.
  17. Cook, James D.; Boy, Erick; Flowers, Carol; del Carmen Daroca, Maria (2005). "The influence of high-altitude living on body iron". Blood. 106 (4): 1441–1446. doi:10.1182/blood-2004-12-4782. PMID 15870179.
  18. Panos (2002). "High Stakes" (PDF). خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 3 June 2012. بياځلي په 17 February 2009.
  19. Daubenmire, R.F. (June 1943). "Vegetational Zonation in the Rocky Mountains". Botanical Review. 9 (6): 325–393. doi:10.1007/BF02872481. S2CID 10413001.
  20. "Biotic Communities of the Colorado Plateau: C. Hart Merriam and the Life Zones Concept". خوندي شوی له the original on 14 January 2013. بياځلي په 30 January 2010.
  21. Tweit, Susan J. (1992). The Great Southwest Nature Factbook. Alaska Northwest Books. pp. 209–210. ISBN 0-88240-434-2.